افغانستان
افغان ابدالیانو د بنګلهدېش الف لوبډلې ته هم ماتې ورکړه
د اسیا ایمرجینګ جام د ګروپي سیالیو په دویمې لوبې کې افغان الف لوبډلې د ۴ وېکټو په توپیر د بنګلهدېش الف لوبډلې ته هم ماتې ورکړې وه.
دغه سیالي چې د کابل پر وخت ماښام ۶:۳۰ بجې پیل شوې، پچه یې افغان لوبډلمشر وګټله او توپ اچونه یې غوره کړه.
بنګلهدېش د ۴ لوبغاړو تر سوځېدو وروسته په شلو اورونو کې ۱۶۴ منډې وکړې.
د یادې لوبډلې لپاره پروېزحسین تر نورو زیاتې ۵۴ منډې وکړې.
په افغان توپ اچونکو کې بلال سمیع، قیس احمد، شرفالدین او کریم جنت یوه ـ یوه وېکټ واخیسته.
د افغان ابدالیانو د توپوهنې پاڼۍ ذبید اکبري او صدیقالله اتل پیل کړه، اکبري تر ۱۶ منډو جوړولو وروسته وسوځېد، خو صدیق اتل د لوبې د شلم اور په وروستي توپ په یوې شپږیزې سره د بنګلهدېش هدف پوره کړ.
ښاغلي اتل پهدې لوبه کې په ۵۵ توپونو ۹۵ ناسوځېدلې منډې وکړې، د هغه په پاڼۍ کې ۵ شپږیزې او ۹ څلوریزې شاملې وې.
دا د اسیا ایمرجینګ په سیالیو کې د افغان لوبډلې پرلهپسې دویمه بریا وه.
ټاکل شوې ده چې افغان لوبډله د ګروپي پړاو وروستۍ سیالي د اکټوبر په ۲۲مه نېټه د هانګ کانګ لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي.
د بنګلهدېش الف لوبډلې افغان ابدالیانو ته د ۱۶۵ منډو هدف ورکړ
د اسیا ایمرجینګ جام په سیالیو کې نن یکشنبه د افغانستان او بنګلهدېش الف لوبډلو سیالي پیل کړې، چې د بنګلهدېش د توپوهنې پاڼۍ بشپړه شوه.
دغه سیالي چې د کابل پر وخت ماښام ۶:۳۰ بجې پیل شوې، پچه یې افغان لوبډلمشر وګټله او توپاچونه یې غوره کړه.
بنګلهدېش د ۴ لوبغاړو تر سوځېدو وروسته په شلو اورونو کې ۱۶۴ منډې وکړې.
د یادې لوبډلې لپاره پروېزحسین تر نورو زیاتې ۵۴ منډې وکړې.
په افغان توپاچونکو کې بلال سمیع، قیس احمد، شرفالدین او کریم جنت یوه ـ یوه وېکټ واخیسته.
د افغانستان د واليبال ملي لوبډلې مالدیپ ته ماتې ورکړه
د افغانستان د والیبال ملي لوبډلې نن یکشنبه د اکټوبر په ۲۰مه نېټه د مرکزي اسیا په سیالیو کې خپله درېیمه لوبه له مالديپ سره ترسره کړه چې ۳ د صفر پر وړاندې یې وګټله.
افغان لوبډلې په نننۍ سیالۍ کې درې سیټه په غټ توپیر وګټل او په روان ټورنمنټ کې یې خپله لومړۍ بریا ثبت کړه.
افغانستان تر دې وړاندې ترکمنستان او ازبکستان ته سیالۍ بایللې دي.
افغان لوبډله به د ګروپي پړاو دوه نورې سیالۍ له تاجکستان او قرغیزیستان سره ترسره کړي.
د مرکزي اسیا د والیبال سیالۍ د تېرې جمعې په ورځ د شپږو هېوادونو په ګډون سره د ازبکستان په پلازمېنې تاشکند کې پیل شوي دي او د اکټوبر تر ۲۴مې نېټې به دوام ولري.
ډبيلوايفپي: د طالبانو له لوري د نادولتي مرستندويه مؤسسو پر فعاليت څار ډېر شوی
د خوړو نړیوال پروګرام یا ډبلیوایفپي وايي، د طالبانو د امربالمعروف د قانون له نافذېدو وروسته په افغانستان کې د نړیوالو او کورنیو ناحکومتي مرستندویو مؤسسو پر فعالیتونو څارنه ډېره شوې ده.
د ملګروملتو د خوړو نړیوال پروګرام پر خپله ریلیف وېبپاڼه کې ویلي، که څه هم تر اوسه پورې د طالبانو د څار د زیاتېدو له کبله د دوی پروګرامونه او فعالیتونه اغېزمن شوي نهدي، خو دوی د وضعیت ارزونه پیل کړې او د خپلو کارکوونکو د خوندیتوب لپاره به له واکمنو طالبانو سره تماس ته دوام ورکړي.
د طالبانو مشر ملاهبتالله اخندزاده د روان ۲۰۲۴ کال د جولای په ۳۱ د امربالمعروف او نهي عنالمنکر قانون توشیح کړ او د اګست له ۲۱مې څخه یې نافذ کړ.
دا قانون چې د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهي عنالمنکر وزارت د محتسبینو لهخوا پلی کېږي، پهکې د سرغړوونکو لپاره له شفاهي خبرداریو څخه نیولې تر زنداني کېدو پورې سزاګانې ټاکل شوي دي.
د افغانستان ازادۍ جبهې په کابل کې د څلورو طالبانو د وژلو او د ځینو ټپي کولو ادعا کړې
د طالبانو یوه مخالفه ډله "د افغانستان د ازادۍ جبهه" ادعا کوي چې تېر ماښام د دوی وسلهوالو د کابل پر دارالامان سړک د طالبانو د استخباراتو پر پوځي غړو په حمله کې څلور طالبان وژلي او ځینې یې ټپیان کړي دي.
دغې جبهې تېره شپه پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې دغو ملېشهوو په بېلابېلو نومونو خلک ځورول چې پر موټر یې حمله وشوه.
تر دې مخکې ځینو کورنیو رسنیو په همدې سیمه کې د یوې چاودنې خبر ورکړی و.
طالبانو د دې ادعا په باب څه نه دي ویلي او ازادي راډیو هم په بې پرې ډول دا ادعا نه شي تاییدولی.
افغان ابدالیان له بنګلهدېش سره سیالي کوي
د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د افغان ابدالیانو په نوم الف لوبډله یې نن یکشنبه د اکټوبر په ۲۰مه نېټه د اسیا ایمرجینګ جام په سیالیو کې خپله دوهمه لوبه د بنګلهدېش له الف لوبډلې سره ترسره کوي.
د بورډ په خبر کې راغلي چې سیالي به د کابل پر وخت ماښام ۶:۰۰ بجې پیل شي.
افغان لوبډله چې په اېA ګروپ کې قرار لري پخپلې لومړۍ لوبې کې یې سریلانکا ته ماتې ورکړه او وروستۍ ګروپي سیالي به د اکټوبر په ۲۲مه نېټه له هانګ کانګ سره کوي.
د ویلو ده چې یادې سیالۍ شل اوریزې دي او پر افغانستان سربېره، په کې ۷ نور اسیايي هېوادونه هم ګډون لري او د اکټوبر په ۲۷مه نېټه به یې پایلوبه وي.
د خبریالانو د ملاتړ یوه بنسټ له طالبانو د دوو نیول شویو خبریالانو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه
د خبریالانو د ملاتړ یوه بنسټ له طالبانو د دوو نیول شویو خبریالانو مهدي انصاري او حکمت ارین د خوشې کېدو غوښتنه وکړه.
په بریتانیا کې دېره د خبریالانو ملي اتحاد وايي، د خبریالانو له نړیوال فدراسیون سره خپل غږ ملګری کوي او له طالبانو غواړي چې د خبریالانو خپلسري نیونه بنده کړي.
د خبریالانو ملي اتحاد د پرونۍ اعلامیې له مخې مهدي انصاري د تلې یا میزان پر ۱۴مه د کابل په دشت برچي سیمه کې ونیول شو.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي، د دوی استخباراتو ورته ویلي چې مهدي انصاري دوی نه دی نیولی، خو مهدي ته نږدې سرچینې وايي، هغه د طالبانو د استخباراتو لهخوا نیول شوی دی.
بلخوا په غزني کې د خوشحال خصوصي راډیو مسوول حکمت ارین بیا د تلې یا میزان پر اتمه په خپل دفتر کې د طالبانو د استخباراتو لهخوا ونیول شو او په یوه میاشت بند محکوم شو.
د خبریالانو ملي اتحاد وايي پر ارین تور لګول شوی چې په خپله خصوصي راډیو کې یې د طالبانو د ځانمرګو بریدونو په باب چې دوی "استشهادي عملیات" ورته وايي، بحث کړی دی.
د دې راډیو د خبرونو مدیر سلیمان راحل دا ادعاوې رد کړې دي.
بلخوا د افغانستان د خبریالانو مرکز له قید او شرط پرته د ارین د خوشې کېدو غوښتنه کړې وه.
تر دې مخکې په کابل کې د طالبانو یوې پوځي محکمې دوه نور خبریالان محمد عارف هجران او احمد کامران په لس-لس کاله بند محکوم کړي دي.
ایران د افغان کډوالو په تړاو د خپل سیاست د بدلېدو خبرداری ورکړ
ایران وایي، که ملګري ملتونه د کډوالو بودیجه ورزیاته نه کړي د کډوالو په برخه کې به خپل سیاست بدل کړي.
د ایران په کورنیو چارو وزارت کې د کډوالو د چارو رییس نادر یار احمدي پرون په جینوا کې د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمېشنر فلیپوګراندې سره د خبرو پر مهال دا خبرداری ورکړ او ویې ویل چې د ملګرو ملتونو بودیجه تر هغه ډېره کمه ده چې ایران اړتیا ورته لري.
ایران په داسې وخت کې له ملګرو ملتونو د کډوالو لپاره د مرستې د زیاتېدو غوښتنه کوي چې په خپله خاوره کې یې پر افغان مهاجرو فشارونه زیات کړي دي.
په تېره یوه اوونۍ کې ایران د خوراکي موادو په کارخونو او روغتیایي مرکزونو کې د افغان کډوالو پر ګمارنه بندیز ولګاوه او د چهارشنبې په ورځ د ایران په کرمانشاه ولایت کې د کرنې په برخه کې هم د افغان کډوالو پر کار بندیز ولګېده.
د ځینو راپورونو له مخې، په ایران کې اووه لکه اتیا زره ثبت شوي افغان کډوال ژوند کوي او تر دوهنیم میلیونه ډیر داسې افغانان په دغه هېواد کې شته چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.
د جوزجان-بلخ پر لاره د ترافيکي پېښې له امله يو تن مړ او ۱۱ ټپيان شوي
د جوزجان-بلخ پر لویه لار په یوه ټرافیکي پېښه کې د یوه تن د مړینې او ۱۱ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.
د جوزجان د امنیې قوماندانۍ لپاره د طالبانو ویاند عبدالستار حلیمي کورنیو رسنیو ته ویلي، دغه پېښه پرون مازیګر هغه وخت وشوه، چې یو موټر د ډېر سرعت له کبله له یوې ریکشا سره وجنګېد.
د ده په وینا پېښه د خانقاه ولسوالۍ په مربوطاتو کې شوې ده.
د ټپیانو وضعیت په باب څه نهدي ویل شوي.
د سړکونو خرابوالی، د ټرافیکي اصولو نه رعایت او د چلوونکو بېاحتیاطي په افغانستان کې د زیاتو ټرافیکي پېښو اصلي علت ګڼل کېږي.