د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۵ لړم ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۱۴

افغانستان

رباب فاطمه: د ملګري ملتونه سازمان د افغانانو ملاتړ ته ژمن دی

رباب فاطمه
رباب فاطمه

په افغانستان کې د ملګروملتونو د مرستنیدویه پلاوي یوناما مشره رباب فاطمه وايي، "ملګري ملتونه د افغانانو ملاتړ ته ژمن دي".

هغې د ملګروملتونو د ۸۱مې کلیزې په مناسبت په یوه ویډیو پیغام کې ویلي، "د افغانستان راتلونکې په افغانانو پورې اړه لري او ملګري ملتونه په دې برخه کې د افغانانو د باور وړ شریک دی".

اغلې رباب وړاندې د افغانانو د زغم او هڅو ساینه کړې او زیاته کړې ده چې افغانانو له ګڼو ستونزه سره سره د خپلې ټولنې خدمت ته دوام ورکړی دی.

رباب فاطمې اوونۍ مخکې د یوناما د مشرې په توګه په کابل کې خپله دنده پیل کړه.

طالبانو د رباب فاطمې د کاري دورې له پیل سره هممهاله د یوناما پر راپور ورکونه نیوکې کړې وې.

د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال تیره اوونۍ په کابل کې د یوناما درې میاشتنې راپور ته په غبرګون کې ویلي و چې یوناما په بې پرې توګه د افغانستان د وضعیت په اړه راپورونه نه چمتو کوي.

خو یوناما وايي چې خپلو راپورونو کې د بشري حقونو د نقض پیښې مستندوي.

نن د اکټوبر۲۴مه د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ نړیواله ورځ ده

نن د اکټوبر۲۴مه د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ نړیواله ورځ ده.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، سږکال په افغانستان کې د پولیو۴۲مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

دا سازمان وايي، تر دا مهاله په ټوله نړۍ کې د پولیو ۴۸مثبتې پېښې ثبت شوي چې ۴۲ یې په افغانستان کې وې.

پولیو یوه ساري ویروسي ناروغي ده چې تر ډیره له پنځو کلونو کم عمره ماشومان پرې اخته کیږي.

دا ناروغي درملنه نه لري او یوازې واکسین یې مخه نیولی شي.

افغانستان او پاکستان د نړۍ هغه یوازیني دوه هېوادونه دي چې لا هم په کې د پولیو ناروغۍ نه ده محوه شوې.

چین د لومړي ځل لپاره په سوداګریزو توکو بار یو رېل‌ګاډی افغانستان ته واستاوه

ارشیف، د چین پر سوداګریزو توکو بار یو صادراتي رېل‌ګاډی
ارشیف، د چین پر سوداګریزو توکو بار یو صادراتي رېل‌ګاډی

چینايي رسنیو له هغې ډلې دوزهانګ نیوز راپور ورکړی چې د چین له شاندونګ ولایت څخه پر سوداګریزو توکو بار رېل‌ګاډي د حیرتان په لور حرکت کړی دی.

په وروستیو کلونو کې دا لومړی ځل دی چې یو رېل‌ګاډی له چین څخه په مستقیمه توګه افغانستان ته سوداګریز توکي لېږدوي.

د دوزهانګ د راپور له مخې، دې رېل‌ګاډي د چین له لیني ښاره حرکت کړی او د نږدې دوه میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریز توکي په‌کې بار دي.

دې رېل‌ګادي د اکټوبر په ۲۱مه له لیني ښاره حرکت کړی چې په ۲۰ ورځو کې به د بلخ ولایت حیرتان بندر ته ورسېږي.

د چینايي رسنیو په خبره، د دې لار په پرانیستلو سره به د افغانستان او چین ترمنځ یو مستقیم ترانسپورټي دهلېز رامنځته شي.

دا لار به د منځنۍ، سوېلي او لوېدیځې اسیا ترمنځ سوداګرۍ ته لار پرانیږي.

د افغانستان د ۱۹ کلونو څخه د کم عمر لوبډلې بنګله‌دېش ته ماته ورکړه

د بنګله‌دېش ټیم پر وړاندې د افغانستان د ۱۹ کلونو څخه د کم عمر لوبډلې بریا
د بنګله‌دېش ټیم پر وړاندې د افغانستان د ۱۹ کلونو څخه د کم عمر لوبډلې بریا

د افغانستان د ۱۹ کلونو څخه د کم عمر لوبډلې د بنګله‌دېش ټیم ته ماته ورکړه.

دغه لوبه چې د جمعې په ورځ په عمان کې ترسره شوه افغان ټیم په ۴ وېکټونو وګټله.

د بنګله‎‌دېش ټیم افغان لوبډلې ته ۲۲۰ منډې هدف وټاکه چې افغان لوبډلې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره په ۴۹م اور کې پوره کړ.

د افغانستان د ۱۹ کلونو څخه د کم عمر ځوانانو بله لوبه له کوربه هېواد عمان سره ده.

د افغانستان او زېمبابوې کرکټ ملي لوبډلې نن په پای‌لوبه کې سره مخامخ کېږي

ارشیف، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله
ارشیف، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله

د افغانستان او زېمبابوې د کرکټ ملي لوبډلې نن جمعه د (لړم لومړۍ نېټه) د درې اړخیزې سیالۍ پای‌لوبه کې سره مخامخ کېږي.

لوبه د متحده عربي اماراتو په شارجه ښار کې د کابل په وخت مازیګر څلور بجې پیلېږي.

تر دې مخکې افغانستان په دغو سیالیو کې له زېمبابوې او بنګله‌دېش څخه خپلې دوه لوبې په لوی توپیر ګټلې دي.

د متحده عربي اماراتو په ابوظبي او شارجې ښارونو کې دغه سیالۍ د افغانستان په کوربه‌توب ترسره کېږي.

افغانستان د ایران له لارې ترکیې ته ۶۰۰ ټنه پنبه صادره کړه

ارشیف، د افغانستان په بلخ ولایت کې د پنبې راټولول
ارشیف، د افغانستان په بلخ ولایت کې د پنبې راټولول

افغانستان کې د طالبانو حکومت د ایران له لارې ترکیې ته د ۶۰۰ ټنه پنبې د صادرولو خبر ورکوي.

د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس د پنجشنبې په ورځ «تلې ۳۰مه» په خپله اېکس‌پاڼه ولیکل چې دغه محموله د خواف-هرات اوسپنیزې لارې له مسیر څخه د ایران د رېل‌ګاډي د شبکې په لار صادره شوې ده.

افغان سوداګرو په داسې حال کې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزې لارې څه د پاسه یو کال کېږي چې تړل شوې دي، د منځنۍ اسیا او ایران لارو او بندرونو ته مخه کړې ده.

پنبه د افغانستان له مهمو صادراتي اقلامو څخه ده.

د طالبانو حکومت د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په تېره زمري میاشت کې ویلي و چې د افغانستان ۱۰ زره ټنه پخته په ازمایشي ډول ازبکستان ته صادره شوې او اوس دغه هېواد ژمنه کړې چې ۱۰۰ زره ټنه نوره پخته هم وپېري.

د ایران په سیستان - بلوچستان ولایت کې ۹ افغانان په یوه ټرافیکي پېښه کې مړه شوي

د سیستان بلوچستان مرګونې پېښې انځور چې حال وش خپور کړی
د سیستان بلوچستان مرګونې پېښې انځور چې حال وش خپور کړی

د ایران په سیستان – بلوچستان ولایت کې لږ تر لږه ۹ افغان کډوال او یو ایرانی موټر چلوونکی په یوه ټرافیکي پېښه کې وژل شوي.

د ایران دولتي رسنیو د سیستان بلوچستان د لارو د پولیسو د قومندان مهدي خمر په حواله تایید کړې چې د کډوالو موټر د میزان اته ویشتمې د شپې په یوه نیمه بجه له یوه باروړونکي موټر سره لګېدلی.

حال‌وش د ایران د بشري حقونو یوه مدافع سازمان هم د دې پېښې اړوند یوه ویډیو خپره کړې او ویلي یې دي چې د افغان کډوالو موټر له ټکر وروسته اور اخیستی دی.

ایران کې مخکې هم د افغان کډوالو د موټرو د ټکر مرګونې پېښې شوي.
اکثر قاچاقبران په داسې پېښو کې ګرم بلل کېږي چې کډوال له خرابو لارو یا په ډېر سرعت لیږدوي او لازم احتیاط نه کوي.

افغان لوبډلې بنګله دیش په لوی توپیر مات کړ او پایلوبه زیمبابوې سره کوي

افغان لوبغاړی عظمت الله عمرزی
افغان لوبغاړی عظمت الله عمرزی

د افغانستان او زیمبابوې د کرکټ ملي ټیمونه سبا جمعه د درې اړخیز ټورنمنټ پایلوبه کوي.

دا لوبه به په شارجې کې مازیګر څلور بجې پیل شي.

افغانستان، زیمبابوې او بنګله دیش د یو ورځنیو نړیوالو لوبو درې اړخیز ټورنمنټ د افغانستان په کوربه توب جوړ شوی.

افغانستان لومړۍ دوه لوبې له زیمبابوې او بنګله دیش په لوی توپير وګټلې.

له بنګله دیش سره لوبه د چهارشنبې په ماښام وشوه چې پکې بنګله دیش په ۴۲ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۰ منډې وکړې.

افغانستان ټاکل شوی هدف په ۳۶ اورونو کې د دریو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ.

راشد خان د سیالې لوبډلې د څلورو لوبغاړو په سوځولو د افغانستان تر ټولو غوره توپ‌اچوونکی و.

رحمت شاه د ۶۷، حشمت‌الله شهیدي د ۳۵ او ابراهیم ځدراڼ د ۳۴ منډو په جوړولو کې د افغانستان په بریا کې مهم رول ولوباوه.

ترکمنستان د ټاپي نل‌لیکې له لارې افغانستان ته د ګازو لېږد پیلوي

ارشیف، د ټاپي نل‌لیکه
ارشیف، د ټاپي نل‌لیکه

د ترکمنستان د ګازو دولتي شرکت «ترکمن‌ګاز» مشر مقصد بابایف ویلي چې هېواد یې پلان لري په ۲۰۲۶ کال کې د ټاپي نل‌لیکې له لارې افغانستان ته د طبیعي ګازو لېږد پیل کړي.

د ترکمنستان رسنیو د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړ چې د سرحداباد او هرات ترمنځ د نل‌لیکې د جوړولو چارې روانې دي او د دې نل‌لیکې د لېږد کلنۍ وړتیا ۳۳ میلیارده متر مکعبه ګاز ده.

بابایف ویلي، د ټاپي پروژه به د انرژۍ د لېږد ترڅنګ د سیمه‌ییزو اقتصادي همکاریو په پیاوړتیا کې هم مهم رول ولوبوي.

د ترکمنستان او افغانستان د ګازو دولتي شرکتونو هم هرات ته د ګازو د لېږد په برخه کې د همکارۍ تفاهم‌لیک لاسلیک کړی دی.

بابایف همداراز ویلي، ترکمنستان د ګازو د صادراتو د لارو د پراخولو، د تولیدي ټکنالوژۍ د عصري کولو او د میتان ګازو د خپرېدو د کمولو هڅې هم کوي.

د افغانستان کرکټ بریالۍ ورځ؛ ملي ټیم او تر ۱۹ کلونو کشر ټیم بنګله‌دېش مات کړ

ارشیف، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله
ارشیف، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د درې اړخیزو یو ورځنیو سیالیو په دوهمه لوبه کې بنګله‌دېش ته په اوو وېکټو ماتې ورکړه او پایلوبې ته‌یې لار وموندله.

بنګله‌دېش په ۴۱.۲ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۰ منډې جوړې کړې.

افغانستان ټاکل شوی هدف په ۳۶ اورونو کې د درېیو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ.

راشد خان د سیالې لوبډلې د څلورو لوبغاړو په سوځولو د افغانستان تر ټولو غوره توپ‌اچوونکی و.

رحمت شاه د ۶۷، حشمت‌الله شهیدي د ۳۵ او ابراهیم ځدراڼ د ۳۴ منډو په جوړولو کې د افغانستان په بریا کې مهم رول ولوباوه.

افغانستان چې په خپله لومړۍ لوبه کې یې هم زېمبابوې ته ماتې ورکړې وه، د اکټوبر په ۲۳مه به د دغو سیالیو په پایلوبه کې یو ځل بیا له زېمبابوې سره مخ شي.

په ورته وخت کې، د افغانستان د کرکټ تر ۱۹ کلونو کشرې لوبډلې هم پرون د بنګله‌دېش تر ۱۹ کلونو کشرې لوبډلې ته په ۴۳ منډو ماتې ورکړه.

په دې ۵۰ اوره سیالۍ کې افغان لوبډلې، خپل سیال ټیم ته ۲۳۸ منډې هدف ټاکلی و، بنګالي لوبغاړو په پیل کې ډېر ښه بېټنګ وکړ او تر ډېرو برلاسي ښکارېدل، خو د لوبې په وروستیو اورونو کې د افغان باولرانو ښه توپ اچونه سبب شوه چې بنګالي لوبغاړي یو په بل پسې وسوځېږي.

تر دې وړاندې لومړۍ ۵۰ اوره سیالي بنګله‌دېش ګټلې وه، خو دوهمه مساوي شوې وه.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG