افغانستان
د افغانستان د واليبال ملي لوبډلې مالدیپ ته ماتې ورکړه
د افغانستان د والیبال ملي لوبډلې نن یکشنبه د اکټوبر په ۲۰مه نېټه د مرکزي اسیا په سیالیو کې خپله درېیمه لوبه له مالديپ سره ترسره کړه چې ۳ د صفر پر وړاندې یې وګټله.
افغان لوبډلې په نننۍ سیالۍ کې درې سیټه په غټ توپیر وګټل او په روان ټورنمنټ کې یې خپله لومړۍ بریا ثبت کړه.
افغانستان تر دې وړاندې ترکمنستان او ازبکستان ته سیالۍ بایللې دي.
افغان لوبډله به د ګروپي پړاو دوه نورې سیالۍ له تاجکستان او قرغیزیستان سره ترسره کړي.
د مرکزي اسیا د والیبال سیالۍ د تېرې جمعې په ورځ د شپږو هېوادونو په ګډون سره د ازبکستان په پلازمېنې تاشکند کې پیل شوي دي او د اکټوبر تر ۲۴مې نېټې به دوام ولري.
ډبيلوايفپي: د طالبانو له لوري د نادولتي مرستندويه مؤسسو پر فعاليت څار ډېر شوی
د خوړو نړیوال پروګرام یا ډبلیوایفپي وايي، د طالبانو د امربالمعروف د قانون له نافذېدو وروسته په افغانستان کې د نړیوالو او کورنیو ناحکومتي مرستندویو مؤسسو پر فعالیتونو څارنه ډېره شوې ده.
د ملګروملتو د خوړو نړیوال پروګرام پر خپله ریلیف وېبپاڼه کې ویلي، که څه هم تر اوسه پورې د طالبانو د څار د زیاتېدو له کبله د دوی پروګرامونه او فعالیتونه اغېزمن شوي نهدي، خو دوی د وضعیت ارزونه پیل کړې او د خپلو کارکوونکو د خوندیتوب لپاره به له واکمنو طالبانو سره تماس ته دوام ورکړي.
د طالبانو مشر ملاهبتالله اخندزاده د روان ۲۰۲۴ کال د جولای په ۳۱ د امربالمعروف او نهي عنالمنکر قانون توشیح کړ او د اګست له ۲۱مې څخه یې نافذ کړ.
دا قانون چې د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهي عنالمنکر وزارت د محتسبینو لهخوا پلی کېږي، پهکې د سرغړوونکو لپاره له شفاهي خبرداریو څخه نیولې تر زنداني کېدو پورې سزاګانې ټاکل شوي دي.
د افغانستان ازادۍ جبهې په کابل کې د څلورو طالبانو د وژلو او د ځینو ټپي کولو ادعا کړې
د طالبانو یوه مخالفه ډله "د افغانستان د ازادۍ جبهه" ادعا کوي چې تېر ماښام د دوی وسلهوالو د کابل پر دارالامان سړک د طالبانو د استخباراتو پر پوځي غړو په حمله کې څلور طالبان وژلي او ځینې یې ټپیان کړي دي.
دغې جبهې تېره شپه پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې دغو ملېشهوو په بېلابېلو نومونو خلک ځورول چې پر موټر یې حمله وشوه.
تر دې مخکې ځینو کورنیو رسنیو په همدې سیمه کې د یوې چاودنې خبر ورکړی و.
طالبانو د دې ادعا په باب څه نه دي ویلي او ازادي راډیو هم په بې پرې ډول دا ادعا نه شي تاییدولی.
افغان ابدالیان له بنګلهدېش سره سیالي کوي
د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د افغان ابدالیانو په نوم الف لوبډله یې نن یکشنبه د اکټوبر په ۲۰مه نېټه د اسیا ایمرجینګ جام په سیالیو کې خپله دوهمه لوبه د بنګلهدېش له الف لوبډلې سره ترسره کوي.
د بورډ په خبر کې راغلي چې سیالي به د کابل پر وخت ماښام ۶:۰۰ بجې پیل شي.
افغان لوبډله چې په اېA ګروپ کې قرار لري پخپلې لومړۍ لوبې کې یې سریلانکا ته ماتې ورکړه او وروستۍ ګروپي سیالي به د اکټوبر په ۲۲مه نېټه له هانګ کانګ سره کوي.
د ویلو ده چې یادې سیالۍ شل اوریزې دي او پر افغانستان سربېره، په کې ۷ نور اسیايي هېوادونه هم ګډون لري او د اکټوبر په ۲۷مه نېټه به یې پایلوبه وي.
د خبریالانو د ملاتړ یوه بنسټ له طالبانو د دوو نیول شویو خبریالانو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه
د خبریالانو د ملاتړ یوه بنسټ له طالبانو د دوو نیول شویو خبریالانو مهدي انصاري او حکمت ارین د خوشې کېدو غوښتنه وکړه.
په بریتانیا کې دېره د خبریالانو ملي اتحاد وايي، د خبریالانو له نړیوال فدراسیون سره خپل غږ ملګری کوي او له طالبانو غواړي چې د خبریالانو خپلسري نیونه بنده کړي.
د خبریالانو ملي اتحاد د پرونۍ اعلامیې له مخې مهدي انصاري د تلې یا میزان پر ۱۴مه د کابل په دشت برچي سیمه کې ونیول شو.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي، د دوی استخباراتو ورته ویلي چې مهدي انصاري دوی نه دی نیولی، خو مهدي ته نږدې سرچینې وايي، هغه د طالبانو د استخباراتو لهخوا نیول شوی دی.
بلخوا په غزني کې د خوشحال خصوصي راډیو مسوول حکمت ارین بیا د تلې یا میزان پر اتمه په خپل دفتر کې د طالبانو د استخباراتو لهخوا ونیول شو او په یوه میاشت بند محکوم شو.
د خبریالانو ملي اتحاد وايي پر ارین تور لګول شوی چې په خپله خصوصي راډیو کې یې د طالبانو د ځانمرګو بریدونو په باب چې دوی "استشهادي عملیات" ورته وايي، بحث کړی دی.
د دې راډیو د خبرونو مدیر سلیمان راحل دا ادعاوې رد کړې دي.
بلخوا د افغانستان د خبریالانو مرکز له قید او شرط پرته د ارین د خوشې کېدو غوښتنه کړې وه.
تر دې مخکې په کابل کې د طالبانو یوې پوځي محکمې دوه نور خبریالان محمد عارف هجران او احمد کامران په لس-لس کاله بند محکوم کړي دي.
ایران د افغان کډوالو په تړاو د خپل سیاست د بدلېدو خبرداری ورکړ
ایران وایي، که ملګري ملتونه د کډوالو بودیجه ورزیاته نه کړي د کډوالو په برخه کې به خپل سیاست بدل کړي.
د ایران په کورنیو چارو وزارت کې د کډوالو د چارو رییس نادر یار احمدي پرون په جینوا کې د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمېشنر فلیپوګراندې سره د خبرو پر مهال دا خبرداری ورکړ او ویې ویل چې د ملګرو ملتونو بودیجه تر هغه ډېره کمه ده چې ایران اړتیا ورته لري.
ایران په داسې وخت کې له ملګرو ملتونو د کډوالو لپاره د مرستې د زیاتېدو غوښتنه کوي چې په خپله خاوره کې یې پر افغان مهاجرو فشارونه زیات کړي دي.
په تېره یوه اوونۍ کې ایران د خوراکي موادو په کارخونو او روغتیایي مرکزونو کې د افغان کډوالو پر ګمارنه بندیز ولګاوه او د چهارشنبې په ورځ د ایران په کرمانشاه ولایت کې د کرنې په برخه کې هم د افغان کډوالو پر کار بندیز ولګېده.
د ځینو راپورونو له مخې، په ایران کې اووه لکه اتیا زره ثبت شوي افغان کډوال ژوند کوي او تر دوهنیم میلیونه ډیر داسې افغانان په دغه هېواد کې شته چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.
د جرمني صدراعظم: هغه افغان کډوال له خپلې خارو وباسو چې جرم کوي
د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ وایي، هغه افغان کډوال چې جرم کوي هغه به له خپلې خاورې وباسي.
اولاف شولڅ د شنبې په ورځ دا خبره په بروکسل کې د اروپایي ټولنې د مشرانو د غونډې ترڅنګ وکړه او زیاته یې کړه چې مخکې یې ورته هڅه، که څه هم پېچلې وه، بریالۍ ترسره کړه.
جرمني د اګست په ۳۰مه نېټه ۲۸ افغانان چې د دغه هېواد د چارواکو په وینا په بېلابېلو جرمونو تورن وو، افغانستان ته په یوه الوتکه کې استولي وو.
د جوزجان-بلخ پر لاره د ترافيکي پېښې له امله يو تن مړ او ۱۱ ټپيان شوي
د جوزجان-بلخ پر لویه لار په یوه ټرافیکي پېښه کې د یوه تن د مړینې او ۱۱ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.
د جوزجان د امنیې قوماندانۍ لپاره د طالبانو ویاند عبدالستار حلیمي کورنیو رسنیو ته ویلي، دغه پېښه پرون مازیګر هغه وخت وشوه، چې یو موټر د ډېر سرعت له کبله له یوې ریکشا سره وجنګېد.
د ده په وینا پېښه د خانقاه ولسوالۍ په مربوطاتو کې شوې ده.
د ټپیانو وضعیت په باب څه نهدي ویل شوي.
د سړکونو خرابوالی، د ټرافیکي اصولو نه رعایت او د چلوونکو بېاحتیاطي په افغانستان کې د زیاتو ټرافیکي پېښو اصلي علت ګڼل کېږي.
ايفایاو: روان کال مو له پنځه زره افغان کورنيو سره د کرنې برخه کې مرستې کړي
د ملګروملتونو د خوړو او کرنې ادارې (FAO) ویلي، په روان ۲۰۲۴م کال کې یې له پنځه زره کورنیو سره مرستې کړي، ترڅو د کورنۍ بڼوالۍ له لارې د متنوع غذایي حاصلاتو کرلو په وسیله د دوی د ښه ژوند او ښه راتلونکې تضمین وشي.
دې ادارې نن شنبه پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې، د کلیوالو کورنیو لاسنیوی د خوراکي موادو د حقونو د تامین لپاره اساسي اقدام دی.
دغې ادارې تر دې مخکې پرون په یوه بل بیان کې ویلي وو، چې له څه باندې ۱۵ زره ښځو سره یې چې د خپلې کورنۍ نفقه ګټونکې دي، د چرګو، د هغوی د خوراکي موادو، واکسین او د چرګانو د پالنې په برخه کې مرستې کړې دي.
د بېوزلۍ څواړخیز نړیوال شاخص یو تازه راپور وايي، په افغانستان کې ۱۵.۵ ميلیونه ماشومان او ۱۰.۸ ميلیونه لویان په بېوزلۍ کې ژوند کوي.
ايران سره پر پوله د افغان وګړو د وژنې پېښې د څېړنې غوښتنه وشوه
د افغانستان د ډیپلوماتیکو استازولیو یوې ډلې چې ځان "د افغانستان اسلامي جمهوریت د سیاسي او قونسلي استازولیو د همږغۍ شورا" بولي د هغو راپورونو په اړه چې وايي، د ایران د سرحدي ځواکونو په ډزو دې هېواد ته اوښتونکي ګڼ افغانان وژل شوي خواشیني ښوولې ده.
دا شورا چې په یوشمېر هېوادونو کې د افغانستان د پرځېدلي جمهوریت د سیاسي استازولیو مشران پهکې راټول شوي، تېره شپه په یوه اعلامیه کې وویل: "افغان پناه غوښتونکي په افغانستان کې د موجودو ګواښونو له کبله په بهر کې د خوندي ژوند په لټه له خطرناکو سرحدونو د اوښتو هڅه کوي، چې د دوی په وړاندې زورزیاتی له هر ډول دیني لارښوونو، د ګاونډیتوب له ارزښتونو او له نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې دی."
د سیاسي او قونسلي استازولیو د همږغۍ شورا د وروستۍ پېښې د هر اړخیز څېړنې غوښتنه کړې ده.
د حالوش په نوم د ایران د بشري حقونو رسنۍ چې د سیستان-بلوچستان اړوند خبرونه خپروي، د راپور لهمخې، د تلې پر ۲۲مه د ایراني پولهساتو ځواکونو په ډزو کې ګڼشمېر افغانان مړه او ټپیان شوي دي.
د یادې خپرونې د معلوماتو لهمخې، دغه پېښه د یکشنبې ناوخته د پاکستان او ایران پولې ته څېرمه په کالګان سیمه کې شوې ده.
ازادي راډیو په خپلواکه توګه د پېښې څرنګوالی او د مرګژوبلې شمېرې نهشي تاییدولی.