افغانستان
د افغانانو اساسي حقونو ته د درناوي غوښتنه وشوه
د منځنۍ آسیا د پنځو هېوادونو ولسمشرانو او د جرمني صدراعظم د افغانستان له خلکو سره د بشري مرستو د دوام پر اړتیا ټینګار وکړ، خو یوځل بیا یې د دې هېواد د وګړو اساسي حقونو په ځانګړې توګه د نجونو او ښځو حقونو ته د درناوي غوښتنه وکړه.
په هغه ګډه اعلامیه کې چې پرون سې شنبې د قزاقستان په پلازمېنه استانا کې د قزاقستان، قرغزستان، ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان د ولسمشرانو او د جرمني د صدراعظم اولاف شولڅ د سرمشریزې په پای کې د جرمني حکومت پر خپله ویبپاڼه خپره کړې، دغو مشرانو د یوه امن، سولې او ثبات لرونکي او سوکاله هېواد په توګه د افغانستان د پرمختګ لپاره پر خپلو ټینګو ژمنو یوځل بیا ټینګاروکړ، داسې افغانستان چې د ټولو اتباعو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو او توکمیزو ډلو د بشري حقونو او اساسي آزادیو درناوي وکړي.
په ګډه اعلامیه کې همدارنګه په افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت چې ټول قومونه او مذهبي او سیاسي ډلې پهکې ګډون ولري، پر اهمیت ټینګار شوی دی.
د منځنۍ آسیا زیاتو هېوادونو په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره ډیپلوماتیکي اړیکې ټینګې کړي، خو تراوسه یې د هغه له په رسمیت پېژندلو ډډه کړې ده.
جرمني چې له طالبانو سره مستقیم تعامل نه لري، په دې وروستیو کې یې په یوه بېساري اقدام کې ۲۸ هغه افغانان چې د جرمني د محکمو لهخوا مجرم پېژندل شوي و، بېرته افغانستان ته واستول.
طالبانو په عمان کې د افغانستان سفارت د بیا پرانیستو خبر ورکړ
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزات په عمان کې د افغانستان د سفارت د بیا پرانیستو خبر ورکوي.
د دې وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیااحمد پر خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې چې نن خپور شو، ویلي چې په مسقط کې افغان سفارت د یکشنبې په ورځ خپلې چارې بیا پیل کړې.
د عمان حکومت تراوسه رسماً په دې اړه څه نه دي ویلي او د دې سلطنتي نظام رسنیو یې هم راپور نه دی ورکړی.
ضیااحمد ویلي چې د مسقط د سفارت چارې د طالبانو د حکومت د استازي لهخوا ترسره کېږي.
وروسته له دې چې متحده عربي اماراتو تېره میلادي میاشت د طالبانو سفیر ومانه عمان بل عربي هېواد شو چې ورته اقدام کوي.
کندهار کې په بوږنوونکي ډول د یوه وژل شوي ځوان مړی موندل شوی
د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې نن د هغه ځوان مړی وموندل شو چې په بوږنوونکي ډول وژل شوی دی.
د طالبانو سیمهییز چارواکو ویلي چې د دې پېښې په اړه یې تحقیقات پیل کړې، خو د وژل شوي ځوان د هویت او د پېښې د احتمالي علتونو په اړه تراوسه څه نه دي ویل شوي.
متقي: هېوادونه باید د افغان کډوالو بشري حقونو ته درناوي وکړي
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چار سرپرست وزیر امیرخان متقي په کابل کې له ځینو دېره سفیرانو او د نړیوالو موسسو له استازو سره په کتنه کې ویلي چې کوربه هېوادونه باید د افغان کډوالو بشري حقونو ته درناوی وکړي.
متقي په دې کتنه کې چې ویډیو یې نن د بهرنیو چارو وزارت ویاند حافظ ضیااحمد پر خپله ایکس پاڼه خپره کړې، ویلي چې له افغان کډوالو سره باید ښه چلند وشي څو هغو په مناسب وخت کې او په خپله خوښه بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.
هغه همداراز له مرستندویو هېوادو او د بشري حقونو له ادارو غوښتي چې له افغان کډوالو سره په هېواد کې دننه او بهر مرستې وکړي او د هغوی د حقونو ملاتړ وکړي.
متقي دا څرګندونې داسې مهال د بشري حقونو یادونه کوي چې د دوی خپل حکومت د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په ګډون د بشري حقونو د موسسو لهخوا له بشري حقونو، په تېره د ښځو او نجونو له بشري حقونو څخه په سرغړونه تورن شوی دی.
په عین حال کې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان پرون د سپټمبر په ۱۶مه وویل، هغه ډله افغانان چې په غیرقانوني اسنادو ایران ته ننوتي دي، بېرته به افغانستان ته واستول شي.
د ایران د سیستان او بلوچستان ایالت پولیسو د یکشنبې په ورځ خبر ورکړ چې شاوخوا ۱۵۰۰ تنه هغه افغان کډوال یې نیولي دي چې د ایراني چارواکو په وینا په دې هېواد کې د استوګنې قانوني اسناد یې نه درلودل.
د منځنۍ آسیا ځینو هېوادونو له طالبانو سره د جرمني د اړیکو عادي کول غوښتي
د منځنۍ آسیا ځینو هېوادونو د جرمني له صدراعظم اولاف شولڅ څخه غوښتي چې د طالبانو له حکومت سره اړیکې عادي کړي.
د جرمني د خبري آژانس د راپور له مخې دوی دا غوښتنه نن د وږي په ۲۷مه له شولڅ سره په یوه سرمشریزه کې وکړه.
شولڅ د منځنۍ آسیا د پنځو هېوادونو له مشرانو سره د قزاقستان په پلازمېنه آستانه کې کتلي دي.
افغانستان د منځنۍ آسیا له درېیو هېوادو تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان سره ګډه پوله لري.
د خبر له مخې، شولڅ په دې غونډه کې د خبرو پر مهال د افغانستان په اړه په تېره د طالبانو لهخوا پر نجونو او ښځو د لګېدلو پراخو محدودیتونو په اړه په احتیاط سره خبرې کولې.
شولڅ وویل هغه څه چې په افغانستان کې روان دي د زغملو نه دي.
هغه زیاته کړه چې د طالبانو حکومت په نامشروع ډول واکمن شوی او په افغانستان کې اوس مهال هغه څه پېښېږي چې ځوروونکي دي.
جرمني چې دوه لسیزې یې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د نړیوال ائتلاف په چوکاټ کې پوځي ځواکونه لرل، په تېرو درېیو کلونو کې د طالبانو له حکومت سره ترینګلي اړیکي درلودل.
د ايران ولسمشر: بېاسناده افغان کډوال به بېرته خپل هېواد ته واستول شي
له ایرانه د افغان کډوالو د ایستلو په اړه د ایراني چارواکو له تېرو څرګندونو وروسته اوس ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي، هغه افغانان به بېرته خپل هېواد ته واستول شي چې، په غیرقانوني اسنادو ایران ته ننوتي دي.
ښاغلي پزشکیان پرون یوې خبري غونډې ته وویل، د ایران د امنیت عالي شورا د کډوالو د قوانینو په اړه د بحث لپاره درې ځلې غونډې جوړې کړې دي.
هغه زیاته کړه چې افغانان او ایرانیان وروڼه دي، خو د دواړو هېوادو ترمنځ د قانوني چوکاټونو رعایت خورا مهم دی.
پزشکیان د انتخاباتي کمپاین پر مهال هم د افغانستان او ایران ترمنځ د سرحدونو د بندېدو پر اړتیا ټینګار کړی و.
ایراني چارواکو مخکې اعلان کړی و، چې د روان کال ترپایه به شاوخوا دوه میلیون غیرقانوني کډوال لهدې هېواده وباسي.
د ایران د سیستان-بلوچستان ولایت امنیه قوماندانۍ د یکشنبې په ورځ د هغو نژدې ۱۵۰۰ تنه افغانانو د نیولو خبر ورکړ چې، د چارواکو په وینا په ایران کې یې د استوګنې قانوني اسناد نه درلودل.
د ملګروملتونو امنيت شورا د افغانستان په اړه غونډه کوي
د ملګروملتونو امنيت شورا د افغانستان په اړه غونډه کوي، چې پهکې به پر ښځو او نجونو د طالبانو د حکومت لهخوا پر لګول شويو محدوديتونو هم بحث وشي.
په افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما وايي، د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې یا یوناما مشره روزا اوتنبایووا به د چهارشنبې په ورځ د امریکا په نیویارک کې د ملګروملتونو په مقر کې د امنیت شورا غونډې ته د افغانستان د وضعیت په باب معلومات ورکړي.
یوناما نن پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې ټاکل شوې دغه غونډه د کابل پر وخت د مازیګر شپږنیمې بجې پیل شي.
د امنیت شورا پهدې غونډه کې به پر ښځو او نجونو د طالبانو لهخوا د محدودیتونو پر زیاتېدو هم بحث وشي.
ويل شوي، پهدې غونډه کې به د مدني ټولنې یو فعال هم د افغانستان پر حالاتو معلومات وړاندې کړي.
د افغانستان فوټسال ملي لوبډله سبا خپله دويمه لوبه له ارجنټاين سره کوي
د ۲۰۲۴م کال د فوټسال نړیوال جام سیالیو په لړ کې افغانستان دویمه مسابقه سبا د ارجنټاین په وړاندې کوي.
افغانستان په خپله لومړۍ مسابقه کې انګولا ته ۶ د ۴ په وړاندې ماتې ورکړې وه او ارجنټاین هم د اوکراین په وړاندې ۷ – ۱ بریا خپله کړې ده.
افغانستان او اوکراین، دغه راز ارجنټاین او انګولا به د سپټمبر میاشتې پر ۲۱مه د مسابقې ډګر ته ووځي.
د فوټسال د سږکال مسابقې د سپټمبر له ۱۴مې د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې روانې دي.
سبا د افغانستان او جنوبي افريقا ترمنځ د کرکټ د يو ورځنيو لوبو لړۍ پيليږي
په پام کې ده چې د افغانستان او جنوبي افريقا د کرکټ د ملي لوبډلو ترمنځ د یو ورځنیو لوبو لړۍ سبا د سپټمبر ۱۸مه پیل شي.
پهدې لوبلړۍ کې چې کوربه یې افغانستان دی د دواړو لوبډلو ترمنځ ۳ یو ورځنۍ لوبې پلان شوې دي.
لومړۍ لوبه سبا د متحده عربي اماراتو د شارجې په لوبغالي کې د کابل په وخت د مازیګر په ۴:۳۰ بجو په پام کې ده.
دوهمه لوبه به د جمعې په ورځ (د سپټمبر ۲۰مه) او درېیمه لوبه به د یکشنبې په ورځ (د سپتمبر ۲۲مه) ترسره شي.
دا د افغانستان او جنوبي افریقا د ځواکمنې لوبډلې ترمنځ لومړنۍ دوه اړخیزه لوبلړۍ ده.
د افغانستان په نهه ولايتونو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو د بهېدو اټکل شوی
د هېواد د هواپېژندنې اداره د نن ورځې په اوږدو کې په نهو ولایتونو کې د سختو بارانونو او احتمالي سېلابونو په اړه خبرداری ورکوي.
د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوايي چلن وزارت پر خپله ایکسپاڼه د هواپېژندنې ادارې یو بیان خپور کړی دی چې وايي، نن سهشنبه په بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، کاپیسا، پنجشېر، پروان، تخار او بغلان ولایتونو کې د ۱۵ او ۳۰ ملي مترو ترمنځ د بارانونو، تالندې او بریښنا اټکل کېږي.
د بیان لهمخې د سالنګونو په ګډون د افغانستان په لوېدیځو، جنوبي او مرکزي سیمو کې د نسبتا تېز باد چې سرعت به یې په ساعت کې د ۵۰ او ۷۰ کیلومترو ترمنځ وي او ورسره خاورو او دوړو امکان هم شته.