تازه خبر
یکشنبه ۲۴ لړم ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۰۰

افغانستان

م. م : د ۶.۵ میلیونه افغانانو بېرته ستنېدو پر افغانستان دروند فشار راوستی

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د لویې کمېشنرۍ استازی عرفات جمال وايي، په تېرو درېیو کلونو کې د شاوخوا ۶.۵ میلیونه افغان کډوالو بېرته ستنېدو پر افغانستان اقتصادي او ټولنیز فشار زیات کړی دی.

عرفات د جمعې په ورځ دجنوبي کوریا په پلازمېنه سیول کې د ښځو او سولې په اړه په یوه نړیواله غونډه کې خبرداری ورکړی چې بېوزلي، بېکاري، وچکالي او د کار د فرصتونو کمښت ښايي بېرته ستانه شوي افغانان اړ کړي چې یو ځل بیا له هېواده ووځي.

جمال په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وضعیت هم اندېښنه وښوده او له شپږم ټولګي پورته نجونو پر زده‌کړو بندیز یې د دغه هیواد یوه ډېره جدي ستونزه وبلله.

کرکټ؛ افغان لوبغاړي نصیرخان معروفخېل، د زیمبابوې ۷ لوبغاړي وسوځول

ارشیف
ارشیف

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې توپ اچوونکي نصیرخان معروفخېل له زیمیابوې سره د افغانستان د دوهمې ټیستلوبې په لومړۍ پاڼۍ کې ۷ لوبغاړي وسوځول.

د افغانستان او زیمبابوې دوهمه ټیستلوبه پرون (جمعه) په شارجه کې د زیمبابوې په توپ وهنه پیل شوه. د زیمبابوې لوبډلې په لومړۍ ورځ د ۵ لوبغاړو د بایللو په پای کې ۲۵۰ منډې وکړې.

خو نن په داسي حال کې د دغه ټیم پاتې ۵ لوبغاړي وسوځېدل چې ټولټال یې ۲۲۹ منډې کړې وې.

د زیمبابوې دوه نور لوبغاړي د ضیاالرحمن او یمین احمدزي له لوري وسوځول شول.

اوس افغانستان بیټنګ یا توپ‌وهنه کوي.

د دواړو لوبډلو لومړۍ ټیستلوبه بې نتیجې پای ته رسېدلې وه.

ای‌اواېم: په دوو اوونیو کې له ۴۳ زرو زیات کډوال افغانستان ته ستانه شوي

ارشیف، له پاکستان څخه د راستنېدونکو افغان کډوالو کاروان
ارشیف، له پاکستان څخه د راستنېدونکو افغان کډوالو کاروان

د کډوالۍ نړیوال سازمان (ای‌اواېم) موندنې ښيي چې د روان ۲۰۲۶ کال د اکټوبر میاشتې له ۲۵مې د نومبر تر ۷مې له ګاونډیو هېوادونو څه د پاسه ۴۳ زره او ۴۰۰ کسان او څه د پاسه ۲ زره او ۲۰۰ کورنۍ افغانستان ته ستانه شوي دي.

یاد سازمان په خپل نوي راپور کې چې د جمعې په ورځ د نومبر په ۱۳مه‌یې خپور کړی وايي چې په یاده موده کې نسبت پخوا ته له ایران څخه د ستنو شویو په شمېر کې ۴ سلنه کموالی، خو له پاکستان څخه د ستنو شویو په شمېر کې ۳۵ سلنه زیاتوالی لیدل شوی.

د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي چې د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ څخه د روان کال د نومبر تر ۷مې پورې څه د پاسه ۴ میلیونه او ۲۹۰ زره کسان له ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.

په دې کې څه د پاسه ۲ میلیونه او ۵۶۰ زره تنه له ایران او تقریباً یو میلیون او ۷۳۰ زره کسه له پاکستان څخه خپل هېواد راستانه شوي دي.

زېمبابوې د افغانستان په وړاندې د دوهمې ټېسټ لوبې لومړۍ پاڼۍ کې ۲۵۰ منډې وکړې

د افغانستان او زېمبابوې ترمنځ د دوهمې ټېسټ لوبې لومړۍ پاڼۍ
د افغانستان او زېمبابوې ترمنځ د دوهمې ټېسټ لوبې لومړۍ پاڼۍ

د افغانستان او زېمبابوې ترمنځ د دوهمې ټېسټ لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د جمعې په ورځ د زېمبابوې ټیم په داسې حال کې چې ۵ لوبغاړي یې له لوبې حذف شول، په ۸۲ اورونو کې ۲۵۰ منډې وکړې.

پچه د زېمبابوې ټیم وګتله او بېټنګ‌یې غوره کړ.

د افغانستان بالرانو څخه نصیر خان معروف‌خېل د سیالې ډلې ۴ وېکټې او ضیاء الرحمان یوه وېکټه واخیستله.

د افغانستان او زېمبابوې ترمنځ د ټېسټ لومړۍ لوبه چې د لړم تر ۱۹مې یې دوام وکړ په مساوي توګه پای ته ورسېده.

د روانې دوهمې ټېسټ لوبې ګټونکی ټیم به د دغې لوبړۍ بریالۍ لوبډله مشخصه کړي.

افغان او روسي شرکتونو د ۱۰۳ میلیونه ډالرو په ارزښت هوکړه‌ لیکونه لاسلیک کړي دي

د افغانستان او روسیې خصوصي شرکتونو د اقتصادي همکاریو په برخه کې د ۱۰۳ میلیونه ډالرو په ارزښت ۱۵ هوکړه ‌لیکونه لاسلیک کړي دي.

د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیالۍ دفتر د پنجشنبې په ورځ د لړم په ۲۰ پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې دغه هوکړه‌ لیکونه کابل ته د روسیې د صدراعظم د مرستیال الکسي اوورچوک په مشرۍ د یوه پلاوي د سفر په ترڅ کې لاسلیک شوي دي.

دغه هوکړه لیکلونه افغانستان ته د درملو او خوراکي توکو د واردولو، روسیې ته د تازه مېوو د صادرولو او د سوداګرۍ د پراختیا په اړه دي.

بلخوا، د انټرفاکس خبري اژانس د راپور له مخې، د طالبانو د حکومت اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر له روسي شرکتونو غوښتي چې په افغانستان کې د کانونو، تېلو او ګازو په استخراج کې پانګونه وکړي.

روسیه تر اوسه یوازینی هېواد دی چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت پېژندلی دی.

د افغانستان او زیمبابوې ترمنځ دویمه او وروستۍ ټېسټ لوبه نن پیلېږي

ټاکل شوې چې د افغانستان او زیمبابوې د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ دویمه او وروستۍ ټېسټ لوبه نن جمعه، د لړم په ۲۲ د متحده عربي اماراتو په شارجه کې پیل شي.

د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړۍ ټېسټ لوبه، چې د لړم تر۱۹ پورې یې دوام وکړ، له ګټونکي پرته مساوي پای ته ورسېده.

په دې لوبه کې زیمبابوې په لومړۍ پاڼۍ کې ۵۰۴ او افغانستان ۵۱۴ منډې جوړې کړې وې. زیمبابوې په دویمه پاڼۍ کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ۵۲۳ منډې جوړې کړې وې.

د روسیې د صدراعظم مرستیال په کابل کې له عبدالغني برادر سره ولیدل

د طالبانو حکومت د ریاست‌الوزرا له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د روسیې د صدراعظم مرستیال، الکسي اوورچوک لیدنه
د طالبانو حکومت د ریاست‌الوزرا له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د روسیې د صدراعظم مرستیال، الکسي اوورچوک لیدنه

د روسیې د صدراعظم مرستیال، الکسي اوورچوک، د پنجشنبې په ورځ «د نومبر په ۱۲مه» کابل ته تر رسېدو وروسته د طالبانو حکومت د ریاست‌الوزرا له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره ولیدل.

د طالبانو د حکومت د یوې خبرپاڼې له مخې، دواړو لورو د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، پانګونې او په ګډو اقتصادي پروژو کې د همکارۍ په اړه خبرې کړې دي.

د روسیې انټرفاکس خبري اژانس راپور ورکړ چې ۷۰ روسي سوداګر کابل ته د روسیې د مرستیال صدراعظم د سفر ملګري و.

روسیه د نړۍ یوازنی هېواد دی چې د طالبانو حکومت‌یې په رسمیت پېژندلی دی.

د روسیې د صدراعظم مرستیال د یوه پلاوي په مشرۍ نن کابل ته ولاړ

د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت په ایکسياڼه کې کابل ته د الکسي اوورچوک د رسېدو خبر خپور کړی او ویلي یې دي د هغه د سفر هدف له افغانستان سره د روسیې د تحارتي او اقتصادي اړیکو پراختیا او د طالبانو له چارواکو سره خبرې دي. هغه زیاته کړې، چې د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په ارګ کې د روسیې د صدراعظم د مرستیال هرکلی وکړ.

روسیه یوازینی هیواد دی چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت پېژندلی دی.

روسیې د ۲۰۲۵ کال په جولای کې طالبانو حکومت په رسمیت وپېژانده او له هغه راهیسې یې ورسره سیاسي او اقتصادي اړیکې پراخې شوې دي.

یونسکو: پر زده‌کړو بندیز افغانستان د مسلکي کادرونو له یوه نسله بې‌برخې کوي

ارشیف، د طالبانو له لوري له زده‌کړو منع شوې یوه افغانه زده‌کوونکې.
ارشیف، د طالبانو له لوري له زده‌کړو منع شوې یوه افغانه زده‌کوونکې.

د ملګرو ملتونو تعلیمي، علمي او کلتوري ادارې (یونسکو) خبرداری ورکړی چې که په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر زده‌کړو بندیز دوام وکړي، دغه هېواد به د ښوونکو، روغتیايي کارکوونکو او نورو مسلکي کسانو له یوه بشپړ نسله بې‌برخې شي.

د یونسکو د بېړنیو حالاتو د ښوونې او روزنې د پروګرام همغږې کوونکې هودا جابریان امریکا غږ ته ویلي چې افغانستان د زده‌کړو د یوه بل نسل د له لاسه ورکولو توان نه‌لري او لازمه ده چې نجونې او ښځې بېرته ښوونځیو او پوهنتونونو ته د تګ اجازه ومومي.

د ملګرو ملتونو د نومبر میاشتې د راپور له مخې، اوس‌مهال شاوخوا ۲.۴ میلیونه افغان نجونې له منځنیو زده‌کړو بې‌برخې دي او په ۲۰۲۶ کال کې هېڅ نجلۍ پوهنتونونو ته نه‌ده شامله شوې.

جابریان ټینګار کړی چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو پرانیستل باید لومړیتوب وي، ځکه د زده‌کړو بدیلې لارې د رسمي ښوونځیو ځای نه‌شي نیولی.

د افغانستان تر ۱۹ کلونو کشره لوبډله د اسیا جام نیمه پای‌لوبې ته ورسېده

د افغانستان او بنګله‌دېش تر ۱۹ کلونو کشرې لوبډلې لوبه
د افغانستان او بنګله‌دېش تر ۱۹ کلونو کشرې لوبډلې لوبه

د بنګله‌دېش او پاکستان او د افغانستان او هند تر ۱۹ کلونو کشرې لوبډلې د اسیايي جام د ۱۹ کلونو جام په نیمه پای‌لوبه کې مخامخ کېږي.

ټاکل شوې ده چې د بنګله‌دېش او پاکستان لوبډلې سبا لومړۍ نیمه پای‌لوبه وکړي.

دوهمه نیمه پای‌لوبه به د افغانستان او هند ترمنځ د شنبې په ورځ (د نومبر په ۱۴مه) وي.

افغانستان د «بي» ګروپ د جدول د لومړي ټیم په توګه او پاکستان د «اې» ګروپ د لومړي ټیم په توګه نیمه پای‌لوبې ته وتلي دي.

افغانستان په دې سیالیو کې د خپل ګروپ درې واړو لوبډلو ته په لوی توپیر ماتې ورکړې ده.

له بلې خوا په پام کې ده چې د افغانستان او زېمبابوې دوهمه ټېسټ لوبه د جمعې په ورځ په شارجه کې پیل شي.

د دوی لومړۍ ټېسټ لوبه د دوشنبې په ورځ بې‌نتیجې پای ته ورسېده.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG