افغانستان
طالبانو د دوو مېرمنو په ګډون نهه کسان په دُرو وهلي
طالبانو د چهارشنبې په ورځ د دوو مېرمنو په ګډون نهه تنه د مختلفو جرمونو په تور په دُرو ووهل.
د طالبانو سیمهییزو چارواکو وویل، چې پنځه تنه د کندهار په لوبغالي کې د عامو خلکو مخې ته په دُرو ووهل شول.
د طالبانو سترې محکمې ویلي دي، دغه پنځه تنه هر یو د زنا، لواطت او غلا په جرم نهه دېرش دُرې وهل شوي او له دوو تر اوو کلونو په بند محکوم شوي دي.
بل لور ته پرون دوه نارینه او دوې ښځې په تخار او سمنګان ولایتونو کې د زنا په تور په دُرو ووهل شول.
وروسته تر دې چې طالبانو په ۲۰۲۱ کال په اګست کې کابل ونیو، په سلګونو نارینه او ښځو ته یې په عام محضر کې دا ډول سزاوې ورکړې دي، چې ملګروملتونو له دوی څخه په کلکه غوښتې دي چې له دا ډول سزاګانو لاس واخلي ځکه چې ملګري ملتونه دا د بشري قوانینو او اصولو خلاف عمل بولي.
پر ايران د اسراييل د احتمالي بريد له وېرې د افغانستان پر فضا الوتنې زياتې شوي
پر ایران د اسراییل د احتمالي حملې د ویرې له امله نړیوالې الوتنې د افغانستان پر فضا زیاتې شوې دي.
رویټرز اژانس د طالبانو د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د ویاند عمادالدین احمدي خبرې رااخیستې دي چې وایي، له تېرو پنځو شپږو ورځو راهیسې په ۲۴ساعتونو کې شاوخوا درې سوه پنځوس الوتنې د افغانستان له فضا تېریږي او کال مخکې پهدې ورځو کې شاوخوا سل ترانزیت الوتنې د افغانستان پر فضا تېرېدې.
"فلایت ریډر څلرویشت" سویډنۍ مؤسسې بیا د الوتنو شمېر تر دې کم یاد کړی دی.
دې مؤسسې پرون وویل، د اکتوبر په دوهمه چې ایران د اسراییل په لور توغندي وویشتل دا شمېرې ۱۷۶ ته زیاتې شوې وې او بیا د اکتوبر تر شپږمې دا شمېرې ۲۲۲ ته ورسېدې.
کله چې د یوه هېواد له فضا د یوه هوایي چلند یوه الوتکه تېریږي، هغه هېواد ته اووه سوه ډالر ورکوي.
د عمان الف لوبډلې د افغانستان الف لوبډلې ته ماتې ورکړه
د عمان الف لوبډلې د دوه تمریناتي سیالیو په لومړۍ لوبه کې د افغانستان الف لوبډلې ته د ۷ وېکټو په تفاوت ماتې ورکړه.
دغه سیالي چې نن چهارشنبه د اکټوبر په ۹مه نېټه د عمان په کوربتوب د کابل پر وخت ماسپښین ۲:۳۰ بجې پیل شوې وه، افغان لوبډلې پچه وګټله او توپوهنه یې وکړه.
افغانستان د ټولو لوبغاړو تر سوځېدو وروسته په ۱۹.۴ اورونو کې ۱۴۳ منډې وکړې.
د افغانستان لپاره شرف الدین اشرف نیمه سلیزه ووهله او د عمان لپاره بیا رفیع الله څلور لوبغاړي وسوځول.
د عمان الف لوبډلې ورکړل شوی هدف په ۱۸.۳ اورونو کې د درې لوبغاړو تر سوځېدو وروسته پوره کړ.
ټاکل شوې ده چې دواړه لوبډلې دوهمه سیالي د اکټوبر په ۱۰مه نېټه یعنې سبا پنجشنبه پیل کړي.
طالبانو په تخار کې په دُرو وهلو د درېیو کسانو د وهلو خبر ورکړی
د طالبانو سترې محکمې په تخار ولایت کې پر درې کسانو د تعزیري سزاو د عملي کولو خبر ورکړی دی.
دغې محکمې پر خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي چې د دوو ښځو په ګډون یې درې تنه نن چهارشنبه په فرخار ولسوالۍ کې په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.
په اعلامیه کې راغلي، هر یو دغه کس یې د دوی په ټکو د زنا په تور ۳۹ دُرې وهلي او حکم یې د فرخار ولسوالۍ ابتدایه محکمې ورکړی دی.
د طالبانو حکومت تر دې وړاندې هم تورنو کسانو ته ورته تعزیري سزاګانې ورکړي چې له پراخو کورنیو او نړیوالو غبرګونونو سره مخامخ شوي دي.
کرکټ؛ د افغانستان الف او عمان لوبډلو ترمنځ تمریناتي سیالي ترسره کېږي
ټاکل شوې ده چې نن چهارشنبه د افغانستان الف "افغان ابدالیانو" او عمان ملي لوبډلې ترمنځ لومړۍ تمریناتي سیالي ترسره شي.
افغان کرکټ بورډ وايي، د یادې سیالۍ پچه افغان لوبډلمشر دروېش رسولي وګټله او د توپوهنې پرېکړه یې وکړه.
په دې شل اوریزې سیالۍ کې د افغانستان په ۱۱کسیزه لوبډله کې صدیق اتل، ذبید اکبري، دروېش رسولي، محمداسحاق، شاهدالله کمال، کریم جنت، ننګیالی خروټی، شرفالدین اشرف، قیساحمد، الله محمد غضنفر او عبدالرحمن رحماني غوره شوي دي.
د ویلو ده چې دواړه لوبډلې به یوه بله تمریناتي سیالی هم ترسره کړي او تر هغې وروسته به د افغانستان، عمان او هانګ کانګ لوبډلو ترمنځ درې اړخیزې سیالۍ پيل شي.
چينايي پانګهوال: د مېس عينک پر کان له پنځو ميليارد ډالرو زياته پانګونه کوو
چینايي پانګهوال وايي، د مېس عینک د کان په لومړی برخه به له پنځو میلیارده ډالرو څخه زیاته پانګونه وکړي.
د هغوو راپورونو پر بنسټ چې د ارګ د اعلامیې په حواله ور کړي شوي، پهکې راغلي چې د مېس عینک کان د لومړني قرارداد شرکت رییس سونګ ون بینګ او ورسره مل پلاوي يې د طالبانو د رییس الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبیدالکبیر سره د دغې پانګې په اړه خبرې اترې کړي دي.
د سونګ په حواله راغلي، د مېس عینک کان په لومړی برخه به له پنځو میلیاردو ډالرو زیاته پانګه وکړي او سیمې ته د غځېدلي سړک له جوړېدو وروسته تمه ده چې راروان کال د اړتیا وړ ماشینونه هم افغانستان ته را وارد کړي.
د سونګ په خبره، د دې پروژې په پلي کېدو سره به درې زرو افغانانو ته د کار زمینه برابره او یو شمېر کسان به د مسلکي زدهکړو لپاره چین ته هم ولېږدوي.
د مېس عینک کان د لوګر په شمال خیتځ او د کابل په جنوب کې د دنګو غرونو تر شا پروت دی چې په سیمه او نړۍ کې د مېسو تر ټولو ستر کان پېژندل کېږي.
د ایمسيسي په نوم یو چینايي شرکت د دې کان د استخراج تړون په ۲۰۰۸م کال کې کله چې حامد کرزی د افغانستان ولسمشر و، له افغان حکومت سره کړی و.
هغه مهال په پام کې وه چې پر دې کان څه باندې درې میلیارده ډالره پانګونه وشي، خو د بېلابېلو تخینکي او امنیتي دلایلو له کبله يې کار ځنډېدلی و.
ملګري ملتونه: د هرات د تېر کال زلزلهځپلو کافي لاسنيوی نهدی شوی
د ملګرو ملتونو یو شمېر مرستندویه ادارې وایي، د هرات له زورورې زلزلې یو کال وروسته تر اوسه پورې په لسګونو زره زیانمنو کسانو کافي لاسنیوی نهدی شوی.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږۍ ادارې یا اوچا پرون سهشنبه په خپله ایکسپاڼه لیکلي چې یو کال مخکې هرات ولایت مرګونو زلزلو ولړزاوه چې ۲۷۵ زره کسان یې بېړنیو مرستو ته اړ کړل.
د اوچا په خبره، که څه هم ملګرو ملتونو او شریکانو یې ډېرو زیانمنو ته مرستې رسولي، خو د بوديجې د کمښت له کبله نهدي توانېدلي چې په اغېزمنه توګه د زیانمنو شویو کسانو د بشپړ رغېدو اساسي ملاتړ وکړي.
د ملګروملتونو پراختیایي ادارې یا "یواینډيپي" پرون په خپله ایکسپاڼه کې ویلي، دغو زلزلو په سلګونو کسان وژلي او په لسګونو کلي یې وران کړي وو چې دې ادارې تر اوسه پورې یوازې د ۲۳۵ کورنیو لپاره موقتي سرپناوې جوړې کړې او په چهاک کې د ۱۶۹ دایمي سرپناو د جوړولو چارې روانې دي.
د افغانستان لپاره د مهاجرت نړیوال سازمان یا "آیاوایم" هم ویلي چې یونیم زر کورنۍ چې په خېمو کې یې ژوند کاوه، ورته کورونه جوړشوي او زیاتوي چې له نورو مرستندویه ادارو سره به د دغو زلزلهځپلو لپاره د کورونو د جوړولو په ګډون د بنسټیزو تاسیساتو او د معیشیت برابرولو په چارو کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
د کابل په سروبي کې د يوې لمريزې برښنا د پروژې عملي چارې پيل شوې
د کابل په سروبي ولسوالۍ کې پرون سهشنبه د ۲۲،۷۵ مېګاواټه لمریزې برښنا د پروژې عملي چارې پیل شوې.
د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس د راپور لهمخې، په سروبي کې نغلو بند ته نژدې د دغې پروژې په پرانیست غونډه کې د طالبانو د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په ګډون یو شمېر لوړپوړو چارواکو ګډون کړی و.
ملا برادر وویل، دا پروژه نه یوازې دا چې د اقلیم له پاک ساتلو سره مرسته کوي، بلکې دا او دا ډول پروژې کولای شي چې په تدریجي ډول پر وارداتي برښنا د افغانستان اتکا راکمه کړي.
دغه پروژه چې یوه ترکي او یوه کورني شرکت شاوخوا ۱۸ميلیون ډالرو پانګونه پهکې کړې، چارې به یې د یوه کال په موده کې بشپړې شي.
ډنمارک د سپټمبر له ۱۸مې وروسته تمديد شوي افغان پاسپورټونه په رسميت نهپېژني
ډنمارک ویلي چې د تېرې سپټمبر میاشتې له ۱۸مې را پهدې خوا هغه افغان پاسپورټونه په رسمیت نهپېژني چې د تمدیدۍ سټیکر پرې لګېدلی وي.
دا پهدې معنا دی چې په ډنمارک کې د تمدیدۍ سټیکر پاسپورټ لرونکي افغانان اړ دي چې نوي پاسپورټونه واخلي.
د شینګین نیوز د راپور لهمخې، لهدې پرېکړې سره سم هغه افغانان چې ډنمارک کې د پنا اخیستنې اسناد لري، د هغو پاسپورټونو مستحق ګرځي چې دغه هېواد یې بهرنیو اتباعو ته ورکوي.
ډنمارکي چارواکو ویلي، هلته مېشت افغانان باید د نوي پاسپورټ لپاره له هغو افغان چارواکو سره تماس ونیسي چې د پاسپورټ د وېش مسوولیت لري.
تر دې وړاندې اروپا کې مېشتو افغان سفارتونو ویلي، دوی د نویو پاسپورټونو کتابچې خلاصې کړي او یوازېنۍ بدیله لاره یې د زړو پاسپورټونو تمدید دی.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د زمري یا اسد د میاشتې په نهمه اعلان وکړ چې په اروپا کې له څو محدودو سفارتونو او قونسلګریو پرته د نورو سفارتونو او قونسلګریو لهخوا د پاسپورټونو د تمدید او نورو سندونو په ګډون د دوی لهخوا ترسره کېدونکي خدمتونه ورته رسمیت نهلري، خو معلومه نهده چې د ډنمارک دغه پرېکړه د طالبانو له هغه اقدام سره کوم تړاو لري او که نه.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت تر اوسه پهدې اړه څه نهدي ویلي.
د خبريالانو مرکز په کابل کې د مهدي انصاري پر ورکېدو خواشيني ښودلې
د افغانستان د خبریالانو مرکز په کابل کې د یوه خبریال مهدي انصاري پر ورکېدو خواشیني څرګنده کړې ده.
په هغه خبرتیا کې چې د سهشنبې په ورځ د تلې یا میزان ۱۷مه د دې مرکز په وېبپاڼه کې خپره شوې، ویل شوي چې انصاري په کابل کې ورک شوی، خو انصاري ته نژدې سرچینې ادعا کوي چې دوی داسې شواهد لري چې نوموړی د طالبانو د استخباراتو لهخوا نیول شوی دی.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د طالبانو له حکومته وغوښتل چې د انصاري وضعیت روښانه کړي او له کورنۍ سره یې د ژر تر ژره یو ځای کېدو زمینه برابره کړي.
دغه مرکز ته د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي، د طالبانو استخباراتو مهدي انصاري نهدی نیولی.
مهدي انصاري تر دې پېښې مخکې په کابل کې د افغانستان له خبري اژانس سره د خبريال په توګه کار کاوه.
دې خبري اژانس په ۱۳۸۸ کال کې په فعالیت پیل وکړ.