د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۹

افغانستان

آی‌سي‌بي‌ایل: په تېر یوه کال کې ماین چاودنو له ۶۵۰ ډېر افغانان مړه او ټپیان کړي

ارشیف: په افغانستان کې د ماینپاکۍ له بهیره یو انځور
ارشیف: په افغانستان کې د ماینپاکۍ له بهیره یو انځور

د یوه تازه راپور له مخې، په افغانستان کې په تېر یوه کال کې ماین چاودنو له ۶۵۰ ډېر کسان مړه او ټپیان کړي دي.

د ځمکنیو ماینونو د بندیز نړیوال کمپاین یا "آی‌سي‌بي‌ایل" په خپل تازه راپور کې چې نن خپور شو د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې په تېر یوه کال کې د ماینونو د قربانیانو شمېرې خپرې کړي.

د دې شمېرنو له مخې، ماینونو په میانمر یا پخوانۍ برما کې تر ټولو ډېر خلک زیانمن کړي چې د مرګ ژوبلې شمېر یې ۱۰۰۳ کسانو ته رسېږي.

له میانمار وروسته بیا سوریه ده چې د مرګ ژوبلې شمېر یې ۹۳۳، بیا افغانستان دی چې د قربانیانو شمېر یې ۶۵۱ او په څلورم ځای کې اوکراین دی چې د مرګ ژوبلې شمېر یې ۵۸۰ تنو ته رسېږي.

د ځمکنیو ماینونو د بندیز نړیوال کمپاین د راپور له مخې، په ۲۰۲۳م کال کې په ټوله نړۍ کې د ماینونو په چاودنو کې د خلکو د مرګ ژوبلې شمېر ۵۷۵۷ تنو ته رسېږي چې ۱۹۸۳ په‌کې مړه او ۳۶۶۳ نور ټپيان شوي دي.

ژولیا پارسي د ۲۰۲۴م کال د بشري حقونو د مدافعانو د جایزې ګټونکې شوه

ژولیا پارسي چې ښوونکې ده، د فریډم نو موسسې له‌خوا دغې جایزې ته کاندیده شوې وه.
ژولیا پارسي چې ښوونکې ده، د فریډم نو موسسې له‌خوا دغې جایزې ته کاندیده شوې وه.

د نیلا ابراهیمي په نوم یوه ۱۷ کلنه افغانه نجلۍ چې په خپل هېواد کې په عام محضر کې د خبرو کولو اجازه نه لري، د افغان نجونو له حقونو څخه د دفاع په خاطر پرون سې شنبې د ۲۰۲۴م کال د ماشومانو لپاره د سولې د نړیوالې جایزې مستحقه وپېژندل شوه.

د ماشومانو د حقوقو د بنسټ په خبره، نوموړې ته دغه جایزې د هغو فعالیتونو په خاطر ورکړل شوې چې د ښځو د غږ اوچتولو په برخه کې یې مخ ته وړي دي.

په عین حال کې پرون د مارټین اینالز Martin Ennals په نوم د بشري حقونو یوه مدافع بنسټ اعلان وکړ چې د افغان ښځو د حقونو مدافعې ژولیا پارسي د دې بنسټ د ۲۰۲۴م کال د بشري حقونو د مدافعانو د جایزې ګټونکې شوه.

ژولیا پارسي چې ښوونکې ده، د فریډم نو موسسې له‌خوا دغې جایزې ته کاندیده شوې وه.

هغې چې د ۲۰۲۱م په اګست میاشت کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته خپله دنده له لاسه ورکړې، د ښځو د حقونو او اساسي آزادیو پر وړاندې د طالبانو له سختو سیاستونو او تګلارو سره په مخالفت کې یې د افغان ښځو خودجوشه غورځنګ جوړ کړی او تېر کال د درې میاشتو لپاره د طالبانو له‌خوا زنداني شوې وه.

د دغه بنسټ جایزه د لومړي ځل لپاره په ۱۹۹۴ کال کې له خطرسره مخ د بشري حقونود مدافعانو د پېژندنې او د هغوی د هڅولو او ساتنې لپاره ورکړل شوه.

یوه بنسټ د ټولو ماشومانو لپاره له پولیو څخه د یوې خلاصې نړۍ غوښتنه کړې

ارشیف: په افغانستان کې د پولیو ضد واکسین له کمپاینه یو انځور
ارشیف: په افغانستان کې د پولیو ضد واکسین له کمپاینه یو انځور

له ګوزڼ یا پولیو څخه د خلاص افغانستان بنسټ نن چهارشنبې د نومبر ۲۰مه د ماشومانو د نړیوالې ورځې په مناسبت د ټولو ماشومانو لپاره له پولیو څخه د یوې خلاصې نړۍ غوښتنه کړې ده.

دغه بنسټ په خپله ایکس‌پاڼه یا پخواني ټویټرکې دغه هیله داسې مهال څرګندوي چې په افغانستان کې روان میلادي کال د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو د مثبتو پېښو شمېر ۲۳ ته لوړ شوی دی.

په افغانستان کې یوازې پولیو نه، بلکې ډېرې نورې د درملنې وړ ناروغۍ هم د ماشومانو ژوند ګواښي.

پر دې سربېره، یو زیات شمېر ماشومان له خوارځواکۍ او د خوړو له نه خوندیتوب سره مخامخ دي.

په افغانستان کې د اقلیمي بدلون له امله د رامنځته شویو سختو شرایطو له امله چې کورنۍ له یوه ځای نه بل ځای ته کډه کولو اړې شوي، دې چارې تر ټولو زیات ماشومان اغېزمن کړي دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ساتنې ادارې یا "سیف د چلډرن" د یکشنبې په ورځ وویل، یوازې د روان میلادي کال په لومړیو میاشتو کې په افغانستان کې د سختو اقلیمي شرایطو له کبله تر ۳۸زرو ډېر خلک چې نیمايي یې ماشومان دي، له خپلو مېنو بې‌ځایه شوي او نورو سیموته کډه شوي دي.

فوټبال؛ د افغانستان ملي لوبډلې ۳-۱ د تاجکستان پر وړاندې سیالي وبایلله

د افغانستان او فوټبال لوبه
د افغانستان او فوټبال لوبه

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې په یوې دوستانه سیالۍ کې نن سه شنبه د نومبر په ۱۹مه نېټه د تاجکستان پر وړاندې دوستانه سیالي ۳ د یو پر وړاندې وبایلله.

په دې لوبه کې تاجکستان د لوبې په یولسم، اوه ویشتم او اویایمه دقیقه کې ګولونه ووهل او افغان لوري ته یوازېنی ګول جمشید اڅکزي د لوبې په اته دېرشمه دقیقه کې وواهه.

د سیالۍ په لومړۍ نیمایي کې تاجک ګول کیپر سور کارت هم وخوړ او بیا یادې لوبډلې تر اخره په لسو لوبغاړو لوبه وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان خپله لومړۍ دوستانه سیالي ۲-۰ نیپال ته بایللې وه.

د ویلو ده چې تر دې ماتې وروسته د تاجکستان پلازمېنې دوشنبې ته د افغان لوبډلې سفر پای ته ورسېد.

چین د افغانستان او تاجکستان په ګډ سرحد کې د خپل یوه وګړي وژنه تایید کړه

د افغانستان او تاجکستان یوه سرحدي سیمه
د افغانستان او تاجکستان یوه سرحدي سیمه

چین نن تایید کړه چې یو وګړی یې د افغانستان او تاجکستان په ګډ سرحد کې په یوه وسله‌وال برید کې وژل شوی او څلور نور وګړي یې ټپیان شوي دي.

فرانس‌پرېس خبري آژانس د چین د بهرنیو چارو وزارت د یوه بیان په حواله راپور ورکوي چې دا برید د تاجکستان په خاوره کې دننه د یوه چینايي شرکت پر کمپ شوی دی.

په بیان کې دا برید په کلکه غندل شوی او یادونه شوې چې په دوشنبې کې د چین د سفارت له‌خوا د پېښې سیمې ته استول شوی کاري پلاوی سیمې ته رسېدلی دی.

بیان زیاتوي چې د چین سفیر د تاجکستان پر حکومت غږ کړی چې د دې پېښې علت ژرترژه معلوم کړي.

د تاجکستان امنیتي سرچینو پرون د لړم ۲۸مه د خپل نوم نه ښودلو په شرط د ازادي راډیو تاجکي څانګې ته وویل چې د تاجکستان د ختلان ولایت د شمس‌الدین شاهین ولسوالۍ په دره زربز سیمه کې د یکشنبې په شپه په یوه برید کې چې د دوی په وینا احتمالاً د افغانستان له خاورې به شوی وي، یو چینایی وګړی ووژل شو او څلور نور ټپیان شول.

د تاجکستان حکومت او د طالبانو چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو په بغلان کې یوه ښځه په درو وهلې

د افغانستان په عمومي نقشه کې د بغلان ولایت موقعیت
د افغانستان په عمومي نقشه کې د بغلان ولایت موقعیت

د طالبانو د حکومت ستره محکمه وايي، په بغلان ولایت کې یې پرون یوه ښځه د خلکو په مخکې په درو وهلې ده.

دې محکمې نن پر خپله ویبپاڼه خبر ورکړ چې دا ښځه د لومړنۍ محکمې له‌خوا د هغه څه په خاطر چې دلالي بلل شوې ده، په دېرشو درو او شپږ میاشتې بند محکومه شوې وه.

نړیوال بنسټونه او د بشري حقونو ډلې بدني سزاګانې د بشري حقونو سرغړونه بولي او بیا بیا یې له طالبانو غوښتي چې د د ډول سزاګانو بهیر ودروي، خو طالبان لاهم د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د دې حکمونو تطبیق ته دوام ورکوي.

فوټبال؛ افغانستان نن له تاجکستان سره دوستانه سیالي کوي

د افغانستان او فوټبال لوبه
د افغانستان او فوټبال لوبه

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله نن سه شنبه د نومبر په ۱۹مه نېټه له تاجکستان سره دوستانه سیالي کوي.

د فوټبال فدراسیون د خبر له مخې، لوبه به د کابل پر وخت مازدیګر ۵:۳۰ بجې د تاجکستان په پلازمېنې دوشنبې کې پیل شي.

دوه ورځې وړاندې په یو بلې دوستانه سیالۍ کې افغانستان ۲-۰ له نیپال ماتې وخوړه.

د ویلو ده چې دغه سیالۍ د فوټبال ملي لوبډلې د نوي روزونکي عثمان توشف تر روزنې او څارنې لاندې ترسره کېږي.

نن د ملګروملتونو په سازمان کې د افغانستان د غړیتوب ۷۸ کاله پوره شول

د افغانستان د هغه مهال استازی عبدالحسین عزیز د ملګروملتونو په مقر کې د دې سازمان له چارتر سره د افغانستان د یوځای کېدو سند لاسلیکوي.
د افغانستان د هغه مهال استازی عبدالحسین عزیز د ملګروملتونو په مقر کې د دې سازمان له چارتر سره د افغانستان د یوځای کېدو سند لاسلیکوي.

افغانستان د دوهمې نړیوالې جګړې له پای ته رسېدو او د ملګروملتونو د سازمان له جوړېدو وروسته د ۱۹۴۶ کال د نوامبر په ۱۹مه د دې سازمان غړی شو.

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو مرستندوی ماموریت یوناما نن پر خپله ایکس‌‌‌پاڼه هغه تور او سپین عکس خپور کړی چې د افغانستان د هغه مهال استازی عبدالحسین عزیز د ملګروملتونو په مقر کې په داسې حال کې ښيي چې د دې سازمان له چارتر سره د افغانستان د یوځای کېدو سند لاسلیکوي.

سویډن او ایسلنډ هم له افغانستان سره په یوه ورځ د ملګروملتونو غړي شول.

د ناروې کډوالو شورا: افغانستان د اقليمي بدلون له جدي افتونو سره مخامخ دی

افغانستان هم يو له هغو هېوادونو دی چې، د اقليمي بدلون له امله سخت اغېزمن شوی دی.
افغانستان هم يو له هغو هېوادونو دی چې، د اقليمي بدلون له امله سخت اغېزمن شوی دی.

د ناروې د کډوالو شورا وايي، افغانستان د روان اقتصادي بحران له کبله له ګڼو ستونزو، بې‌کارۍ او د اقلیمي بدلون له جدي افتونو سره مخامخ دی.

دې ټولنې پرون پر خپله وېب‌پاڼه په یوه راپور کې ویلي دي چې، افغانستان د اقلیمي بدلون پر وړاندې د ترټولو زیان‌ګالو هېوادونو له ډلې دی.

په راپور کې په ځانګړي ډول یادونه شوې چې د بادغیس ولایت وضعیت ډېر خراب دی.

په بادغیس او د هېواد په نورو ولایتونو کې پراخې ځمکې د اقلیمي بدلونونو په نتیجه کې شاړې شوي او په نتیجه کې یې خلک د بقا لپاره نورو سیمو ته کډه شوي دي.

د ناروې د کډوالو شورا وايي، په‌‌‌داسې حال کې چې د اقلیمي بدلون بحران په پراخېدو دی، افغانستان د دې ستونزې د حل لپاره لازم چمتووالی نه‌لري.

له‌‌‌‌دې مخکې د یک‌شنبې په ورځ د ماشومانو د خوندیتوب ادارې سېف دِ چیلدرن وویل چې، د ۲۰۲۴ کال په لومړیو میاشتو کې په افغانستان کې د سختو اقلیمي شرایطو له کبله تر ۳۸ زرو ډېر خلک چې نیمايي یې ماشومان دي، له خپلو مېنو بې‌ځایه شوي او نورو سیمو ته تللي دي.

د "ازادۍ جبهې" کابل کې د دوه طالبانو د وژل کېدو ادعا کړې

د کابل ولايت نقشه
د کابل ولايت نقشه

د طالبانو یوې مخالفې وسله‌والې ډلې "ازادۍ جبهې" ویلي چې، په کابل کې يې پر طالب ځواکونو په برید سره دوه تنه وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي.

دې جبهې پر خپله ایکس‌‌پاڼه د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي، دوشنبه ماښام یې د کابل ښار شپږمې امنیتي حوزې اړوند د چهاردهي په چهارقلعه واټ کې د طالبانو په پوځي موټر او چک‌پاینټ بمي برید کړی.

د طالبانو حکومت امنیتي چارواکو لا د دې چاودنې او ور اوښتې مرګ‌ژوبلې په تړاو څه نه‌‌دي ویلي.

ازادي جبهه د مقاومت جبهې تر څنګ د طالبانو له لویو عمده مخالفو وسله‌‌‌والو ډلو بلل کېږي چې عمدتاً په کابل او ځینو نورو ښارونو کې پر طالب ځواکونو د بریدونو مسوولیت په غاړه اخلي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG