نړۍ
د اوکراین هوایي ځواک د روسیې د ۷۱ پیلوټه الوتکو د ویشتلو خبر ورکړ
د اوکراین هوایي ځواک نن یکشنبې وویل چې هوایي دفاعي سیستمونو یې تېره شپه د روسیې له ۸۰ بې پیلوټه الوتکو څخه ۷۱ ویشتلي دي.
د اوکراین هوایي ځواک دا هم ویلي چې روسیې د اوکراین له لوهانسک سیمې څخه دوه توغندي ویشتلي دي.
خو په دې اړه یې څه نه دي ویلي چې توغندي چېرته لګېدلي او آیا د سر او مال تاوانونه یې اړولي او که نه.
په ورته وخت کې د روسیې دفاع وزارت ویلي چې د هوایي دفاع ځواکونو یې تېره شپه د اوکراین ۱۵ بې پیلوټه الوتکې ویجاړې کړي دي.
د ایران په یوه کان کې چاودنې لږترلږه ۳۰ کسان وژلي
د ایران د خراسان جنوبي ولایت په طبس ښار کې د ډبرو سکرو په یوه کان کې د چاودنې له امله لسګونه کسان وژل شوي دي.
د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا ویلي، په دې چاودنه کې چې د میتان ګازو د لیک له امله شوې، لږترلږه ۳۰ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
چاودنه د شنبې په شپه شوې ده.
په پیل کې، ایراني رسنیو د يوه تن د مړينې او په تونل کې د کارګرانو د راګير پاتې کېدو راپورونه ورکړي وو.
اسراییلي ځواکونو په رامالله کې د الجزیرې شبکې پر دفتر یرغل وروړ او د هغه د تړلو امر یې وکړ
د الجزیرې خبري شبکې راپور ورکړ چې اسراییلي ځواکونو نن سهار د اشغال شوې لوېدیځې غاړې په رامالله کې د دې شبکې پر دفتر چاپه اچولې او کارکوونکو ته یې ویلي چې خپل دفتر بند کړي.
اسوشېټېډپرېس اژانس راپور ورکړی چې الجزیرې پر خپل دفتر د اسراییلي پوځیانو د حملو ژوندي تصویرونه خپاره کړل.
د الجزیرې شبکې د راپور له مخې، اسراییلي ځواکونه، چې په وسلو سمبال وو او ماسکونه یې پرمخ وو، د تلوېزیون د ژوندۍ خپرونې په ترڅ کې دفتر ته ورننوتل او امر یې وکړ چې دا دفتر دې د اوس لپاره تر ۴۵ ورځو پورې بند وي.
اسراییلي ځواکونو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د چک جمهوریت په پارلماني ټاکنو اپوزیسیون مخکښ بلل شوی
په چک جمهوریت کې د پارلماني ټاکنو د خپرو شویو لومړنیو پایلو له مخې، د واکمن ګوند اپوزیسیون یا "اېایناو" ډېرې رایې ترلاسه کړي دي.
د چک جمهوریت د احصايي ادارې پرون ویلي، د اپوزیسیون اصلي ګوند په تېرو دوو ورځو کې له ۱۳ سیمو څخه په لسو سیمو کې سیالۍ وکړې او دا رایې يې ترلاسه کړې دي.
د راپورونو پر بنسټ، د ټاکنو پایلې د اپوزیسیون ګوند څخه د چک د خلکو ملاتړ ښکاره کوي.
هاریس د اکټوبر په ۲۳مه په تلوېزیوني مناظره کې د ګډون وړاندیز ومانه
د امریکا د ولسمشر مرستیالې او د ډیموکرات ګوند کاندیدې کاملا هاریس د سيایناین CNN تلوېزیونې شبکې هغه وړاندیز ومانه چې د اکټوبر په ۲۳مه به په یوې مناظره کې ګډون کوي.
د هاریس ټاکنیز کمپاین د شنبې په ورځ ویلي وو، د جمهوري غوښتونکو کاندید ډونالډ ټرمپ هم باید په دې مناظره کې ګډون وکړي.
له دې وړاندې د سيایناین په ورته مناظره کې د روان کال په جون میاشت کې ډونالد ټرمپ ګډون کړی و چې یوه بریالۍ مناظره يې بللې وه.
ټرمپ د هغې مناظرې د تنظیموونکو او د سيایناین د مدیرانو ساتینه هم کړې وه.
د جون په ۲۷مه ټرمپ له بایډن سره په یوې مناظره کې ګډون کړې و چې بایډن په کې په ښه توګه له خپل دریځ څخه دفاع ونه کړای شوه او په پایله کې کاملا هاریس د هغې پر ځای د راتلونکو ټاکنو لپاره کاندیده شوه.
په لاهور کې د عمران خان د خوشې کېدو په پار رابلل شوې ناسته پای ته ورسېده
په لاهور کې د پاکستان د تحریک انصاف ګوند یا پيټيآی هغه ناسته پای ته ورسېده چې د پخواني صدراعظم عمران د خوشې کېدو په پار د هغه د پلویانو لهخوا رابلل شوې وه.
د دې ګوند مشر ګوهرعلي خان پرون شنبې د سپټمبر۲۱مه ویلي، د پنجاب له حکومت سره د ټاکلو شرایطو له مخې يې ناسته پای ته رسولې ده.
د پېښور په ګډون د پاکستان له ډېرو ښارونو د پيټيآی د زرګونو پلویانو کاروانونه له تېرې ورځې راهیسې لاهور ته روان وو.
په اسلامآباد کې د مشال راډیو خبریال وايي، د خیبرپښتونخوا وزیر اعلی علي امین ګنډاپور چې د نیولو امر يې شوی دی، ونه توانېده چې دې ناستې ته ورسېږي.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو پر بنسټ، که څه هم دې ناستې ته ډېر خلک ورغلي وو، خو د دې هېواد د اطلاعاتو او نشراتو وزیر ویلي چې پيټيآی د خپلو پلویانو په راټولو کې پاتې راغلی دی.
د زنداني عمران خان پلویانو له دې وړاندې هم د هغه د خوشې کېدو په پار وړاندې ناستې او لاریونونه ترسره کړي دي.
په لبنان کې د اسراییلو د هوايي برید له کبله د وژل شویو کسانو شمېر ۳۷ ته رسېدلی
د لبنان روغتیا وزارت ویلي چې په بیروت کې د اسراییلو د هوايي برید له کبله د وژل شویو کسانو شمېر ۳۷ ته رسېدلی دی.
په وژل شویو کې ۳ ماشومان او اوه ښځې هم شاملې دي.
د اسراییلو پوځ بیا ویلي چې د جمعې په ورځ یې په بیروت کې د حزبالله ډلې یوه غونډه هدف ګرځولې چې ۱۶ کسان یې پهکې وژلي دي.
د لبنان حزبالله ډلې تایید کړې چې په دې برید کې د دوی یو بل جګپوړی قومندان احمد محمود وهبي هم وژل شوی دی.
مخکې په دې برید کې د احمد عقیل وژنه هم تایید شوې وه.
د حزبالله په خبره چې وهبي د تېر کال له اکټوبر راهیسې د اسراییل پر ضد د پوځي عملیاتو مشري په غاړه درلوده.
په پاکستان کې درې نور ماشومان ګوزڼ وهلي
په پاکستان کې درې نور ماشومان ګوزڼ وهلي دي.
د پولیو مخنیوي پروګرام په یوه بیان کې ویلي چې تازه پېښې په بلوچستان، خیبر پښتونخوا او سند ایالتونو کې ثبت شوي دي.
په خیبر پښتونخوا کې سږ کال د پولیو دا لومړۍ پېښه ده.
په پاکستان کې تېر ۲۰۲۳م کال کې د ګوزڼ شپږ پېښې ثبت شوې وې چې ورڅخه یې څلور ماشومان د خیبر پښتونخوا او دوه د سیند اوسېدونکي وو.
په پاکستان سربېره، افغانستان کې هم د پولیو پېښې ثبت شوي دي.
افغانستان او پاکستان دوه هغه هېوادونه دي چې د پولیو ویروس په کې لا ژوندی دی.
سږ کال بیا په جنګ ځپلې غزه کې هم د پولیو مثبتې پېښې راپور شوي.
د امریکا په ځینو ایالتونو کې د حضوري رایې ورکولو پروسه پیل شوه
د امریکا د ولسمشرۍ له انتخاباتو شاوخوا شپږ اوونۍ مخکې، د دغه هېواد په ځینو ایالتونو کې د حضوري رایې ورکولو پروسه پیل شوه.
یو شمېر رایو ورکوونکو د جمعې په ورځ په ویرجینیا کې تر اصلي انتخاباتو مخکې خپلې رایې صندوقونو ته واچولې، دې ته ورته په مینیسوټا او جنوبي ډکوټا کې رایې واچول شوې.
د امریکا د ۵۰ ایالتونو په اکثرو کې تر وخت مخکې رایې ورکولو دود شته.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د جمهوریپال ګوند د کاندید دونالډ ټرمپ له هغو شکونو سره سره چې مخکې یې څرګند کړي وو، د دغه ګوند ملي کمېټې سږ کال د دې ډول رایې اخیستنې هرکلی وکړ.
لبنان کې د اسراییلو هوايي برید؛ د حزبالله د یوه جګپوړي قومندان په ګډون ۱۴ کسان وژل شوي
اسراییل پرون جمعه د لبنان د پلازمېنې بیروت په یوه ګڼ مېشته سیمه کې په یوه نادره برید کې د حزبالله یو جګپوړی قومندان وواژه.
دا په لسیزو کې په بیروت کې تر ټولو خونړی برید وچې د لبناني چارواکو په وینا، لږترلږه ۱۴ کسان پهکې ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.
د اسراییل د پوځ ویاند ډانیل هګاري وویل، د بیروت په جنوب کې په دغه برید کې د حزبالله د ځانګړي رضوان ځواک مشر ابراهیم عقیل او د دې ډلې لس نورغړي ووژل شول.
حزبالله پرون د ورځې ناوخته په یوه بیان کې د عقیل وژل کېدل تایید کړل او هغه یې د دې ډلې یو له لوړپوړو مشرانو وباله.
د حزبالله ملاتړي، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني دا یوه ناوړه حمله او له بشري حقونو سرغړونه وبلله او ویې ویل چې باید نړیواله ټولنه هغه په کلکه وغندي.
په سیاسي چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالي روزمیري ډیکارلو له ټولو هغو هېوادونو چې پر اسراییل او حزبالله نفوذ لري وغوښتل چې د شخړو د پراختیا د مخنیوي لپاره هڅې وکړي.
په همدې حال کې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاند جان کربي له امریکایي وګړو وغوښتل چې په اوس وخت کې لبنان ته له سفر کولو ډډه وکړي او هغوی چې هلته دې، فوراً دې له دې هېواده ووځي.