افغانستان
طالبانو يو ترکي شرکت سره د جوزجان د سمنټو د توليد د يوې فابريکې قرارداد لاسليک کړ
د طالبانو د حکومت د کانونو او پترولیم وزارت پرون سهشنبې په جوزجان ولایت کې د سمنټو د تولید د یوې فابریکې قرارداد له یوه ترکي شرکت سره لاسلیک کړ.
د سمنټو د تولید دغه فابریکه د ترکي ۷۷ شرکت لهخوا د ۱۶۳ ميلیونه ډالرو په پانګونې سره د جوزجان ولایت په یتیم تاق سیمه کې جوړیږي.
د راپورونو لهمخې په هغو مراسمو کې چې پرون پهدې مناسبت په سیمه کې جوړشوي و، د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر هم پهکې حضور درلود.
د طالبانو د کانونو او پترولیم د سرپرست وزیر ملا هدایتالله بدري په خبره د سمنټو د تولید په دغې فابریکه کې به د یو زرو ۲۵۰ کسانو لپاره د کار زمینه برابره شي.
د طالبانو حکومت چې په څه باندې درېیو کلونو کې یې د کانونو د استخراج او فابریکو او تاسیساتو د رغولو یو زیات شمېر قراردادونه لاسلیک کړي، پرې یو انتقاد د دغو قراردادونو پر روڼوالي څرخي.
يونېسف په کابل کې د اوبو پر کمښت اندېښنه ښودلې
د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونېسف خبرداری ورکوي چې، که عاجل اقدام ونهشي، تر۲۰۳۰م کال پورې به د کابل ښار د اوبو له سخت کمښت سره مخامخ شي.
د ملګروملتونو دغې ادارې پرون سهشنبې په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې ولیکل، په کابل کې د خلکو د هستوګنې چټک بهیر او د اقلیم د بدلون اغېزې د دې سبب شوي چې، پهدې ښار کې د تر ځمکې لاندې اوبو اندازه د پام وړ کمه شي.
د یونېسف په وینا له لسیزو جګړو او ناامنیو وروسته افغانستان دا تیاری نهلري، چې د اقلیم د بدلون له اغېزو سره مقابله وکړي.
یوشمېر کارپوهان په کابل کې د پاکو اوبو د تامین یوه لنډمهاله حللاره، دې ښار ته د پنجشېر سیند د اوبو لېږدول بولي.
خو د پاکو اوبو د کمښت ستونزه یوازې په کابل پورې نه محدودیږي، بلکې د افغنستان اکثره نور ښارونه هم له دغې ستونزې سره مخ دي.
د ملګروملتونو په وینا د افغانستان شاوخوا ۸۰سلنه وګړي، پاکو اوبو ته کافي لاسرسی نهلري.
اوچا له افغانستان سره د اسټرالیا د ۱،۳ میلیون ډالره مرستې خبر ورکړ
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا له افغانستان سره د اسټرالیا د ۱،۳ میلیون ډالره مرستې خبر ورکوي.
اوچا پر ایکس شبکې په یوه بیان کې د دې مرستې خبر ورکړی او ورسره یې لیکلي دي چې دا مرسته په روان ۲۰۲۴م کال کې د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره شوې ده.
اوچا په خپل بیان کې د اسټرالیا څخه مننه کړې او ویلي یې دي چې د دې هېواد مرسته به په افغانستان کې د زیانګالو خلکو د ژوند ژغورنې پر چاره ولګول شي.
د افغانستان الف لوبډله د اسيا ځوانانو د کرکټ اتلولۍ تر ګټلو وروسته کابل ته ورسېده
د افغانستان د کرکټ الف ملي لوبډله نن سهار د اسيا د ځوانانو د کرکټ د اتلولۍ ګټلو وروسته کابل ته ورسېده.
افغانستان د یکشنبې په ورځ په عمان کې د اسیا د ځوانانو د کرکټ جام په پای لوبه کې سریلانکا ته په اوو ویکټو ماتې ورکړه او د لومړي ځل لپاره یې د دغو سیالیو اتلولي خپله کړه.
افغانستان له ۲۰۱۳م کال راهیسې د اسیا د ځوانانو د کرکټ په سیالیو کې ګډون کوي.
د اسیا ایمرجېنګ کپ سیالۍ د افغانستان، هند، بنګله دیش، عمان، متحده عرب امارات، هانک کانګ، سریلانکا او پاکستان په ګډون ترسره شوې.
که څه هم ګڼو ټیمونو ځوانو لوبغاړو ته چانس ورکړی و، خو د ملي ټیمونو اکثر مهمې څېرې هم په دې لوبو کې شاملې وې.
بینېټ یو وار بیا په افغانستان کې د بشري حقونو له خرابېدونکي وضعیته اندېښنه ښودلې
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ په خپل نوي راپور کې یو وار بیا په افغانستان کې د بشري حقونو له خرابېدونکي وضعیته اندېښنه ښودلې ده.
هغه ویلي، طالب چارواکو نړیوالو قوانینو ته د درناوي د ادعاوو خلاف عمل کړی او د بشري حقونو څخه یې بې شمېره سرغړونې کړي دي.
طالب چارواکو سمدستي د بینېټ د نوي راپور په اړه څه نه دي ویلي، خو مخکې یې هغه تورن کړی چې پروپاګند کوي او له همدې امله یې افغانستان ته له سفر منع کړی.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد ادعا کړې چې ریچارډ بینېټ د ده په خبره د افغانستان پر ضد د پروپاګند دنده په غاړه درلوده، په پروپاګند بوخت و او یوه ډېره وړه مسئله یې لویوله.
د مجاهد په وینا، له همدې امله ریچارډ بینېټ ته نور اجازه نه ورکول کېږي چې افغانستان ته سفر وکړي.
خو ریچارډ بینېټ ویلي چې د ملګرو ملتونو لهخوا ټاکل شوي د یوه خپلواک کارپوه په توګه خپل مسوولیتونه په جدي توګه ترسره کوي او په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه یې په بشپړه بې طرفۍ سره راپور تیار کړی دی.
هغه زیاته کړې، سره له دې چې د طالبانو لهخوا افغانستان ته له ورتلو منع شوی، خو دی به د بشري حقونو د سرغړونو مستندولو ته دوام ورکړي او د وضعیت د ښهوالي لپاره به غږ پورته کړي.
په جوزجان کې یوې ښځې شپږګوني ماشومان زېږولي
یوې ښځې د جوزجان ولایت د مرکز شبرغان په یوه خصوصي روغتون کې شپږګوني ماشومان زېږولي دي.
ځايی رسنیو پرون دوشنبې وویل، دا ماشومان، چې څلور نجونې او دوه هلکان دي، د عقرب په شپږمه د شبرغان په شکران خصوصي روغتون کې زېږېدلي دي.
د روغتون رییس کاظم صدیقي ځايي رسنیو ته وویل چې هم مور او هم ماشومان په ښه حالت کې دي.
د روغتون ډاکترانو د ماشومانو روغتیا د قناعت وړ بللې او صدیقي زیاته کړه چې د مور حالت هم ثابت دی.
طالبان په غزني کې د ابوریحان البیروني په مقبره کې د علمي-څېړنیز مرکز د جوړلو هڅه کوي
د طالبانو حکومت غواړي چې په غزني کې د ابوریحان البیروني په مقبره کې علمي - څېړنیز مرکز جوړ کړي.
د طالبانو تر کنترول لاندې باختر خبري اژانس پرون دوشنبې په یوه خبر کې وویل چې د غزني اوسېدونکو په خپلو شخصي پیسو د دې مقبرې ډبرین فرش جوړ کړی دی.
راپور د طالبانو د غزني د اطلاعاتو او کلتور د ريیس ملا حمیدالله نثار په قول وايي چې د طالبانو حکومت هڅه کوي چې د نړیوالو کلتوري ادارو په همکارۍ د ابوریحان البیروني مقبره او یو څېړنیز مرکز جوړ کړي.
ابوریحان البیروني هغه منجم، فیلسوف، ریاضيپوه او علمي شخصیت دی چې د غزنوي دورې په څلورمه او پنځمه هجري پېړیو کې اوسېده.
د ابوریحان البیروني مقبره د غزني ښار په جنوب ختیځ کې د بهلول باغ په سیمه کې موقعیت لري.
ایراني چارواکي: ۸۵۰زره غیرقانوني افغان کډوال مو ایستلي
ایراني چارواکي وايي چې د کډوالو د ایستلو د پراخ پلان په لړ کې یې ۸۵۰ زره غیرقانوني افغان کډوال ایستلي دي.
د ایران حکومت پرېکړه کړې چې د روان لمریز کال تر پایه دوه میلیون غیر قانوني کډوال له خپلې خاورې وباسي.
د ایران د پولیسو عمومي قوماندان احمدرضا رادان پرون دوشنبې تسنیم خبري آژانس ته وویل چې د ایران پولیس هڅه کوي بې اسناده بهرنیان په ایران کې کار او استوګنه ونه کړي.
له بلې خوا د کرمان چارواکو ویلي چې په دې ولایت کې یې ۳۸زره بې اسناده افغان کډوال نیولي او افغانستان ته یې لېږلي دي.
د کرمان د پولیسو قوماندان جنرال ناصر فرشید د دوشنبې په ورځ په یوه غونډه کې ټینګار وکړ چې خلک او سوداګر باید همکاري وکړي او غیر قانوني بهرنیان په کار ونه ګوماري.
د افغانستان په ځینو سیمو کې د اوبو کچې لوړېدو، سېلابونو او بارانونو اټکل شوی
د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، نن سې شنبې او سبا چهارشنبې د هېواد په ځینو سیندیزو حوزو کې د سیندونو د اوبو د اندازې د لوړېدو، سېلابونو او بارانونو اټکل شوی دی.
دغه وزارت پرون دوشنبې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، احتمال شته چې د عقرب په اتمه او نهمه به د کونړ، لغمان، ننګرهار، پنجشېر، غوربند، کابل او بدخشان د سیندونو د اوبو سطحه لوړه شي.
د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ د عقرب پنځمه د بدخشان ولایت په مرکز فبض اباد کې سیل د یوه ۱۳ کلن ماشوم ژوند واخیست.
د تېرې سنبلې میاشتې په وروستیو کې په ننګرهار کې د سېلابونو له کبله لږترلږه ۳ تنه مړه او ۲۰ نور ژوبل شول.
سېلابونو د ننګرهار ولایت اوسېدونکو ته مالي تاوانونه هم واړول.
د افغانستان او قطر ترمنځ د مستقیمو الوتنو د پیل موافقه لاسلیک شوه
د افغانستان او قطر ترمنځ د مستقیمو الوتنو د پیل موافقه نن د لړم ۷مه په دوحه کې لاسلیک شوه.
په دوحه کې د افغانستان سفارت چې طالبان یې اداره کوي پر خپله ایکسپاڼه په یو بیان لیکلي چې دا موافقه د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت مرستیال د قطر د ملکي هوايي چلند د ادارې له سرپرست سره لاسلیک کړه.
په بیان کې دا یادونه نه ده شوې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ الوتنې څه وخت پیلېږي.
له بلې خوا د ایران ایر تور هوايي شرکت نن کابل ته الوتنې پیل کړې.
د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ویلي چې دا ایرانی هوايي شرکت به افغانستان ته په اوونۍ کې دوه الوتنې ولري.
د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته افغانستان ته نړیوالې الوتنې بندې شوې، خو نژدې یوکال مخکې لومړی فلای ډبی او ورپسې د روان کال په غبرګولي میاشت کې د ترکېش ایرلاین هوايي شرکتونو کابل ته خپلې الوتنې پیل کړې، مګر د امارات او د هند د هوايي شرکتونو الوتنې تراوسه نه دي پیل شوي.