د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۵ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۰

افغانستان

طالبانو له ایران او پاکستانه د سلګونو افغان کډوالو د ستنېدو خبر ورکړی

ارشیف: له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال چې افغانستان ته روان شوي دي.
ارشیف: له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال چې افغانستان ته روان شوي دي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له ایران او پاکستانه د سلګونو افغان کډوالو د ستنېدو خبر ورکړی دی.

دغه وزارت تېره شپه پر خپله ایکس­پاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي چې پرون ۸۴۱ افغان کډوال له ایرانه په خپله خوښه، یا هم جبري ډول افغانستان ته ایستل شوي دي.

دغه راز د غبرګولي یا جوزا پر ۳۱مه او د چنګاښی یا سرطان پر لومړۍ نېټه بیا له پاکستانه د ۱۱۰ افغان کډوالو د جبري ستنېدو خبر ورکړل شوی دی.

دغه وزارت لیکلي، ځینې اړ کسان د لومړنیو مرستو ترلاسه کولو لپاره د کډوالۍ نړیوالو ادارو ته وروپېژندل شول.

له پاکستانه د نومبر له لومړۍ نېټې د بې اسناده افغان کډوالو د ډله ییز اخراج لړۍ روانه ده، ورسره ایران هم د افغان کډوالو ایستلو ته شدت بخښلی دی.

شل اوریز نړیوال جام؛ ګلبدین نایب د اسټرالیا پر وړاندې د غوره لوبغاړي جایزه وګټله

 د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی ګلبدین نایب چې د نننۍ لوبې غوره لوبغاړي جایزه یې وګټله.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی ګلبدین نایب چې د نننۍ لوبې غوره لوبغاړي جایزه یې وګټله.

د کرکټ شل اوریز نړیوال جام د اتو غوره لوبډلو په پړاو کې افغانستان د ۲۱ منډو په توپير اسټرالیا ته ماتې ورکړه.

په دې سیالۍ کې د افغانستان لپاره رحمن‌الله ګربز، ابراهیم ځدراڼ او نوین الحق هم ښه وځلېدل، خو ګلبدین نایب د لوبې په مهمه شېبه کې د اسټرالیا مخکښ لوبغاړي وسوځول او د لوبې غوره لوبغاړی شو.

هغه په ۴ اورونو کې ۲۰ منډې ورکړې او د ګلین میکسویل، مارکس سټاینز، ټیم ډیویډ او پاټ کمېنز ویکټې ترلاسه کړې.

شل اوریز نړیوال جام؛ افغانستان اسټرالیا ته په لومړي ځل ماتې ورکړه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د شل اوریز نړیوال جام د اتو غوره لوبډلو په پړاو کې د اسټرالیا ملي لوبډلې ته د ۲۱ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

دا لومړی ځل دی چې افغانستان په کرکټ کې اسټرالیا ته ماتې ورکوي.

په نننۍ سیالۍ کې افغانستان د ۱۴۹ منډو هدف ټاکلی و چې اسټرالیا د ټولو لوبغاړو تر سوځېدو وروسته ۱۲۷ منډې وکړې.

افغان لوبډلې ته په توپوهنه کې رحمن‌الله ګربز او ابراهیم ځدراڼ نیمه سلیزې جوړې کړې او په توپ اچونه کې ګلبدین نایب ۴ او نوین‌الحق ۳ لوبغاړي وسوځول.

دا د اتو غوره لوبډلو په پړاو کې د افغانستان لومړۍ بریا وه، که افغان لوبډله له بنګله‌دېش هم راتلونکې سیالي وګټي، نو نیمه پایلوبې ته د رسېدو چانسونه به یې زیات شي.

شل اوریز نړیوال جام؛ افغانستان اسټرالیا ته د ۱۴۹ منډو هدف ورکړ

د افغانستان او اسټرالیا د روانې لوبې یو انځور
د افغانستان او اسټرالیا د روانې لوبې یو انځور

د کرکټ شل اوریز نړیوال جام د اتو غوره لوبډلو په پړاو کې افغانستان د اسټرالیا پر وړاندې د خپلې توپوهنې پاڼۍ بشپړه کړه او ۱۴۸ منډې یې وکړې.

د دې سیالۍ پچه اسټرالیا ګټلې وه او افغان لوبډلې ته یې توپوهنه ورکړې وه.

د افغان لوبډلې پیلیزو توپوهونکو رحمن الله ګربز او ابراهیم ځدراڼ یو وار بیا خپلې لوبډلې ته ښه پیل ورکړ او د ۱۱۸ منډو ملګرتیا یې وکړه.

ګربز په ۶۰ او ابراهیم په ۵۱ منډو خپلې وېکټې له لاسه ورکړې.

د اسټرالیا لپاره پاټ کمېنس ستوری توپ اچونکی و چې د دویم ځل لپاره یې په روان نړیوال جام کې هېټریک ترسره کړ.

که افغان لوبډله دا سیالي وګټي، نو له بنګله‌دېش تر سیالۍ ګټلو وروسته به نیمه پایلوبې ته ورسېږي او که اسټرالیا یوازې همدا لوبه وګټله نیمه پایلوبې ته رسېږي.

د نیکاراګووا د افغانستان لپاره سفیر ګمارلی

د نیکاراګووا بیرغ
د نیکاراګووا بیرغ

د نیکاراګووا محلي رسنیو راپور ورکړی چې دغه هېواد د افغانستان لپاره سفیر ګمارلی دی.

مایکل کمبپل، چې دا مهال په چین کې د نیکاراګووا سفیر دی، ټاکل شوې تر دې وروسته د کابل لپاره د دغه هېواد د سفیر په توګه دنده ترسره کړي.

د نیکاراګوا د ولسمشر مرستیالې روزاریو موریلو د افغانستان لپاره د سفیر د ګمارلو خبر تایید کړی دی.

د نیکاراګووا په ګډون تر اوسه د نړۍ یوه هېواد هم د طالبانو سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو د ګوتو په شمار هېوادونو د طالبانو ډيپلوماتان منلي او د ځینو هېوادونو سفارتونه په کابل کې فعال دي.

طالبان: اوسمهال په افغانستان کې شاوخوا ۶۰ تنه بهرني وګړي بندیان دي

د طالبانو په کنټرول کې د پلچرخي زندانه یوه څنډه
د طالبانو په کنټرول کې د پلچرخي زندانه یوه څنډه

د افغانستان یوې کورنۍ رسني د طالبانو د چارواکو له قوله خبر ورکړی چې دا مهال د هېواد په زندانونو کې شاوخوا شپېته تنه بهرني وګړي بندیان دي.

آریانا نیوز پرون د زندانونو د ریاست د مرستیال عبدالله همدرد له قوله خبر ورکړ چې نوموړی وایي، شپېته بهرني وګړي چې لس مېرمنې هم په‌کې دي اوسمهال د افغانستان په محبسونو کې بندیان دي.

د طالبانو دې چارواکي د دې بندیانو د هویت په اړه او دا چې د کومو هېوادونو وګړي دي، څه نه دي ویلي، خو له دې مخکې د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورتر ریچارد بینېټ خبرداری ورکړی و چې امریکايي وګړی رایان کوربت چې له دوو کلونو راهیسې له طالبانو سره بندي دی د روغتیايي اسانتیاوو د نشتوالي له کبله له جدي روغتیايي خطر او حتی مرګ سره مخامخ دی.

کوربت په افغانستان کې له نادولتي موسسو سره کار کاوه او په ۲۰۲۱م کال کې چې طالبان پر افغانستان واکمن شول دی له افغانستانه ووت خو د ۲۰۲۲م کال په جنوري میاشت کې بېرته افغانستان ته ستون شو چې سمدستي د طالبانو له خوا ونیول شو.

د افغانستان په ۲۳ ولایتونو کې د درنو ورښتونو، سېلابونو او سختو بادونو اټکل شوی

ارشیف: په پروان کې له دې مخکې بارانونو او سېلابونو خلکو ته زیانونه اړولي دي.
ارشیف: په پروان کې له دې مخکې بارانونو او سېلابونو خلکو ته زیانونه اړولي دي.

د افغانستان د هواپېژندنې ادارې د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې د درنو ورښتونو، سېلابونو او سختو بادونو اټکل کړی دی.

د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند ریاست په یو بیان کې چې پرون خپور شو، اټکل کړی چې په بدخشان، تخار، بغلان، پنجشېر، نورستان، کونړ، لغمان، کاپیسا، پروان، ننګرهار، کابل، لوګر، پکتیا، پکتیکا، خوست، بامیان، غزني، میدان وردګو، دایکنډي، سمنګان، غور، سرپل او فاریاب ولایتونو کې نن د نسبتاً سخت باران او ورسره د سېلابونو د راوتلو احتمال شته.

په بیان کې یادونه شوې چې د هېواد په ځینو شمالي، لوېدیځو، مرکزي او جنوبي سیمو له هغې ډلې په سالنګونو کې له سختو بادونو سره د دوړو امکان شته.

شل اوریز نړیوال جام؛ افغانستان د اسټرالیا پر وړاندې توپوهنه کوي

د افغان لوبډلې لوبغاړي د مخکېنۍ لوبې پر مهال
د افغان لوبډلې لوبغاړي د مخکېنۍ لوبې پر مهال

د کرکټ شل اوریز نړیوال جام د اتو غوره لوبډلو په پړاو کې به افغانستان له اسټرالیا سره خپله دویمه سیالي نن یکشنبه د کابل پر وخت سهار ۵:۰۰ بجې پیل کړي.

د لوبې پچه اسټرالیا وګټله او د توپ اچونې پرېکړه یې وکړه.

د دې سیالي لپاره د افغانستان په یولس کسیز ترکیب کې هم دوه بدلونونه راغلي چې ننګیالی خروټی او کریم جنت به د نجیب‌الله ځدراڼ او حضرت‌الله ځاځي پرځای لوبه کوي.

تر دې دمه د اتو غوره لوبډلو په پړاو کې افغانستان لومړۍ سیالي هند ته بایللې او اسټرالیا بیا له بنګله‌دېش ګټلې ده.

د افغان حاجیانو لومړۍ ډله افغانستان ته ورسېده

افغان حاجیان
افغان حاجیان

د افغان حاجیانو لومړۍ ډله نن سهار افغانستان ته ورسېده.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمد الله فطرت په ایکسپاڼه یا پخوانی ټویټر کې لیکلي چې ۳۴۶ حاجیان نن د کابل په هوایي ډګر کې ښکته شول.

د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په وینا، سږ کال په څلور نوي الوتنو کې ۳۰زره افغان حاجیان د حج په مراسمو کې د ګډون لپاره سعودي عربستان ته تللي وو.

د دوحې په راتلونکې غونډه کې د افغان ښځو استازې برخه نه اخلي

د پلازمېنې دوحې یوه څنډه
د پلازمېنې دوحې یوه څنډه

د دوحې په راتلونکې غونډه کې د افغان ښځو استازې برخه نه اخلي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تر پرونۍ غونډې وروسته د یوناما مشرې روزا اوتنبایووا په نیویارک کې خبریالانو ته وویل، ملګرو ملتونو ته څوک شرایط نه شي ایښودلی چې څرنګه غونډه به جوړوي.

اغلې اوتنبایووا زیاته کړه چې د دوحې د راتلونکې غونډې مشري د ملګرو ملتونو سیاسي مشره روزماري دیکارلو کوي او د افغانستان لپاره د۲۲ هېوادونو په ځانګړیو استازیو کې چې کومې ښځې دي، هغوی به هم ګډون په کې وکړي.

په دوحه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو دوه ورځنۍ غونډه د جون په ۳۰مه پيلېږي.

په دې غونډه کې د افغان مېرمنو د استازیو پر نه ګډون د بشري حقونو یو شمېر ډلو سخت اعتراض کړی دی.

د بشري حقونو د څار ډلې اجراییوي مشرې تیرینا حسن وویل، د طالبانو له لوري پر ښځو او نجونو د فشارونو له کبله ملګري ملتونه غواړي داسې غونډه جوړه کړي چې په اجنډا کې یې د ښځو د حقونو مسئله شامله نه وي او د غونډې په خونه کې افغانې ښځې نه وي چې دا ټکان ورکوونکې پرېکړه ده.

د بخښنې د نړیوال سازمان عمومي مشر اګنیس کالمارد بیا وویل، که چېرته د دوحې په غونډه کې د ښځو د بشري حقونو مدافعان او د افغان مدنې ټولنې استازي برخه وانه‌خلي، د غونډې اعتبار به له منځه ولاړ شي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG