افغانستان
په تخار او میدان وردګو کې پر عکاسۍ او فلم اخیستلو د طالبانو بندیز وغندل شو
د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان په تخار او میدان وردګو ولایتونو کې پر عکاسۍ او فلم اخیستو د طالبانو د ځایي چارواکو بندیز غندلی دی.
دغه سازمان پرون په یوه خبرپاڼه کې دغه اقدام د بیان د ازادۍ ښکاره نقض او اطلاعاتو ته د لاسرسي مخنیوی بللی دی.
سازمان اندېښنه ښودلې چې دغه ډول کړنې د خبریالانو مسلکي کار ستونزمنوي او په ټولنه کې د حقایقو د پټېدو لامل ګرځي.
که څه هم د طالبانو د حکومت اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي، خو مخکې تر دې په کندهار، تخار، میدان وردګو او یو شمېر نورو ولایتونو کې خبریالانو ته ویل شوي چې د زیروح یا ژوندي موجود له تصویر اخیستو دې ډډه وکړي.
د طالبانو د بیا واکمنۍ له پيل راهیسې پر ازادو رسنیو د فعالیت کړۍ تنګه شوې او خبریالان په اسانه نه شي کولای چې د ځینو مسئلو په ځانګړې توګه سیاسي او امنیتي موضوعاعو په اړه راپور ورکونه وکړي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز: د تخار دوو تلوېزیونونو خپرونې ودرولې
د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، وروسته له دې چې طالبانو په رسنیو کې د ژوندي سارو پر تصویر بندیز اعلان کړ، د تخار ولایت دوو تلوېزیونونو خپرونې ودرولې.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان ملي راډیو تلوېزیون (RTA) او یو شمېر شخصي تلوېزیوني چاینلونو ته امر شوی چې دې بندیز ته غاړه کېږدي.
دا نوي محدودیتونه د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په رسنیو او شخصي ازادیو باندې د پراخو بندیزونو یوه برخه ده او ورته بندیزونه په نورو ولایتونو لکه کندهار او میدان وردګ کې هم پلي شوي دي.
د راپورونو له مخې، دوه شخصي چاینلونه، ماه نور او ریحان، د خلکو د تصویر خپرول درولي دي.
د خبریالانو مدافع ټولنې په تصویري رسنیو کې د عکس او فلم پر خپرېدو پر بندیز اندېښنه ښکاره کړې ده.
په کابل کې د پولیو د پروګرام د همغږۍ کالنۍ ناسته پیل شوه
پولیو یا ګوزڼ د پروګرام د همغږۍ کالنۍ ناسته د دوشنبې په ورځ په کابل کې په داسې حال کې پیل شوه چې سږ کال په افغانستان کې د دې ناروغۍ ۲۲ نوې پېښې ثبت شوي دي.
په هغه خبرپاڼه کې چې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت پرون دوشنبې خبریالانو ته لېږلې، ویل شوي چې د دې کنفرانس ناستې به د دې وزارت د مسوولانو، د روغتیا د نړیوال سازمان د استازو او د پولیو یا ګوزڼ د محوه کولو پروګرام د مهمو شریکانو په ګډون تر راتلونکو دوو ورځو پورې دوام وکړي.
په دې ناسته کې به د پولیو پر روانو پرمختګونو، د دې پروګرام پر موجودو ننګونو او د هغو لپاره د اغېزناکو حل لارو پر موندلو بحث وشي.
سږ کال په افغانستان کې د پولیو ۲۲ او په پاکستان کې ۲۸ پېښې ثبت شوي چې دا شمېر د تېر کال پرتله څلور برابره زیاتې دي.
د پولیو یا ګوزڼ د محوه کولو نړیوال نوښت (GPEI) په خپل وروستي راپور کې ویلي چې درې نور ماشومان په کندهار او هلمند ولایتونو کې په دې ناروغۍ اخته شوي دي.
د پولیو یا ګوزڼ ویروس له افغانستان او پاکستان پرته په درسته نړۍ کې ختم شوی دی.
متخصصان باور لري چې د پولیو واکسین د کمپاینونو نیمګړتیاوې او د عامه پوهاوي کموالی د دې ناروغۍ د پېښو د زیاتوالي سبب دي.
طالبان: درې افغانان د عراق له زندانونو خوشې او افغانستان ته راستانه شوي
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې درې افغانان د عراق له زندانونو څخه خوشې شوي او افغانستان ته راستانه شوي دي.
دغه وزارت پرون دوشنبې په یوه خبرپاڼه کې وویل چې دا درې تنه له دې سره سره چې قانوني اسناد یې لرل، له تېرو شپږو میاشتو راهیسي په عراق کې بندیان وو.
په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې دا درې تنه په بغداد کې د افغانستان د سفارت په هڅو خوشې شول او د ایران له لارې افغانستان ته واستول شول.
تر دې وړاندې د عراق له زندانونو ۲۵ افغان بندیان خوشې شوي او افغانستان ته ستانه شوي دي.
د راپورونو له مخې، زرګونه افغانان په ایران، پاکستان او عربي هېوادونو کې بندیان دي.
په تهران کې د اور لګېدو پېښې له کبله درې افغانان مړه شوي
یراني رسنیو راپور ورکړ چې درې افغان اتباع په تهران کې د اور لګېدو په یوه پېښه کې مړه شوي دي.
د ایران د انتخاب ورځپاڼې د راپور له مخې، په دې پېښه کې، چې د یکشنبې په ورځ د تهران د شادآباد د وسپنې په بازار کې وشوه، اووه تنه نور ټپیان شوي دي.
د اور لګېدو اصلي لامل لا هم نه دی څرګند شوی، خو ځینو عیني شاهدانو ویلي چې اور له شیندل کېدونکي رنګ څخه پیل شو.
هغوی زیاته کړې چې شاوخوا ۱۰۰ دوکانونه په دې بازار کې سوځېدلي او درې افغان کارګران مړه شوي دي.
د مړو شویو افغانانو هویت تراوسه پورې څرګند شوی نه دی.
په کاپیسا کې چاودنې ۱۷ کسان ټپیان کړي
د طالبانو سیمهییز چارواکي وايي، په کاپیسا ولایت کې د ګازو ډبې د چاودنې له امله ۱۷ تنه ټپیان شوي دي.
د چا د مړینې خبر نه دی ورکړل شوی.
د کاپيسا لپاره د طالبانو د والي مرستيال شيخ اسدالله سنان سيمهييزو رسنيو ته ويلي چې د تېلو په یوه ټانک کې دا چاودنه نن سهار په تګاب ولسوالۍ کې شوې ده.
هغه زياته کړه چې د تېلو ټانک د کارکوونکو د بې احتياطۍ له امله د ګازو ډبې اور اخیستی او ورپسې چاودنه شوې ده.
د طالب چارواکو په وینا، په دې پېښه کې ډېر مالي زیانونه هم اوښتي دي.
افغان ابدالیان د درې اړخیزو سیالیو پایلوبې ته ووتل
د عمان په کوربتوب د پیل شویو درې اړخیزو سیالیو په لړ کې نن دوشنبه د اکټوبر په ۱۴مه نېټه افغان الف لوبډلې د عمان له الف لوبډلې سره سیالي وکړه چې د ۴۴ منډو په توپیر افغانستان وګټله.
د دې لوبې پچه عمان ګټلې وه او توپ اچونه یې غوره کړه.
افغان ابدالیانو د ۳ لوبغاړو تر سوځېدو وروسته ۲۱۱ منډې وکړې.
په افغان توپ وهونکو کې لوبډلمشر دروېش رسولي سلیزه ووهله او په ۱۰۹ منډو ناسوځېدلی پاتې شو، دغه راز کریم جنت ۶۰ ناسوځېدلې منډې وکړې.
عمان د ورکړل شوي هدف په تعقیب ۱۶۷ منډې وکړې او ۷ لوبغاړي یې وسوځېدل.
دا په روانه لوبلړۍ کې د افغانستان دوهمه بریا وه.
ټاکل شوې چې سبا سه شنبه د اکټوبر په ۱۵مه نېټه افغان ابدالیان او هانګ کانګ د دې درې اړخیزې لوبلړۍ پایلوبه ولوبوي.
د قطر يوه استازي په دغه هېواد کې د جرمني له سفير سره د افغانستان پر مسايلو خبرې کړي
د قطر د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي فیصل بن عبدالله الحنزاب په قطر کې د جرمني له سفیر لوتار فرایشلادر او په دوحه کې د جرمني سفارت له شارژدافیر رولف ډیټر راینهارډ سره وکتل.
د وزارت په خبرپاڼه کې، چې پرون یکشنبه خپره شوه ویل شوي، چې دوی امنیتي، بشري، اقتصادي او سیاسي مسایلو ته په پام د افغانستان پر وروستيو تحولاتو تمرکز وکړ.
پهدې باب نور جزیات نهدي ورکړل شوي.
له کله چې طالبانو بیا پر افغانستان ولکه ټینګه کړې، له درېیو کلونو راهیسې د لوېدیځو هېوادونو سفارتونه تړل شوي او د ګڼو سفارتونو چارې له دوحې پر مخ بېول کېږي.
تر اوسه هيڅ هېواد د طالبانو رژیم په رسمیت نهدی پېژندلی، خو قطر یو له هغو څو هېوادونو څخه دی، چې له طالبانو سره نږدې اړیکې لري او د طالبانو ډیپلوماتان یې منلي دي.
طالبان په دوحه کې سیاسي دفتر هم لري.
د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې موافقه هم د ۲۰۲۰م کال د فبرورۍ پر ۲۹ په دوحه کې لاسلیک شوه.
هالنډي چارواکي: له ازبکستان سره د افغان پناه غوښتونکو د ايستلو په اړه پر يوې موافقې غور کوو
د هالنډ یوه چارواکي ویلي، هېواد یې له ازبکستان سره د رد شویو افغان پناه غوښتونکو د ایستلو په اړه پر یوه موافقه غور کوي.
هالنډۍ رسنۍ NL Times د یکشنبې په ورځ راپور ورکړ چې، د هالنډ حکومت پر دې غور کوي چې ایا کولی شي، ازبکستان قانع کړي چې رد شوي پناه غوښتونکي ومني، که څنګه؟
وړاندې ویل شوي، جرمني پهدې وروستیو کې له ازبکستان سره موافقه وکړه چې، کولی شي افغان کډوال دې هېواد ته واستوي.
د هالنډ د کډوالۍ وزیر ماریولین فابِر د چهارشنبې په ورځ د نورو جزیاتو له ورکولو پرته د خپل هېواد پارلمان ته وویل، چې کابینه له ازبکستان سره پر موافقو د سلا کېدو په حال کې ده.
دا پهداسې حال کې ده، چې د ځینو رسنیو د راپورونو پر بنسټ سویس پهدې وروستیو کې دوه افغان کډوال چې په سرغړونو تورن شوي وو، بېرته کابل ته استولي دي.
تر دې مخکې جرمني په وږي/ سنبلې میاشت کې ۲۸ افغان پناه غوښتونکي چې په جرمونو تورن وو، په یوه چارټر الوتکه کې افغانستان ته ستانه کړل.
د جرمني د کورنیو چارو وزیرې نانسي فیزر د چهارشنبې د خپل هېواد پارلمان ته وویل، ډېر ژر به له جرمني څخه نور پناه غوښتونکي هم افغانستان ته وایستل شي.
د افغانستان د زونونو په کچه د فوټبال پیل شوې سیالۍ پای ته ورسېدې
د افغانستان فوټبال فدراسیون ویلي دي چې، د بېلابېلو زونونو په کچه یې د فوټبال پیل کړې سیالۍ پای ته ورسېدې.
د یاد فدراسیون د خبرونو پر اساس، دغه سیالۍ د افغانستان اتلانو لیګ ته د لارموندنې پړاو و، چې تر دې وروسته به یې غوره لوبډلې په بل پړاو کې ولوبیږي.
د یادو سیالیو په ترڅ کې د جنوب ختیځو ولایتونو د لوبډلو اتلولي د ننګرهار، د غربي ولایتونو اتلولي د هرات، د شمال ختیځو ولایتونو اتلولي د کندز، د جنوب لوېدیځ ولایتونو اتلولي د هلمند او د شمالي ولایتونو اتلولي د بلخ ولایتونو اړوندو کلبونو وګټلې.
فوټبال فدراسیون نهدي ویلي چې، د افغانستان اتلانو لیګ سیالیو بل پړاو به په کوم تاریخ پیليږي.
د ویلو ده چې د یادو سیالیو نندارې ته په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونه نندارچیان هم ورغلي وو.