د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۵

نړۍ

د اروپا د ملتونو فوټبال جام؛ هسپانیې ایټالیا ته ماتې ورکړې

د هسپانیې او ایټالیا له بېګانۍ لوبې یو انځور
د هسپانیې او ایټالیا له بېګانۍ لوبې یو انځور

د اروپا د ملتونو د فوټبال اتلولۍ سیالیو کې بېګا هسپانیې په یوه ګول ایټالیا ته ماته ورکړه.

د دوی لوبه په بي ګروپ کې وه.

هسپانیې په هغه ګول بریا خپله کړه چې د ایټالیا لوبغاړي ریکاردو کالافیوري په تېروتنې سره په خپل لوري وواهه.

همداراز له سي ګروپه بیا دوه لوبې مساوي پای ته ورسېدې.

سلوانیې له صربستان سره یو یو مساوي کړه او په دویمه لوبه کې هم انګلستان او ډنمارک په یو-یو مساوي پایلې سلا شو.

د جمعې په ورځ به فرانسه له هالند، پولنډ له اتریش او سلواکیا له اوکراین سره مخ شي.

د اسراییلو پوځ: د لبنان جنوب کې مو د حزب‌الله ډلې یو مشر وژلی

د حزب الله جنګیالي
د حزب الله جنګیالي

د اسراییل پوځ وايي چې پرون یې د لبنان په جنوب کې د ایران پلوه حزب الله د یوې ډلې مشر وژلی دی.

په همدې حال کې داسې اندېښنې شته چې ښايي د اسراییل په شمالي پوله کې نښتې په جګړه کې یوه نوې جبهه پرانېزي.

د جرمني د ډي‌پي‌اې خبري اژانس د راپور له مخې، د اسراییل دفاعي ځواکونو ویلي چې فضل ابراهیم چې دوی یې "ترهګر" بولي، د لبنان په جنوب کې د دیر کیفا په سیمه کې د اسراییلي الوتکې په دقیق برید کې وژل شوی دی.

د اسراییل پوځ ویلي چې ابراهیم په جویا سیمه کې د حزب‌الله د عملیاتو قومندان و او د اسراییل پر ضد د تروریستي بریدونو د پلانولو او ترسره کولو مسوولیت یې په غاړه درلود.

د لبنان حزب‌الله ډلې د دغه قوماندان وژل کېدا تاييد کړه او ويې ويل، دې ډلې په ديرالزور کې د بريد په ځواب کې د اسراییل پر شمالي سيمو لسګونه توغندي توغولي دي.

د سږني حج په مراسمو کې د مړو شویو زیارت کوونکو شمېر تر ۱۰۰۰ اوښتی

د حج له مراسمو یو انځور
د حج له مراسمو یو انځور

د سږني حج په مراسمو کې د مړو شویو زیارتوالو شمېر تر زرو واوښت.

د حج د سږ کال مراسم په داسي وخت کې په ځای کېږي چې هوا خورا توده ده.

په مکه مکرمه کې د دوشنبې په ورځ تودوخه د سانتي ګراد ۵۲ درجو ته ورسېده.

د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه شاوخوا ۱.۸ میلیون خلکو، چې ډیری یې زاړه او معیوب دي، د حج په مراسمو کې برخه اخیستې ده.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، یوه عرب دیپلومات وویل چې یوازې د مصر د مړوشویو زیارتوالو شمیر لږترلږه ۶۰۰ ته رسېدلی دی.

دا خبري اژانس د بېلابېلو هېوادونو د احصایو پر اساس، د مړو شمېر تر ۱۰۰۰ تنو زیات ښيي.

په همدې حال کې مصري چارواکو په سعودي عربستان کې د ۱۴۰۰ بې درکه حاجیانو راپور ترلاسه کړی چې د هغو له منځه ۶۰۰ تنه مړه شوي دي.

پر مصریانو سربېره د پاکستان، اردن، اندونیزیا، ایران، سینګال، تونس، عراق او هند د زیارتوالو مړینې تایید شوي دي.

پاکستان پرون تایید کړه چې لږترلږه ۳۵ تنه زیارتوال یې مړه شوي دي.

د حج په مراسمو کې د زیاتې تودوخې له کبله د افغان زیارتوالو د مړینو د شمېر په اړه تراوسه څه نه دي ویل شوي.

له افغانستان څخه سږ کال ۳۰زره تنه د حج په مراسمو کې ګډون لري.

سپینه ماڼۍ: د روسیې او شمالي کوریا دفاعي تړون د امریکا د اندېښنې سبب شوی

د عکس ښي لور ته د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون او چپ لور ته د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د نوي دفاعي تړون تر لاسلیک وروسته د روغبړ پر مهال
د عکس ښي لور ته د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون او چپ لور ته د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د نوي دفاعي تړون تر لاسلیک وروسته د روغبړ پر مهال

سپینه ماڼۍ وايي، د روسیې او شمالي کوریا ترمنځ تازه دفاعي تړون د امریکا د متحدو ایالتونو د اندېښنې سبب شوی دی.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي ننپنج شنبه په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل، د روسیې او شمالي کوریا د رهبرانو ترمنځ لاسلیک شوی تړون، له بهرنیو مرستو د روسیې نهیلي ښيي چې د اوکراین په وړاندې په جګړه کې ورته اړتیا لري.

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین او د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون د چهارشنبې په خپلو یو امنیتي تړون لاسلیک کړ چې له مخې یې پر هر هېواد د حملې په صورت کې بل هېواد له ځانه متقابل تعهد ښيي.

مدیترانې سمندرګي کې د کښتۍ ډوبېدو پېښه؛ د ۹ نورو پناه غوښتونکو مړي موندل شوي

دغه کښتۍ چې له ترکیې روانه شوې وه، د دوشنبې د شپې مهال د ایټالیا د جنوب کالابریا سیمې ته نږدې ډوبه شوه.
دغه کښتۍ چې له ترکیې روانه شوې وه، د دوشنبې د شپې مهال د ایټالیا د جنوب کالابریا سیمې ته نږدې ډوبه شوه.

د ایټالیا په سواحله کې ۹ نور مړي هم وروسته له هغې وموندل شول چې په لسګونو پناه غوښتونکو بار یوه کښتۍ په مدیترانې سمندرګي کې نسکوره شوه.

د ایټالیا ساحلي ساتونکو نن پنجشنبه ویلي چې له ساحله ۱۰۰ کیلومتره لیرې دغه ۹ مړي ایستل شوي دي.

له دې سره د ایستل شویو مړو شمېر ۱۷ ته ورسېد، خو وېره دا ده چې ممکن ۴۰ مړي لا هم په سمندرګي کې وي.

دغه کښتۍ چې له ترکیې روانه شوې وه، د دوشنبې د شپې مهال د ایټالیا د جنوب کالابریا سیمې ته نږدې ډوبه شوه.

په ایران کې د یوه اعدام شوي معترض مدافع وکیل په شپږ کاله بند محکوم شوی

د عکس ښي لور ته امیرحسین کوهکن او چپ لور ته محمد مهدي کرمي
د عکس ښي لور ته امیرحسین کوهکن او چپ لور ته محمد مهدي کرمي

په ایران کې د یوه اعدام شوي معترض مدافع وکیل د رژیم ضد تبلیغاتو په تور په شپږ کاله بند محکوم شوی دی.

د ازادي راډیو د خبر د مرکزي څانګې د راپور له مخې په کرج کې د ایران انقلابي محکمې د اعدام شوي، محمد مهدي کرمي د کورنۍ مدافع وکیل امیرحسین کوهکن ته د بند دغه سزا ورکړې ده.

د بشري حقونو د فعالانو اړوند خبري آژانس ایچ‌آراې‌این‌اې HRANA د راپور له مخې کوهکن د غونډو او توطیو او د رژیم ضد تبلیغاتو په ګډون پر څو مواردو تورن شوی و.

نوموړی تېر کال د کرج د استخباراتو ریاست نیولی و چې وروسته د همدې کال په ډسمبر میاشت کې په مشروط ډول له توقیفه خوشې شوی و.

کوهکن د محمد مهدي کریمي چې د تېر ۲۰۲۳م کال په جنوري کې اعدام شو، دوسیه مخ ته وړله.

کرمي او نهه تنه نور د هغو اعتراضونوپه ترڅ کې نیول شوي او اعدام شوي چې په ۲۰۲۲م کال کې د بدحجابۍ په تورد ایران د پولیسو په توقیف کې د ۲۲ کلنې مهسا امیني د مرموزې مړینې په غبرګون کې پیل شوي و.

شل اوریز نړیوال جام؛ انګلستان کوربه ویسټ اینډیز ته ماتې ورکړه

د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي د لوبې پر مهال
د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي د لوبې پر مهال

د کرکټ شل اوریز نړیوال جام د اتو غوره لوبډلو په پړاو کې دویمه سیالي د کوربه ویسټ اینډیز او انګلستان ترمنځ ترسره شوه چې د ۸ وېکټو په توپیر انګلستان وګټله.

سیالي نن پنجشنبه د کابل پر وخت سهار ۵:۰۰ بجې پیل شوې وه.

ویسټ اینډیز، چې لومړۍ توپوهنه کړې وه د ۴ لوبغاړو تر سوځېدو وروسته یې ۱۸۰ منډې کړې وې.

انګلستان د ۲ لوبغاړو تر سوځېدو وروسته په ۱۷.۳ اورونو کې هدف پوره کړ او په دې سره یې په دې پړاو کې لومړۍ سیالي وګټله.

سالټ، چې ۸۷ ناسوځېدلې منډې کړې وې د لوبې د غوره او اغېزناک لوبغاړي جایزې وګټلې.

د اتو غوره لوبډلو په مرحله کې به درېیمه سیالي نن د افغانستان او هندوستان ترمنځ د کابل پر وخت ماښام ۷:۰۰ بجې پیل شي.

کاناډا د ایران د سپاه پاسدران انقلاب ځواک د ترهګرو سازمانونو په نوملړ کې شامل کړی

 د ایران د سپاه پاسدران انقلاب ځواک یو شمېر سرتېري
د ایران د سپاه پاسدران انقلاب ځواک یو شمېر سرتېري

کاناډا د ایران د سپاه پاسدران انقلاب ځواک د ترهګرو سازمانونو په نوملړ کې شامل کړی او په ایران کې مېشتو کاناډایانو ته یې سپارښتنه کړې چې له دې هېواده ووځي.

د کاناډا د عامه خوندیتوب وزیر ډومینیک لیبلانک پرون چهارشنبې په اوتاوا کې په یوه خبري کنفرانس کې د دغه اعلان په مهال وویل چې د تروریستي ډلو په نوملړ کې د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو د شاملولو پرېکړه، د ډېرو قوي او قانع کوونکو شواهدو پر بنسټ شوې ده.

د ۲۰۲۰م کال په جنوري کې په تهران کې د یوې مسافر وړونکې الوتکې د راغورځېدو له پېښې وروسته چې د وژل شویو ټولو ۱۷۶ سپرلیو شاوخوا نیمایي یې کاناډایي اتباع وو، د دغو قربانیانو کاناډا مېشتو نژدې خپلوانو هڅې پیل کړې وې چې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواک دې د یوه ترورستي سازمان په توګه ونوموي.

اوتاوا مخکې د دې ځواک د قدس څانګه د تروریستي ډلې په توګه په نوملړ کې شامله کړې وه او په ۲۰۲۲م کال کې یې د سپاه پاسدران انقلاب ځواک د غړیو په ګډون له لس زرو څخه زیات ایراني چارواکي د تل لپاره کاناډا ته له ورتلو څخه منع کړل.

د اوتاوا او تهران ترمنځ ډیپلوماتیکې اړیکې په ۲۰۱۲م کال کې پرې شوې دي.

ملګرو ملتونو په ښکاره د جنسي او جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي ټول اعمال وغندل

ارشیف
ارشیف

د ملګرو ملتونو د ښځو د چارو اداره وایي، دا اداره هره ورځ په ښکاره د جنسي او جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي ټول اعمال په هرځای کې، هر کله او د هر چا پر وړاندې چې ترسره کېږي غندي.

دا خبره دې ادارې پرون چهارشنبې د جنسي تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه بیان کې چې په خپله ویبپاڼه کې یې خپور کړی، کړې ده.

په بیان کې ویل شوي چې په دې ورځ د ملګرو ملتونو د ښځو د چارو اداره، د ښځو او نجونو د هغو دوامداره هڅو ستاینه کوي چې دوی یې د ګواښونو او محدودو امکاناتو سره سره د حل لارو، د ملاتړ شبکو د ایجادولو او د خپل غږ د اوچتولو لپاره مخ ته وړي.

د دې ادارې په وینا، په شخړو کې له جنسي تاوتریخوالي، د برید او جبر د ویجاړونکې بڼې په توګه د جګړې د تاکتیک په توګه کار اخیستل کېږي چې په ځانګړې توګه ښځې او نجونې اغېزمنې کوي.

د دې ادارې په وینا، د جنسي تاوتریخوالي ویجاړونکې پایلې پر نسلونو اغېز کوي، د ټولنو ټولنیز جوړښتونه سره پاشي او هغه همدارنګه د دې مخه نیسي چې ولسونه تلپاتې سولې ته ورسېږي.

د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې که څه هم په دې بیان کې د افغان ښځو یادونه نه ده کړې، خو له دې مخکې یې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو پرسختو چلندونو تل انتقاد کړی دی.

امریکايي پوځ غزې ته د بشري مرستو د رسولو بهیر بېرته پیلوي

د ملګرو ملتونو په وینا، د دغو تاسیساتو چې د امریکا پوځ د مې په اولسمه په سیمه کې ځای پرځای کړې وو، له لارې په ۱۳۷ لاریو کې بار شاوخوا ۹۰۰ ټنه بشري مرستې ترګدامونو پورې رسول شوې دي.
د ملګرو ملتونو په وینا، د دغو تاسیساتو چې د امریکا پوځ د مې په اولسمه په سیمه کې ځای پرځای کړې وو، له لارې په ۱۳۷ لاریو کې بار شاوخوا ۹۰۰ ټنه بشري مرستې ترګدامونو پورې رسول شوې دي.

تمه کېږي چې د امریکا پوځ به نن پنجشنبې د غزې په سواحلو کې له موقتي تاسیساتو غزې ته د بشري مرستو رسولو بهیر بېرته پیل کړي.

دا خبره دوو امریکایي چارواکو د خپلو نومونو د نه افشا کېدو په شرط رویټرز خبري آژانس ته کړي دي.

دوی ویلي، دغه تاسیسات چې تېره اوونۍ په سمندر کې د خرابې هوا له امله په موقت ډول بل ځای ته لېږدول شوي وو، بېرته د غزې په ساحل کې ځای پرځای شوي دي.

د ملګرو ملتونو په وینا، د دغو تاسیساتو چې د امریکا پوځ د مې په اولسمه په سیمه کې ځای پرځای کړې وو، له لارې په ۱۳۷ لاریو کې بار شاوخوا ۹۰۰ ټنه بشري مرستې ترګدامونو پورې رسول شوې دي.

د راپور له مخې دغو تاسیساتو ترمیم ته اړتیا درلوده، ځکه تېره اوونۍ سمندري توپانونو ورته زیان اړولی و.

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن په مارچ میاشت کې اعلان وکړ چې په پام کې لري قحطۍ ځپلې غزې ته د بشري مرستو رسولو لپاره د غزې په سواحلو کې یو موقتي بندر ایجاد کړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG