د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۴ لړم ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۲

افغانستان

د جولای مياشت کې د افغانانو په ګډون تر ۷۴زره ډېرو کسانو اروپايي ټولنه کې د پناه غوښتنه کړې

د اروپايي ټولنې بيرغ
د اروپايي ټولنې بيرغ

د افغانانو په ګډون څه باندې ۷۴ زره کسانو د روان کال په جولای میاشت کې په اروپايي ټولنه کې د پناه غوښتنه کړې ده.

د هغې راپور پر بنسټ چې پرون پنج‌شنبې د (اکټوبر ۲۴مه) د اې یو ریپورټر پر وېب‌‌پاڼه خپور شوی ویلي شوي، دا شمېر د تېرکال د جولای میاشتې د پناه غوښتنې د غوښتنلیکونو په نسبت اووه نیم سلنه کم دی.

د ۲۰۲۳ کال په جولای کې اتیا زره دوه اویا کسانو په اروپايي ټولنه کې د پناه غوښتنه کړې وه.

په راپور کې راغلي، لا هم افغانان، سوریایان او د ونزویلا وګړي د پناه غوښتونکو لویه برخه جوړوي.

د راپور پر بنسټ، د ۲۰۲۴ کال په جولای میاشت کې ۱۲۲۹۵سوریایانو، ۶۰۳۰ افغانانو او ۵۱۷۰ د ونزویلا وګړو د پناه غوښتنه کړې ده.

د افغانستان په ۱۳ ولايتونو کې د ورښتونو او سېلابونو د راوتو اټکل شوی

ارشيف
ارشيف

د طالبانو تر واک لاندې د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ریاست د افغانستان په ۱۳ ولایتونو کې د ورښتونو او سېلونو د راوتو اټکل کړی دی.

دې ریاست پرون پنج‌شنبې د (اکټوبر ۲۴مه) په یوې خبرپاڼه کې په هرات، بادغیس، غور، فاریاب، جوزجان، سرپل، بامیان، بلخ، سمنګان، بغلان، کندز، تخار او بدخشان ولایتونو کې نن جمعه او سبا شنبې د نسبتاً شدیدو ورښتونو، تالندې برېښنا او د سېلونو د راوتو اټکل کړی دی.

په خبرپاڼه کې په بېلابېلو سیمو کې د باران اندازه د ۵۰ څخه تر ۱۰۰ ملي مټرو پورې اټکل شوې ده.

تېره میاشت، د شدیدو ورښتونو او سېلابونو له کبله په ننګرهار او کونړ ولایتونو کې درې تنه مړه شوي او ۲۰ نور ټپیان شوي وو.

دغو سېلابونو خلکو ته مالي زیانونه هم اړولي وو.

طالبان کابل کې خپرندويو ټولنو ته د ممنوعه کتابونو په بدل کې قرانکريمونه او تفسيرونه ورکوي

له ارشيفه د يوې خپروندويې ټولنې انځور
له ارشيفه د يوې خپروندويې ټولنې انځور

په کابل کې یوشمېر خپرندویه ټولنو نن ازادي راډيو ته وویل، د طالبانو د اطلاعات او کلتور وزارت د ممنوعه کتابونو پر ځای دوی ته داسې بدیل ورکوي چې د دوی په زیان دی.

د دغو خپرندویه ټولنو د استازیو په وینا چارواکو له دوی څخه د لکونو افغانیو کتابونه وړي دي او دوی ته یې په بدل کې یوه ډالۍ ورکوي، چې نه له اخلاقي او نه له حقوقي پلوه مناسبه ده.

د طالبانو د اطلاعات او کلتور وزارت پرون خبر ورکړ چې، تر اوسه یې له بازارونو څلور سوه عنوانه داسې کتابونه راغونډ کړې دي چې د دوی په وینا د افغانستان له ملي ګټو او اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې دي.

د طالبانو په وینا د راغونډو شویو کتابونو په بدل کې قرانکریمونه او تفسیرونه دوکاندارانو ته سپارل کېږي، چې دا لړۍ په پلازمېنه کې پيل شوې ده او ژر به د ولایتونو په لور وغځیږي.

د قطر او د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ استازو د افغانستان پر بشري وضعیت خبرې کړي

له پاکستانه ایستل شوي ځینې افغان کډوال
له پاکستانه ایستل شوي ځینې افغان کډوال

د افغانستان په چارو کې د قطر ځانګړي استازي فیصل بن عبدالله الحنزاب په دوحه کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د لویې کمېشنري له استازي عارفات جمال سره په کتنه کې د افغانستان د وروستیو تحولاتو په اړه خبرې وکړې.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت پرون چهارشنبې په یوه بیان کې ویلي چې په دې غونډه کې دواړو خواوو په افغانستان کې د سولې د پیاوړتیا د لارو چارو او د وروستیو پرمختګونو په اړه خبرې وکړې.

په بیان کې زیاته شوي چې په دې کتنه کې د افغانستان خلکو ته د بشري مرستو پر دوام ټینګار وشو.

د ملګرو ملتونو د کډوالو لویې کمېشنرۍ په یوه راپور کې مخکې اعلان کړی و چې په روان میلادي کال کې یې ۴۸زرو او ۳۰۰ راستنېدونکو افغانانو ته مرسته کړې ده.

د برېکس سازمان غړي هېوادونه: طالبان دې پر افغان نجونو او ښځو د زده‌کړو بندیز پای ته ورسوي

د برېکس سازمان د ۱۶مې سرمشریزې یو انځور
د برېکس سازمان د ۱۶مې سرمشریزې یو انځور

د چین، روسیې او د برېکس سازمان د نورو غړو هېوادونو مشرانو له طالبانو وغوښتل چې پر افغان نجونو او ښځو د زده‌کړو بندیز پای ته ورسوي.

هغوی د خلکو د اساسي حقونو په درناوي ټینګار کړی او په افغانستان کې د مسائلو د سوله‌ییز او عاجل حل غوښتنه کړې ده.

د برېکس د ۱۶مې سرمشریزې د پای په اعلامیه کې د ښځو، نجونو او د دغه هېواد د بېلابېلو قومونو د حقونو په شمول د افغانستان د خلکو پر اساسي حقونو ټینګار شوی دي.

همداراز په افغانستان کې د بېړنیو او بې‌وقفې بشري مرستو پر وړاندې کولو هم ټینګار شوی دی.

د بریکس ۱۶مه غونډه چې د اکټوبر په ۲۲مه د روسیې د تاتارستان جمهوریت په کازان ښار کې پیل شوې، تر نن، د اکټوبر ۲۴مې پورې دوام کوي او په هغې کې د ۳۶ هېوادونو او ۶ نړیوالو سازمانونو پلاوي ګډون لري.

په دې سرمشریزه کې د غړو هېوادونو، لکه روسیې، برازیل، هند، چین، جنوبي افریقا، مصر، متحده عربي اماراتو، ایتوپیا او ایران مشران هم ګډون لري.

کرزي په کابل کې وروستۍ چاودنه په کلکه غندلې

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی
د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې وروستۍ چاودنه په کلکه غندلې ده.

کرزي نن د اکټوبر ۲۴مه په ایکسپاڼه یا پخوانۍ ټویټر کې دا پېښه یو تروریستي عمل بللی دی.

د دې چاودنې په پایله کې، چې پرون ماسپښین چهارشنبه د اکټوبر ۲۳مه د کابل په مرکزي برخه، د سینما پامیر په ګڼه ګوڼه سیمه کې وشوه، دوه کسان وژل شوي او لږ تر لږه ۱۱ نور، چې په‌کې دوه ماشومان هم شامل دي، ټپیان شوي دي.

په خواله رسنیو کې خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې چاودنه د جامو پلورلو په یوه مارکېټ کې د ملکي خلکو په منځ کې شوې ده.

تر اوسه هېڅ ډلې د دې چاودنې مسوولیت نه دی منلی او طالبانو، چې د کابل ښار کنټرول په لاس کې لري، تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د اسیا کرکټ ایمرجېنګ جام؛ د افغانستان او هند الف لوبډلو ترمنځ نیمه پایلوبه کېږي

د افغانستان د کرکټ الف لوبډله
د افغانستان د کرکټ الف لوبډله

د اسیا د کرکټ د ایمرجېنګ جام سیالیو په ترڅ کې نن د افغانستان الف لوبډله په نیمه پایلوبه کې د هند له الف لوبډلې سره مخامخېږي.

د دې لوبو بله نیمه پایلوبه به د سریلانکا الف او پاکستان الف ترمنځ وشي.

د دغو دواړو لوبو ګټونکي به په پایلوبې ته ووځي.

د اسیا د کرکټ د ایمرجېنګ جام سیالیو کوربه عمان دی چې پایلوبه به یې د اکټوبر په ۲۷مه د پلازمېنې مسقط په جنوب کې د العامرات په لوبغالي کې ترسره شي.

د نړۍ د بوکس د پخواني اتل محمد علي کلي مېرمن کابل ته ځي

د نړۍ د بوکس د پخواني اتل محمد علي کلي مېرمن خلیله علي
د نړۍ د بوکس د پخواني اتل محمد علي کلي مېرمن خلیله علي

د نړۍ د بوکس د پخواني اتل محمد علي کلي مېرمن خلیله علي نن کابل ته ځي.

د طالبانو د بدني روزنې او ورزش ریاست په یوه بیان کې ویلي چې د دې سفر هدف په کابل کې د فوټبال د یوه لوبغالي پرانیستنه ده.

خلیله علي په ۲۰۲۱م کال کې کابل ته د یوه سفر په ترڅ کې ژمنه کړې وه چې د قرغې په سیمه کې به په اته سوه جریبه مځکه کې د فوټبال یو لوبغالي جوړ کړي چې دا د دې په وینا د محمد علي کلي ارمان و.

طالبان: له بازارونو مو ۴۰۰ عنوانه کتابونه راټول کړي

ارشیف: په کابل کې یو کتاب پلورنځی
ارشیف: په کابل کې یو کتاب پلورنځی

د طالبانو د اطلاعات او کلتور وزارت پرون خبر ورکړ چې تراوسه یې له بازارونو ۴۰۰ عنوانه داسې کتابونه راغونډ کړي چې د دوی په وینا د افغانستان له ملي ګټو او اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې دي.

د کال په پيل کې ازادي راډیو د پنځه اویا پښتو او دري سیاسي تاریخي، ادبي او دیني کتابونو لېست ترلاسه کړی و چې طالبانو له کتابپلورنځیو راغونډ کړي وو بیا داسې راپورونه خپاره شول چې دا لړۍ دوام لري.

د طالبانو د اطلاعات او کلتور وزارت د خپرونو د چارو سرپرست معین مولوي ضیاالحق حقمل د چهارشنبې په ورځ د یوې غونډې په ترڅ کې په کابل کې وویل چې له دوکانونو او خپرندویه ټولنو څخه د راغونډو شویو کتابونو په بدل کې هغوی ته نور کتابونه ورکول کېږي.

د طالبانو په وینا، د راغونډو شویو کتابونو په بدل کې قرانکریمونه او تفسیرونه دوکاندارانو ته سپارل کېږي چې دا لړۍ په پلازمېنه کې پيل شوې او ژر به د ولایتونو په لور وغځېږي.

د کابل ښار د تذکرو ریاست د دروازې مخې ته چاودنې مرګ‌ژوبله اړولې

د افغانستان په عمومي نقشه کې د کابل ولایت موقعیت
د افغانستان په عمومي نقشه کې د کابل ولایت موقعیت

د کابل ښار د تذکرو ریاست د ورودي دروازې مخې ته نن یوې چاودنې مرګ ژوبله اړولې ده.

د طالبانو په حکومت کې یوې باوري سرچینې چې د موضوع د حساسیت له کبله یې نه غوښتل نوم یې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل چې دا چاودنه د چهارشنبې ماسپښین د عقرب دوهمه د پامیر سینما ترڅنګ هغه مهال وشوه چې یو بریدګر د چاودېدونکو موادو سره غوښتل د تذکرو ریاست ته ننوځي.

د دې سرچینې په وینا، مخکې له دې چې بریدګر دې ریاست ته ننوځي، چاودېدونکي مواد یې وچاودېدل چې په پایله کې خپله بریدګر ټپي شو، خو په سیمه کې دوه ملکیان ووژل شول.

عیني شاهدان وايي چې چاودنه په داسې ځای کې شوې چې د سړک د غاړې پلورنکي په کې وو او هغوی ته یې مرګ‌ژوبله اړولې ده.

تر اوسه هېڅ شخص یا ډلې د دې پېښې مسوولیت نه دی منلی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG