افغانستان
طالبانو په کابل کې د تېرې میاشتې حملې په تور د داعش د نیول شویو غړو اعترافونه خپاره کړل
د طالبانو اړوند المرصاد خبري شبکې داعش غړو ته د منسوبو هغو درېیو کسانو اعترافونه خپاره کړي چې کابل کې د تیرې میاشتې له خونړۍ حملې وروسته نیول شوي دي.
په هغې ځان وژونکې حمله کې چې شاوخوا یوه میاشت وړاندې د سنبلې په ۱۲مه د پخوانۍ لویې څارنوالۍ یا د فرامینو او تعقیب اوسني ریاست مخې ته وشوه، ۴۵ کسانو ته مرګژوبله واوښته.
هغه مهال داعش د برید مسوولیت ومانه.
په کومه ویډیو کې چې المرصاد پر خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر تیره شپه خپره کړې، داعش ته منسوب درې غړي اعتراف کوي چې د تېرې میاشتې په برید او یو شمېر نورو حملو کې یې لاس درلود.
معلومه نه ده چې له دغو کسانو څخه دغه اعترافات تر څه ډول شرایطو لاندې اخیستل شوي دي.
دغه کسان چې دوه یې افغانان او درېیم یې د تاجکستان تبعه دی وایي چې داعش دوی کلونه وړاندې جذب کړي او د روزنې لپاره یې د بلوچستان کوټې ښار ته لېږدولي وو.
لوړپوړو امریکايي ډیپلوماتانو له افغانستان او افغان مېرمنو سره د مرستو پر دوام ټینګار وکړ
د افغانستان لپاره د امریکا د متحدهایالاتو د سفارت شارژدافېره کرن ډیکر وایي چې په افغانستان کې به د ښځو او نجونو د ملاتړ، د ټولو افغانانو لپاره د بشري حقونو د ترویج او د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره به د بهرنیو چارو د وزارت له مرستیال جان مارک پومرشیم او د افغان ښځو او نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا له ځانګړې استازې رینا امیري سره په ګډه خپلو هڅې ته دوام ورکړي.
اغلې ډیکر دا خبره پرون په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلې او په دې ټویټ کې یې د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي د تېرو درېیو کلونو له هڅو مننه کړې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ په یوه بیان کې خبر ورکړ چې د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي ټام وېسټ ماموریت پای ته ورسېد.
د افغانستان لپاره د امریکا سفارت د قطر له پلازمېنې دوحې څخه فعالیت کوي.
په کابل کې د امام ابوحنیفه په نوم درېیم نندارتون جوړېږي
ټاکل شوې ده چې په کابل کې د سوداګرۍ او پانګونې خونه د امام ابوحنیفه په نوم درېیم نندارتون جوړ کړي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي وایي چې په دې نندارتون کې به د افغانستان، منځنۍ او جنوبي اسیا هېوادونو، چین، ایران، ترکیې او جاپان تولیدات په څه باندې ۷۰۰ غرفو کې د یکشنبې په ورځ پرانیستل شي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلوماتو له مخې، په دې نندارتون کې به چې اووه ورځې به وي، د کرنې، غالیو، کانونو، روغتیا، لاسي صنایعو، ماشین الاتو، ټرانسپورټ، لوژیستیک، ودانیزو توکو، مخابراتو او یو شمېر نورو کورنیو او بهرنیو توکو په ګډون د بېلابېلو صنعتي سوداګریزو او خدماتي سکتورنو محصولات نندارې وړاندې شي.
د خبریالانو د ملاتړ بنسټونو په غزني کې د حکمت ارین د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه کړې
د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ ټولنې او د افغانستان د خبریالانو مرکز په غزني کې د خبریال حکمت ارین نیولو ته اندېښنه ښکاره کړې او د هغه د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه یې کړې ده.
دغو دوو مرکزونو پرون په جلا جلا بیانونو کې وویل چې په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو روان وضعیت دا څرګندوي چې هلته لا هم د واکمنو لهخوا رسنۍ او خبریالان تر سخت فشار، سانسور او ګواښ لاندې دي.
د غزني د ځایي سرچینو د معلوماتو له مخې، د طالبانو استخباراتو درې ورځې مخکې د خوشال راډیو خبریال حکمت ارین له خپل دفتره ورسره بیولی دی.
خوشال خصوصي راډیو نژدې اووه میاشتې مخکې په غزني کې فعالیت پیل کړ چې سیاسي، اقتصادي، اجتماعي، کلتوري او دیني پروګرامونه خپروي.
د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست د مسکو فارمټ په غونډه کې د ګډون لپاره مسکو ته روان شو
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د افغانستان په اړه د مسکو د فارمټ په شپږمه مشورتي غونډه کې د ګډون لپاره مسکو ته روان شو.
د دې وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد نن په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې د دې سفر په اړه یوازې دومره ویلي چې هغه د روسیې د فدراسیون په رسمي بلنه ترسره کېږي.
د روسیې د تاس خبري آژانس د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت د ویاندې ماریا زاخارووا له قوله ویلي چې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر به په دې غونډه کې چې ټاکل شوې بل سبا د جمعې په ورځ د اکتوبر په څلورمه نېټه جوړه شي، ګډون وکړي.
د نوموړې په خبره، دا شپږمه مشورتي غونډه د افغانستان لپاره د ځانګړیو ماموریتونو د جګپوړیو چارواکو په کچه جوړېږي او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاروف به هم له متقي سره د مسکو او کابل ترمنځ د دوه اړخیزې همکارۍ پر اساسي موضوعاتو خبرې وکړي.
د مسکو فارمټ چې په ۲۰۱۷م کال کې رامنځته شوی، په چوکاټ کې یې د روسیې، افغانستان، چین، پاکستان، ایران او هند استازي سره جرګه کېږي اود افغانستان اړوند ګډو مسایلو په اړه بحث او خبرې کوي.
د طالبانو حکومت پر لبنان د اسراييلو بريد ته غبرګون وښود
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت پر لبنان باندې د اسرايیلو بریدونه په کلکه غندلي او هغه یې د نړیوالو اصولو او اخلاقي معیارونو خلاف عمل بللی دی.
دغه وزارت د سهشنبې په ورځ د تلې په ۱۰مه نېټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره د سیمې او نړۍ له هېوادونو وغوښتل چې د اسرايیلو د تیري د مخنیوي لپاره جدي او ګډ اقدام وکړي.
په دغه اعلاميه کې په لبنان کې د حزبالله د مشر حسن نصرالله د وژل کېدو په اړه څه نهدي ويل شوي، خو ويل شوي چې په فلسطين او لبنان کې چې څه روان دي، د توجيه وړ نهدي.
نصرالله تېره اوونۍ د لبنان په پلازمېنه بیروت کې د اسرايیلو په بریدونو کې ووژل شو.
امریکا د ایران له ملاتړه برخمن حزبالله ډله د یوه تروریستي سازمان په توګه پېژني او اروپايي ټولنې د دغې ډلې یوازې پوځي څانګه په تور لېست کې اچولې ده.
حزبالله د لبنان په پارلمان کې هم څوکۍ لري.
دا پهداسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د حماس ډلې د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه د وژل کېدو په اړه غبرګون ښودلی و.
هنيه د روان کال د اسد مياشتې په لسمه نېټه د ايران په يوه کلي کې په يوه هوايي بريد کې ووژل شو، چې تهران او حماس يې پړه پر اسراييلو واچوله.
حماس د امریکا متحدهایالاتو او اروپايي اتحادیې لهخوا د یو ترهګر سازمان په توګه پېژندل شوی.
منظور پښتين: د پېښور پوليسو خيبر کې د قومي جرګې پر کمپ بريد کړی
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وايي، د پېښور پولیسو په خیبر ایجنسۍ کې د قومي جرګې د تیارۍ پر کمپ برید کړی.
ښاغلي پښتین نن پر خپله فېسبوک پاڼه ولیکل چې، تېره شپه د پېښور له پولیسو سره څو مخ پټو کسانو د پښتون قومي عدالت په نوم د کېدونکې جرګې پر کمپ برید کړی، ډزې یې کړي او یوشمېر خېمو ته یې اور اچولی دی.
پښتین زیاتوي چې د ډزو او اوښکې بهونکي ګاز د کارولو له کبله د دوی ځینې ملګري ټپیان او ځينې نور بېسده شوي دي.
د خیبر پولیسو او د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت تر اوسه پهدې اړه څه نهدي ویلي، خو لهدې مخکې یې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران له قانون په سرغړونو تورن کړي او ځینې یې په امنیتي ادارو د نیوکو په تور نیولي دي.
د خوړو او کرنې ادارې فارياب کې د اوبو د يو کانال د رغولو خبر ورکړی
د ملګروملتونو د خوړو او کرڼې اداره، FAO په فاریاب ولایت کې د ۱،۴ کیلومترو په اوږدوالي د اوبو د یوه کانال د رغولو خبر ورکوي.
دې ادارې پرون دوشنبې په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې، د جنقره کانال به څه باندې ۱۸ سوه هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبه کړي او ۷۵۳۰ کورنۍ به ترې ګټه پورته کړي.
همدارنګه ویل شوي چې دغه کانال به څه باندې ۲۸ زره لنډ مهاله او اوږدمهاله مسلکي او غیرمسلکي شغلونه رامنځ ته کړي.
د رغنیزو چارو په ترڅ کې د نورستان چارواکي هم د کونړ-نورستان د لویې لارې د رغولو د چارو د پیل خبر ورکوي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس د راپور لهمخې د ټولګټو چارو وزارت د ۶۰۰ ميلیونه افغانیو په لګښت دغه ۲۲ کیلومترو اوږده لاره به چې سور یې ۹ متره دی، په اساسي ډول رغول کېږي.
د طالبانو کورنيو چارو وزارت د ژورو څاګانو د سرونو د پټولو امر کړی
د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت په افغانستان کې د ټولو کیندل شویو ژورو څاګانو مالکینو ته خبرداری ورکړی چې، که د خپلو څاګانو سرونه په خوندي ډول پټ نهکړي، ورسره به قانوني چلند وشي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د باختر خبري اژانس د راپور لهمخې دې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د کورنیو چارو وزارت د مشرتابه د پرېکړې لهمخې یوې کمېټې ته دنده سپارل شوې چې د دغه حکم د تطبیق لپاره جدي اقدام وکړي.
د خبرپاڼې لهمخې دغه کمېټه به په ټولو ولایتونو ته سفر کوي، ترڅو دا ډاډ ترلاسه کړي چې د کیندل شویو څاګانو مالکین د خطرونو او د پېښو د مخنیوي لپاره د خپلو څاګانو سرونه په محفوظ ډول بند کړي او که څوک لهدې کار څخه ډډه کوي ورسره به قانوني چلند کېږي.
دغه اقدام داسې مهال کېږي چې ځینې وختونه د افغانستان له یوشمېر ولایتونو څخه دا ډول څاګانو ته د ماشومانو د لوېدو اوان د مړه کېدو راپورونه ورکړل شوي دي.
پهدې وروستیو کې دا ډول یوه پېښه د تېرې پنجشنبې په ورځ د غزني ولایت په ده یک ولسوالۍ کې وشوه چې، نه یوازې یوې څاه ته لوېدلی ماشوم روغ را ونه ایستل شو، بلکې د ژغورنې په عملیاتو کې یې څلورو نورو کسانو هم په څاه کې د ګاز نیونې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د خبريالانو د ملاتړ سازمان په تخار کې د خبريالانو د تصويري راپورونو پر بنديز غبرګون ښودلی
د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان په تخار ولایت کې د طالبانو د امربالمعروف او نهي عنالمنکر ریاست لهخوا د خبریالانو په تصویري راپورونو بندیز په کلکه رد کړی او هغه یې د مطبوعاتو له ازادۍ او ډیموکراټیکو حقوقو څخه په ټکر کې بللي دي.
دې سازمان پرون سهشنبې په یوه اعلامیه کې وویل چې، دا سازمان له ټولو افغان خبریالانو په ځانګړې توګه د تخار ولایت د خبریالانو ملاتړ کوي او ټینګار کوي چې د هغوی حقوق او ازادي باید خوندي شي.
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې پر خبریالانو او رسنیو له سانسوره نیولې، د خبریالانو د نیولو او شکنجې پورې د ځپنې او پراخو محدودیتونو د لګول کېدو راپورونه ورکړل شوي دي.
طالبانو پهدې وروستیو کې په افغانستان کې پر سیاسي ژوندیو خپرونو هم بندیز ولګاوه.