د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۵ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۴۱

افغانستان

ايي‌او‌ايم: تېره مياشت کې تر ۲۳۰زره ډېر افغانان له ايرانه ايستل شوي

له ايران ايستل شوي افغانان
له ايران ايستل شوي افغانان

د کډوالۍ نړيوال سازمان "IOM" وايي، په تېره يوه مياشت کې څه باندې ۲۳۰زره افغانان له ايرانه افغانستان ته راستانه شوي دي.

دغې ادارې د پنج‌شنبې په ورځ په یوه راپور کې ویلي چې، په‌دې شمېر کې ۴۳ سلنه افغانان په زوره افغانستان ته اخراج شوي دي.

د راپور له‌مخې په‌دې وروستیو کې په ایران کې پر افغان کډوالو فشارونه زیات شوي او وخت نا وخت د ټولنیزو شبکو په ویډیوګانو کې په ایران کې له افغانانو سره د ناوړه چلند شکایتونه خپرېږي.

د ایران د امنیتي ځواکونو عمومي قوماندان احمد رضا رادان په وږي/ سنبلې میاشت کې ویلي وو، چې د ۲۰۲۵م کال د مارچ تر پایه به دوه ميلیونه بې‌اسناده افغان پناه غوښتونکي له ایرانه وایستل شي.

روسیه نن جمعه د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ د شپږمې مشورتي غونډې کوربنه ده

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي د مسکو فارمټ په غونډه کې د ګډون لپاره د سه‌شنبې په ورځ د یوه هیئت په مشرۍ روسیې ته لاړ.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي د مسکو فارمټ په غونډه کې د ګډون لپاره د سه‌شنبې په ورځ د یوه هیئت په مشرۍ روسیې ته لاړ.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخارووا ویلي، په‌دې غونډه کې به په افغانستان کې د یوه ټولګډون حکومت پر جوړېدو، له نشه‎يي توکو سره پر مبارزې، اقتصادي او سیاسي ستونزو خبرې وشي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي د مسکو فارمټ په غونډه کې د ګډون لپاره د سه‌شنبې په ورځ د یوه هیئت په مشرۍ روسیې ته لاړ.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، متقي به د غونډې په څنډه کې نن جمعه د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره وګوري او پر دوه اړخیزو مسایلو به خبرې وکړي.

د روسیې په ګډون، تر اوسه هيڅ هېواد د طالبانو سرپرست حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی، خو روسیه یو له هغو څو هېوادونو څخه ده، چې له طالبانو سره نږدې اړیکې لري او د طالبانو ډیپلوماتان یې منلي دي.

د هند پولیسو د نشه‌يي توکو یوه لویه بسته نیولې

ارشیف: د هند پولیس
ارشیف: د هند پولیس

د هند پولیسو د نشه‌يي توکو یوه لویه بسته پرون ونیوله.

د پولیسو په وینا، دا ۵۶۰ کیلوګرامه کوکاین دي چې د بازار د نرخ له مخې یې بیه ۲۶۷ میلیونه ډالرو ته رسېږي.

پولیسو څلور تنه په دې تړاو د ډیلي په جنوب کې نیولې او په دې باور دي چې په دې قضیه کې د مخدر موادو د قاچاق یو نړیوال سازمان لاس لري چې مشري یې په نوي ډیلي کې افغانان کوي.

د هندي چارواکو په وینا، نیول شويو کسانو غوښتل چې دا کوکاین په ډیلي او شاوخوا سیمو کې خرڅ کړي.

دوې ورځې مخکې تر دې هم دوه افغانان د محمود وارث هاشمي او عبدالنایب په نومونو له یوې اندازې مخدرو موادو سره په ډیلي کې نیول شوي وو.

طالبانو په کابل کې د تېرې میاشتې حملې په تور د داعش د نیول شویو غړو اعترافونه خپاره کړل

د افغانستان په عمومي نقشه کې د کابل ولایت موقعیت
د افغانستان په عمومي نقشه کې د کابل ولایت موقعیت

د طالبانو اړوند المرصاد خبري شبکې داعش غړو ته د منسوبو هغو درېیو کسانو اعترافونه خپاره کړي چې کابل کې د تیرې میاشتې له خونړۍ حملې وروسته نیول شوي دي.

په هغې ځان وژونکې حمله کې چې شاوخوا یوه میاشت وړاندې د سنبلې په ۱۲مه د پخوانۍ لویې څارنوالۍ یا د فرامینو او تعقیب اوسني ریاست مخې ته وشوه، ۴۵ کسانو ته مرګ‌ژوبله واوښته.

هغه مهال داعش د برید مسوولیت ومانه.

په کومه ویډیو کې چې المرصاد پر خپله ایکس‌پاڼه یا پخواني ټویټر تیره شپه خپره کړې، داعش ته منسوب درې غړي اعتراف کوي چې د تېرې میاشتې په برید او یو شمېر نورو حملو کې یې لاس درلود.

معلومه نه ده چې له دغو کسانو څخه دغه اعترافات تر څه ډول شرایطو لاندې اخیستل شوي دي.

دغه کسان چې دوه یې افغانان او درېیم یې د تاجکستان تبعه دی وایي چې داعش دوی کلونه وړاندې جذب کړي او د روزنې لپاره یې د بلوچستان کوټې ښار ته لېږدولي وو.

لوړپوړو امریکايي ډیپلوماتانو له افغانستان او افغان مېرمنو سره د مرستو پر دوام ټینګار وکړ

ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د یوې اعتراضیه غونډې انځور
ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د یوې اعتراضیه غونډې انځور

د افغانستان لپاره د امریکا د متحده‌ایالاتو د سفارت شارژدافېره کرن ډیکر وایي چې په افغانستان کې به د ښځو او نجونو د ملاتړ، د ټولو افغانانو لپاره د بشري حقونو د ترویج او د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره به د بهرنیو چارو د وزارت له مرستیال جان مارک پومرشیم او د افغان ښځو او نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا له ځانګړې استازې رینا امیري سره په ګډه خپلو هڅې ته دوام ورکړي.

اغلې ډیکر دا خبره پرون په خپله ایکس‌پاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلې او په دې ټویټ کې یې د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي د تېرو درېیو کلونو له هڅو مننه کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ په یوه بیان کې خبر ورکړ چې د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي ټام وېسټ ماموریت پای ته ورسېد.

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت د قطر له پلازمېنې دوحې څخه فعالیت کوي.

په کابل کې د امام ابوحنیفه په نوم درېیم نندارتون جوړېږي

په کابل کې د یوه مخکېنۍ نندارتون انځور
په کابل کې د یوه مخکېنۍ نندارتون انځور

ټاکل شوې ده چې په کابل کې د سوداګرۍ او پانګونې خونه د امام ابوحنیفه په نوم درېیم نندارتون جوړ کړي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي وایي چې په دې نندارتون کې به د افغانستان، منځنۍ او جنوبي اسیا هېوادونو، چین، ایران، ترکیې او جاپان تولیدات په څه باندې ۷۰۰ غرفو کې د یکشنبې په ورځ پرانیستل شي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلوماتو له مخې، په دې نندارتون کې به چې اووه ورځې به وي، د کرنې، غالیو، کانونو، روغتیا، لاسي صنایعو، ماشین الاتو، ټرانسپورټ، لوژیستیک، ودانیزو توکو، مخابراتو او یو شمېر نورو کورنیو او بهرنیو توکو په ګډون د بېلابېلو صنعتي سوداګریزو او خدماتي سکتورنو محصولات نندارې وړاندې شي.

د خبریالانو د ملاتړ بنسټونو په غزني کې د حکمت ارین د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه کړې

د افغانستان په عمومي نقشه کې د غزني ولایت موقعیت
د افغانستان په عمومي نقشه کې د غزني ولایت موقعیت

د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ ټولنې او د افغانستان د خبریالانو مرکز په غزني کې د خبریال حکمت ارین نیولو ته اندېښنه ښکاره کړې او د هغه د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه یې کړې ده.

دغو دوو مرکزونو پرون په جلا جلا بیانونو کې وویل چې په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو روان وضعیت دا څرګندوي چې هلته لا هم د واکمنو له‌خوا رسنۍ او خبریالان تر سخت فشار، سانسور او ګواښ لاندې دي.

د غزني د ځایي سرچینو د معلوماتو له مخې، د طالبانو استخباراتو درې ورځې مخکې د خوشال راډیو خبریال حکمت ارین له خپل دفتره ورسره بیولی دی.

خوشال خصوصي راډیو نژدې اووه میاشتې مخکې په غزني کې فعالیت پیل کړ چې سیاسي، اقتصادي، اجتماعي، کلتوري او دیني پروګرامونه خپروي.

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست د مسکو فارمټ په غونډه کې د ګډون لپاره مسکو ته روان شو

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د افغانستان په اړه د مسکو د فارمټ په شپږمه مشورتي غونډه کې د ګډون لپاره مسکو ته روان شو.

د دې وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد نن په خپله ایکس‌پاڼه یا پخواني ټویټر کې د دې سفر په اړه یوازې دومره ویلي چې هغه د روسیې د فدراسیون په رسمي بلنه ترسره کېږي.

د روسیې د تاس خبري آژانس د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت د ویاندې ماریا زاخارووا له قوله ویلي چې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر به په دې غونډه کې چې ټاکل شوې بل سبا د جمعې په ورځ د اکتوبر په څلورمه نېټه جوړه شي، ګډون وکړي.

د نوموړې په خبره، دا شپږمه مشورتي غونډه د افغانستان لپاره د ځانګړیو ماموریتونو د جګپوړیو چارواکو په کچه جوړېږي او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاروف به هم له متقي سره د مسکو او کابل ترمنځ د دوه اړخیزې همکارۍ پر اساسي موضوعاتو خبرې وکړي.

د مسکو فارمټ چې په ۲۰۱۷م کال کې رامنځته شوی، په چوکاټ کې یې د روسیې، افغانستان، چین، پاکستان، ایران او هند استازي سره جرګه کېږي اود افغانستان اړوند ګډو مسایلو په اړه بحث او خبرې کوي.

د طالبانو حکومت پر لبنان د اسراييلو بريد ته غبرګون وښود

د طالبانو بيرغ
د طالبانو بيرغ

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت پر لبنان باندې د اسرايیلو بریدونه په کلکه غندلي او هغه یې د نړیوالو اصولو او اخلاقي معیارونو خلاف عمل بللی دی.

دغه وزارت د سه‌شنبې په ورځ د تلې په ۱۰مه نېټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره د سیمې او نړۍ له هېوادونو وغوښتل چې د اسرايیلو د تیري د مخنیوي لپاره جدي او ګډ اقدام وکړي.

په دغه اعلاميه کې په لبنان کې د حزب‌الله د مشر حسن نصرالله د وژل کېدو په اړه څه نه‌دي ويل شوي، خو ويل شوي چې په فلسطين او لبنان کې چې څه روان دي، د توجيه وړ نه‌دي.

نصرالله تېره اوونۍ د لبنان په پلازمېنه بیروت کې د اسرايیلو په بریدونو کې ووژل شو.

امریکا د ایران له ملاتړه برخمن حزب‌الله ډله د یوه تروریستي سازمان په توګه پېژني او اروپايي ټولنې د دغې ډلې یوازې پوځي څانګه په تور لېست کې اچولې ده.

حزب‌الله د لبنان په پارلمان کې هم څوکۍ لري.

دا په‌داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د حماس ډلې د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه د وژل کېدو په اړه غبرګون ښودلی و.

هنيه د روان کال د اسد مياشتې په لسمه نېټه د ايران په يوه کلي کې په يوه هوايي بريد کې ووژل شو، چې تهران او حماس يې پړه پر اسراييلو واچوله.

حماس د امریکا متحده‌ایالاتو او اروپايي اتحادیې له‌خوا د یو ترهګر سازمان په توګه پېژندل شوی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG