د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۰ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۴

نړۍ

محکمې په ضمانت له زندانه د عمران خان او د هغه د مېرمنې د خوشې کولو غوښتنه رد کړه

عمران خان او د هغه مېرمن بشرا بي پي چې دا مهال په زندان کې دي.
عمران خان او د هغه مېرمن بشرا بي پي چې دا مهال په زندان کې دي.

د پاکستان یوې محکمې پرون په ضمانت له زندانه د پخواني صدراعظم عمران خان او د هغه د مېرمنې بشرا بي بي د خوشې کولو غوښتنه رد کړه.

دا خبره د خان مدافع وکیل رسنیو ته وکړه.

دا د پاکستان پر پخواني صدراعظم یو بل ګوزار دی چې په ګڼو تورونو له یوه کال راهیسې په زندان کې دی.

عمران خان له ۲۰۲۲م کال راهیسې چې د پاکستان په پارلمان کې د نه باور رایې له لارې له دندې ګوښه شو، په ۱۵۰ قضیو محکوم شوی دی.

په هغه وخت کې په پارلمان کې د عمران خان ډېرو متحدینو له هغه مخ وګرځاوه.

هغه د پاکستان پوځ او خپل اصلي سیال، اوسنی صدراعظم شهباز شریف تورنوي چې د امریکا د یوې دسیسې پر اساس یې د ده حکومت مات کړ.

دا ادعا شریف او امریکا رد کړې.

په ایران کې د یوه پولیس د وژلو په تور دوه کسان اعدام شوي

په ایران کې د اعدام له بهیره یو انځور
په ایران کې د اعدام له بهیره یو انځور

په ایران کې دوه تنه چې د یوه پولیس افسر په وژلو محکوم وو، پرون په خمین ښار کې په عام محضر کې اعدام شول.

دا خبره د ایران ایسنا خبري اژانس کړې ده.

دغه دوه کسان تورن وو چې څلور کاله مخکې یې یو ایرانی پولیس وژلی دی.

دغه دوه شکمن کسان وروسته د ایران په یوه بل ولایت کې ونیول شول.

د دوی له نیول کېدو دوه کاله وروسته دغه دوه کسان په اعدام محکوم شوي وو.

د بخښنې نړیوال سازمان وايي، تېر کال په ایران کې ۸۵۳ کسان اعدام شوي چې له ۲۰۱۵ کال راهیسې تر ټولو لوړه شمېره ده.
ډېری اعدامونه د ۲۰۲۲م کال د ډله‌ییزو لاریونونو سره تړاو لري چې په هېواد کې د ښځو لپاره د لا زیاتو آزادیو د غوښتنې په هدف پیل شوي وو.

د اسراییلو پوځ د لبنان له پولې سره محدود ځمکني عملیات پيل کړي

د لبنان له پولې سره نږدې اسراییلي پوځیان د عملیاتو پر مهال
د لبنان له پولې سره نږدې اسراییلي پوځیان د عملیاتو پر مهال

د اسراییلو پوځ د لبنان له پولې سره "محدود" ځمکني عملیات د نن سه شنبې له سهار وختي پيل کړي دي.

پوځ ویلي چې د حزب‌الله په ځینو اهدافو یې بریدونه کړي دي.

حزب‌الله چې پوځي او سیاسي ډله ده د امریکا له‌خوا ترهګره ګڼل کېږي او اروپايي ټولنې یې یواځې پوځي برخه په تور لېست کې اچولې ده.

د اسراییل د پوځ په بیان کې راغلي د حزب‌الله دا اهداف سرحد ته نږدې کلیو کې وو او د اسراییل په شمال کې یې ځینو اسراییلي ټولنو ته مستقیم ګواښ پېښاوه.

د بیان پر اساس، د اسراییل د دغو ځمکنیو عملیاتو څخه هوايي ځواکونو او همدارنګه توپخانې ملاتړ کاوه.

اسراییلي ځواکونو داسې وخت په لبنان کې ځمکني عملیات پيل کړي چې د اسراییل د تر ټولو لوی متحد امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جوبایډن په لبنان کې د اسراییل د ځمکنیو عملیاتو سره موافقه نه ده ښودلې، ځکه وار دمخه په منځني ختیځ کې حالات له کنټروله په وتلو دي.

جیش‌العدل د ایران په سیستان او بلوچستان کې پر ایراني پولیسو د بریدونو مسوولیت ومانه

د ایران او بلوچستان ولایت یوه څنډه
د ایران او بلوچستان ولایت یوه څنډه

د ایران د حکومت یوې وسله‌والې مخالفې ډلې، جیش‌العدل د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې پر ایراني پولیسو د بریدونو مسوولیت ومانه.

د فرانس پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، دې ډلې، چې په پاکستان کې دېره ده، پرون دوشنبې وویل چې دوی د سیستان او بلوچستان په درو سیمو کې بریدونه کړي چې په ترڅ کې یې یو شمېر ایراني پولیس وژل شوي دي.

د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا پرون وویل چې په دغو بریدونو کې د ایران دوه نور امنیتي ځواکونه ټپیان شوي دي.

د ایران په سیستان او بلوچستان او د پاکستان په بلوچستان کې د دواړو هېوادونو د وسله‌والو مخالفانو د فعالیت پر سر د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ترینګلې شوي او دواړه پر یو بل تور لګوي چې د مقابل لوري وسله‌والو مخالفانوته یې پناه ورکړې ده.

بلېنکن: له حسن نصرالله پرته سیمه او نړۍ لا خوندي ده

د حزب الله حسن نصرالله څو ورځې مخکې د اسراییلو په برید کې ووژل شو.
د حزب الله حسن نصرالله څو ورځې مخکې د اسراییلو په برید کې ووژل شو.

د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن پرون دوشنبې د اسراییل له‌خوا د حسن نصرالله وژنې ته په اشارې وویل: "له هغه پرته سیمه او نړۍ لا خوندي ده."

بلېنکن د اسلامي دولت یا داعش پر ضد د هېوادونو د ایتلاف په پرانیستونکې غونډه کې حسن نصرالله یو "بې رحمه ترهګر" وباله چې د ډېرو امریکایانو، اسراییلیانو او په لبنان او سوریه کې یې د ملکي وګړو ژوند اخیستی دی.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر وویل چې حسن نصرالله د حزب‌الله د مشرتابه په لړ کې ټوله سیمه وبېروله او د یوه بشپړ هېواد په توګه یې د لبنان د حرکت مخه ونیوله.

د امریکا د باندنیو چارو وزیر زیاته کړه: "د اسراییل او د لبنان د حزب‌الله ترمنځ په جګړه کې له وروستي شدت سره سره، متحد ایالتونه لا هم باور لري چې ډیپلوماسي د سیمې لپاره تر ټولو غوره لاره ده."

هغه ټینګار وکړ چې واشنګټن په منځني ختیځ کې د ثبات د ټینګښت لپاره هڅو ته ژمن دی.

شيخ نعيم قاسم: د حزب‌الله ډلې نوی مشر به د داخلي مېکانېزم له‌مخې وټاکل شي

د لبنان د حزب‌الله ډلې مرستیال شیخ نعیم قاسم
د لبنان د حزب‌الله ډلې مرستیال شیخ نعیم قاسم

د لبنان د حزب‌الله ډلې مرستیال شیخ نعیم قاسم وايي، ژر به د دغه ګوند د داخلي مېکانېزم له‌مخې عمومي منشي/مشر وټاکل شي.

قاسم دا خبرې نن دوشنبه په یوه بیان کې کړي او ویلي یې دي چې، د مشر د ټاکلو لپاره هر څه روښانه دي.

حزب‌الله پوځي او سیاسي ډله ده چې د امریکا له‌خوا د ترهګرو په توګه پېژندل کېږي او اروپایي ټولنه یې بیا پوځي څانګه په تور لېست کې شامله کړې ده.

د حزب‌الله مرستیال شیخ نعیم قاسم په خپل ننني بیان کې وویل، د دوی مشر حسن نصرالله او څلور نور کسان تېره جمعه د بیروت په ضاحیه سیمه کې ووژل شول.

حسن نصرالله له څه باندې درې لسیزو راهیسې د حزب‌الله مشري په غاړه درلوده.

حزب‌الله د لبنان له نیابتي ډلو ده چې څو واره یې له اسراییلو سره جګړې کړې دي.

نيپال کې د سېلابونو له امله د مړو شمېر ۱۹۲ ته لوړ شوی

نيپال کې د سېلابونو له امله د خلکو د ژغورنې هڅې
نيپال کې د سېلابونو له امله د خلکو د ژغورنې هڅې

په نیپال کې د وروستیو سېلابونو له کبله د مړو شویو کسانو شمېر ۱۹۲ته لوړ شوی دی.

فرانس پریس خبري اژانس لیکلي، د پلازمېنې کتمندو په شاوخوا کې لا هم د ژغورنې هڅې روانې دي او د راپورونو له‌مخې شاوخوا دېرش کسان لا هم تري تم دي.

نیپال چې تر ډېره غرنی هېواد دی، د تېرې شنبې په ورځ د سختو سېلابونو او ورسره هم‌مهاله د ځمکې ښوېدنو د پېښو شاهد و.

په نیپال کې پولیسو هم د ژغورونکو ډلو مرستې ته دانګلي او چارواکو اعلان کړی، چې سېلاب‌ځپلو سیمو کې یې د راتلونکو درې ورځو په مخه ښونځي تړلي دي.

د اسراييل پوځ نن سهار وختي پر لبنان د تازه بريدونو خبر ورکړی

پر لبنان د اسراييل د يو بريد انځور
پر لبنان د اسراييل د يو بريد انځور

د اسراییل پوځ وایي، جنګي جیټ الوتکو یې نن سهار وختي د لبنان په بیکا سیمه کې د حزب‌الله لسګونه اهداف ویشتلي دي.

د فرانس پریس خبري اژانس په وینا د اسراییلو پوځ پر خپل ټلېګرام چينل لیکلي چې، دوی په دغو بریدونو کې د حزب‌الله د وسلو زېرمه‌تونونه په نښه کړي دي.

خبرپاڼه کې راغلي، دوی به تر هغو لبنان کې خپلو بریدونو ته دوام ورکوي چې د حزب‌الله پوځي وړتیاوې له‌منځه یوسي.

د نننیو بریدونو د مرګ‌ژوبلې راپور لا نه‌دی خپور شوی، خو د لبنان د عامې روغتیا وزارت ویلي چې پرون یک‌شنبه د اسراییلو په بریدونو کې ۱۰۵ تنه ووژل شول او ۳۵۹ نور ټپيان شول.

حزب‌الله پوځي او سیاسي ډله ده چې د امریکا له‌خوا د ترهګرو په توګه پېژندل کېږي او اروپایي ټولنې یې بیا پوځي څانګه په تور لېست کې شامله کړې ده.

امريکايي سناتور: د حزب‌الله د مشر د هدف ګرځولو لپاره امريکايي بم کارول شوی

د امریکا د سنا د دفاعي خدماتو د فرعي کمیټې مشر مارک کيلي
د امریکا د سنا د دفاعي خدماتو د فرعي کمیټې مشر مارک کيلي

د امریکا د سنا د دفاعي خدماتو د فرعي کمیټې مشر وايي، هغه بم چې اسرايیلو د لبنان د حزب‌الله د مشر حسن نصرالله د هدف ګرځولو او وژلو لپاره کارولی، د امریکا له‌خوا جوړ شوی وو.

سناتور مارک کیلي یک‌شنبه له NBC سره په مرکه کې وویل، اسراییلو د جمعې په برید کې دوه زره پونډي (۹۰۰ کیلويي) بم چې د مارک۸۴ بمونو له ډلې و، کارولی.

په هغه برید کې د لبنان د حزب‌الله ډلې مشر حسن نصرالله او د حزب‌الله ډلې اکثر مشرتابه له‌منځه تللي دي.

امریکا، حزب‌الله ترهګره ډله بولي او اروپايي ټولنې بیا د حزب‌الله پوځي څانګه تور لېسټ کې اچولې.

د حزب‌الله سیاسي برخه د لبنان پارلمان کې استازي لري.

دا اول وار دی چې پر حزب‌الله د امریکايي بم د کارولو په اړه یو جګپوړی امریکايي سناتور څرګندونې کوي.

اسرايیلو تر اوسه نه‌دي ویلي چې، د حسن نصرالله په وژلو کې یې کوم ډول مهمات کارولي دي.

د امریکا د دفاع وزارت پنټاګون هم د سناتور مارک کیلي د څرګندونو په اړه لا څه نه‌دي ویلي.

پاکستان کې د حزب‌الله ډلې د مشر د وژنې پر ضد مظاهرې په تاوتريخوالي اوښتي

د پاکستان په کراچۍ کې د حز‌الله ډلې د مشر د وژنې په غبرګون مظاهره
د پاکستان په کراچۍ کې د حز‌الله ډلې د مشر د وژنې په غبرګون مظاهره

د پاکستان په یوشمېر ښارونو کې د حزب‌الله ډلې د مشر د وژنې پر ضد مظاهرې په تاوتریخوالي اوښتي.

له پولیسو سره په اخ و ډب کې لږ تر لږه ۱۷ پاکستاني پولیس او ۱۰ تنه مظاهره‌چیان ژوبل شوي.

اسراییلو د سېپټېمبر پر ۲۷مه په جنوبي بیروت کې د حزب‌الله مشر حسن نصرالله په یوه برید کې وواژه.

حزب‌الله د امریکا له‌‌خوا ترهګره ډله ګڼل کېږي او اروپايي ټولنې بیا د دې ډلې پوځي څانګه په تور لېسټ کې شامله کړې.

حزب‌الله چې سیاسي ګوند هم دی د لبنان په پارلمان کې استازي لري.

د پاکستان په کراچۍ کې د یک‌شنبې په ورځ د مجلس وحدت مسلمین او د شیعه‌ګانو د یو شمېر ډلو له‌خوا د حسن نصرالله د وژنې په غبرګون خلکو مظاهرې وکړې.

مظاهره وروسته له هغه په تاوتریخوالي واوښته چې خلکو هڅه کوله د امریکا د قونسلګرۍ مخ ته ورشي، خو پولیسو او د رېنجرز ځواک سرتېرو یې مخه ونیوله.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG