د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۱ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۹

افغانستان

د افغانستان الف لوبډلې له عمان سره لوبلړۍ برابره کړه

عمان کې د کرکټ سيالۍ
عمان کې د کرکټ سيالۍ

د افغانستان او عمان د کرکټ الف لوبډلو ترمنځ د دوه تمریناتي شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ ۱ـ۱ مساوي پای ته ورسېده.

د یادې لوبلړۍ دویمه سیالي نن پنج‌شنبه د اکټوبر په ۱۰مه نېټه ترسره شوه، چې د ۶ منډو په توپیر افغان لوبډلې وګټله.

په‌دې سیالۍ کې افغان لوبډلې د ذبید اکبري د نیمه سلیزې پر مټ د ۱۹۱ منډو هدف ټاکلی و او د عمان الف لوبډلې یې په ځواب کې ۱۸۴ منډې وکړې.

په‌دې سیالۍ کې ذبید اکبري د غوره لوبغاړي جایزه وګټله.

د لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې عمان بریالی شوی و.

کرکټ بورډ وايي، په پلان کې ده چې افغان الف لوبډله د اکټوبر په ۱۳مه نېټه له عمان او هانګ کانګ سره په یوې درې اړخیزې لوبلړۍ کې برخه واخلي او تر هغې وروسته به اسیا جام سیالیو کې ګډون وکړي.

يوناما د طالبانو د زندانونو د تنظيم له ادارې سره د خبرو اترو هرکلی کړی

د کابل د پلچرخي زندان انځور
د کابل د پلچرخي زندان انځور

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو ماموریت (یوناما) د طالبانو تر واک لاندې د زندانونو د تنظیم ادارې سره د خبرو اترو هرکلی وکړ.

یوناما نن د (اکټوبر لسمه) په یوې اعلامیه کې د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د ځانګړې استازې او د دې ادارې د مشرې روزاتنبایوا له قوله ویلي: "د بشري حقونه څارنه او په اړه يې راپور ورکول د یوناما له مهمو دندو څخه ده."

هغې د طالبانو تر واک لاندې زندانونو په ځانګړې توګه ښځینه زندانونو ته د لاس‌رسي هرکلی کړی دی.

د اوتنبایوا په خبره، ټول زندانیان حقونه لري او باید دا ډاډ ترلاسه شي چې د دوی حقونه رعایت کېږي.

د یوناما د اعلامیې پر بنسټ، په وروستیو کې د یوناما او د طالبانو تر واک لاندې د زندانونو د تنظیم د ادارې ترمنځ د پلچرخي زندان په ګډون چې له ۵ زرو ډېر کسان په‌کې بندیان دي، د یوناما د لاس‌رسي په اړه خبرې اترې شوي دي.

دا په‌داسې حال کې ده چې، د بشري حقونو یوشمېر بنسټونو او سازمانونو په ځلونو په افغانستان کې د زندانونو د وضعیت په اړه اندېښنې څرګندې کړي دي.

د راپورونو پر بنسټ، یوشمېر طالب چارواکي خپل شخصي زندانونه هم لري.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ماموریت د یو بل کار لپاره وغځول شو

په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینېټ
په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینېټ

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ ماموریت د یو بل کار لپاره وغځاوه.

دغې شورا پرون چهارشنبې د اکټوبر نهمه د یوه پرېکړه‌لیک په تصویب سره له ریچارډ بینېټ غوښتي څو د طالبانو د نوي "امربالمعروف او نهی عن‌المنکر" قانون په اړه راپور جوړ کړي.

دغه پرېکړه‌لیک چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۵۷مه غونډه کې تصویب شو، په کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د افغانو ښځو او نجونو د حقونو د پراخو سرغړونو غندنه شوې او د اقلیتونو سربېره، نورو زیانګالو ډلو ته د حساب ورکولو، عدالت او پر ملاتړ يې تینګار شوی دی.

دغې شورا په افغانستان کې له بشري حقونو د سرغړونو د مستند کولو لپاره د لا زیاتو سرچینو او اسانتیاوو په برابرولو هم ټینګار کړی دی.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې له شپږم ټولګیو پورته نجونې له زده‌کړو راګرځول شوي او د ۲۰۲۲م کال په ډسمبر کې نجونې له پوهنتوني زده‌کړو هم محرومې شوي دي.

له دې بندیزونو سربېره، طالبانو په یو شمېر دولتي او غیردولتي ادارو کې د ښځو پر کار هم بندیز لګولی دی.

ازبکستان د طالبانو د حکومت رسمي استازی منلی

generic -- Stock Photo: Flag of Uzbekistan against the sky Image ID:453518527 Copyright: Dmitrii Shirinkin
generic -- Stock Photo: Flag of Uzbekistan against the sky Image ID:453518527 Copyright: Dmitrii Shirinkin

ازبکستان د طالبانو د حکومت رسمي استازی منلی دی.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون ناوخته پر خپلې ایکس‌پاڼې یا پخواني ټویټر لیکي: "ازبکستان عبدالغفار بحر په دې هېواد کې د افغانستان د ډپیلوماتیک ماموریت د نوی مشر په توګه ومنه."

بل پلو د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند قهار بلخي نن د اکټوبر لسمه پر خپلې ایکس‌پاڼې ویلي: "د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف د اسلامي امارت سفیر ته د ښه راغلاست ترڅنګ دا ګام د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراختیا لپاره مهم بللی دی."

بلخي ویلي، د طالبانو سفیر به ډېر ژر خپل باور لیک د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف ته هم وسپاري.

که څه هم د طالبانو حکومت د نړۍ هیڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی، خو یو شمېر هېوادونو د طالبانو رسمي استازي په خپلو هېوادونو کې منلي دي.

طالبانو د دوو مېرمنو په ګډون نهه کسان په دُرو وهلي

د طالبانو وسله‌وال
د طالبانو وسله‌وال

طالبانو د چهارشنبې په ورځ د دوو مېرمنو په ګډون نهه تنه د مختلفو جرمونو په تور په دُرو ووهل.

د طالبانو سیمه‌ییزو چارواکو وویل، چې پنځه تنه د کندهار په لوبغالي کې د عامو خلکو مخې ته په دُرو ووهل شول.

د طالبانو سترې محکمې ویلي دي، دغه پنځه تنه هر یو د زنا، لواطت او غلا په جرم نهه دېرش دُرې وهل شوي او له دوو تر اوو کلونو په بند محکوم شوي دي.

بل لور ته پرون دوه نارینه او دوې ښځې په تخار او سمنګان ولایتونو کې د زنا په تور په دُرو ووهل شول.

وروسته تر دې چې طالبانو په ۲۰۲۱ کال په اګست کې کابل ونیو، په سلګونو نارینه او ښځو ته یې په عام محضر کې دا ډول سزاوې ورکړې دي، چې ملګروملتونو له دوی څخه په کلکه غوښتې دي چې له دا ډول سزاګانو لاس واخلي ځکه چې ملګري ملتونه دا د بشري قوانینو او اصولو خلاف عمل بولي.

پر ايران د اسراييل د احتمالي بريد له وېرې د افغانستان پر فضا الوتنې زياتې شوي

د افغانستان د هوايي حريم نقشه
د افغانستان د هوايي حريم نقشه

پر ایران د اسراییل د احتمالي حملې د ویرې له امله نړیوالې الوتنې د افغانستان پر فضا زیاتې شوې دي.

رویټرز اژانس د طالبانو د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د ویاند عمادالدین احمدي خبرې رااخیستې دي چې وایي، له تېرو پنځو شپږو ورځو راهیسې په ۲۴ساعتونو کې شاوخوا درې سوه پنځوس الوتنې د افغانستان له فضا تېریږي او کال مخکې په‌دې ورځو کې شاوخوا سل ترانزیت الوتنې د افغانستان پر فضا تېرېدې.

"فلایت ریډر څلرویشت" سویډنۍ مؤسسې بیا د الوتنو شمېر تر دې کم یاد کړی دی.

دې مؤسسې پرون وویل، د اکتوبر په دوهمه چې ایران د اسراییل په لور توغندي وویشتل دا شمېرې ۱۷۶ ته زیاتې شوې وې او بیا د اکتوبر تر شپږمې دا شمېرې ۲۲۲ ته ورسېدې.

کله چې د یوه هېواد له فضا د یوه هوایي چلند یوه الوتکه تېریږي، هغه هېواد ته اووه سوه ډالر ورکوي.

د عمان الف لوبډلې د افغانستان الف لوبډلې ته ماتې ورکړه

د عمان کرکټ لوبډلې لوبغاړی
د عمان کرکټ لوبډلې لوبغاړی

د عمان الف لوبډلې د دوه تمریناتي سیالیو په لومړۍ لوبه کې د افغانستان الف لوبډلې ته د ۷ وېکټو په تفاوت ماتې ورکړه.

دغه سیالي چې نن چهارشنبه د اکټوبر په ۹مه نېټه د عمان په کوربتوب د کابل پر وخت ماسپښین ۲:۳۰ بجې پیل شوې وه، افغان لوبډلې پچه وګټله او توپوهنه یې وکړه.

افغانستان د ټولو لوبغاړو تر سوځېدو وروسته په ۱۹.۴ اورونو کې ۱۴۳ منډې وکړې.

د افغانستان لپاره شرف الدین اشرف نیمه سلیزه ووهله او د عمان لپاره بیا رفیع الله څلور لوبغاړي وسوځول.

د عمان الف لوبډلې ورکړل شوی هدف په ۱۸.۳ اورونو کې د درې لوبغاړو تر سوځېدو وروسته پوره کړ.

ټاکل شوې ده چې دواړه لوبډلې دوهمه سیالي د اکټوبر په ۱۰مه نېټه یعنې سبا پنجشنبه پیل کړي.

طالبانو په تخار کې په دُرو وهلو د درېیو کسانو د وهلو خبر ورکړی

د تالقانو ښار یوه څنډه
د تالقانو ښار یوه څنډه

د طالبانو سترې محکمې په تخار ولایت کې پر درې کسانو د تعزیري سزاو د عملي کولو خبر ورکړی دی.

دغې محکمې پر خپله ایکس‌پاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي چې د دوو ښځو په ګډون یې درې تنه نن چهارشنبه په فرخار ولسوالۍ کې په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.

په اعلامیه کې راغلي، هر یو دغه کس یې د دوی په ټکو د زنا په تور ۳۹ دُرې وهلي او حکم یې د فرخار ولسوالۍ ابتدایه محکمې ورکړی دی.

د طالبانو حکومت تر دې وړاندې هم تورنو کسانو ته ورته تعزیري سزاګانې ورکړي چې له پراخو کورنیو او نړیوالو غبرګونونو سره مخامخ شوي دي.

کرکټ؛ د افغانستان الف او عمان لوبډلو ترمنځ تمریناتي سیالي ترسره کېږي

د افغانستان الف او عمان ملي لوبډلې ترمنځ د لومړۍ ترمیناتي لوبې پچه اچونه چې افغان لوبډلې ګټلې او توپوهنه کوي.
د افغانستان الف او عمان ملي لوبډلې ترمنځ د لومړۍ ترمیناتي لوبې پچه اچونه چې افغان لوبډلې ګټلې او توپوهنه کوي.

ټاکل شوې ده چې نن چهارشنبه د افغانستان الف "افغان ابدالیانو" او عمان ملي لوبډلې ترمنځ لومړۍ تمریناتي سیالي ترسره شي.

افغان کرکټ بورډ وايي، د یادې سیالۍ پچه افغان لوبډلمشر دروېش رسولي وګټله او د توپوهنې پرېکړه یې وکړه.

په دې شل اوریزې سیالۍ کې د افغانستان په ۱۱کسیزه لوبډله کې صدیق اتل، ذبید اکبري، دروېش رسولي، محمداسحاق، شاهدالله کمال، کریم جنت، ننګیالی خروټی، شرف‌الدین اشرف، قیس‌احمد، الله محمد غضنفر او عبدالرحمن رحماني غوره شوي دي.

د ویلو ده چې دواړه لوبډلې به یوه بله تمریناتي سیالی هم ترسره کړي او تر هغې وروسته به د افغانستان، عمان او هانګ کانګ لوبډلو ترمنځ درې اړخیزې سیالۍ پيل شي.

چينايي پانګه‌وال: د مېس عينک پر کان له پنځو ميليارد ډالرو زياته پانګونه کوو

د مېس عینک کان یوه څنډه
د مېس عینک کان یوه څنډه

چینايي پانګه‌وال وايي، د مېس عینک د کان په لومړی برخه به له پنځو میلیارده ډالرو څخه زیاته پانګونه وکړي.

د هغوو راپورونو پر بنسټ چې د ارګ د اعلامیې په حواله ور کړي شوي، په‌کې راغلي چې د مېس عینک کان د لومړني قرارداد شرکت رییس سونګ ون بینګ او ورسره مل پلاوي يې د طالبانو د رییس الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبیدالکبیر سره د دغې پانګې په اړه خبرې اترې کړي دي.

د سونګ په حواله راغلي، د مېس عینک کان په لومړی برخه به له پنځو میلیاردو ډالرو زیاته پانګه وکړي او سیمې ته د غځېدلي سړک له جوړېدو وروسته تمه ده چې راروان کال د اړتیا وړ ماشینونه هم افغانستان ته را وارد کړي.

د سونګ په خبره، د دې پروژې په پلي کېدو سره به درې زرو افغانانو ته د کار زمینه برابره او یو شمېر کسان به د مسلکي زده‌کړو لپاره چین ته هم ولېږدوي.

د مېس عینک کان د لوګر په شمال خیتځ او د کابل په جنوب کې د دنګو غرونو تر شا پروت دی چې په سیمه او نړۍ کې د مېسو تر ټولو ستر کان پېژندل کېږي.

د ایم‌سي‌سي په نوم یو چینايي شرکت د دې کان د استخراج تړون په ۲۰۰۸م کال کې کله چې حامد کرزی د افغانستان ولسمشر و، له افغان حکومت سره کړی و.

هغه مهال په پام کې وه چې پر دې کان څه باندې درې میلیارده ډالره پانګونه وشي، خو د بېلابېلو تخینکي او امنیتي دلایلو له کبله يې کار ځنډېدلی و.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG