د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۶ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۶

نړۍ

د اټومي انرژۍ د نړيوالې ادارې مشر نن تهران کې له ايراني چارواکو سره ګوري

 رافايل ګروسي
رافايل ګروسي

ټاکل شوې چې د اټومي انرژۍ د نړيوالې ادارې مشر رافايل ګروسي به نن (پنج‌شنبه د عقرب ٢٤مه) د ایران د اټومي پروګرام په اړه د دغه هېواد له چارواکو سره وګوري.

د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له‌مخې ښاغلی ګروسي تېره ورځ تهران ته ورسېد.

نوموړی به ایران ته د خپل سفر په ترڅ کې د ایران د اټومي انرژۍ د سازمان له مشر محمد اسلامي او د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي سره وګوري.

ایران ته د ښاغلي ګروسي دغه سفر د امریکا د ولسمشر په توګه د ډونالډ ټرمپ له بیا ټاکل کېدو وروسته ترسره شو.

ټرمپ د خپلې لومړۍ واکمنۍ پر مهال په ۲۰۱۸ کال کې د ایران او د نړۍ د قدرتونو ترمنځ له شوي اټومي تړونه ووت او پر ایران یې سخت بندیزونه ولګول.

د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډټرمپ د خپلې کابینې درې نور غړي نومولي دي

د ټرمپ له لوري نوي نومول شوي وزيران
د ټرمپ له لوري نوي نومول شوي وزيران

هغه په کانګرس کې د فلوریدا استازی مټ ګېټز د خپل لوی څارنوال، سناتور مارکو روبیو د بهرنیو چارو د وزیر په توګه او تولسي ګبارد د ملي استخباراتو د مشر په توګه نومولي دی.

ټرمپ تر دې وړاندې د دفاع وزارت او یوشمېر نورو ادارو لپاره هم خپل نوماند وزیران اعلان کړي دي.

د دفاع د وزیر په ګډون د هغه یوشمېر نومونو د راپورونو له‌‌مخې په واشنګټن کې خلک هک پک او اندېښمن کړي دي.

ټاکل شوې چې ډونالډټرمپ د راتلونکي ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په ۲۰مه لوړه وکړي او د امریکا د ۴۷م ولسمشر په توګه رسمي دنده پيل کړي.

هغه پرون په سپینه ماڼۍ کې له جوبایډن سره وکتل او د واک پر سوله‌ییز لېږد یې خبرې وکړې.

ټاکل شوې جويايډن د چين له ولسمشر سره ليده‌ کاته وکړي

د امريکا او چين د ولسمشرانو د ليدنې يو پخوانی انځور
د امريکا او چين د ولسمشرانو د ليدنې يو پخوانی انځور

د امریکا د متحدایالتونو ولسمشر جوبایډن به د شنبې په ورځ په پيرو کې د یوې نړیوالې سرمشریزې په څنډه کې د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره خبرې وکړي.

دا لیدنه کتنه په‌داسې وخت کې ترسره کېږي چې پېکېنګ دې ته تیاری نیسي چې سپینې ماڼۍ ته بیا ډونالډ ټرمپ ستنیږي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان وویل، د دواړو ولسمشرانو لیدنه کتنه به په پلازمېنه لیما کې د اسیا-پسفیک د اقتصادي همکارۍ د سرمشریزې په څنډه کې وشي.

د انتخاباتي کمپاین پرمهال ښاغلي ټرمپ ژمنه کړې وه چې، پر ټولو چینایي صادارتو به شپېته فیصده تعرفه ولګوي.

ايراني خبريال او سياسي فعال کيانوش سنجري ځان‌وژنه کړې

کيانوش سنجري
کيانوش سنجري

ایراني خبریال او سیاسي فعال کیانوش سنجري د ځان او نورو سیاسي فعالانو د نیولو په اعتراض ځان وواژه.

د ښاغلي سنجري یوه خپلوان تېره شپه د ازادي راډيو فردا څانګې ته دا خبر تایید کړ.

سنجري په دوه زره پنځلسم کال کې د خپلې مور د لیدو لپاره له بهره ایران ته ستون شو، چې بیا-بیا د ایران د امنیتي او استخباراتي ادارو له لوري ونیول شو.

دغه خبریال پرون څو ساعته مخکې تر دې چې ځان ووژني، په خپله ایکس‌پاڼه (پخواني ټویټر) کې د څلورو فعالانو نومونه خپاره کړل او ویې ولیکل، که د ماښام تر اوو بجو دا کسان له زندانه خوشي نه‌شي، دی به ځان ووژني.

بنیامین نتنیاهو: پر اسراييل د ايران بل بريد به د تهران اقتصاد فلج کړي

د اسراييل صدراعظم
د اسراييل صدراعظم

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو وایي، پر دوی د ایران بل برید به د اسلامي جمهوریت اقتصاد فلج کړي او میلیاردونه ډالره زیان به وکړي.

نتنیاهو په یوه ویډیويي پيغام کې، چې له تېرو دوو میاشتو راهیسې یې ایرانیانو ته دویم مستقیم پيغام دی او پرون خپور شوی ویلي، پر اسراییل د ایران د اکتوبر د لومړۍ نېټې برید باندې تهران دوه اعشاریه درې میلیارده ډالر ولګول، خو په خبره یې اسراییل ته یې زیان ډېر کم و.

ایران د تېرې اکتوبر میاشتې په لومړۍ نېټه په لبنان کې د حزب‌‌الله ډلې د مشر حسن نصرالله د وژنې په غچ کې پر اسراییلو پراخ توغندیز برید وکړ، چې اسراییل د اکتوبر په ۲۶مه د دغه برید غچ واخیست.

حزب‌‌الله چې یوه سیاسي-پوځي ډله ده، د لبنان پر جنوب واکمنه ده.

امریکا دغه ډله د ترهګرو په توګه پېژني، خو اروپایي ټولنې یې یوازې پوځي څانګه تور لېست کې شامله کړې ده.

د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې د کارپوهانو په حواله ویلي، د نتنیاهو نوی ويډیویي پیغام په‌‌دې معنا دی چې که ایران پر اسراییل بل برید وکړي، اسراییل به جدي ځواب ورکړي.

ایران تر اوسه رسما په‌‌دې اړه څه نه‌دي ویلي.

ډونالډټرمپ د فاکس نيوز د يوې خپرونې چلوونکی د دفاع وزير په توګه نومولی

د فاکس نیوز مجري پیت هګسېت
د فاکس نیوز مجري پیت هګسېت

د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډټرمپ د فاکس نیوز مجري پیت هګسېت د خپلې کابینې د دفاع د وزیر په توګه نومولی دی.

هګسېت دغه راز د امریکا د ګارد یو پخوانی سرتیری دی چې، په افغانستان، عراق او په کیوبا کې يې د ګوانتانامو په خلیج کې دنده ترسره کړې.

د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې د راپور له‌‌‌مخې د نړۍ د یوه لوی او پياوړي پوځ د مشر په توګه د هغه نومونې په واشنګټن کې ډېر خلک له حیرانۍ او اندېښنو سره مخامخ کړي دي.

د هګسېت ټاکل به چې د فاکس نیوز د یوې خپرونکې چلونکی دی، کولای شي د امریکا په پوځ کې د پراخو بدلونونو لامل شي.

دغه پوست ته د رسېدو په هدف هغه د سنا د تایید رایو ته اړتیا لري.

نوموړي په جګړه کې د ښځو ونډه تر پوښتنې لاندې راوستلې او د هغو ښځینه پوځي پرسونل د بښنې ملاتړ یې کړی دی، چې په جنګي جنایتونو تورنې دي.

ډونالډټرمپ د نړۍ تر ټولو شتمن کس ايلن ماسک د يوې نوې ادارې مشر نومولی

د امريکا منتخب ولسمشر ډونالډټرمپ او ايلن ماسک
د امريکا منتخب ولسمشر ډونالډټرمپ او ايلن ماسک

د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډټرمپ د نړۍ تر ټولو شتمن کس ایلن ماسک پر یوې داسې څوکۍ ګمارلی چې هدف یې د یوه ګټور دولت جوړېدل دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له‌مخې ماسک او د جمهوري غوښتونکو یو پخوانی نوماند ویوک راماسوامي به د هغې تازه جوړې شوې ادارې مشري پر غاړه ولري چې ټرمپ ورته په خپلو خبرو کې اشاره کړې ده.

د ټرمپ په وینا دا به داسې اداره وي چې د حکومت له محدودو بهر به فعالیت کوي او هدف به یې د بیروکراسۍ له‌منځه وړل او د بې‌ځایه لګښتونو کمول وي.

دغه پوسټ د سنا تایید ته هم اړتیا نه‌لري.

ایلن ماسک د ټرمپ د انتخاباتي منډو-ترړو پر مهال له هغه سره میلیونونه ډالره مرسته وکړه.

ماسک دا مهال د اکس یا پخواني ټویټر، ټسلا شرکت او سپیس اکس فضایي شرکت خاوند دی.

ايران پر لسګونه ښځو د جنسي تيري په تور يو کس نن اعدام کړ

په ایران کې د اعدام له بهیره یو انځور
په ایران کې د اعدام له بهیره یو انځور

ایران نن د محمد علي‌ سلامت په نوم هغه کس په عام محضر کې اعدام کړ چې، پر لسګونه ښځو په جنسي تیري محکوم و.

اسوشیتید پریس خبري اژانس د ایران د دولتي رسنیو په حواله ویلي، دغه ۴۳ کلن کس چې یو درملتون او ورزشي جیم یې درلود، پرون سه‌شنبه د همدان ښار په یوه هدیره کې زندۍ شو.

د راپور له‌‌مخې شاوخوا دوه سوه ښځو اعدام شوی کس تورن کړی و چې د تېرو دوو لسیزو په ترڅ کې یې جنسي تیری پرې کړی دی.

وړاندې راغلي چې سلامت خپل جرم منلی و.

د ملګروملتونو کارپوهانو تېره سپتمبر میاشت وویل، د ایران د نړۍ په کچه لومړنی هېواد دی چې ډېر اعدامونه په‌کې کېږي.

جنسي تیری او زنا د هغو جرمونو له ډلې دي، چې مجرم یې په ایران کې د مرګ له سزا سره مخامخ کېږي.

د پاکستان په ګلګېت کې د بس چپه کېدو پېښه کې ۱۴ کسان مړه شوي

پاکستان کې د يوې ترافيکي پېښې انځور
پاکستان کې د يوې ترافيکي پېښې انځور

د پاکستان په ګلګېټ بلتستان کې د یوه بس د چپه کېدو په پېښه کې ۱۴ کسان چې یوه واده ته روان وو، مړه شوي دي.

سیمه‌يیز چارواکي وايي، بس ټولې ۲۷ تنه سپرلې لرلې چې ۱۲ تنه یې لاهم لادرکه دي او یو تن ټپي شوی دی.

د چارواکو په وینا پېښه پرون هغه مهال وشوه چې، ډرېور د ډېر ګړندیتوب له کبله د بس اداره له لاسه ورکړه.

د جیونیوز د راپور له‌‌‌مخې دا بس چکوال ولسوالۍ ته روان و، چې له یوه پله څخه سیند ته وغورځېد.

په تېره اګست میاشت کې د پاکستان په شمال ختیځ او جنوب لوېدیځ کې د بسونو د ټکر پېښو ۳۴ کسان ووژل.

د اسراییل پوځ پرون د بیروت جنوبي سيمې په هوايي حملو کې په نښه کړې

پر بيروت د اسراييل بريد
پر بيروت د اسراييل بريد

ویل شوي چې دا د لبنان د حزب‌‌الله ډلې پر ضد د اسراییلو تر ټولو پراخ پوځي عملیات وو، چې په ترڅ کې یې لسګونه هوايي حمل وشوې.

د اسراییلو پوځ ویلي دي، مخکې یې پر ټولنیزو شبکو د دې سیمو ملکي اوسېدونکو ته د عملیاتو په اړه خبرداری ورکړی و.

اسراییلي پوځ ویلي دي، په‌‌دې حملو کې یې د بیروت په ضاحیه ناحیه کې د حزب‌‌‌‌الله د توغندیو ډېری مرکزونه ویجاړ کړي دي.

حزب‌‌الله چې هم سیاسي او هم پوځي څانګې لري، د لبنان د جنوب سیمې اداره کوي.

متحدایالات حزب‌‌‌الله یوه تروریستي ډله بولي، خو اروپايي ټولنې یې یوازې پوځي څانګه په تور فهرست کې شامله کړې ده.

بل‌‌‌خوا د اسراییلو د شمال په نهاریه سیمه کې پرون دوه کسان پر یوې ودانۍ د برید پرمهال ووژل شول.

حزب‌‌‌الله وروسته ادعا وکړه چې دا ودانۍ یې د بې‌‌‌پیلوټه الوتکې په وسیله ویشتلې ده.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG