د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ سلواغه ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۴۴

افغانستان

چارشنبې په افغانستان او یوشمېر نورو اسلامي هېوادونو کې کې د روژې لومړۍ ورځ ده

د کابل ښار یوه څنډه (آرشیف)
د کابل ښار یوه څنډه (آرشیف)

نن په افغانستان او یوشمېر اسلامي هېوادو کې د روژې د مبارکې میاشتې لومړۍ ورځ ده.

د طالبانو حکومت او سعودي عربستان، قطر، کوېټ، بحرین، یمن، عراق، لبنان او متحده عربي اماراتو پرون ماښام اعلان وکړ چې د نوې میاشتې هلال لیدل شوی دی.

خو ځینو نورو هېوادونو لکه ترکیې، سوریې، اردن، مالیزیا، اندونیزیا، هند او پاکستان پنجشنبې د روژې لومړۍ ورځ اعلان کړې ده.

د روژې په مبارکه میاشت کې مسلمانان له پېشلمي څخه تر روژه ماتي پورې له خوراک او څښاک څخه ډډه کوي او ماښام د روژه ماتي لپاره سره یوځای کېږي.

د طالبانو د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي له ازبکستان سره د څه باندې درې سوه ملیون ډالرو د سوداګرۍ موافقې لاسلیک شوې

د طالبانو د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د افغانستان او ازبکستان ترمنځ په مختلفو سکټورونو کې د سوداګرۍ د ۲۵ موافقو د لاسلیک خبر ورکوي.

دې وزارت نن سې شنبې پرخپلې ایکسپاڼه لیکلي چې دغه موافقې چې په کابل کې د افغانستان او ازبکستان د سوداګرۍ په ګډ کنفرانس کې لاسلیک شوې، ارزښت یې څه باندې درې سوه ملیون ډالره ښودل شوی. د دې وزارت په خبره د دغو موافقو له مخې دواړه لوري به په ساختماني، خوراکي توکو، کرنې، موبل او فرنیچر، درملو اود جامو په سکټورنو کې سره همکاري کوي.

د منځنۍ آسیا د نورو هیوادونو په پرتله له ازبکستان سره د طالبانو د حکومت اړیکې له کله چې طالبان بیا په افغانستان کې واک ته رسیدلي په سیاسي او اقتصادي برخو کې ډیرې پیاوړې شوې دي. د شمیرو له مخې په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ راکړه ورکړه شاوخوا ۱،۶ ملیارډ ډالرو ته رسیده چې دا د ۲۰۲۴ کال په پرتله شاوخوا ۴۵ سلنه زیاتوالی ښیي.

د افغانستان په یوشمیرسیمو کې له وخته مخکې د تودوخې د زیاتوالي وړاندوینه

د ملګروملتونو د خوړو او کرنې اداره خبرداری ورکوي چې د افغانستان په لوېدیځو او جنوبي ولایتونو کې له تودوخې سره یوځای سخت بارانونه ممکن د ځمکې په سطحه د چټک جریان او سیمه ایزو سیلابونو خطر زیات کړي.

دې ادارې نن سې شنبې په خپله ایکسپاڼه کې په یوه بیان کې ویلي چې په شمالي باراني سیمو کې له اوسط څخه ټیټ باران او د بخار د خپریدو زیاتوالی ممکن د فصل رطوبت اغیزمن کړي.

دې ادارې ویلي چې په ټول هیواد کې د بې موسمه تودوخه د سانتي ګراد په کچه د ۱-۸ درجو ترمنځ اټکل شوې او په جنوبي ولایتونو کې به تودوخه له ۲۰ درجو سانتي ګراد څخه هم لوړه وي. د دې ادارې په خبره دا ممکن د یخ وهلو خطر کم کړي او د فصلونو، څړځایونو ملاتړ وکړي. همدارنګه ویل شوي چې د واورې چټک ویلې کیدل کولی شي د واورې ذخیرې او د فصل په وروستیو کې د خاورې د رطوبت زیاتول کم کړي.

د ملګروملتونو د خوړو او کرنې اداره دغه خبرداری داسې مهال ورکوي چې په روان ژمي کې د افغانستان ډیرې سیمې د سختو ورښتونو شاهدې وې.

د طالبانو حکومت زرګونو نارینه ورزشکارانو ته د عصریې توزیع پیل کړه

افغانستان کې د جودو ورزشکاران ، ارشیف
افغانستان کې د جودو ورزشکاران ، ارشیف

د طالبانو د حکومت ترواک لاندې د افغانستان دالمپیک، بدني روزنې او سپورت عمومي ریاست د دوشنبې په ورځ زرګونو ورزشکارانو ته د ۱۴۰۴ کال د عصریې توزیع پیل کړه.

ټاکل شوې چې د بیلابیلو ورزشي رشتو څه دپاسه ۳۲۵۰ ورزشکارانوڅخه هر یوه ته ۱۳۲۰۰ افغانۍ ورکړل شي.

د عصریې د توزیع په لومړنۍ ورځ د کڼو ، د بیړۍ ځغلولو ، او د تکواندو ملي ټیمونو غړو ته دغه اندازه پیسې وویشل شوې.

د طالبانو حکومت په داسې حال کې چې د نجونو او ښځو په ورزش یې محدودیتونه لګولي په تیرو کلونو کې یې هم دعصریې په نامه دغه ډول نقدي مرسته نارینه ورزشکارانو ته توزیع کړې.

د نړیوال ۲۰ اوریز جام په سیالیو کې نن درې لوبې کیږي

د روان نړیوال جام د لوبو یوه صحنه ، ارشیف
د روان نړیوال جام د لوبو یوه صحنه ، ارشیف

د کرکټ د شل اوریز نړیوال جام د لوبو په دوام کې، سه شنبه، د فبروري په ۱۷ مه نیټه درې لوبې ترسره کیږي.

د نیوزیلینډ او کاناډا، ایرلینډ او زیمبابوې، او سکاټلینډ او نیپال ټیمونه به یو بل سره مخ شي.

د پرون په لوبو کې، د افغانستان د کرکټ ملي ټیم وتوانید چې متحده عربي اماراتو ته د پنځو ویکټو په توپیر ماتې ورکړي.

دغه راز پرون د انګلستان ټیم د ایټالیا په وړاندې او د سیریلانکا ټیم د استرالیا په وړاندې بریا ترلاسه کړه.

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم راتلونکې لوبه د پنجشنبې په ورځ، د فبروري په ۱۹ مه نیټه د کاناډا په وړاندې ده.

تر دې مخکې، افغان ټیم په روان T20 کرکټ نړیوال جام کې نیوزیلینډ او سویلي افریقا ته خپلې لوبې بایللي.

دا نړیوال جام د هند او سریلانکا په ګډ کوربه توب دایر شوی دی.

د منځنۍ اسیا هیوادونو دافغانستان د اوسني وضعیت او د سوداګرۍ د پراختیا په اړه خبرې وکړې

استانه ، قزاقستان ، ارشیف
استانه ، قزاقستان ، ارشیف

د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت وايي د دوشنبې په ورځ په استانه کې د افغانستان په اړه د منځنۍ اسیا د ځانګړو استازو د سیمه ایز تماس ډلې په فوق العاده غونډه کې دافغانستان اوسنۍ وضعیت او د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وشوې.

دغه راز په غونډه کې د افغانستان له لارې دترانزیت او ترانسپورت د پراختیا په شمول د عملي همکارۍ او د سیمې د امنیت اړوند مسایل هم وڅیړل شول.

دافغانستان لپاره د قزاقستان ځانګړي استازي یرکین توکوموف ویلي چې په غونډه کې د رغوونکو نظریاتو په تبادلې او کابل سره د تعامل د مهمو مسئلو لپاره دعملي حل لارو په موندنې ټینګار وسو.

په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د قزاقستان ، قرغیزستان ، تاجیکستان او ازبیکستان استازو برخه واخیسته.

د تماس دغه ډله د ازبکستان په نوښت ۲۰۲۵ کال کې رامنځته او د همدغه کال د اګست په ۲۶مه یې لومړنۍ ناسته په تاشکند کې ترسره شوه.

دغه هېوادونه که څه هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه پيژني، خو له طالبانو سره نږدې سیاسي او اقتصادي تعاملات لري.

د افغانستان په اړه د تماس ډلې ناسته

آستانه
آستانه

د قزاقستان پلازمېنه استانه نن د افغانستان په اړه د منځنۍ اسیا د څلورو هېوادونو د ځانګړو استازو د دویمې غونډې کوربنه ده.

د قزاقستان، ازبکستان، تاجکستان او قرغزستان دغه ډيپلوماتان د افغانستان په اړه د تماس ډلې تر چتر لاندې سره راټول شوي او د بحث وړ مسایل یې د افغانستان سیاسي او اقتصادي وضعیت او دغه هېواد کې شته ننګونې دي.

د تماس دغه ډله د ازبکستان په نوښت ۲۰۲۵ کال کې رامنځته او د همدغه کال د اګست په ۲۶مه یې لومړنۍ ناسته په تاشکند کې ترسره شوه.

دغه هېوادونه که څه هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه پيژني، خو له طالبانو سره سیاسي او اقتصادي تعاملات لري.

د کراچۍ له زندانه د څه باندې ۱۰۰ افغانانو خلاصون

د افغان کډوالو او پاکستاني پولیسو یو انځور
د افغان کډوالو او پاکستاني پولیسو یو انځور

څه باندې سل تنه افغان کډوال د پاکستان له زندانونو خوشې او افغانستان ته استول شوي.

دا خبره په کراچۍ کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان جنرال قونسلګرۍ کړې ده.

د دې قونسلګرۍ په خبره ۱۰۵ افغانان چې پکې لس ماشومان هم شامل وو د چمن سپین بولدک له لارې د دوشنبې په ورځ افغانستان ته انتقال شوي.

دوی شاوخوا یوه میاشت هلته په بند کې تېر کړي وو.

تر دې مخکې هم د روانې اوونۍ په پیل کې لږ تر لږه ۲۰۹ افغان بندیان د کراچۍ له زندانونو خوشې شوي وو.

اکثر دا افغان کډوال د قانوني اسنادو د نه لرلو په تور د پاکستاني پولیسو له خوا بندیان شوي وو.

تر دې مخکې ګڼو افغان کډوالو چې د پاکستان په زندانونو کې پاتې شوي او د بشري حقونو فعالانو هلته د زندانونو له ناسم وضعیت شکایت کړی.

د ۷۰۰ ویکټو ریکارډ د راشدخان په نوم شو

راشد خان
راشد خان

راشدخان په شل اووریزو لوبو کې د ۷۰۰ ویکټو ریکارډ جوړ کړ.

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم کپټان او د نړۍړ په کچه پيژندل شوي باولر راشدخان دغه ریکارډ ته له متحده عرب اماراتو سره د افغانستان په نننۍ لوبه کې ورسېد.

راشدخان په ۵۱۳ شل اوریزو لوبو کې ۷۰۰ ویکټې اخیستي.

دا په شل اورویزو لوبو کې یو نړیوال ریکارډ دی.

یونیسیف؛ تیرکال نژدې ۲۳میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړمن وو

د ملګرو ملتونو د ماشومان د ساتنې نړیوال صندوق (یونیسف) وايي، "تیرکال نژدې ۲۳میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړمن وو".

دغه صندوق د یکشنبې په ورځ د (فبروري۱۵مه) د خپل کلنې راپور په خپرولو سره ویلي،"په ۲۰۲۵کال کې ۲۲،۹ میلیونه افغانانو بشري مرستو ته اړتیا درلوده چې څه ۱۲میلیونه يې ماشومان وو".

د یونیسیف په ټکو، په افغانستان کې د روان بشري بحران اصلي لاملونه له زده کړو او کار د ښځو او نجونو راګرځول، اقلیمي بدلون، اقتصاد رکود او بې روزګاري دي.

د یونیسیف په راپور کې وړاندې راغلي چې د بودیجې کمښت د روغتیا، خوړو او پاکو اوبو د رسولو په برخه کې د دغه صندوق فعالیتونه له خنډ سره مخامخ کړي دي.

د یونیسیف په ګډون ډير شمیر نړیوالو سازمانونو په افغانستان کې د بشري بحران سربیره د خدماتونو په وړاندې کولو کې د بودیجې د کمښت خبره په ځلونو کړې ده.

دغو سازمانونو خبرداری ورکړی چې چیرته د اړمنو افغانانو د لاسنیوي په موخه په کافي اندازه بودیجه ترلاسه نه کړي په لیرو پرتو سیمو کې به د میندو او ماشومانو سربیره ډیر اړمن کسان د ژوند له لومړنیو خدماتونو بې برخې شي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG