د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۶ لړم ۱۴۰۵ کابل ۱۱:۵۷

افغانستان

افغانستان کې د ډینګي تبې د زیاتوالي په اړه د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری

د ډینګي غوماشې
د ډینګي غوماشې

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) په افغانستان کې د ډینګي تبې د پېښو د زیاتېدو خبرداری ورکړی دی.

دغه سازمان د پنجشنبې په ورځ (د لړم/ عقرب ۱۴مه) پر خپله اېکس‌پاڼه په یوه خبرپاڼه کې له خلکو غوښتي چې د دې ویروسي ناروغۍ نښې او علایم وپېژني.

د دغه سازمان په وینا، لوړه تبه، سر درد، د سترګو شاته درد، زړه بدوالی، د عضلاتو او بندونو درد او د پوستکي دانې د ډینګي تبې مهمې نښې دي.

دا ناروغي معمولاً له دغو نښو څخه له دوو یا زیاتو نښو سره مل وي.

د روغتیا نړیوال سازمان د ناروغانو تازه شمېر نه‌دی خپور کړی، خو تر دې مخکې یې د روان کال په اپرېل میاشت کې په افغانستان کې د ډینګي تبې لږ تر لږه د ۲۸۳ پېښو د ثبت خبر ورکړی و.

ډینګي یوه ویروسي ناروغي ده چې ډېری وخت د ککړو غوماشو د چیچلو له لارې انسانانو ته لېږدول کېږي.

که د دې ناروغۍ درملنې او پاملرنې ته پر وخت پام ونه‌شي، خطرناکه او ان وژونکې کېدای شي، خو په وخت تشخیص‌یې د درملنې زمینه برابروي او ډېری ناروغان ترې بېرته رغېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د دې ناروغۍ واکسین د ټولو خلکو لپاره مناسب نه‌دی او د غوماشو له چیچلو څخه مخنیوی یې د مخنیوي تر ټولو مهمه لار ده.

د افغانستان له ۱۹ کلنو کم‌عمره کرکټ لوبډلې بنګله‌دېش ته ماتې ورکړه

ارشیف، د افغانستان او بنګله‌دېش له ۱۹ کلنو کم‌عمره لوبډلو یو شمېر لوبغاړو
ارشیف، د افغانستان او بنګله‌دېش له ۱۹ کلنو کم‌عمره لوبډلو یو شمېر لوبغاړو

د افغانستان له ۱۹ کلنو کم‌عمره لوبغاړو د کرکټ ملي لوبډلې د اسیا د جام په روانو سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه کې د بنګله‌دېش لوبډلې ته د ۱۱۳ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

دغه لوبه د پنجشنبې په ورځ (د لړم/ عقرب ۱۴مه) ترسره شوه او ځوانو افغان لوبغاړو په یوې پیاوړې بریا ترسره کړه.

د توپ اچونې په برخه کې امیر حمزه، نور علي نیازي او سمیع‌الله مبارز ښه وځلېدل.

له ۱۹ کلونو د کم‌عمره لوبډلو د اسیا جام د کرکټ دیارلسم پړاو سیالۍ د اتو لوبډلو په ګډون د لړم له ۱۴مې څخه تر ۲۳مې نېټې پورې د عمان په کوربه‌توب روانې دي.

د پاکستان لوبډله چې د دغو سیالیو د تېر پړاو اتلولي یې ګټلې، په روانې سیالۍ کې د خپلې اتلولۍ د دفاع لپاره لوبېږي.

د بې پولي خبریالانو سازمان: طالبانو په تیرو پنځو کلونو کې شاوخوا ۷۷ خبریالان نیولي

د بې پولي خبریالانو سازمان (RSF) وايي، طالبانو د خپلې واکمنۍ په تیرو پنځو کلونو کې شاوخوا۷۷ خبریالان نیولي دي.

د دې سازمان په هغه راپور کې چې پرون چهارشنبې خپور شوی راغلي چې د طالبانو استخباراتي اداره د رسنیو په ځپلو، سانسور، د خبریالانو په تهدید او له رسنیو د خپریدونکې متحوا د کنټرول په برخه کې رول لري.

ار اس ایف په دې راپور کې د یو شمیر خبریالانو په حواله د نیونې، ځورونې، جاسوسي او د طالبانو خلاف د تبلغ په تور د افغان خبریالانو د توقیف خبره هم کړې ده

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د ار اس ایف دا ادعاوې رد کړي او ویلي دي چې د دوی استخباراتي اداره د قانون مطابق فعالیتوونه کوي او په خپل سر څوک نیسي.

د دوحې ناستو دوام؛ د طالبانو په ګډون ازبکستان کې دوه ورځنۍ ناسته جوړه شوې

په کابل کې د دوحې ناستې څلورم پړاو/ تیرکال
په کابل کې د دوحې ناستې څلورم پړاو/ تیرکال

د دوحې پروسې د ناستو په دوام د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې او د خصوصي سکټور د ملاتړ د کاري ډلو دوه ورځنۍ ناسته نن پنجشبنې د ازبکستان په ترمذ ښار کې جوړه شوې ده.

دې ناستې ته د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په ګډون د یوناما، نړیوالو سازمانونو، د دوحې پروسې غړي هېوادونه، د خصوصي سکټور استازي او متخصین او د کوربه هېواد یو شمیر چارواکي ورغلي دي.

د افغانستان د کرنیزو محصولاتو د معیارونو تصدیق او صادراتو ته د چمتووالي، د بدیل معیشت او ټولشموله اقتصادي وده د ناستې د بحث اجنډا ده.

د دوحې پروسه د ۲۰۲۳ کال راهیسې د ملګروملتونو په نوښت پیل شوی چې موخه یې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان سره د سیمې او نړۍ هېوادونو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کول، د نشه یې توکو پر وړاندې مبارزه، او د افغانستان د خصوصي سکټور ملاتړ دی.

د ایران حکومت پرون یو افغان اعدام کړی

د ایران د بشري حقونو یو سازمان راپور ورکړی چې د ایران حکومت یو افغان وګړی پرون چهارشنبې د کرج ښار په قزلحصار زاندن کې اعدام کړی دی.

د راپورونو له مخې دا افغان د خپل ګاونډي د قتل په تور په قصاص محکوم شوی و.

د اعدام شوي افغان د هویت په اړه جزییات نه دي ورکړل شوي.

له دې مخکې د همدې روانې اوونۍ د سه شنبې په ورځ د ایران حکومت دوه نور افغانان د نشه یې توکو اړونده جرایم په تور اعدام کړي وو.

د ایران د بشري حقونو سازمان وايي چې ایران په روان ۲۰۲۶کال کې شاوخوا ۲۵ افغانان اعدام کړي دي.

طالبانو په خوست کې د موسیقۍ سلګونه وسایل وسوځول

ارشیف، د طالبانو له لوري د موسیقۍ سوځول شوي وسایل
ارشیف، د طالبانو له لوري د موسیقۍ سوځول شوي وسایل

خوست کې د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن‌المنکر ریاست د موسیقۍ ۶۵۰ وسایل سوځولي دي.

د خوست لپاره د طالبانو د والي ویاند مستغفر ګربز د چهارشنبې په ورځ «د لړم/ عقرب ۱۳مه» پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دغه وسایل په تېرو څلورو میاشتو کې د دې ولایت له بېلابېلو ولسوالیو راټول شوي و.

د هغه په وینا، په سوځول شویو وسایلو کې د اورلوبو ګڼ شمېر توکي هم شامل و.

تر دې وړاندې، «د لړم/ عقرب په ۱۰مه» په کندهار ولایت کې د طالبانو سیمه‌ییزو چارواکو هم ویلي و چې د امربالمعروف او نهی عن‌المنکر محتسبینو په دغه ولایت کې د موسیقۍ یو شمېر وسایل او د اورلوبو زرګونه وسایل سوځولي دي.

همدارنګه، د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلوېزیون د تلې په ۲۸مه راپور ورکړی و چې په کندهار کې د موسیقۍ ۱۴۲ غږوونکي وسایل او لاوډسپیکرونه سوځول شوي دي.

افغانستان کې د طالبانو حکومت په موسیقي او د موسیقۍ د الاتو په غږولو بندیز لګولی دی او سندرغاړو ته‌یې هم د فعالیت اجازه نه‌ده ورکړې.

عزیزي ګروپ په کابل کې د سرطان او نسايي ولادي روغتونونو د جوړولو کار پیل کړ

د عزیزي ګروپ مشر، میرویس عزیزي
د عزیزي ګروپ مشر، میرویس عزیزي

عزیزي ګروپ د چهارشنبې په ورځ کابل کې د سرطان د درملنې د یوه روغتون د جوړولو د کار د عملي پیل خبر ورکړ.

د ګروپ مشر میرویس عزیزي خبریالانو ته وویل چې په یاد روغتون کې به درملنه وړیا وي او ترڅنګ‌یې د نسايي ولادي یو روغتون او یو طبي پوهنتون هم جوړېږي.

عزیزي خیریه بنسټ ازادي راډیو ته په لیکلي پیغام کې وویل چې د «بي‌بي فرشتې عزیزي» طبي کمپلکس د کابل ښار په اتمه ناحیه کې د ۵۰۰ میلیونو امریکايي ډالرو په لګښت د عزیزي پر شخصي ځمکه جوړېږي.

فرشتې عزیزي د میرویس عزیزي لور، په ۲۰۲۴ کال کې د سرطان د ناروغۍ له امله په ۲۳ کلنۍ ژوند له لاسه ورکړ.

یاد طبي کمپلکس به چې اداري او مقدماتي چارې یې بشپړې شوې دي، ۴۰۰ بستریز د سرطان د ناروغیو د تشخیص او درملنې روغتون او ۲۰۰ بستریز زېږنتون ولري.

تېره میاشت د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې هم د سرطان د درملنې لپاره د ۱۰۰ بستریز خیریه روغتون د جوړولو خبر ورکړی و.

په افغانستان کې له سرطان سره د مبارزې بنسټ په دې وروستیو کې وویل چې د نړیوالو ادارو او د دوی د معلوماتو پر بنسټ تر یو نیم میلیون ډېر افغانان په دې ناروغۍ اخته دي.

که څه هم د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت دغه شمېر نه‌تأییدوي، خو په ۲۰۲۰ کال کې د جمهوریت په دوران کې یاد وزارت ویلي و چې هر کال په هېواد کې د سرطان ۲۳ زره نوې پېښې ثبتوي چې د هغو له‌منځه ۱۶ زره د دې ناروغۍ له کبله مړه کېږي.

سره صلیب: افغانې ښځې له ګڼو روغتیايي او اقتصادي ستونزو سره مخ دي

ارشیف، د افغانستان په یوه روغتیايي مرکز کې بستر شوې ښځې او نجونې
ارشیف، د افغانستان په یوه روغتیايي مرکز کې بستر شوې ښځې او نجونې

د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي، په افغانستان کې ښځې روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي، د مهارتونو د زده‌کړې او عاید ترلاسه کولو په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

دې سازمان د چهارشنبې په ورځ «د لړم/ عقرب ۱۳مه» پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د ملاتړو پروګرامونو له لارې هڅه کوي د ښځو وړتیاوې پیاوړې او د هغوی د ژوندانه وضعیت بهتر کړي.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې ټینګار کړی چې فعالیتونه‌یې د ښځو پر مسلکي زده‌کړو او د هغوی د ظرفیت په لوړولو متمرکز دي، څو د دوامدار عاید د فرصتونو په برابرولو سره د کورنیو اقتصادي توان پیاوړی او له بې‌وزلۍ سره د مبارزې وړتیا یې زیاته کړي.

یادې کمېټې مخکې هم خبرداری ورکړی و چې اقتصادي ناورین او زیاتېدونکو محدودیتونو په افغانستان کې روغتیايي خدمات له ستونزو سره مخ کړي دي.

کمېټې ټینګار کړی و چې د ښځینه روغتیاپالانو شتون او روزنه د ناروغانو د ژوند ژغورلو لپاره حیاتي ارزښت لري.

د طالبانو حکومت نه‌یوازې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز لګولی، بلکې په روغتیايي روزنیزو مرکزونو کې یې د ښځو او نجونو زده‌کړې هم منع کړې دي.

په غزني کې د طالبانو د پوځي او ملکي موټر د ټکر له کبله ۸ کسان مړه شوي

په غزني کې د نننۍ ترافیکې پېښې یوه څنډه
په غزني کې د نننۍ ترافیکې پېښې یوه څنډه

په غزني کې د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت د یوه پوځي موټر او سپرلۍ موټر د ټکر پیښه کې ۸ تنه مړه شوي دي.

غزني کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند ابوخالد سرحدي رسنیو ته په یوه غږیز پيغام کې پیښه تایید کړې، خو د لامل په اړه یې څه نه دي ویلي.

هغه زیاته کړې چې د روضې کوتل دغې نننۍ پیښې مړه شوي کسان درې نرینه، یوه ښځه او څلور ماشومان دي.

په افغانستان کې دغه ډول خونړۍ ترافیکي پیښې تر ډیره د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ او خرابو لارو له کبله رامنځته کېږي.

اوچا: د افغانستان په سویل کې کورنۍ د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا د افغانستاه په جنوبي ولایتونو کې د خوړو د شدیدې نا امنۍ او د خوارځواکۍ د پراخیدو خبرداری ورکړی دی.

اوچا نن چهارشنبې پر خپلې ایکس پاڼې د یو ویډيو پیغام په خپرولو سره ویلي چې په دې ولایتونو کې کورنۍ اړ شوي چې د خوړو او د ژوند د نورو مهمو ضرورتو ترمنځ یوه ټاکنه ولري.

د اوچا په خبره، دا کورنۍ بشري مرستو ته اړمنې دي.

اوچا په داسې حال کې د افغانستان په جنوبي ولایتونو کې د خوړو د ناامنۍ خبره کوي چې په دې وروستیو کې د ملګروملتونو یو شمیر نورو ادارو هم خبرداری ورکړی وو چې په را روان ژمي کې به ۱۹ میلیونه افغان د خوړو له ناامنۍ سره مخ شي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG