د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۵

نړۍ

د اروپا فوټبال جام؛ هالنډ رومانیا او ترکیې اتریش ته ماتې ورکړه

د ترکیې لوبډله له اتریش څخه د لوبې ګټلو وروسته خوښي څرګندوي.
د ترکیې لوبډله له اتریش څخه د لوبې ګټلو وروسته خوښي څرګندوي.

د اروپا د فوټبال جام کې هالنډ درې پر صفر رومانیا ته ماتې ورکړه.

دا لوبه سه شنبه مازدیګر مهال د جرمني په مونیخ ښار کې وشوه.

هالنډ په دې بریا سره د اروپا د ملتونو د اتلولۍ جام کوارټر فاینل یا اتو غوره پړاو ته لار پیدا کړه.

د شپاړسو ټیمونو دور په وروستۍ لوبه کې ترکیه او اتریش سره مخ شول.

په دې لوبه کې ترکیه وتوانېده دوه پر یو اتریش له مخې لرې کړي.

تمه ده د اروپا د ملتونو د فوټبال اتلولۍ جام د اتو غوره پړاو یا کوارټرفاینل سیالۍ د جمعې په ورځ پیل شي.

جرمني له هسپانیه، پرتګال له فرانسې، انګستان له سویس او هالنډ له ترکیې سره مخ دی.

طالبانو په ارزګان کې ۱۸ کسانو ته سزاوې ورکړي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د ارزګان ولایت موقعیت
د افغانستان په عمومي نقشه کې د ارزګان ولایت موقعیت

د طالبانو سترې محکمې ویلي چې په ارزګان ولایت کې یې اتلسو کسانو ته په عام محضر کې سزاوې ورکړي دي.

د دې محکمې په بیان کې دا اتلس کسان په غلا، لواطت او نامشروع عمل تورن شوي دي.

په بیان کې راغلي چې دغو کسانو ته د ارزګان په ورزشي سټډیوم کې تعزیري سزا ورکړل شوه.

اکثر دا تورن په څو میاشتو بند محکوم او لږ تر لږه په ۳۹ درو وهل شوي دي.

د طالبانو ستره محکمه نږدې هره ورځ په بېلابېلو ولایتونو کې خلکو ته د سزاوو د ورکولو خبرونه خپروي.

د بشري حقونو فعالان او مدافعین د طالبانو پر قضايي سیستم نیوکې لري او وايي چې تورن کسان مدافع وکیلانو ته له لاسرسي پرته د طالبانو له خوا بندیانېږي او سزاوې ورکول کېږي.

امریکايي ځواکونو د حوثيانو د رادار یو سایټ له منځه وړی

حوثي جنګیالي
حوثي جنګیالي

د امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ سنتکام خبر ورکړی چې امریکايي ځواکونو د ایران له ملاتړ برخمن حوثيانو د رادار یو سایټ له منځه وړی دی.

سینټکام سه شنبه په خپله ایکسپاڼه لیکلي چې د رادار دا سایټ د امریکا، ایتلافي ځواکونو او په سیمه کې تجارتي کښتیو ته یو ګواښ و.

د بیان په اساس، دا سایټ د بېړۍ چلونې او د نړیوالو اوبو د لا خوندیتوب په خاطر هدف ګرځول شوی دی.

تر دې مخکې د یمن حوثیانو دوشنبه ادعا وکړه چې په امریکا، بریتانیا او اسراییل پورې تړلې څلور کښتۍ یې په سره سمندرګي، عرب بحیرې، مدیترانه سمندرګي او هند سمندر کې هدف ګرځولي دي.

په دونتسک د روسیې هوايي بریدونه؛ اوکرایني چارواکي: څلور کسان وژل شوي او لسګونه ټپیان دي

په دونتسک کې د روسیې د بریدنو له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور
په دونتسک کې د روسیې د بریدنو له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور

اوکرایني چارواکي وايي، د اوکراین په ختیځ دونتسک سیمه کې د روسیې په هوايي بریدونو کې څلور کسان وژل شوي او په لسګونه نور ټپیان دي.

بل پلو د اوکراین په جنوب خرسون ښار کې هم له لسو ډېر کسان وژل شوي دي.

له دې سره هممهاله د روسیې دفاع وزارت ادعا کړې چې د اوکراین په مرکزي سیمه کې يې پر یوې هوايي اډې د توغندیو په برید کې ۵ جېټ الوتکې له منځه وړي دي.

د اوکراین د پوځ یو پخواني چارواکي پر میرهورود هوايي اډې برید تایید کړی، خو زیاته کړی ده چې روسیه د الوتکو د له منځه وړلو د ادعا په برخه کې مبالغه کوي.

د دونتسک سیمې لپاره پوځي مشر وادیم فیلاشکین پر ټیلګرام ویلي، څلور کسان پرون په درېیو کلیو کې وژل شوي او ۲۷ نور ټپیان دي.

بل پلو د خرسون د سیمې پوځي قومندان اولیکسندر پروکودین ویلي، د روسیې په بریدونه کې په دې سیمه کې ۵ کسان وژل شوي دي.

اوکرايني پوځیانو دا جنوبي ښار خرسون د ۲۰۲۲م کال په وروستیو کې بیرته له روسیې ځواکونو ونیوه.

د هنګري صدراعظم کییف ته رسېدلی

د عکس ښي لور ته د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي او چپ لور ته د هنګري صداعظم د اوکراین ویکتور اوربان په کییف کې د روغبړ پر مهال
د عکس ښي لور ته د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي او چپ لور ته د هنګري صداعظم د اوکراین ویکتور اوربان په کییف کې د روغبړ پر مهال

د هنګري صدراعظم د اوکراین د جګړې له پیل راهیسې لومړی ځل دی چې د اوکراین پلازمېنې کییف ته سفر کړی دی.

د هنګري د حکومت ویاند نن دجولای دویمه پر خپلې ایکسپاڼې یا پخواني ټویټر اوکراین ته د اوربان سفر تایید کړی دی.

اوکراین ته د هنګري د دې لوړپوړي چارواکي دا سفر په داسې حال کې دی چې پرون د جولای لومړی نېټه هنګري د اورپايي ټولنې د شورا مشري پر غاړه واخیسته.

دا سفر، چې د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره په کې د اوربان لیدنه شامله ده، کییف ته د لوېدیځو هېوادونو د دوامداره پوځي مرستو په اړه د اوربان نیوکو ته په کتو د پام وړ ګرځېدلی دی.

ویکتور اوربان یو له هغوو څو ګوته په شمار لوېدیځو مشرانو څخه دی چې پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته يې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره کتلي دي.

کییف تراوسه د اوربان د سفر په اړه څه نه دي ویلي، خو د راپورونو پر بنسټ رسنیو په یوه خبري کنفراس کې د ګډون بلنلیکونه ترلاسه کړي دي.

د پاکستان پوځ په خیبرپښتونخوا کې د ۹ وسله‌والو د وژلو ادعا وکړه

د پاکستان پوځ ادعا کوي چې په خیبرپښتونخوا کې يې ۹ وسله‌وال وژلي دي.

د پاکستان پوځ د جولای په لومړۍ نېټه په یوې خبرپاڼه کې ویلي، دا کسان يې د خیبرپښتونخوا په تیرا او لکي مروت سیمو کې په یو لړ عملیات کې وژلي دي.

په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، دا عملیات د استخباراتي معلوماتو پر اساس شوي چې په کې له وسله‌والو چادوېدونکې مواد هم لاسته راغلي دي.

د پوځ په خبرپاڼه کې ویلي شوي، د نهو وسله‌والو له ډلې ۷ يې په تیرا او دوه نور يې په لکي مروت کې وژل شوي دي.

پوځ تراوسه د وژل شویو کسانو د هویت په اړه څه نه دي ویلي.

د پاکستان حکومت د تېرې جون میاشتې په ۲۳مه د عزم استحکام په نوم د پوځي عملیاتو پیلولو پرېکړه کړې وه.

د پاکستان صداعظم شهباز شریف د دې عملیانو په اړه ویلي وو چې دا پرخ عملیات نه دي او د خلکو برخې اخیستو ته په کې اړتیا نه‌شته.

د فلسطین طبي مسوولان په خان‌یونس کې د ۸ کسانو د وژلو خبر ورکوي

په غزه کې د اسراییلي ځواکونو د عملیاتو یو انځور
په غزه کې د اسراییلي ځواکونو د عملیاتو یو انځور

د فلسطین د سرې میاشتې او طبي چارو مسوولان وايي، د غزې په جنوبي ښار خان‌یونس کې د اسراییل په تازه بریدونو کې اته کسان وژل شوي او تر ۳۰ ډېر ټپیان دي.

دغو بریدونو په دې ګڼ مېشت ښار کې سلګونه کسان تېښتې ته اړ کړي دي.

په عین حال کې د اسراییل پوځ د غزې په جنوبي سیمو کې له خلکو غوښتي چې له خپلو سیمو ووځي.

دا بریدونه وروسته له هغې دي چې د فلسطین اسلامي جهاد ډلې د اسراییل پر ښارګوټو توغندي وتوغول.

د فلسطین د جهاد ډله له حماس وسله‌والې ډلې سره یوځای د اسراییل پر ضد جګړه کوي.

حماس هغه ډله ده چې امریکا او اروپايي ټولنه يې ترهګر سازمان بولي.

د م.م. د بشري حقونو یوې ډلې د عمران خان د فوري خوشي کېدو غوښتنه وکړه

عمران خان
عمران خان

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو یوې ډلې پرون دوشنبې د پاکستان د پخواني صدر اعظم عمران خان د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه وکړه او ویې ویل، نوموړی له محاکمې پرته او د نړیوالو قوانینو خلاف د حبس شپې ورځې تیروي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کاري ډلې چې په جنیوا کې مېشته ده، دا غوښتنه د عمران خان د فساد د قضیې تر څېړلو وروسته وکړه، هغه قضیه چې حکم یې تېر کال صادر شو.

عمران خان له ۲۰۲۲ کال راهیسې په بېلابېلو قضیو کې په لاس لرلو تورن شوی او زندان ته اچول شوی دی.

د پاکستان د حکومت له خوا د دې ډلې غوښتنې ته کوم ځواب نه دی ورکړل شوی.

عمران خان د ۲۰۲۳ کال په اګست کې د دولتي سوغاتونو د پلور او د هغو د پيسو د پټولو په تور زندان ته واچول شو.

محکمې حکم عمران خان له سیاسي فعالیته او د تېرې فبرورۍ میاشتې په ټاکنو کې له ګډونه منع کړ.

د بلوچستان په تربت کې چاودنې مرګ ژوبلې واړولې

چارواکي وايي، د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د دوشنبې په ورځ د سړک غاړې ماین چاودنه شوې چې له امله یې یوه ښځه او دوه ماشومان وژل شوي دي.

د سیمه ییزو پولیسو مشر داد بخش اسوشیېټډ پرېس خبري اژانس ته ویلي، ماین د تربت په سیمه کې د "ترهګرو" له خوا ځای پر ځای شوی و.

تر اوسه کومې ډلې د پېښې پړه پر غاړه نه ده اخيستې، خو بلوڅ بېلتون غوښتونکو تر ډېره د دې سیمې په ناکراریو کې ښکېل بلل شوي.

که څه هم اسلام اباد وايي وسله وال مخالفین یې ځپلي، خو په دغه ایالت کې تاوتریخوالی دوام لري.

په همدې حال کې د خیبر پښتونخوا ایالت د پولیسو یوه افسر سلیم خان ویلي، د افغانستان پولې ته څېرمه په جمرود کې د دوی پر پوسته د توغندیو په برید کې دوه امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.

د بريد پړه چا پر غاړه نه ده اخيستې، خو تر دې وړاندې پاکستاني طالبانو د ورته بريدونو پړه پر غاړه اخيستې ده.

م.م د اروپا د سپوږمکۍ په سیستم کې د روسیې لاسوهنه وغندله

د ملګرو ملتونو یوې ادارې د اروپا د سپوږمکۍ په سیسټمونو کې د روسیې لاسوهنه غندلې ده.

د یوه سند له مخې چې د دوشنبې په ورځ خپور شو، د مخابراتو نړیوالې اتحادیې (ITU) له مسکو څخه وغوښتل چې دا ډول لاسوهنه ودروي.

د ملګرو ملتونو ادارې په وروستیو میاشتو کې د سپوږمکۍ د مداخلې په اړه د فرانسې، لوګزامبورګ، هالنډ، سویډن او اوکراین څخه یو لړ شکایتونه څیړلي دي.

دغو هېوادونو ویلي چې روسیې د GPS سیګنالونه ګډوډ کړي، د هوايي ترافیک کنټرول یې له خطر سره مخ کړی او د ماشومانو تلویزیوني چینلونه یې د اوکراین د جګړې له تاوتریخوالي ډک انځورونو د ښودلو لپاره بند کړي.

مسکو، چې د ITU د قوانینو سرغړونه ردوي، ادعا کړې چې د ناټو هیوادونو د روسیې په مخابراتي سیسټم کې لاسوهنه کړې.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG