نړۍ
حماس وايي، اسراییل د اوربند موافقه ځنډولې
د فلسطینانو سخت دریځه ډله حماس وایي چې اسراییل نوي شرایط وضع کړي چې په غزه کې اوربند ته د رسیدولپاره موافقه یې ځنډنۍ کړې ده.
د رویترز خبري اژانس د راپورله مخې، حماس ویلي، له دې سره سره دوی انعطاف ښیي او د قطر او مصر په منځګړیتوب د اوربند په اړه خبرې اترې مهمې مرحلې ته داخلیږي.
حماس، چې امریکا او اروپایي ټولنه یې د یوه تروریستي سازمان په توګه پیژني، وویل چې اسراییل له غزې د وتلو، اوربند، بندیانو او خپلو سیمو ته د بې ځایه شویو د بیرته ستنیدو اړوند مسایلو په اړه نوي شرطونه وضع کړي چې د یوې موافقې ترلاسه کول یې چې دوی ډیر ورنژدې شوي و، ځنډولي دي.
د اسراییل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو دفتر د سې شنبې په ورځ وویل چې د اسراییل د خبرو اترو ټیم د غزې په اړه له یوې اوونۍ خبرو اترو وروسته د یرغمل شویو د معاملې په اړه د "داخلي مشورو" لپاره د سې شنبې په ماښام بیرته له قطر څخه اسراییل ته ستون شو.
اسراییل په غزه کې جګړه وروسته له هغې پیل کړه چې د ۲۰۲۳ م کال د اوکتوبر په اومه د حماس په ګډون سختدریځو وسله والو له غزې د اسراییل پرقلمرو بریدوکړ، شاوخوا ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او شاوخوا دونیم سوه نور یې یرغمل کړل.
روسیې د اوکراین دانرژۍ تاسیسات په نښه کړل
اوکرایني چارواکي وايي، روسیې نن (چهارشنبه د جدي په پنځمه) پر دغه هېواد پراخ راکټي بریدونه وکړل، چې د اوکراین د انرژۍ تاسیسات او نور ملکي بنسټونه یې په نښه کړل.
د اوکراین د چارواکو په وینا، لږ تر لږه درې کسان د خارکیف په شمال ختیځ کې ټپیان شوي دي.
د خارکیف ښاروال ایهور تریخوف په ټولنیزو شبکو کې لیکلي چې دغه ښار د روسیې د راکټي بریدونو له امله په نښه شوی دی.
د اوکراین د انرژۍ وزیر هیرمن هالوشچنکو وايي، د روسیې توغندیز برید د دغه هېواد د انرژۍ سکتور په نښه کړی، خو دا یې ونه ویل چې د اوکراین د انرژۍ کوم مرکزونه په نښه شوي دي.
تر دې مخکې د اوکراین چارواکو پرون وویل چې د کریوي ریه ښار کې د روسیې د بالستیک توغندیو په حمله کې یو کس وژل شوی او یوولس نور ټپیان شوي دي.
د دغو چارواکو په وینا، دغه برید د استوګنې یوه څلور پوړیزه ودانۍ په نښه کړې ده.
په قزاقستان کې لسګونو کسان په هوايي پېښه کې مړه شوي
د قزاقستان په لویدیځ کې اقتاو ښار ته نژدې د یوې مسافر وړونکې الوتکې د لوېدو په پېښه کې لسګونه کسان مړه شوي دي.
د قزاقستان چارواکو نن چهارشنبې وویل چې په دغه الوتکه کې چې د آذربایجان له پلازمینې باکو څخه روسیې ته پر لاره وه، ۶۹ تنه سپاره ول.
چارواکو ویلي چې د لومړنیو معلوماتو له مخې په دې پېښه کې لسګونو تنه مړه شوي خو تر دیرشو زیات ژوندي پاته دي.
د قزاقستان د روغتیا وزارت ویلي چې د دوو ماشومانو په ګډون ۲۷ تنه سیمه ییز روغتون ته لیږدول شوي. د یوولسو کسانو روغتیایي وضعیت نازک ښودل شوی او د جدي پاملرنې په څانګه کې تر درملنې لاندي دي.
د اذربایجان هوايي شرکت ویلي چې د امبریر ۱۹۰ الوتکه چې له باکو څخه د چیچنیا پلازمینې ګروزني ته پر لاره وه، اړه شوه چې له اقتاو څخه شاوخوا درې کیلومتره لیرې بیړنۍ ناسته وکړي. د الوتکې د غورځېدو لامل سمدستي نه دی څرګند او د قزاقستان پولیسو په دې اړه پلټنې پیل کړې دي.
د اکوادور لویې څارنوالۍ د څلورو ماشومانو د لادرکه کېدو په قضیه کې پوځيان تورن کړي دي
د اکوادور لویې څارنوالۍ اعلان کړی چې غواړي د دې هېواد د شپاړسو پوځیانو پرضد د څلورو نویو زلمیانو د لادرکه کېدو په قضیه کې د لاس لرلو په تور جنايي دوسیه پرانیزي.
څلور تنه نوي زلمیان چې عمرونه یې د ۱۱ او ۱۵ ترمنځ وو، د روانې ډسمبر میاشتې په اتمه د آرام سمندر په ساحلي ښار ګوایاکیول کې تري تم شول چې د خلکو پراخه غوسه یې وپاروله.
د اکوادور لوی څارنوال پرون پر خپله ایکس پاڼه ولیکل چې له تحقیقي ادارو غواړي چې په دې قضیه کې د تورنو پوځیانو پرضد د جنایي دوسیې د پرانیستو دقیقه نېټه وټاکي.
پر اوکراین د روسیې د بالستیک توغندي برید یو تن وژلی او یوولس نور یې ټپیان کړي دي
د اوکراین په کریوي ریه ښار د روسیې له خوا د بالستیک توغندي په یوه برید کې یوتن وژل شوی دی.
اوکرایني چارواکو د مرغومي په ۴مه وویل، دا حمله د استوګنې پر یوه څلور پوړیزه ودانۍ شوې ده. د دنیپرو پیتروفسک والي سیرهي لیساک ویلي چې په دې برید کې یوولس نور کسان هم ټپیان شوي چې اوه تنه یې روغتون ته رسول شوي دي.
د اوکراین د بشري حقونو ټولنې دې برید ته قهرجن غبرګون ښودلی او یادونه یې کړې چې دا برید د عیسویانو د مذهبي جشن کرسمس په ورځ شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې پرون د اوکراین په ختیځ کې د جګړې په لومړۍ کرښه کې د سیالو خواوو ترمنځ د درنو نښتو راپورونه ورکړل شول.
د سوریې وسله والو ډلو موافقه کړې چې په دفاع وزارت کې مدغمې شي
د سوریې د کورنیو رسنیو د راپورونو له مخې د دې هېواد وسله والو ډلو موافقه کړې چې ځواکونه یې د دفاع وزارت په تشکیل کې مدغم شي.
سانا دولتي خبري آژانس پرون راپور ورکړ چې په دې اړه پرېکړه د وسله والو ډلو له استازو سره د سوریې د نوي مشر، احمدالشرع په کتنه کې شوې ده. په دې غونډه کې کرد ځواکونو چې د سوریې د شمال ختیځ ځینې برخې یې په ولکه کې دي، ګډون نه و، کړی.
له دې مخکې احمدالشرع چې به ابومحمدالجولاني مشهور دی، اعلان کړی و، چې په دې هېواد کې ټولې وسلې باید د دولت په کنټرول کې وي.
د هیات تحریر شام په مشرۍ وسله والو ډلو د ډسمبر په اتمه د بشاراسد رژیم وپرځاوه او پر دې هېواد واکمن شول.
په ترکیه کې یوې چاودنې ۱۲ کسان وژلي دي
لږترلږه ۱۲ کسان نن په ترکیه کې د یوې چاودنې په نتیجه کې ووژل شول.
د ترکیې د دولتي خبري آژانس انادولو د راپور له مخې دا چاودنه د ترکیې په شمال لویدیځ کې د بالیکسیر ولایت د مهماتو جوړولو په یوه کارخونه کې شوې ده چې پنځه نور کسان هم پکې ټپیان شوي دي.
د بالیکسیر والي اسماعیل اسوستااوغلو ویلي دي چې د چاودنې په نتیجه کې د فابریکې ودانۍ ویجاړه شوې او شاوخوا ودانیو ته هم لږ زیان اوښتی دی.
چارواکو ویلي دي چې د پېښې په اړه تحقیقات پیل شوي دي.
ترکیه وايي، د سوریې له۲۵۰ زرو ډېر وګړي خپل هېواد ته ستانه شوي دي
ترکیه وايي چې د سوریې څه باندې دوه نیم لکه وګړي په تېرو دوو اونیو کې خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
د ترکیې د کورنیوچارو وزیر علي یرلي کایا نن (د مرغومي ۴مه) په دې اړه انادولو دولتي خبري آژانس ته څرګندونې وکړې. ترکیې د بل هر هېواد پر تله ډېرو سوري کډوالو ته ځای ورکړی و.
د ملګروملتونو د ارقامو له مخې د سوریې شاوخوا درې میلیون وګړي اوس مهال په ترکیه کې دېره دي. د هیات تحریر شام په مشرۍ وسله والې ډلې د ډسمبر په اتمه د سوریې پلازمېنه دمشق ته ننوتې او د بشارالاسد رژیم یې وپرځاوه چې له دې سره په ترکیه، عراق او لبنان کې دېره ګڼ شمېر سوري کډوالو له ځمکنیو سرحدونو څخه خپل هېواد ته ستانه شول.
په روسیه کې یو امریکایی وګړی په ۱۳ کاله بند محکوم شو
د روسیې یوې محکمې امریکایی وګړی ایفګیني سپکتور چې مخکې هم بندي و، د جاسوسۍ په تور په ۱۳ کاله بند محکوم کړی دی.
د روسیې دولتي خبري آژانسونو نن (د مرغومي ۴مه) راپور ورکړ چې سپکتور یو کال مخکې هم د بډو د ورکولو په قضیه کې په درې کاله بند محکوم شوی و. د تاس خبري آژانس د راپور له مخې د محکمې قاضي پرېکړه کړې ده چې نوموړی د دواړو جرمونو په خاطر په ۱۵ کاله بند محکوم کړي.
د راپورونو له مخې سپکټور په ۲۰۲۱ کال کې، مخکې له دې چې ونیول شي، د سرطان پرضد د روغتیايي تجهیزاتو د جوړولو د یوې فابریکې د مراقبت د کمیټې د مشر په توګه کار کاوه. راپورونه زیاتوي دې امریکایی وګړي د خپلې محاکمې په لومړۍ دوسیه کې د روسیې د صدراعظم د پخواني مرستیال سکرټر ته د بدو د ورکولو تور منلی و.
د اوکراین له ختیځ څخه د نویو نښتو راپورونه رارسېږي
د اوکراین په ختیځ کې د روسي او اوکرایني ځواکونو ترمنځ د تازه نښتو راپورونه رارسېږي.
د اوکرایني ځواکونو ستردرستیز نن (د ډسمبر ۲۴مه) په یوه بیان کې وویل چې تر نن سهار وختي پورې یې د جګړې له لومړۍ کرښې څخه د شاوخوا ۲۳۵ نښتو خبرونه ترلاسه کړي دي.
په بیان کې د خارکییف، کوپیانسک او دونېڅک په استقامتونو کې د درنو جګړو خبر ورکړل شوی دی. بیان زیاتوي چې روسیې په دې جګړو کې خپل ۱۶۰۰ سرتېري او دېرش زغره والې وسلې له لاسه ورکړې دي.
دا ادعا خپلواکو سرچینو نه ده تایید کړې او مسکو هم ډېر کله په جګړه کې د خپلو سرتېرو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه وايي.