د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۴

نړۍ

نړیوال جام؛ بنګله‌دېش هم د اتو غوره لوبډلو پړاو ته لار پیدا کړه

د بنګله‌دېش لوبغاړي د لوبې پر مهال
د بنګله‌دېش لوبغاړي د لوبې پر مهال

د کرکټ شل اوریز نړیوال جام د ګروپي پړاو په ننیو سیالیو کې بنګله‌دېش خپلې سیالې نیپال او سریلانکا بیا نیدرلنډ ته ماتې ورکړې.

دغه سیالۍ چې نن دوشنبه د کابل پر وخت سهار وختي پیل شوې وې، د بنګله‌دېش لوبډلې د ۲۱ منډو په توپیر نيپال ته او سریلانکا د ۸۳ منډو په توپیر نیدرلنډ ته ماتې ورکړې.

د یادو سیالیو تر پایلو وروسته په ‌ډي D ګروپ کې تر سویلي افریقا وروسته بنګله‌دېش دویم مقام خپل کړ او د اتو غوره لوبډلو پړاو ته یې لار پیدا کړه.

په ګروپي پړاو کې یوازې دوه سیالۍ پاتې چې لومړۍ به یې نن د نیوزیلینډ او پي‌این‌جي ترمنځ ترسره شي او دویمه به یې سبا سه شنبه د کابل پر وخت سهار ۵:۰۰ بجې د افغانستان او ویسټ اینډیز ترمنځ پيل شي.

که څه هم د اتو غوره لوبډلو په پړاو کې د افغانستان لومړني دوه سیالان هندوستان او اسټرالیا له وړاندې معلوم وو، خو درېیم سیال یې بنګله‌دېش تر بېګانیو سیالیو وروسته معلوم شو.

د جون په ۲۰مه نېټه به افغانستان لومړۍ سیالي له هندوستان سره ترسره کړي، بیا د جون میاشتې په ۲۳مه نېټه د اسټرالیا او افغانستان سیالي ده او د دې پړاو په وروستۍ لوبه کې به افغان لوبډله له بنګله‌دېش سره د جون په ۲۵مه نېټه سیالي وکړي.

د کرکټ نړیوالې شورا د خبر پر اساس د اتو غوره لوبډلو په پړاو کې به د هر ګروپ دوه مخکښې لوبډلې نیمه پایلوبه ولوبوي او ګټونکې لوبډلې به یې بیا د جون په ۲۹مه نېټه پایلوبه ترسره کړي.

اوکرایني چارواکي: روسیې خپلو بریدونو ته زور ورکړی

پر اوکراین د روسیې د بریدونو یو انځور
پر اوکراین د روسیې د بریدونو یو انځور

د اوکراین د لوی درستیز دفتر وايي، روسیې پر اوکراین خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

دغه دفتر پرون د جوزا په ۲۷مه، په خپله ماښامنۍ ارزونه کې د روسیې د بریدونو د زیاتوالي خبر ورکړ.

په همدې حال کې په سویس کې د اوکراین د سولې دوه ورځنۍ غونډه د اوکراین او یو شمېر نورو هېوادونو د مشرانو په ګډون پرون پای ته ورسېده.

د اوکراین د لوی درستیز د دفتر اټکل ښيي چې د یکشنبې په ورځ ۸۸ نښتې شوي دي.

د دفتر د ارزونې له مخې، روسیې د ورځې په اوږدو کې خپل یرغلیز عملیات زیات کړي او هڅه کوي چې اوکراییني پوځي واحدونه له خپلو ځایونو څخه وباسي.

د راپور پر بنسټ، دا عملیات په عمده توګه د پوک روفسک سیمه کې زیات شوي، دا هغه سیمه ده چې روسي پوځیان په کې د پرمختګ هڅه کوي.

یورو جام؛ انګلستان او نیدرلینډ خپلو سیالانو ته ماتې ورکړې

د انګلستان او سربیا له لوبې یو انځور
د انګلستان او سربیا له لوبې یو انځور

د اروپا د یورو جام په سیالیو کې نن یکشنبه د جون په ۱۶مه نېټه هم درې سیالۍ ترسره شوې چې نیدرلنډ له پولنډ او انګلستان له سربیا سیالۍ وګټلې، خو د ډنمارک او سلوانیا سیالي مساوي پای ته ورسېده.

د ورځې لومړۍ لوبه د نیدرلنډ او پولنډ ترمنځ وه چې ۲ـ۱ نیدرلنډ وګټله.

په دویمې سیالۍ کې بیا ډنمارک او سلوانیا د یوه یوه ګول په وهلو سیالي مساوي پای ته ورسوله.

د ورځې په وروستۍ سیالۍ کې به انګلستان ۱ـ۰ د سربیا لوبډله ماتې کړه او په روان جام کې یې خپله لومړۍ سیالي وګټله.

یادې سیالۍ چې د جرمني په کوربه‌توب پیل شوي دي ۲۴ اروپايي هېوادونه پکې په شپږو ګروپونو کې سره سیالۍ کوي.

ټاکل شوې چې د دوشنبې په ورځ د جون په ۱۷مه نېټه هم درې سیالۍ ترسره شي، لومړۍ لوبه به د اوکراین ـ رومانیې، دویمه د بلجیم ـ سلواکیا او درېیمه د اتریش او فرانسې ترمنځ وي.

تحریک طالبان پاکستان یا "ټي‌ټي‌پي" یو اړخیزه درې ورځنی اوربند اعلان کړی

د تحریک طالبان پاکستان غړي
د تحریک طالبان پاکستان غړي

تحریک طالبان پاکستان یا "ټي‌ټي‌پي" ډلې د لوی اختر په مناسبت یو اړخیزه درې ورځنی اوربند اعلان کړی دی.

د دغې ډلې ویاند محمد خراساني د جون پر ۱۶مه رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي چې اوربند به د جون پر ۱۷مه، ۱۸مه او ۱۹مه وي.

تحریک طالبان پاکستان ډلې دا بیان داسې وخت خپور کړی چې د جون پر ۱۶مه د سعودي عرب په ګډون د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې لوی اختر ونمانځل شو، خو پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو حکومت د جون پر ۱۷مه لوی اختر اعلان کړی دی.

د پاکستان حکومت لا د ټي ټي پي له لوري د اوربند اعلان په اړه څه نه دي ویلي.

تحریک طالبان پاکستان د ۲۰۲۲م کال له پای راهیسې په پاکستان، په تېره په خیبر پښتونخوا، کې پر امنیتي سرتېرو او پولیسو بریدونه زیات کړي دي.

اسلام اباد تحریک طالبان پاکستان یوه ترهګره ډله بولي او وايي چې دا ډله خپل اکثر بریدونه له افغانستانه پلانوي هغه تور چې د طالبانو حکومت په کلکه رد کړی دی.

غزې له میاشتو میاشتو ناکراریو وروسته یوه نسبتاً ارامه ورځ تېره کړه

د غزې یوه څنډه
د غزې یوه څنډه

غزې له میاشتو میاشتو ناکراریو وروسته پرون یوه نسبتاً ارامه ورځ تېره کړه.

دا ارامي وروسته له هغه رامنځته شوه چې اسراییلي پوځ د غزې په جنوبي سیمو کې د خپلو تعرضي عملیاتو یوه ورځنۍ تاکتیکي وقفه اعلان کړه.

دا وقفه د غزې په تړانګه کې د قحطۍ په اړه د ملګرو ملتونو د پرله پسې خبرداریو وروسته، غزې ته د لا زیاتو بشري مرستو د لیږد لپاره د مناسبو شرایطو د برابرولو په هدف اخیستل شوې.

د اسراییلو پوځ وايي، دغه تاکتیکي وقفه به هره ورځ د سهار له ۸ پیل او د ماښام تر ۷ بجو به دوام وکړي.

دا لا څرګنده نه ده چې دغه تاکتیکي وقفه به څومره وخت دوام وکړي.

د غزې په تړانګه کې د اسراییلو او د حماس د سخت دریځې ډلې ترمنځ له سختې جګړې اته میاشتې زیاتې واوښتې.

حماس د امریکا او اروپايي ټولنې له‌خوا د یوه تروریستي سازمان په توګه پېژندل کېږي.

د اوکراین په ختیځ کې یو روسی خبریال وژل شوی

فرانس پرېس خبري اژانس د روسي رسنۍ (New.Ru) له قوله راپور ورکړی چې د دې رسنۍ خبریال نیکیتا سیتساګي تېره ورځ د جون په ۱۶مه د اوکراین د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی دی.
فرانس پرېس خبري اژانس د روسي رسنۍ (New.Ru) له قوله راپور ورکړی چې د دې رسنۍ خبریال نیکیتا سیتساګي تېره ورځ د جون په ۱۶مه د اوکراین د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی دی.

د اوکراین په ختیځ کې یو روسی خبریال د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی دی.

فرانس پرېس خبري اژانس د روسي رسنۍ (New.Ru) له قوله راپور ورکړی چې د دې رسنۍ خبریال نیکیتا سیتساګي تېره ورځ د جون په ۱۶مه د اوکراین د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی دی.

دغې رسنۍ ادعا کړې چې دغه برید د ووګلیدار ښار ته څېرمه شوی چې له تېرو درېیو میاشتو راهیسې د روسیې او اوکرایني ځواکونو ترمنځ د سختو نښتو ډګر دی.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د دغه خبریال وژنه تایید کړې او ادعا یې کړې چې د اوکراین یوې بې پیلوټه الوتکې په قصدي ډول دا روسی خبریال په نښه کړی چې راپور یې چمتو کاوه.

دوه ورځې وړاندې د اوکراين په ختيځ دونيتسک سيمه کې يو بل روسی خبريال هم وژل شوی و.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د روانې میاشتې په پیل کې وویل چې د هغه هېواد او اوکراین ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې لږ تر لږه ۳۰ روسي خبریالان وژل شوي دي.

دا ارقام تر اوسه خپلواکو سرچینو نه دي تایید کړي.

د روسیې جنوب کې د امنیتي ځواکونو تر یرغل وروسته یرغمل شوي خوشې شوي

روسیه کې د یوه زندان څنډه
روسیه کې د یوه زندان څنډه

د روسیې دولتي رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد په جنوب کې په یوه توقیف ځای کې یرغمل وروسته له هغه خوشې شول چې امنیتي ځواکونو پرې یرغل وکړ.

ریا نووستي خبري اژانس د روسیې د فدرالي محبس د مسوولانو په قول ویلي چې برمته شویو ته زیان نه دی رسېدلی.

د راپور له مخې، یرغمل نیوونکي له منځه وړل شوي دي.

خو ځینو سيمه ييزو خبري رسنيو د يو شمېر کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

تر دې مخکې ویل شوي وو چې شپږو بندیانو د روستوف په سیمه کې د توقیف ځای دوه کارکوونکي یرغمل کړي دي.

دغو بنديانو، چې په تروريستي فعاليتونو تورن وو، د موټر او له توقیف ځای څخه د خوندي وتلو غوښتنه کړې وه.

په راپور کې ویل شوي چې په دغو کسانو کې یو شمېر یې د داعش په نوم د اسلامي دولت له سخت دریځې ډلې سره تړاو لري.

په وروستیو کلونو کې، داعش د مسکو په څنډه کې د مرګونې برید په شمول په روسیه کې د یو شمیر بریدونو مسوولیت په غاړه اخیستی دی.

د مارچ په میاشت کې د روسیې د پلازمېنې په لمنه کې د کنسرت په یوه تالار کې د وسله‌والو په ډزو ۱۴۵ کسان ووژل شول.

زیلینسکي او د کییف د متحدو هېوادونو مشرانو د پوتین وروستی وړاندیز رد کړ

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي او د کییف د متحدو هېوادونو مشرانو د اوکراین د ختیځ له هغو سیمو څخه، چې روسیې له خپلې خاورې سره یوځای کړي، د اوکرایني ځواکونو د وتلو په باب د روسیې د ولسمشر وړاندیز رد کړ.

ولادیمیر پوتین وړاندیز کړی چې که اوکرایني ځواکونه له هغو سیمو ووځي چې روسیې له خپلې خاورې سره یوځای کړي، دواړه خواوې به اوربند وکړي.

پوتین دا وړاندیز د جمعې په ورځ په مسکو کې له بهرنیو سفیرانو سره په غونډه کې داسي مهال وکړ چې د ۹۰ هیوادونو مشران او پلاوي په اوکراین کې د روسیې د جګړې د پای ته رسېدو پر لارو چارو د خبرو لپاره په غونډه کې د ګډون په خاطر د سویس لوسرن ته روان و.

پوتین ویلي وو، له دې سره سم چې اوکراین له خرسون، لوهانسک، دونیڅک او زاپوریژیا څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو پرېکړه وکړي، هغه به د اوربند او د خبرو د پیلولو امر وکړي.

د جرمني صدراعظم اولاف شولز هم د خپل هېواد زیټ‌اې‌ډي‌اې‌ایف ZADAF چینل ته وویل چې د پوتین وړاندیز جدي نه دی او هدف یې د اوکراین د مسئلې په اړه د سویس د سولې له غونډې د پام اړول دي.

د امریکا د ولسمشر مرستیالې کاملا هاریس د سویس په غونډه کې وویل چې جګړه به د پوتین لپاره بشپړه ناکامي وي او هغه په دې وړاندیز سره غواړي چې اوکراین ورته تسلیم شي.

فوټبال؛ نن په یورو جام کې درې سیالۍ ترسره کېږي

د یورو فوټبال جام
د یورو فوټبال جام

د اروپا اتلانو د فوټبال په پیل شوي لیګ کې نن یکشنبه د جون په ۱۶مه نېټه هم درې سیالۍ ترسره کېږي.

یادې سیالۍ چې د جرمني په کوربه‌توب پیل شوي، د نن ورځې لومړۍ لوبه به د پولنډ او نېدرلنډ ترمنځ وي، په دویمې سیالۍ کې به سلوانیا د ډنمارک پر وړاندې مقابله وکړي او د ورځې وروستۍ سیالي د انګلستان او سربیا ترمنځ ترسره کېږي.

د ویلو ده چې سبا به هم درې سیالۍ ترسره شي.

غزه کې د اوربند ټینګېدو هڅې؛ امریکايي او قطري چارواکي پرې خبرې کوي

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان

ټاکل شوې ده چې د امریکا د ملي امنیت سلاکار نن په سویس کې قطر له صدراعظم سره د غزې د اوربند په اړه خبرې وکړي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان پرون شنبې اعلان وکړ، قطر او مصر پلان لري چې په غزه کې د اوربند لپاره د امریکا د ولسمشر جوبایډن له پلان سره سم ژر له حماس سره خبرې وکړي.

جیک سلیوان دا څرګندونې په سویس کې د اوکراین د سولې د کنفرانس په څنډه کې او د خبریالانو د پوښتنو په ځواب کې وکړې.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار ویلي چې د قطر له صدراعظم شیخ محمد بن عبدالرحمن آل‌ثاني سره یې لنډې خبرې کړي او په غزه کې د اوربند په اړه به له هغه سره د یکشنبې په ورځ په سویس کې بیا خبرې وکړي.

حماس، چې د امریکا د متحدوایالتونو او اروپايي ټولنې له‌خوا یوه تروریستي ډله ګڼل کېږي، اعلان کړی چې د امریکا د ولسمشر له‌خوا د اوربند له وړاندیز سره موافق دی.

امریکايي چارواکي وايي، حماس په غزه کې د وړاندیز شوي اوربند په ځواب کې د "څو بدلونونو" وړاندیز کړی دی.

اسراییل هم اعلان کړی چې حماس د دې پلان مهم عناصر رد کړي دي.

په همدې حال کې جیک سلیوان د شنبې په ورځ ټینګار وکړ چې امریکایي چارواکو د حماس ځواب په دقت سره څېړلی دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG