نړۍ
په کورسک کې له اوکرایني ځواکونو سره د روسي او شمالي کوریا د ځواکونو جګړو زور اخیستی دی
د روسیې پوځ د شمالي کوریا له ځواکونو سره په ګډه په کورسک سیمه کې د اوکرایني سرتېرو پرضد عملیات پراخ کړي دي. اوکرایني ځواکونو د روان کال په اګست میاشت کې د روسیې د کورسک سیمې ځینې ناحیې ونیولې او تراوسه هم پر ځینو سیمو ولکه لري.
د اوکراین جګپوړي پوځي قوماندان جنرال اولیکساندر سیرسکي پرون په یوه وینا کې وویل چې روسي پوځیانو له دریو ورځو راهیسې په کورسک کې پوځي عملیات پراخ کړي او په وینا یې د شمالي کوریا پوځیان په دې جګړو کې عملي برخه لري.
داسې ښکاري چې د شمالي کوریا سرتېرو ته په دې جګړه کې درانه تلفات اوښتي دي. اوکرایني او امریکايي چارواکو د دوشنبې په ورځ وویل چې د دې ځواکونو ګڼ سرتېري وژل شوي او پرون (د لیندۍ ۲۷مه) د امریکا د پوځ یوه جګپوړي چارواکي د خپل نوم نه ښودلو په شرط وویل چې د شمالي کوریا سلګونه سرتېرو ته په کورسک کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ایران له خوا خبریال رضا ولي زاده ته د حبس حکم وغنده
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ایراني چارواکو هغه پرېکړه وغندله چې د ایران او امریکا دوه ګوني تابعیت لرونکی، د ازادي راډیو د فردا څانګې پخوانی خبریال، رضا ولي زاده، یې په لس کاله بند محکوم کړی دی.
د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند پرون (سې شنبې) د فردا څانګې ته وویل چې متحده ایالات په کلکه دغه حکم غندي او د هغه او په ایران کې د ټولو سیاسي بندیانو د سمدستي خوشې کولو غوښتنه کوي.
دې ویاند زیاته کړه چې د ایران رژیم په مکرر ډول د ګواښونو، ډارولو، توقیفونو، جبري اعترافونو او د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي کارولو له لارې د مطبوعاتو ازادي ځپلې ده.
د محکمې د هغو اسنادو له مخې چې د ښاغلي ولي زاده مدافع وکیل ته د ډسمبر په لسمه استول شوي او ازادي راډیو هم ارزولي، ولي زاده د تهران د انقلابي محکمې له خوا له یوه دښمن حکومت سره د همکارۍ په تور محکوم شوی دی.
ښاغلي ولي زاده د ازادي راډیو له فردا څانګې سره له یوې لسیزې کار کولو وروسته د ۲۰۲۲ م کال په نومبر میاشت کې استعفا ورکړې وه. هغه د روان ۲۰۲۴ م کال په لومړیو کې د خپلې کورنۍ د لیدو لپاره ایران ته تللی و، چې د سپټمبر په ۲۲ نیول شو.
د خیبر پښتونخوا کرمې سیمې ته د مرستو رسولو لپاره الوتنې پیل شوې
د خیبرپښتونخوا کرمې سیمې ته چې زرګونه کسان د فرقه یي جګړو په نتیجه کې ګیر پاتې دي، د بشري مرستو د رسولو په مقصد الوتنې نن پیل شوې.
په دې نښتو کې چې په تېره جولای میاشت کې پیل شوې تراوسه له ۲۰۰ زیات کسان وژل شوي دي. ډیورنډ کرښې ته څېرمه د یوشمېر سیمو خلک د غذايي موادو او دارو درملو له کمښت سره مخامخ دي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت هڅه کوي د شیعه او سني قبیلو ترمنځ د ځمکو پر سر دا دعوه پای ته ورسوي.
د ایدي په نوم د خصوصي خیریه بنسټ سیمه ایز مشر شېرګل د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې د خیبرپښتونخوا له مرکز پېښور ښار څخه کرمې ته د بشري مرستو د رسولو لپاره الوتنې به د اونۍ ترپایه دوام وکړي. نوموړی زیاتوي چې دوی په هره الوتنه کې درې تنه ټپیان لېږدوي او نورو ته دارو درمل استوي.
په کرمه کې د سني شیعه د جګړې له پیله څوځلې هلته اوربند اعلان شوی او له دواړو خواوو څخه مخور او مشران د یوه دوامداره توافق لپاره هڅه کوي.
په عین حال کې د پاکستان حکومت د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره د کرمې اصلي لویه لاره بنده کړې ده. په کرمه کې د ښکېلو خواوو ترمنځ نښته وروسته له هغه پیل شوه چې د دې سیمې د اوسېدونکو د موټرو پر یوه کاروان برید وشو او په نتیجه کې یې له څلوېښتو ډېر کسان ووژل شول.
په تور سمندرګي کې د تیلو تویېدو له کبله د چاپېریال په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي
د روسیې په کراسنادار سیمه کې د تورې بحیرې د لسګونه کیلومتره اوبو ساحه نن وروسته له هغه په تېلو ناولې شوه چې د روسیې دوه تېل وړونکې کشتۍ د کرچ په تنګي کې د سخت توپان په نتیجه کې زیانمنې شوې.
د کراسنادار والي وینیامین کوندراتییف ویلي چې د اوبو د پاکولو کاري ډلې سیمې ته استول شوې دي. د هغه په وینا سخت باد، د سواحلو په اوږدو له ټانکرونو د توی شویو تېلو له خپرېدو سره مرسته کوي او په تور سمندرګې کې د چاپېریال د احتمالي ناورین په اړه اندېښنې یې زیاتې کړې دي.
پر ټولنیزو شبکو په خپرو شویو عکسونو او ویډیوګانو کې ښکاري چې د سمندر اوبه په تور رنګه مایع پوښل شوې دي.
د اولګا نفت Volgoneft شرکت دوه ټانکري کشتۍ چې زرګونه ټنه د ټيټ کیفیت لرونکي تېل پکې بار وو، د یکشنبې ورځې په دې پېښه کې ښکېلې وې.
د روسیې یو جګپوړی جنرال په مسکو کې په چاودنه کې ووژل شو
د روسیې د پوځ یو جګپوړی جنرال چې په اوکراین کې د کیمیاوي وسلو په کارولو تورن و، نن په مسکو کې په یوه چاودنه کې ووژل شوی.
د آزادۍ راډیو سرچینې وايي، د روسیې د اټومي، بیالوژیکي او کیمیاوي دفاعي ځواک مسوول ډګرجنرال ایګور کیریلوف د اوکراین د استخباراتو په برید کې په نښه شوی دی.
د روسیې د تحقیقاتو کمیټې په یوه بیان کې ویلي چې ۵۴ کلن جنرال کیریلوف او د هغه مرستیال نن سهار وختي په مسکو کې د یوې ودانۍ مخې ته د ځای پرځای شوي بم په چاودنه کې ووژل شول.
کیریلوف د روسیې د پوځ تر ټولو جګپوړی چارواکی دی چې پر اوکراین د روسیې د یرغل له پیله ظاهرا په یوه هدفي حمله کې وژل کېږي.
له دې پېښې یوه ورځ مخکې د اوکراین د امنیتي خدماتو ادارې SBU خبر ورکړ چې اوکرایني څارنوالانو کیریلوف رسما د اوکراین پرضد د روسیې په جګړه کې د اوکرایني ځواکونو پرضد د کیمیاوي وسلو په کارولو تورن کړی دی.
د ایران د بهرنیوچارو وزارت: په سوریه کې به خپل سفارت د شرایطو برابرېدو وروسته بیرته پرانیزي
د ایران د بهرنیوچارو وزارت اعلان کړی چې په سوریه کې د دې هېواد سفارت به د لازمو شرایطو له برابرېدو وروسته بیا پرانیستل شي.
د بهرنیوچارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي نن (د لیندۍ ۲۷مه) وویل چې د ایران د سفارت بېا پرانیسته یولړ شرایطو ته اړتیا لري چې تر ټولو مهم یې د سفارت او د سفارت د کارکوونکو د امنیت او خوندیتوب تضمین دی.
په سوریه کې د ایران سفیر حسین اکبري د لیندۍ په ۲۵مه نېټه ویلي و، چې په دمشق کې د ایران سفارت به په نژدې راتلونکي کې خپل فعالیت بیا پیل کړي.
ښاغلي اکبري د سوریې د تحولاتو په اړه په یوه مرکه کې ویلي و، وروسته له دې چې د هیات تحریر شام په مشرۍ وسله والې ډلې دمشق ته ورسېدې، د ایران د سفارت امنیت یې خوندي کړ. د هغه په وینا ایران غواړي چې په دمشق کې خپله قونسلګري بیا پرانیزي او سوریې هم چمتووالی ښودلی دی.
د ډسمبر په اتمه نېټه وروسته له دې چې وسله والې ډلې دمشق ته ننوتلې، ایراني ډيپلوماتان له سفارت څخه ووتل او د ایران سفارت ولوټل شو.
د بشاراسد د رژیم له پرځېدو وروسته پر ټولنیزو شبکو هغه تصویرونه خپاره شول چې یوه ډله کسان د ایران د سفارت د اړوندو اداري وسایلو او تجهیزاتو د ورانولو په حال کې ښيي.
د اروپايي کمیسیون مشرې د ترکيې له ولسمشر سره د سوریې پر وضعیت خبرې وکړې
د اروپايي کمیسیون مشرې اورزولا فان دیرلین نن د ترکیې په پلازمېنه انقره کې له ولسمشر رجب اردوغان سره په کتنه کې د سوریې د روان وضعیت په اړه خبرې وکړې.
د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې ښاغلي اردوغان په دې کتنه کې هیله څرګنده کړه چې اروپايي ټولنه به خپل هېواد ته د هغو سوري کډوالو په بېرته ستنولو کې مرسته وکړي چې له تېرو دیارلسو کلونو راهیسې په سوریه کې د کورنۍ جګړې له پیلېدو سره سم ترکیې ته کډوال شوي دي.
ښاغلي اردوغان له مېرمن فان دیرلین سره تر کتنې وروسته په ګډه خبري غونډه کې وویل چې ترکیه په سوریه کې د یوه پراخ بنسټه حکومت د جوړېدو په برخه د اروپايي کمیسیون له دریځ سره موافق دی.
اروپايي ټولنې تېره اونۍ اعلان وکړ چې نژدې سل ټنه طبي تجهیزات او نور د اړتیا وړ وسایل به ترکیې ته واستوي څو وروسته د ملګروملتونو د اړوندو ادارو له خوا سوریې ته ولېږدول شي.
د اسد رژیم د ډسمبر په اتمه هغه مهال وپرځېده چې د هیات تحریر شام ډلې په مشرۍ وسله وال د چټک پرمختګ په ترڅ کې پلازمېنې دمشق ته ورسېدل.
په پاکستان کې د پولیو واکیسن پر ټیمونو برید
د پاکستان په شمال لویدیځ کې د پولیو د واکسین پرټیمونو پرون دوشنبې د وسله والو په بریدونو کې د روغتیا پالانو یو پولیس ساتونکی وژل شوی او دوه روغتیا پالان ټپیان شوي دي.
د جرمني خبري آژانس د راپورله مخې په یوه برید کې چې پرون په ټول هیواد کې د پولیو د واکسین د کمپاین په لومړۍ ورځ د خیبرپښتونخوا ایالت د کرک په ولسوالۍ کې د واکسیناتورانو پرټیم وشو، یوپولیس ووژل شو او یو روغتیایي کارکونکي ټپي شو.
همدارنګه پرون په یوه بل برید کې چې د دې ایالت په بنو ولسوالۍ کې وشو، یو روغتیایي کارکونکی ټپي شوی دی. د دغو بریدونو مسولیت تراوسه چا یا کومې ډلې ندی اخیستی خو د راپورله مخې د پولیو د واکسین د کمپاین په لومړۍ ورځ دغه بریدونه ښیي چې په وروستیو میاشتو کې د شخړو زیاتوالي څومره د دغه فلج کونکې ناروغۍ د نویو پیښو له زیاتوالي سره مرسته کړې ده. د روان کال له پیل راهیسې په دې هیواد کې د پولیو نوې ۶۳ مثبتې پیښې ثبت شوې دي.
د پاکستان د روغتیا وزارت په وینا د پولیو د واکسین په دغه نوي کمپاین کې به د هیواد په ۱۴۳ ولسوالیو کې له ۴۴ ملیونه زیات ترپنځو کلونو کم عمره ماشومان واکسین شي.
اروپایي کمیسیون او ترکیه سوریې ته د مرستو پر سر خبرې کوي
تمه ده چې د اروپايي کمیسیون مشره اورزولا فان دیرلین نن د ترکیې په پلازمېنه انقره کې له ولسمشر رجب اردوغان سره په کتنه کې د سوریې د روان وضعیت په اړه خبرې وکړي.
مېرمن فان دیرلین پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې له اردوغان سره د دې خبرې به د بشار الاسد د واکمنۍ له پرځېدو وروسته د سوریې د ملي وحدت او د اقلیتونو د خوندیتوب پر مسایلو متمرکزې وي.
د دوی په خبرو کې به سوریې ته د بشري مرستو د رسولو موضوع هم شامله وي.
اروپايي ټولنې تېره اونۍ اعلان وکړ چې نژدې سل ټنه طبي وسایل او نور د اړتیا وړ تجهیزات به ترکیې ته ولېږي چې وروسته به د ملګروملتونو د اړوندو ادارو له خوا سوریې ته ولېږدول شي.
د اسد رژیم د ډسمبر په اتمه نېټه وروسته له هغه وپرځېده چې د هیات تحریر شام ډلې په مشرۍ وسله وال د چټک پرمختګ په ترڅ کې پلازمېنې دمشق ته ورسېدل.
اوکراین وايي، د روسیې په کورسک سیمه کې يې د شمالي کوریا ځواکونو ته مرګژوبله اړولې ده
اوکراین د روسیې په لویدیځه کورسک سیمه کې د شمالي کوریا هغو ځواکونو ته چې د روسیې په ملاتړ جګړه کوي د مرګ ژوبلې د اړولو خبر ورکوي.
د اوکراین پوځي استخباراتو نن (د ډسمبر ۱۶مه) په یوه بیان کې وویل چې لږترلږه دېرش تنه کوریايي سرتېري مړه یا ټپیان شوي دي. په بیان کې راغلي دي چې کوریايي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
وروسته له دې چې پیونګ یانګ د روسیې جګړې ته خپل سرتېري واستول، دا لومړی ځل دی چې کییف د هغوی د مرګ ژوبلې په اړه دقیق معلومات ورکوي. آزادي راډيو د اوکراین دا ادعا په خپلواک ډول نه شي تاییدولای. اوکرایني ځواکونو د روان کال په اګست کې د روسیې د کورسک سیمې یوشمېر ناحیې ونیولې او تراوسه هم پر ځینو سیمو ولکه لري.