نړۍ
د امریکا منتخب ولسمشر د انرژۍ د وزیر په توګه د کریس رایټ له نومولو سره موافقه کړې
د راپورونو له مخې، د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ موافقه کړې چې کریس رایټ د انرژۍ د وزیر په توګه ونوموي.
رایټ، چې د ټرمپ د انتخاباتي د کمپاین همکار او د فوسیل سون موادو اجرائیه رییس دی، د ټرمپ په راتلونکې، یا دوهمه اداره کې به دغه مقام پر غاړه واخلي.
د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، کریس رایټ د لیبرټي انرژۍ (Liberty Energy) شرکت اجرائیه رییس دی او د نفتو او ګازو د پراختیا کلک پلوی دی.
رایټ د اقلیمي بدلون د مخنیوي له هڅو سره موافق نه دی.
د هغه ګومارنه ښايي د فوسیل سون موادو صنعت ته وده ورکړي.
څارونکي وايي چې د رایټ ګومارنه به په امریکا کې د انرژۍ پر پالیسیو او د اقلیمي بدلون د کنټرول په هڅو باندې ژور اغېز وکړي.
غزه کې پر یوې څو پوړیزې ودانۍ د اسراییلو حمله؛ لسګونه فلسطینیانو ته مرګژوبله اوښتې
د غزې په بیت لاهیه کې طبي کارکوونکو رویټرز خبري اژانس ته وویل چې پر یوې څو پوړیزې ودانۍ د اسراییل په حمله کې لسګونه فلسطینیانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
تراوسه څرګنده نه ده چې دقیقاً څو تنه وژل شوي، خو د فلسطین د ملکي اضطراري حالت اداره وايي چې شاوخوا ۷۰ تنه په دې ودانۍ کې اوسېدل.
اسراییل په دې اړه تراوسه څه نه دي ویلي.
شي جین پینګ د امریکا ولسمشر ته: چین د امریکا له نوې ادارې سره کار کولو ته چمتو دی
د چین ولسمشر شي جین پینګ د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن ته ویلي چې هېواد یې د امریکا له نوې ادارې سره کار کولو ته چمتو دی.
شي جين پينګ او بایډن پرون شنبه د پیرو په پلازمېنه لیما کې د اسیا-پسفیک اقتصادي همکاریو د کلنۍ سرمشریزې په څنډه کې سره وکتل.
تمه کېده چې جوبایډن به د چین له ولسمشر څخه وغواړي چې شمالي کوریا د اوکراین په اړه د روسیې د جګړې لپاره د خپل ملاتړ د لا ژورولو مخه ونیسي.
شي جين پينګ پرته له دې چې د ډونالډ ټرمپ نوم واخلي، اندېښنه څرګنده کړه چې د نوي ولسمشر محافظه کارانه څرګندونې به د امريکا او چين اړيکې يو بل لوري ته بوځي.
جنوبي کوریا او جاپان د امریکا له نوي حکومت سره د درې اړخیزو همکارو پر دوام موافقه وکړه
د جنوبي کوریا ولسمشر یون سوک یول او د جاپان صدراعظم شیګرو ایشیبا موافقه وکړه چې د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د امریکا د متحدو ایالتونو له نوي حکومت سره خپلو درې اړخیزو همکاریو ته دوام ورکړي.
دا خبره د جنوبي کوریا د ولسمشر دفتر پرون په یوه اعلامیه کې کړې ده.
د اعلامیې له مخې، یول او ایشیبا د پیرو په پلازمېنه لیما کې د اسیا-پسفیک اقتصادي همکاریو سرمشرې په څنډه کې سره وکتل.
دواړو مشرانو د روسیې او شمالي کوریا د پوځي همکاریو په ځانګړي ډول په روسیه کې د شمالي کوریا د پوځیانو د ځای پر ځای کېدو په باب هم سخته اندېښنه وښوده.
د امریکا د متحده ایالتونو دفاع وزارت درې اوونۍ مخکې ویلي وو، د شمالي کوریا د سرتېرو یوه کوچنۍ قطعه د روسیې په کورسک سیمه کې ځای پر ځای شوې ده.
د اسراییل ولسمشر د ملګرو ملتونو کنفرانس کې خپل پلان شوی سفر کبله لغوه کړ
د اسراییل ولسمشر اسحاق هرځوګ په آذربایجان کې د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون کنفرانس کې خپل پلان شوی سفر د امنیتي ملحوظاتو له کبله لغوه کړ.
د اسرائیل ولسمشرۍ دفتر د نورو جزئیاتو له ورکولو پرته پرون خبر ورکړی چې دغه سفر لغوه شوی دی.
اسراییلي رسنیو ویلي چې د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې چې د اقلیمي بدلون د سرمشریزې کوربه دی، پر اسراییلي اهدافو د ایران د احتمالي بریدونو په اړه اندېښنې شته.
هرځوګ لومړی ځل اذربایجان ته د ۲۰۲۳م کال په مې میاشت کې په رسمي سفر تللی و.
اذربایجان چې اکثریت اوسېدونکي یې مسلمانان دي، له ایران سره پوله لري چې له دې کبله د اسراییل لپاره یو مهم جیوستراتیژیک ملګری ګڼل کېږي او د باکو او تهران ترمنځ اړیکې په ټوله کې سړې دي.
بلوچستان کې د وسلهوالو برید؛ اووه پاکستاني عسکر وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي
د بلوچستان په بلوڅ مېشته سیمه قلات کې وسلهوالو د ملېشه ځواک پر یوې پوستې په برید کې اووه عسکر وژلي او ۱۳ نور يې ټپیان کړي دي.
د قلات مرستیال کمېشنر علي ګل بلوڅ پرون د نومبر۱۶مه د ازادي راډیو مشال برخې ته ویلي، دا برید شپې مهال د جوهان په غزنۍ سیمه کې شوې ده.
د بلوڅ په خبره، وسلهوالو دا برید د شاه مردان په نامه د ملېشه ځواک پر امنیتي پوستې کړی او له سیمې په تېښته بریالي شوي دي.
بلوڅ دا نه دي ویلي چې د امنیتي ځواکونو لهخوا وسله والو ته کوم زیان رسېدلی او کهنه، خو د نوموړي په خبره، په برید کې وژل شوي او ټپیان روغتون ته انتقال شوي دي.
بلوڅ بېلتون غوښتونکې وسلهوالې ډلې د برید مسوولیت منلی دی.
یادې دلې د ازادي راډیو مشال برخې ته په رالیږلې خبرپاڼه کې ادعا کړې چې په دې برید کې يې پاکستاني عسکرو ته په لویه کچه زیان رسولی، خو د بلوچستان صوبايي حکومت تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د پاکستان د کورنیو چارو وفاقي وزیر محسن نقوي دا برید غندلی دی.
له دې وړاندې د نومبر په نهمه د کوټې د اورګادي په تمځاي کې په یوه ځانمرګي برید کې لږ تر لږه ۲۷ کسان وژل شوي او له ۶۰ نور ډېر ټپیان شوي وو چې ډېر شمېر يې پوځیان وو.
د دې برید مسوولیت هم بلوڅ بیلتون غوښتونکې ډلې منلی و.
د چين په "ووشي" ښار کې نن ماښام اته تنه وژل شوي
د چین په ختیځ کې د ووشي په ښار کې نن ماښام اته تنه وژل شوي او اوولس نور ټپيان شوي دي.
رویټرز اژانس د پولیسو په وینا خبر ورکړ چې، دا کسان یوه (یوویشت) کلن زدهکوونکي د چړو په ګوزارونو وژلي او ټپيان کړي دي.
تر اوسه د دې پیښې علت نهدی روښانه شوی او د پولیسو په لومړني بیان کې د دې زدهکوونکي په اړه هم څه نهدي ویل شوي.
د يو بريد پر مهال بلوچستان کې ۷ پاکستاني پوليس وژل شوي او ۱۳ ټپيان دي
د پاکستان د بلوچستان په کلات سیمه کې نن وسلهوالو لږ تر لږه اووه سرتیري وژلي او دیارلس نور یې ټپيان کړې دي.
په کلات کې د پولیسو مرستیال کمېشنر علي ګل بلوچ د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل، دا تلفات هغه وخت پوځیانو ته واوښتل چې وسلهوالو د پوځ پر یوې امنیتي پوستې برید وکړ.
د دې برید مسوولیت بیلتون غوښتونکې وسلهوالې ډلې بلوچ لیبریشن ارمي ( بيایلاې) اخیستی دی.
د غزې روغتيا وزارت: غزه کې د جګړې له پيل تر دې دمه نږدې ۴۴زره کسان وژل شوي
د حماس تر ولکې لاندې د غزې روغتیا وزارت نن شنبه اعلان وکړ، چې په ۱۳ میاشتنۍ جګړه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۴۳زره ۷۹۹ ته ورسېد.
دغه جګړه د اسرايیل او حماس ډلې ترمنځ چې د امریکا متحدایالتونه او اروپايي ټولنه یې تروریستي سازمان ګڼي، د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر میاشتې له اوومې روانه ده.
د غزې روغتیا وزارت وايي، په دغو وژل شویو کې هغه ۳۵ کسان هم شامل دي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې وژل شوي دي.
په غزې تړانګه کې د ټپیانو شمېر ۱۰۳زره ۶۰۱ ته رسېدلی دی.
په غزه کې روانه جګړه وروسته له هغې پیل شوه، چې څه باندې ۱۳ میاشتې مخکې حماس پر اسرايیل ناڅاپي حمله وکړه، ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او شاوخوا ۲۵۰ نور یې یرغمل کړل.
د اوکراين ولسمشر: پوتين د جګړې ختمولو لپاره خبرو سره لېوالتيا نهلري
د اوکراین ولسمشر وايي، د روسیې ولسمشر ولادمیرپوتین د جګړې ختمولو لپاره له خبرو سره لېوالتیا نهلري، بلکې له بهرنیو رهبرانو غواړي چې د ده نړیواله انزوا لپاره خبرې وکړي.
ولودمیر زلینسکي نن شنبه دا څرګندونې د روسیې د ولسمشر ولادمیرپوتین او د جرمني د صدراعظم اولاف شولڅ له ټلیفوني خبرو وروسته وکړې.
د اوکراین ولسمشر په یوه راډیويي مرکه کې چې نن خپره شوه ویلي، زه فکر کوم چې پوتین هيڅ سوله نهغواړي، خو د دې معنی دا نهده چې هغه له ځینو رهبرانو سره کېناستل نهغواړي، ځکه له بهرنیو رهبرانو سره په ناستې سره غواړي د خپلې سیاسي انزوا پر ختمو خبرې وکړي.
د روسیې ولسمشر پرون د جرمني له صدراعظم سره ټلیفوني خبرې وکړې او شولڅ وايي، په دغو خبرو کې یې له روسیې په اوکراین کې د روانې جګړې د ختمولو او له اوکراین د روسي سرتېرو د وتلو غوښتنه وکړه.