افغانستان
ټام وېسټ د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د بنديزونو د همغږۍ دفتر د سرپرست په توګه ټاکل شوی
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بندیزونو د همغږۍ د دفتر د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.
په هغه اعلامیه کې چې د بهرنیو چارو وزارت د سهشنبې په ورځ په خپله وېبپاڼه کې خپره کړې، د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ویلي چې، ټام وېسټ د ۲۰۲۱ کال د اکتوبر له میاشتې راهیسې د افغانستان لپاره د ځانګړې استازي په توګه نه ستړې کېدونکې هڅې کړي، ترڅو د افغانستان په اړه د متحدهایالتونو د پالیسۍ په رڼا کې د متحدهایالتونو ملي ګټې او هم د افغانستان د خلکو سوکالي ډاډمنه شي.
په اعلامیه کې ویل شوي چې له افغانستان سره د متحدهایالتونو ژمنه د یوه دومداره لومړیتوب په توګه په خپل حال ده او د بهرنیو چارو وزارت هڅې به د افغانستان لپاره د متحدهایالتونو د استازولۍ د مشرې، کرن ډیکر، د ځانګړې استازې رینا امیري او د سفیر جان مارک پامیرشایم John Mark Pommersheim لهخوا پرمخ وړل کېږي.
د ښاغلي بلېنکن په خبره د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیره مېرمن ډیکر به له دوحې د افغانستان په اړه پالیسي مخته وړي.
د افغان نجونو، ښځو او بشري حقونو لپاره ځانګړې استازې مېرمن امیري به د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو د خوندي کولو لپاره ډیپلوماتیکي هڅې او پالیسي مخته وړی او له واشنګټن څخه به سفیر او د مرکزي اسیا لپاره د بهرنیو چارو وزرات مرستیال ښاغلی پامیر شایم د افغانستان په اړه د پالیسۍ د پراختیا او د ادارو ترمنځ د همغږۍ مشري کوي.
د طالبانو حکومت له خلکو سره د تبعيضي چلند په اړه د ايران د ځانګړي استازي څرګندونې رد کړې
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان لپاره د ایران د ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي هغه څرګندونې رد کړې چې، ګواکې دوی له افغانانو سره تبعیضي چلند کوي.
د طالبانو تر واک لاندې ملي راډيو ټلوېزیون نن سهشنبه د دغه وزارت د مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد په حواله ویلي، د دوی حکومت ټولو افغانانو ته د خپل رعیت په نظر ګوري او هیڅوک نهشي کولای چې له چا سره تبعیضي چلند وکړي.
ښاغلي قمي تازه له ایرنا خبري اژانس سره خبرو کې ویلي، ایران له درې کلونو راهیسې په کابل او کندهار کې طالب مشرانو ته مشورې ورکړي چې د یوه قوم، یوې ژبې او یوه جنسیت او مذهب نظام نهشي کولای داسې ولس ته ځواب ورکړي چې قومي، مذهبي او ژبنیزه تنوع لري.
تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د ملګروملتونو استازیو او یوشمېر نورو بنسټونو هم د طالبانو د حکومت پر جوړښت نیوکې کړي او هغوی یې له ښځو سره په جنسیتي تبعیض تورن کړي دي.
طالبانو په لغمان او فاریاب کې درې نارینه او یوه ښځه په درو وهلي
د طالبانو ستره محکمه وايي چې په لغمان او فاریاب ولایتونو کې یې درې نارینه او یوه ښځه د اخلاقي فساد په تور د خلکو پر وړاندې په متروکو یا درو وهلي دي.
دې محکمې پرون دوشنبې په یوه خبرپاڼه کې وویل چې په لغمان کې درې تنو ته په عام محضر کې سزا ورکړل شوه او د دغه ولایت د ابتدايي محکمې په حکم یو تن په څلورنیم کاله تنفیذي حبس او دوه نور په یو یو کال تنفیذي حبس محکوم شول.
له دې جلا د ډيپياې خبري اژانس د راپور له مخې، طالبانو په فاریاب ولایت کې یوه ښځه له کوره د تښتېدو او له یوه نارینه سره د نامشروع اړیکو په تور ۳۰ متروکې ووهله.
د طالبانو له لوري په عام محضر کې سزاوې د بشري حقونو د ټولنو له انتقادونو سره مخامخ شوي، خو له انتقادونو سره سره طالبانو دې ډول سزاوو ته دوام ورکړی دی.
ایراني چاراکي: له اصفهان څخه په متوسط ډول د ورځې ۳۰۰ افغان کډوال ایستل کېږي
د ایران د اصفهان د پولیسو عمومي ريیس وايي چې له دغه ولایت څخه په متوسط ډول د ورځې ۳۰۰ افغان کډوال ایستل کېږي.
ایراني رسنیو پرون دوشنبې د حمید علي نقیان له قول وویل چې دوی د ورځې تر درې سوه ډېر غیرقانوني افغان کډوال نیسي او بیا یې سرحدي ځواکونو ته سپاري چې افغانستان ته یې ولېږي.
ده چې د یکشنبې په مازدیګر یوې خبرې غونډې ته خبرې کولې، د افغان کډوالو د مخنیوي لپاره وړاندیز وکړ چې د هغوی د ژوند شرایط په تېره بیا له مالي نظره سخت شي.
په ایران کې د ځینو مېشتو افغانانو په وینا، د دغه هېواد په یو شمېر ښارونو کې افغانانو ته وچه ډوډۍ په هغه نرخ نه ورکول کېږي چې پر ایرانیانو پلورل کېږي.
د ایران د کورنیو چارو وزارت په وروستیو کې وویل چې هڅه کوي شاوخوا دوه میلیونه افغان کډوال له خپلې خاورې وباسي.
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزارت پر اساس، د یکشنبې په ورځ هم ۸۶ کورنۍ له ایران څخه افغانستان ته بېرته راستنې شوې.
په لغمان کې بارانونو او توپان اووه کسان ټپیان کړي
په لغمان ولایت کې د سختو بارانونو او توپان له امله اووه تنه ټپیان شوي دي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې په لغمان ولایت کې له پېښو سره د مبارزې د ادارې مشر عبیدالله الکوزي د دوشنبې په ورځ رسنیو ته وویل چې د شدید باران او ورسره مل توپان له کبله څو کورونه نړېدلي او یو شمېر ونې لوېدلې دي.
انجنیر الکوزي په وینا، د ۷ تنو ټپیانو په منځ کې د یوه حال نازک دی.
توپان او باران ډېر مالي تاوانونه هم اړولي دي.
په افغانستان کې سږني ورښتونه او سېلابونه په تېرو څه باندې ۵ لسیزو کې بېساري بلل شوي او ویل کېږي چې له اقلیمي بدلون سره بې ارتباطه نه دي.
طالبانو پنجشېر کې د نجونو د يوې لېسې د سوځولو په تور د ۳ کسانو د نيونې خبر ورکړی
په پنجشېر کې د طالبانو امنيه قومانداني وايي، په دغه ولایت کې د نجونو د یوې لېسې د سوځولو په تور یې ۳ تنه نیولي دي.
راپورونه وايي چې، تېره شپه د پنجشېر ولایت د مرکز بازارک په پارنده سيمه کې د (بي بي امنې) د نجونو د لېسې په ودانۍ کې اور ولګېد.
په پنجشېر کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند عبيدالله عقاب نن (دوشنبې) رسنیو ته په استولي ویډیويي بیغام کې ویلي، پهدې تړاو یې د لېسې د ساتونکي په ګډون درې تنه مشکوک کسان نيولي دي.
سره لهدې چې عقاب ویلي، اطفاییه پر وخت د پېښې ځای ته رسېدلې او اور یې وژلی خو، ویل کېږي چې د بي بي امنې لېسې ځینې ټولګي او تدريسي مواد زیانمن شوي دي.
عقاب په عین حال کې ویلي، د لېسې چوکیدار د ښوونکو په غوښتنه د مچیو ځالې ته اور اچولی و چې اور له کنتروله ووت.
دا پهداسي حال کې ده چې طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو تر نامعلومې مودې پورې بندیز لګولی دی.
پکتيکا کې د نيک محمد ترابي په نوم د حقاني شبکې يو قوماندان وژل شوی
ناپېژاندو وسلهوالو بریدګرو په پکتیکا ولایت کې د نیک محمد ترابي په نوم د حقاني شبکې یو مهم قومندان وژلی دی.
سرچینو ویلي چې، بریدګر بېګا شپه د برمل ولسوالۍ په نوراباد کلي کې په ترابي باندې ډزې کړي او هغه یې ځای پر ځای وژلی.
راپورونو کې راغلي، د حقاني شبکې د دغه قومندان مړی نن د انګور اډې له لارې وزیرستان ته وړل شوی.
د طالبانو حکومت او امنیتي چارواکو لا د حقاني شبکې د دغه قومندان د وژنې په تړاو څه تبصره نهده کړې.
تر دې مخکې هم په ګڼو بریدونو کې د طالبانو یوشمېر جګپوړي قومندانان وژل شوي دي.
عثمان نوري د افغانستان په فرسټ کلاس کرکټ کې د ډېرو منډو ریکارډ جوړ کړ
د افغانستان د فرسټ کلاس په روانو سیالیو کې د پامیرلیجینډز لوبډلې پیلیز توپوهونکي عثمان نوري په یوې پاڼۍ کې د تر ټولو زیاتو منډو جوړولو ریکارډ پخپل نوم ثبت کړ.
نن دوشنبه د سپټمبر میاشتې په ۳۰مه نېټه د ننګرهار د شهید نجیبالله ترهکي په لوبغالي کې د ماهيپر ستورو او پامیرلیجنډز لوبډلو ترمنځ د پیل شوې څلور ورځنۍ فرسټ کلاس لوبې درېیمه ورځ وه او عثمان نوري په کې ۳۳۹ منډې وکړې.
دا د فرسټ کلاس په یوه پاڼۍ کې د یوه افغان لوبغاړي لپاره تر ټولو زیاتې منډې دي.
نوموړي پهدې پاڼۍ کې ۵۲۳ توپونه لوبولي دي، ۳۹ څلوریزې او ۲ شپږیزې یې وهلي دي او په ۳۳۹ منډو یې خپله وېکټ له لاسه ورکړې ده.
ښاغلی نوري چې د افغانستان په کرکټ کې نوی او ځوان لوبغاړی دی دا یې ایله درېیمه فرسټ کلاس سیالي ده.
د ویلو ده چې تر نوموړي وړاندې بهیر شاه محبوب په یوه پاڼۍ کې تر نورو لوبغاړو زیاتې ۳۰۳ ناسوځېدلې منډې کړې وې.
لسګونه افغان ماشومان د پېښور په مرکزي زندان کې په توقيف کې دي
لسګونه افغان ماشومان د اسنادو د نه لرلو په تور د پېښور په مرکزي زندان کې په توقیف کې دي.
پاکستاني رسنیو له هغې ډلې ډان رپوټ ورکړی چې، د پېښور د محکمې یوه قاضي امانالله وزیر د دغو ماشومانو پر وضعیت اندېښنه ښوولې او چارواکو یې ته امر کړی چې هغوی سمدستي افغانستان ته ستانه کړي.
د دغو ماشومانو شمېر شاوخوا ۲۵ تنه ښودل شوی.
د راپورونو لهمخې دا ماشومان پر تورخم پولې تر اوښتو وروسته د پاکستاني پولیسو لهخوا نیول شوي وو.
د افغانستان-پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه: پر تورخم دوه اړخيز تجارت نژدې ۵۰سلنه کم شوی
د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنعت ګډه خونه وايي، پر تورخم دوه اړخیز تجارت نژدې ۵۰سلنه کم شوی دی.
د دې خوونې مشر شاهد حسین د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل، د سوداګرۍ د کمېدو اصلي علت د تیرا د راجګل کډوالو لهخوا له شاوخوا څلوېښتو ورځو راهیسې د پېښور او تورخم د لارې تړل دي.
د هغه په خبره پهدې سبب که پر دې لاره دوه اړخیز تجارت ۸۰۰ميلیونه ډالره و، نو هغه اوس څلور سوه ميلیونه ته راټیټ شوی دی.
د تيرا راجګل کډوالو د روان ۲۰۲۴ز کال د اګست له ۲۰مې راهيسې د جمرود په بېګياړۍ سيمه کې احتجاجي پرلت وهلی دی، چې له امله يې له افغانستان سره د تورخم پر لاره په تګ راتګ کې ستونزې جوړې شوې دي.