د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۹ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۲

افغانستان

نن دوشنبه د افغانستان په ۱۶ ولايتونو د ګوزڼ ضد واکسين کمپاين پيل شو

ارشيف
ارشيف

نن دوشنبه د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې تر ۵ کلونو کم‌عمره ماشومانو ته پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین ورکولو کمپاین پیل شو.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند، شرافت زمان امرخېل په یوه ویډیويي پیغام کې چې رسنیو ته لېږل شوی، ویلي: "دغه کمپاین چې ۳ ورځې به ادامه ولري، پر ۶ اعشاریه ۲ ميلیونو هغو ماشومانو به چې عمرونه یې تر ۵ کلونو کم دي، دغه واکسین تطبیق شي. له قومي مخورو، علمای کرامو او په سیمه کې له بانفوذو اشخاصو مو هیله ده، چې په سیمه کې د واکسین له ټیمونو سره مرستندوی وي، چې د پولیو واکسین په سمه توګه تطبیق شي."

په افغانستان کې تېر کال شپږ ماشومان ګوزڼ وهلي وو چې ټول یې د ننګرهار ولایت وو، خو سږ میلادي کال تر دې دمه په افغانستان کې د پولیو ۲۲ مثبتې پېښې ثبت شوي او دا په‌داسي حال کې ده چې په پاکستان کې سږ کال تر اوسه پورې د پولیو ۴۱ پېښې ثبت شوې دي.

تېره میاشت د افغانستان په ځینو ولایتونو کې د دغه کمپاین ځینو رضاکارانو ازادي راډیو ته ویلي وو، چې دغه بهیر له تېرو دوو میاشتو راهیسې د نامعلوم دلیل له امله درېدلی دی.

ارزګان کې د يو موټر د چپه کېدو له امله اته کسان مړه شوي

ارشيف
ارشيف

په ارزګان کې د طالبانو چارواکو خبر ورکړی، چې په ګیزاب ولسوالۍ کې د موټر د چپه کېدو له امله ۸ کسان مړه شوي او بل تن ټپي دی.

د ارزګان ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه نن سهار شا و خوا ۲ بجې او ۳۰ دقیقې شوې ده.

خبرپاڼه زیاتوي چې د دې پېښې علت د سړک خرابوالی و.

د ارزګان ګیزاب ولسوالۍ د ترینکوټ شمال لوېدیځ په شاوخوا ۱۱۰ کیلومتره کې پرته ده.

دې سیمې ته غځېدلې لاره د غرونو په منځ کې تېره شوې او له‌دې وړاندې هم پر دغه لار ورته پېښې شوې دي.

د سړکونو خرابوالی، د ترافیکي اصولو نه رعایت او د چلوونکو بې‌احتیاطي په افغانستان کې د زیاتو ترافیکي پېښو لوی لاملونه ګڼل کېږي.

آی‌او‌ايم: له تېر کال راهيسې مو تر دوه زره ډېرو افغانانو ته دندې پيدا کړي

د کډوالۍ نړيوال سازمان کارکوونکي - ارشيف
د کډوالۍ نړيوال سازمان کارکوونکي - ارشيف

د کډوالۍ نړیوال سازمان(IOM) وايي، د ۲۰۲۳ کال له جنورۍ څخه د روان کال تر سپټمبر پورې یې، په افغانستان کې څه باندې دوو زرو کسانو ته دندې پیدا کړي دي.

دې سازمان د یک‌شنبې په ورځ ناوخته په خپله ايکس‌پاڼه (پخواني ټویټر) کې لیکلي چې، دوی د کوچنیو او منځنیو سوداګریو په برخو کې ښځو، ځوانانو، بې‌ځایه شویو او راستنېدونکو ته تجهیزات، روزنې او مالي مرستې کړي دي.

له هغه وخته چې طالبان واک ته رسېدلي، ډېری افغانانو د کاري فرصتونو له نشتوالي شکايتونه کړي او زياتوي، چې حکومت او نړيوالو مؤسسو دوی ته د کار پيدا کولو لپاره عملي ګامونه نه‌دي پورته کړي.

طالبانو فارياب کې يو سړی د زنا په تور په دُرو وهلی

د فارياب ولايت نقشه
د فارياب ولايت نقشه

طالبانو د فاریاب ولایت په دولت‌اباد ولسوالۍ کې یو سړی د زنا په تور په دُرو وهلی دی.

د طالبانو سترې محکمې د یک‌شنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ولایتي محکمې نوموړی په څلورو میاشتو بند او ۳۵ دُرو محکوم کړی.

نړیوالو او د بشري حقونو سازمانونو په وار وار پر طالبانو غږ کړی چې د بدني سزاو څخه ډډه وکړي، ځکه چې دا د بشري حقونو له قوانینو سرغړونه ده.

خو د طالبانو ستره محکمه تقریباً هره اوونۍ د ورته سزاګانو د تطبیق په اړه اعلامیې خپروي او د ۲۰۲۱ کال له اګست راهیسې یې سلګونه کسان ښځې او سړي په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.

د کندز په خان اباد چوک کې د یوې چاودنې خبر ورکړل شوی دی

د کندز ولايت نقشه
د کندز ولايت نقشه

د طالبانو یوې مخالفې وسله‌والې ډلې د افغانستان د خپلواکۍ جبهې ادعا کړې، چې دا برید دوی د طالبانو په ځواکونو باندې کړی.

دې جبهې په خپله ایکس‌پاڼه دغې چاودنې ته منسوبه ویډیو هم خپره کړې او ادعا یې کړې چې دوه طالبان یې وژلي او دری نور یې ټپيان کړي دي.

د طالبانو چارواکو لا رسماً د دغه برید په اړه څه نه‌دي ویلي، خو په خواله رسنیو او ګڼو کورنیو رسنیو د کندز د خان اباد په چوک کې د چاودنې خبر ورکړی دی.

افغانستان په لومړي ځل د اسیا ایمرجېنګ اتلولي وګټله

د افغانستان کرکټ الف لوبډلې لوبغاړي
د افغانستان کرکټ الف لوبډلې لوبغاړي

د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې د اسیا ایمرجېنګ جام په پایلوبه کې د سریلانکا الف لوبډلې ته د ۷ وېکټو په توپیر ماتې ورکړه او د لومړي ځل لپاره یې د یاد ټورنمنټ اتلولي وګټله.

دغه سیالي چې نن یکشنبه د اکټوبر په ۲۷مه نېټه د عمان په کوربه‌توب د کابل پر وخت مازدیګر ۶:۰۰ بجې پیل شوې وه، سریلانکا یې پچه وګټله او توپوهنه یې وکړه.

سریلانکا په شلو اورونو کې ۷ لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۱۳۳ منډې یې وکړې.

د یادې لوبډلې په توپوهونکو کې ساحان تر نورو ښه ولوبېد او ۶۴ منډې یې وکړې.

د افغان ابدالیانو لپاره په توپ اچونه کې بلال سمیع ۳ او الله محمدغضنفر لوبغاړي وسوځول.

افغان ابدالیانو که څه هم د لوبې په لومړي توپ خپل پیلیز توپوهونکوی ذبیداکبري له لاسه ورکړ، خو یو وار بیا صدیق‌الله اتل او کریم جنت افغان لوبډله اتلولۍ ته ورسوله.

اتل په ۵۵ منډو ناسوځېدلی پاتې شو او کریم جنت په ۳۳ منډو وسوځېد.

دغه راز محمداسحاق په ۱۶ منډو ناسوځېدلی پاتې شو.

صدیق‌الله اتل په دې ټورنمنټ کې تر ټولو توپوهونکو زیاتې منډې وکړې.

د اسیا ایمرجېنګ جام پایلوبه؛ سریلانکا افغانستان ته د ۱۳۴ منډو هدف ورکړ

د افغانستان د کرکټ الف لوبډله
د افغانستان د کرکټ الف لوبډله

د اسیا ایمرجېنګ جام په پایلوبه کې د سریلانکا الف لوبډلې د خپلې توپوهنې پاڼۍ بشپړه کړه چې په شلو اورونو کې یې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۳۳ منډې وکړې.

دغه سیالي چې د عمان په کوربه‌توب د کابل پر وخت مازدیګر ۶:۰۰ بجې پیل شوې ده، سریلانکا پچه وګټله او توپوهنه یې غوره کړه.

د یادې لوبډلې په توپوهونکو کې ساحان تر نورو ښه ولوبېد او ۶۴ منډې یې وکړې.

د افغان ابدالیانو لپاره په توپ اچونه کې بلال سمیع ۳ او الله محمدغضنفر لوبغاړي وسوځول.

افغان ابدالیان به په څو شېبو کې د خپلې توپوهنې پاڼۍ پيل کړي.

د اسیا ایمرجېنګ جام پایلوبه؛ سریلانکا د افغانستان پر وړاندې توپوهنه غوره کړه

د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې لوبغاړي
د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې لوبغاړي

د اسیا ایمرجېنګ جام پایلوبه نن یکشنبه د افغانستان او سریلانکا د الف لوبډلو ترمنځ پیل شوې ده.

دغه سیالي د عمان په کوربه‌توب د کابل پر وخت مازدیګر ۶:۰۰ بجې پیل شوه.

دا لومړی ځل دی چې د افغانستان الف لوبډله د اسیا ایمرجېنګ جام پایلوبه لوبوي.

په نننۍ سیالۍ کې د افغانستان په یولس کسیزه ډله کې صدیق‌الله اتل، ذبید اکبري، محمداسحاق، دروېش رسولي، کریم جنت، شرف‌الدین اشرف، شاهدالله کمال، قیس‌احمد، الله محمدغضنفر، عبدالرحمن او بلال سمیع غوره شوي دي.

د یادو سیالیو په لومړۍ نیمه پایلوبه کې سریلانکا پاکستان ته ماتې ورکړه او افغان ابدالیانو بیا د تېر پړاو اتلې هندوستان ته ماتې ورکړې ده.

د افغانستان او سریلانکا د کرکټ الف لوبډلې سیالي لري

ټاکل شوې ده چې د افغانستان او سریلانکا د کرکټ د ځوانانو یا ایمرجېنګ لوبډلې نن د عمان په الامارت لوبغالي کې په پایلوبه کې مخامخ شي.
ټاکل شوې ده چې د افغانستان او سریلانکا د کرکټ د ځوانانو یا ایمرجېنګ لوبډلې نن د عمان په الامارت لوبغالي کې په پایلوبه کې مخامخ شي.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان او سریلانکا د کرکټ د ځوانانو یا ایمرجېنګ لوبډلې نن د عمان په الامارت لوبغالي کې په پایلوبه کې مخامخ شي.

دا لومړی ځل دی چې د افغانستان لوبډله د اسیا د ایمرجېنګ جام پایلوبې ته وځي.

د افغانستان لوبډلې په نیمه پایلوبه کې د هند غښتلي لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د افغانستان او سریلانکا ترمنځ پایلوبه به د کابل په وخت د ماښام شپږ بجې پیل شي.

د اسیا په ایمرجېنګ جام سیالیو کې تراوسه پورې صدیق‌الله اتل د افغانستان لپاره تر ټولو ښه لوبه کړې او په دې جام کې یې د ټولو لوبډلو تر لوبغاړو زیاتې منډې په خپل نوم ثبت کړي دي.

ایراني چارواکي: افغانستان د ايران د زعفرانو پر اصلي سيال بدل شوی

د افغانستان زعفران
د افغانستان زعفران

د ایران د نيشاپور د کرنې د ادارې رييس علي مبارکي وايي، سره له دې چې زعفران له ايران څخه افغانستان ته صادرېږي، خو افغانستان د ايران د زعفرانو پر اصلي سيال بدل شوی دی.

د ایران د راډیو تلوېزیون پر اساس، علي مبارکي پرون شنبې وويل، په داسې حال کې چې په ایران کې د زعفرانو کښت اوږد تاریخ لري، اوس ګاونډی افغانستان د ایران د زعفرانو په سیال بدل شوی دی.

طالبان وايي چې د کوکنارو د کښت له بندېدو وروسته، د افغانستان په ۲۶ ولايتونو کې د زعفرانو کښت زيات شوی دی.

د بلجيم د "مزه" نړیوال انسټېټیوټ د جوزا په مياشت کې اعلان وکړ چې د لابراتوري څېړنو وروسته، د هرات زعفرانو د خوند له پلوه لومړی مقام ترلاسه کړی دی.

د راپورونو له مخې، افغانستان سږ کال تر ۷۰ ټنه زیات زعفران بهر ته صادر کړي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG