افغانستان
د ایران د بشري حقونو سازمان: په تېرو دوه اوونیو کې ایران ۱۰ افغانان اعدام کړي
د ایران د بشري حقونو سازمان وایي چې په تېرو دوه اوونیو کې ایران ۱۰ افغانان اعدام کړي دي.
د دې سازمان مشر محمود امیری مقدم نن د اکتوبر ۲۳مه ازادي راډیو ته په دې تړاو وویل: "د اکتوبر په میاشت کې لږ تر لږه لس افغانان د ایران په زندانونو کې اعدام شول او لکه څنګه چې موږ خبرې کوو، یو بل افغان د اعدام لپاره قزل حصار زندان ته لېږدول شوی دی. موږ په دې اړه نور معلومات نه لرو."
مقدم زیاته کړه چې ددې سازمان دمعلوماتو له مخې، د روان میلادي کال له پیله تر اوسه په ایران کې ۴۵ افغانان اعدام شوي دي.
هغه ایران کې د افغانانو د اعدام شمېر زیاتېدو ته په کتو اندېښنه ښکاره کړه او وویل چې په ۲۰۲۳م کې ۲۶ افغانان او په ۲۰۲۲ کې ۱۶ افغانان په ایران کې اعدام شوې دي.
د ایران د حکومت له لورې د اعدامونو زیاتېدونکي شمېر د بشري حقونو د سازمانونو اندېښنې راپارولې دي.
د هند صدراعظم او د ایران ولسمشر د افغانستان په اړه خبرې کړي
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان او د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د سه شنبې په ورځ ناوخته د روسیې په کازان ښار کې د برېکس د ۱۶مې سرمشریزې په څنډه کې د افغانستان په اړه خبرې کړي.
د ازادي راډیو د ایراني څانګې فردا د راپور له مخې، دواړو چارواکو چابهار بندر قرارداد لاسلیک ته په اشارې سره د افغانستان د بیارغونې او پراختیا او له منځنۍ اسیا سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
پزشکیان ویلي چې د تلپاتې سولې او ثبات د ترلاسه کولو لپاره باید له افغانستان سره مرسته وشي.
هندي رسنیو راپور ورکړی چې لومړي وزیر مودي له پزشکیان سره په لیدنه کې ویلي چې د چابهار بندر پراختیا د دوی ترمنځ د همکارۍ تر ټولو ستره ستنه ده او دا پرمختګ د ایران او هند د اړیکو په تنظیمولو او له نورو هېوادونو سره د دواړو هېوادونو د اړیکو په تنظیمولو کې په سیمه کې مهم رول لوبوي.
هند او ایران د ایران د پخواني ولسمشر ابراهیم رئیسي تر مړینې څو ورځې مخکې د چابهار بندر د فعالیت لس کلن تړون سږکال لاسلیک کړ.
چابهار بندر د افغانستان له لارې ایران او هند له منځنۍ اسیا سره نښلوي.
فایق: د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه دې په افغانستان کې جنسیتي اپارټایډ په رسمیت وپېژني
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازی نصیر احمد فایق وایي، په افغانستان کې د طالبانو لهخوا پر ښځو او نجونو د بندیزونو لګېدل نه یوازې جنسیتي اپارټایډ دی، بلکې د هغه نسل لپاره په شاتګ دی چې یو وخت یې د روښانه راتلونکې هیله لرله.
نوموړي دغه څرګندونې تېره ورځ د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو په ۷۹مې ناسته کې کړې دي.
هغه ویلي، په افغانستان کې لاهم د بشري حقونو وضعیت خورا اندېښمنوونکی دی.
د فایق په وینا، د طالبانو په درې کلنې واکمنۍ کې افغانستان د بشري حقونو، انساني، اقتصادي او سیاسي ناورین سره مخ دی او د نړۍ یوازینۍ هېواد دی چې نجونې په کې د زدهکړو له حق محرومې دي.
هغه د ملګرو ملتونو له غړو هېوادونو غوښتي چې جنسیتي اپارټایډ دې د نړیوال قانون له مخې د جنایت په توګه په رسمیت وپېژني.
ریچارډ بینېټ په کاناډا کې د ښځو د حقونو له یو شمېر افغان فعالانو سره کتلي
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ په کاناډا کې د ښځو د حقونو له یو شمېر افغان فعالانو سره کتلي دي.
په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو وضعیت د دوی د بحثونو له مهمو موضوعاتو څخه ګڼل شوی دی.
د افغانستان لپاره د کاناډا د فيمينسټانو ټولنې د دې غونډې په تړاو پر خپل ایکس یا پخواني ټویټر لیکلي: "په داسې حال کې چې دا ښځې لا هم د بیا مېشتېدنې له ننګونو سره مخ دي، دوی د افغانستان لپاره کار ته دوام ورکوي او د خپلو خویندو غږ پیاوړی کوي."
د يادولو وړ ده چې تر دې مخکې ملګرو ملتونو اعلان کړی و چې د افغانستان لپاره د دغه سازمان د بشري حقونو د شورا ځانګړی راپور ورکوونکى به په افغانستان کې د بشري حقونو پر وضیعت د خبرو لپاره کاناډا ته سفر وکړي.
د ملګرو ملتونو په خبرپاڼه کې راغلي چې بینېټ به د دغه سفر په ترڅ کې ټورنټو ته هم ولاړ شي او د بشري حقونو د مدافعینو او خبریالانو په ګډون به له یو شمېر افغانانو سره وویني.
دا غونډه یوازې یوه اوونۍ وروسته له هغې کېږي چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا له خوا د ریچارډ بینېټ ماموریت د یوه بل کال لپاره وغځول شو.
د ازادۍ جبهې په کابل او پروان کې د ۵ طالبانو د وژنې او ۴ د ټپي کېدو ادعا کړې
د ازادۍ جبهې په نوم د طالبانو د حکومت مخالفه ډله ادعا کوي چې، د کاپیسا او پروان ولایتونو ترمنځ په ګلبهار سیمه کې یې د طالبانو درې وسلهوال وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.
دې ډلې پر خپل ایکسپاڼه په یوه بیان کې ویلي چې د ګلغونډۍ پله په سیمه کې دا برید پرون د دوی وسلهوالو وکړ.
د ازادۍ جبهې په یو جلا بیان کې د کابل د اتمې حوزې په قلاچې سیمه کې د طالبانو د استخباراتو پر موټر د برید پرمهال د دوو طالب سرتېرو د وژلو او او د دوو نورو د ټپي کېدو ادعا هم کړې ده.
د طالبانو رسمي سرچینو تر اوسه پهدې اړه څه نهدي ویلي او ازادي راډیو هم په خپلواکه توګه دا ډول خبرونه نهشي تاییدولی.
د طالبانو حکومت له الماتا سره د دوه اړخيزو سوداګريزو اړيکو پر پياوړتيا خبرې کړي
د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنعت وزیر له قزاقستاني چارواکو سره په الماتا کې د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو پر پياوړتیا او له همدې لارې چین ته د سوداګریزو توکو د لېږد را لېږد پر امکاناتو خبرې کړي دي.
سنټرل ایشیا ټایمز او باختر اژانسونو پرون سهشنبه پهدې اړه خپلو راپورونو کې لیکلي چې، دواړو لوریو یو بل ته د ویزو په ورکړه او نورو چارو کې د اسانتیاو په رامنځته کولو خبرې کړي دي.
د الماتا پهدې غونډه کې چې د راپورونو لهمخې وړمه ورځ جوړه شوې وه، د طالبانو د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د افغان پلاوي مشري کوله او د قزاقستان له لوري د هغه هېواد د صدراعظم مرستیال سریک ژومانګارین غونډه کې ګډون درلود.
قزاقستان تېره جون میاشته کې طالبان د ممنوعه ډلو له نوملړه لرې کړل او الماتا کې یې د طالبانو ډیپلومات هم منلی دی.
واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته د طالبانو له حکومت له روسیې، چین او د منځنۍ اسیا له یوشمېر هېوادونو سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا هڅې کړي دي.
حامدکرزي يوځل بيا د نجونو په مخه د ښوونځيو د خلاصېدو غوښتنه وکړه
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له عامو افغانانو سره د خپلو لیدنو کتو په ترڅ کې دا ځل له یو ډله ځوانانو سره کتلي او له هغوی سره یې د زدهکړو پر ارزښت خبرې کړي دي.
ښاغلي کرزي د سهشنبې په ورځ له ځوانانو سره په ناسته کې د پوهې په ګاڼه سمبال ځوانان د هېواد د پرمختګ لپاره مهم بللي او یوځل بیا یې د نجونو د ښونځیو په خلاصولو ټینګار کړی دی.
طالبانو واک ته له رسېدو وروسته د نجونو د منځنۍ او لېسې دورې ښوونځي بند کړل او د ۲۰۲۲ کال په دسمبر میاشت کې یې د هغوی پوهنتونونه هم وتړل.
د نجونو پر تعلیم بندیز ته له نړیوالو غبرګونونو سره-سره د طالبانو حکومت تر اوسه پهدې برخه کې د کوم پرمختګ خبره نهده کړې.
د ښځو او نجونو حقونه که څه هم طالبان د افغانستان کورنۍ او دودیزه مسله بولي، خو نړیوالو ته بیا دا مهمه مسئله ده او په ظاهره له همدې کبله نړیوال د طالبانو د حکومت رسمیت پېژندلو ته هم زړه نه ښه کوي.
د افغانستان تر ۱۷ کلونو کمعمره فوټبال لوبډله نن له ماکو سره سيالي لري
د افغانستان تر ۱۷ کلنو کمعمره فوټبال لوبډله نن له ماکاو هېواد سره د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي.
دغه لوبه چې د اسیا د ۲۰۲۵ کال د ۱۷ کلنو جام ته د مقدماتي سیالیو په ترڅ کې کېږي، د کابل په وخت ماسپښین یوه نیمه بجه پیلیږي.
افغانستان د دغو سیالیو په لومړنۍ لوبه کې چې د کمبودیا په کوربهتوب پيل شوي، فلیپین ته ۸ د صفر په وړاندې ماته ورکړه.
طالبانو د کابل په يوشمېر سيمو کې کور په کور تالاشي پيل کړې
ځينې سرچينې وايي چې، طالبانو نن سهشنبه (د عقرب په لومړۍ نېټه) د کابل په ځينو برخو کې کور په کور تالاشي پيل کړه.
د خيرخانې سيمې يوه اوسېدونکي چې د امنيتي دلايلو له امله يې نهغوښتل نوم يې خپور شي ازادي راډيو ته وويل، د خيرخانې او ۳۱۵ په سيمو کې د طالبانو له لوري کورونه پلټل شوي دي.
ځینو کورنیو رسنیو هم پهدې اړه خبر ورکړی دی؛ خو طالبانو تر اوسه څه نهدي ویلي.
طالبانو تر دې وړاندې هم په کابل ښار او یوشمېر ولایتونو کې کور په کور تالاشي کړې وه.
دا ځل کابل کې کور په کور تالاشي، وروسته له هغې کېږي، چې لږ تر لږه د شنبې په شپه دوه راکټونه د کابل هوايي ډګر پر لور وتوغول شول.
د افغانستان د ازادۍ جبهې په نوم د طالبانو مخالفې ډلې، د دغه برید مسوولیت منلی او ادعا کوي، چې طالبانو ته یې درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
دغې جبهې ادعا کړې، چې لومړی د کابل هوايي ډګر پر پوځي برخې برید د څو راکټونو په ویشتلو سره پیل شو او بیا د دغې جبهې د ښاري ډلې نفوذي برخې برید وکړ.
د طالبانو یوې سرچینې ازادي راډيو ته د کابل پر هوايي ډګر د راکټي برید پخلی کړی، خو طالبانو د افغانستان د ازادۍ جبهې د ادعا په اړه څه نهدي ویلي.
د افغانستان د ازادۍ جبهې نن ماښام په ايکسپاڼه (پخواني ټویټر) کې ليکلي، کور په کور تالاشي، د دې جبهې لهخوا دوه شپې وړاندې بريد پورې اړوند ده او دا ادعا يې هم کړې چې د کابل په قلاچې سيمه کې د طالبانو د استخباراتو پر موټر يې بريد کې د هغوی دوه غړي وژلي او دوه نور ټپيان شوي دي.
ازادي راډیو په خپلواکه توګه دا ادعاوې نهشي تاییدولی.
د بنګلهدېش پر وړاندې درې یو ورځنیو سیالیو ته افغان لوبډله اعلان شوه
د افغانستان کرکټ بورډ اداې نن په یوه خبر کې د بنګلهدېش پر وړاندې درې یو ورځنیو سیالیو ته افغان لوبډله اعلان کړه.
کرکټ بورډ ویلي دي چې، دغه درې یو ورځنۍ سیالۍ به د راتلونکې نومبر میاشتې په ۶مه نېټه پیل او تر ۱۱مې نیټې به دوام لري.
یادې ادارې دا هم ویلي دي چې، ابراهیم ځدراڼ او مجیبالرحمن د خپلو ټپونو له امله لا هم د لوبې جوګه نهدي، نو ځکه یې نهدي غوره کړي.
دوه نور افغان لوبغاړي صدیق اتل او نوراحمد چې د سویلي افریقا پر وړاندې لوبلړۍ کې نه و، دې سیالیو ته رابلل شوي دي.
په اعلان شوې لوبډله کې حشمتالله شهیدي لوبډلمشر، رحمتشاه زرمتی مرستیال لوبډلمشر، رحمنالله ګربز او اکرام عليخېل وېکټ ساتونکي، عبدالمالک، ریاض حسن، صدیقالله اتل، دروېش رسولي، عظمتالله عمرزی، محمدنبي، ګلبدین نایب، راشد خان، ننګیال خروټی، الله محمد غضنفر، نور احمد، بلال سمیع، فضلالحق فاروقي، نوید ځدراڼ او فرید احمد ملک شامل دي.
د ویلو ده چې د بنګلهدېش پر وړاندې لومړۍ لوبه به د نومبر په ۶مه، دویمه د نومبر په ۹مه او وروستۍ د همدې میاشتې په ۱۱مه نېټه د عربي متحده اماراتو د شارجې په لوبغالي کې وي.