د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۷ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۷

افغانستان

نن هم د افغانستان په ۱۷ولايتونو کې د تېزو بارانونو اټکل شوی

ارشيف
ارشيف

د هواپېژندنې ریاست نن هم د افغانستان په ۱۷ولایتونونو کې د تېز باران او تالندې برېښنا اټکل کړی دی.

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت د هواپېژندنې ریاست نن په یوه خبرداري کې ویلي، د سالنګونو په ګډون به په بدخشان، تخار، نورستان، کونړ، لغمان، کاپیسا، پنجشېر، بغلان، پروان، ننګرهار، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، میدان وردګ، بامیان او غور ولایتونو کې د باران اندازه له ۱۵ تر ۳۰ ملي مترو پورې وي.

وړاندې په خبرداري کې ویل شوي، چې په شمال ختیځو، شمالي، لوېدیځو، جنوبي، ختیځو او مرکزي ولایتونو کې بیا د تېزو بادونو، خاورو او دوړو د پېښېدو اټکل هم شوی، چې د سالنګونو په ګډون به په بېلابېلو سیمو کې د بادونو سرعت په یوه ساعت کې له ۵۰ تر ۷۰ کیلومترو پورې وي.

ملاله يوسفزۍ: د افغان نجونو د زده‌کړو حق غوښتنې ته دوام ورکوم

د نوبل د سولې د جایزې د ګټونکې ملاله یوسفزۍ
د نوبل د سولې د جایزې د ګټونکې ملاله یوسفزۍ

د نجونو د تعلیم فعاله او د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ وایي، د افغان نجونو د تعلیم د حق غوښتنې ته دوام ورکوي.

نوموړې تېره شپه پر خپله ایکس پاڼه/ پخواني ټویټر یوه ویډیویي پيغام کې ویلي چې، دا او نورې فعالانې به د افغان نجونو غږ بدرګه کوي او طالبانو سره به دا حساب کتاب کوي چې ولې يې د نجونو ښونځي تړلي دي.

ملالې یوسفزۍ دغه پيغام د افغان نجونو د ښونځیو د بندېدو د درېیمې کلیزې په مناسبت خپور کړی دی.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په پنځلسمه واک ته له رسېدو وروسته تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښونځي تر دویم اعلان پورې بند کړل، خو د درې کلونو په تېرېدو لا هم بند پاتې دي.

پر ښونځیو سربېره د نجونو پوهنتونونه هم په افغانستان کې بند شوي، چې له کبله یې د طالبانو حکومت تر کلکو نیوکو لاندې دی.

د فوټسال په نړیوال جام کې نن څلور لوبې کېږي

د فوټسال نړیوال جام په ازبکستان کې روان دی چې ۲۴ ټيمونه پکې برخه لري.
د فوټسال نړیوال جام په ازبکستان کې روان دی چې ۲۴ ټيمونه پکې برخه لري.

په تر ټولو مهمه یوه کې به د اتلولۍ مدافع لوبډله پرتګال له پاناما سره مخ شي.

ایران له وینزویلا سره مخ کېږي، دغه راز تاجکستان له مراکش سره لوبه لري او ګواتیمالا به د فرانسې په وړاندې ولوبیږي.

پرون هم د فوټسال په نړیوال جام کې افغانستان خپله لومړنۍ لوبه له انګولا څخه وګټله.

افغانستان شپږ پر څلور د انګولا په ماتولو بریالی شو.

د افغانستان راتلونکې لوبه سبا چهارشنبه له ارجنتاین سره ده.

د فوټسال نړیوال جام په ازبکستان کې روان دی چې ۲۴ ټيمونه پکې برخه لري.

هرات کې د ۲۵ښوونځيو او مدرسو د بيارغونې چارې پيل شوي

افغانستان کې د يو ښوونځي انځور
افغانستان کې د يو ښوونځي انځور

د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت په یوه بیان کې ويلي، په هرات کې د ۲۵ښوونځیو او مدرسو د بیارغونې چارې پيل شوې.

د بیان پر اساس تمه ده، د څه باندې شلو میلیونو افغانیو په لګښت په‌دې پروژو کې د هرات په ښار او څو ولسوالیو کې یوشمېر ښوونځي او دیني مدرسې ترمیم او ورغول شي.

دا ښوونځي او مدرسې د پوهنې وزارت په بودیجه بیا رغول کېږي.

طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې په ټولو ولایتونو کې د دیني مدرسو بیا رغونې ته مخه کړې ده.

د ۲۰۲۳ کال په پای کې د یوې سروې په اساس د دیني مدرسو شمېر له ۱۹زرو اوښتی وو.

عبدالرشيد دوستم د طالبانو په وړاندې د يو موازي حکومت جوړولو غږ کړی

عبدالرشيد دوستم
عبدالرشيد دوستم

د افغانستان د مخلوع جمهوري نظام یوه پخواني مرستیال ولسمشر (مارشال) عبدالرشید دوستم د طالبانو په وړاندې د یوه موازي حکومت د جوړولو غږ کړی دی.

دوستم او د طالبانو د مخالفو ډلو اکثرو مشرانو په ترکیه کې د افغانستان د نجات لپاره د مقاومت عالي شورا جوړه کړې او وخت ناوخته غونډې جوړوي.

پرون هم په ترکیه کې دې غونډې ته په وینا کې عبدالرشید دوستم د موازي حکومت د جوړولو خبره وړاندې کړې ده.

عبدالرشید دوستم ویلي چې، د طالبانو پر ضد به مبارزه کوي او ادعا یې کړې چې کولای شي د طالبانو حکومت مات کړي.

طالبانو لا د دوستم د دې ادعا او څرګندونو په اړه څه نه‌دي ویلي.

امریکايي چارواکو ویلي چې د طالبانو د مخالفو ډلو پوځي ملاتړ نه کوي، خو له غیر طالب مشرانو او د طالبانو له سیاسي مخالفینو څخه سیاسي ملاتړ کوي او لیده کاته ورسره کوي.

د فوټسال نړیوال جام؛ افغانستان په لومړۍ لوبه کې انګولا ته ماتې ورکړه

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله.
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې نن یک‌شنبه د سپټمبر میاشتې په ۱۵مه نېټه په نړیوال جام کې خپله لومړۍ سیالي ترسره کړه چې، د انګولا هېواد ته یې شپږ پر څلور ماتې ورکړه.

دغه سیالي د کابل پر وخت ماذیګر ۵:۰۰ بجې د ازبکستان د پلازمېنې تاشکند په هومو لوبغالي کې پیل شوې وه.

د دې لوبې په لومړۍ نیمایي کې افغانستان ۵ او انګولا دوه ګولونه وهلي و او په دویمې نیمایي کې انګولا دوه نور او افغانستان یو ګول وواهه.

د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه اکبر کاظمي وګټله.

افغانستان به خپله دویمه سیالي د راتلونکې چهارشنبې په ورځ د ارجنټاین پر وړاندې ترسره کوي.

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې په لومړۍ نیمایي کې پنځه ګولونه ووهل

د افغانستان فوټسال ملي لوبډله نن له انګولا سره لوبيږي.
د افغانستان فوټسال ملي لوبډله نن له انګولا سره لوبيږي.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د نړیوال جام په لومړۍ لوبه کې د انګولا پر وړاندې ۵ ګولونه وهلي دي.

دغه سیالي چې د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د کابل پر وخت ماذیګر ۵:۰۰ بجې پیل شوې ده، لومړۍ نیمایي یې ۵-۲ د افغانستان په ګټه روانه ده.

فوټبال فدراسیون ویلي دي، افغانستان ته اکبر کاظمي، مهدي نوروزي، امید قنبري او حسین محمدي ګولونه وهلي دي.

د افغانستان فوټسال ملي لوبډله نن خپله لومړۍ لوبه له انګولا سره کوي

د افغانستان فوټسال ملي لوبډله.
د افغانستان فوټسال ملي لوبډله.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د نړیوال جام په لړ کې نن په خپله لومړنۍ سیالي کې له انګولا سره مخامخ شي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا لوبه نن مازیګر د کابل په وخت ۵:۰۰ بجې ترسره کېږي.

د ۲۰۲۴ د فوټسال نړیوال جام پرون شنبه په ازبکستان کې پیل شو او په لومړۍ مسابقه کې تایلنډ دوه پر یو کرویشیا ته ماته ورکړه او په دوهمه لوبه کې بیا برازیل ۱۰ پر صفر کیوبا ته ستره ماته ورکړه.

يو‌اين‌ايچ‌سي‌ار په باميان کې د قابلو لپاره د يو روزنيز پروګرام د پای ته رسېدو خبر ورکړی

باميان کې د يو‌اين‌ايچ‌سي‌ار له‌خوا روزل شوې قابلې.
باميان کې د يو‌اين‌ايچ‌سي‌ار له‌خوا روزل شوې قابلې.

په افغانستان کې د کډوالو لپاره د ملګروملتونو لویې کمېشنرۍ "یو‌این‌ایچ‌سي‌ار" د مېندو او ماشومانو د مړینو د کمولو لپاره په بامیان کې د قابله‌ګانو د روزنې پروګرام د فارغانو دوهم پړاو اعلان کړ.

د ملګروملتو دې ادارې پرون شنبې پر خپله ایکس‌پاڼه (پخواني ټویټر) ولیکل چې، د قابله‌ګۍ د زده‌کړې پروګرام یې د اروپايي اتحادیې او همکارو مؤسسو په مالي مرسته اجرا کړی دی.

د کډوالو لپاره د ملګروملتونو د لویې کمېشنرۍ په وینا، دا قابلې هڅه کوي چې په افغانستان کې د مېندو او ماشومانو د مړینو کچه راټیټه کړي.

تر دې مخکې د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې وه او ویلي وو، چې هره ورځ په افغانستان کې په‌داسې ناروغیو چې تداوي کېدای شي ۲۴ مېندې او ۱۶۷ ماشومان مړه کېږي.
دغه سازمان خبرداری ورکړی، په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د نجونو پر زده‌کړو بندیز په افغانستان کې د ښځو وضعیت لا پسې خراب کړی او د راتلونکي لپاره د کادرونو د روزلو هیله يې له‌منځه وړې ده.

ميدان وردګ او فراه کې د ترافيکي پېښو له امله پنځه تنه مړه شوي او ۹ ټپيان دي

له ارشيفه د ترافيکي پېښې يو انځور
له ارشيفه د ترافيکي پېښې يو انځور

په میدان وردګ او فراه ولایتونو کې په دوو ترافیکي پېښو کې لږ تر لږه ۵ تنه مړه او ۹ نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو د میدان وردګ ولایت د اطلاعاتو او کلتور رياست په یوه خبرپاڼه کې ویلي، نن یک‌شنبه د دغه ولایت په مرکز میدان‌ښار کې د سپرلیو له یوه موټر سره د باروړونکې لارۍ د ټکر په نتیجه کې د یوې کورنۍ ۳ غړي مړه او ۳ نور سخت ټپیان شوي دي.

له بلې خوا د فراه ولایت په بالابلوک ولسوالي کې پرون (شنبې) د سپرلیو د یوه موټر د چپه کېدو په پېښه کې دوه تنه مړه او ۶ نور ټپیان شوي دي.

د تېرې اوونۍ د سه‌شنبې په ورځ د طالبانو د ترافیکو عمومي ريیس وویل، په تېرو شپږ میاشتو کې په افغانستان کې ۱۲۰۰ تنه په ترافیکي پېښو کې مړه شوي دي.

د اکثرو پېښو علت د موټرچلوونکو بې‌احتیاطي، د لارو خرابوالی او زیات سرعت بلل کېږي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG