د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۷

افغانستان

به خصوصي ښوونځيو کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز

د طالبانو د هرات ولایت د ښوونې ریاست ته منسوب په یوه مکتوب کې چې په ټولنیزو رسنیو کې خپورشوی، دې ریاست
د طالبانو د مشرملا هبت الله اخوندزاده فرمان ته په اشاره لیکلي چې په خصوصي ښوونځیو او د زده کړو په نورو مرکزونو کې نجونې له شپږم ټولګي پورته زده کړو څخه منع دي. ازادي راډیو نشي کولای چې د دغه مکتوب کره والی تایید کړي.


د ۲۰۲۱ کال په دوبي کې چې طالبان بیا پرافغانستان واکمنان شوي، پرنجونو او ښځو یې سخت محدودیتونه لګولي دي. لومړی یې نجونې له شپږم ټولګي پورته زده کړو څخه منعه کړې او وروسته یې پرنجونو او ښځو د پوهنتونو دروازې هم وتړلې. دغه راز پرښځو د نورو بندیزونو ترڅنګ په غیردولتي نړیوالو موسسو کې د هغوی پرکارد لګول شوي بندیز پرون سې شنبې دوه کاله پوره شول.

د طالبانو د اوبو او انرژي وزارت: یو شمېر روسۍ کمپنۍ د اوبو او انرژۍ په برخه کې پانګونې ته لېواله دي

د طالبانو د حکومت د اوبو او انرژۍ وزات وایي، د روسیې د یوشمیرکمپنیو مسولینو له افغان کمپنیو سره په افغانستان کې د اوبو او انرژۍ په پروژو کې له پانګونې سره لیوالتیا ښودلې.

دې وزارت پرون سې شنبې په خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټرکې لیکلي چې سرپرست وزیر ملا عبدالطیف منصور د روسیې د میتاخیم شرکت له ریس پیوتر الکساندرویچ او د سولې د شرکت له ریس نجیب الله صادق د اوبو اوانرژۍ د یوشمیرپروژو په اړه خبرې وکړې.

دې وزارت ویلي چې دغو شرکتونو ته وړاندیز وشو چې د کابل په للندرسیمه کې د شاه توت بند او د پنجشیرله سیند څخه کابل ته د اوبو د لیږدولو په پروژوکې پانګونه وکړي. د کابل ښارد اوسیدونکو د اوبو د ستونزې د هواري لپاره له څولسیزو راهیسې د پنجشیرله سیند څخه دې ښارته د اوبو د رسولو پرپروژې خبرې کیږي خو په دې برخه کې تراوسه پوري عملي اقدامات ندي شوي.

د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې د هند کونسلګرۍ د محلي کارکوونکو پر موټر برید شوی دی

د جلال اباد ښار عمومي منظره- عکس ارشیف
د جلال اباد ښار عمومي منظره- عکس ارشیف

د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې د هند کونسلګرۍ د محلي کارکوونکو پر موټر برید شوی دی.

یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم او غږ یې خپور شي ازادي راډيو ته وویل چې پیښه کې یو تن وژل شوی او یو بل ژوبل دی.

اینډیا ټوډې ټلویزیون د ځایي سرچینو په حواله راپور ورکړی چې دغې پیښه کې یو تن وژل شوی دی.

تر اوسه د برید څرنګوالی معلوم نه دی، خو ټولنیزو رسنیو کې له یوشمېر ناتایید شویو انځورونو داسې ښکاري چې دا یوه چاودنه وه.

تراوسه د طالبانو د حکومت رسمي سرچینو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د ۲۰۲۰م کال راهیسي په جلال اباد کې د امنیتي دلایلو له کبله د دې کونسلګرۍ چارې تر ډېره محدودې شوې وې.

کرن ډیکر: د ښځو څنډې ته کول د افغانستان ناورین نور هم ژوروي

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیره کرن ډیکر - عکس ارشیف
د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیره کرن ډیکر - عکس ارشیف

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیره کرن ډیکر په افغانستان کې د ښځو پر کار د بندیز د دوه کلنۍ په مناسبت وایي، دغه بندیز د ګڼ شمېر کسانو ژوند اغیزمن کړی دی.

میرمن ډیکر د سه شنبې په ورځ ( د مرغومي ۴مه) پر خپله ایکس پاڼه/پخواني ټویټر په بشري چارو کې د ښځو ونډه اړینه وبلله او زیاته یې کړه چې د هغوی څنډې ته کول، د افغانستان ناورین نورهم ژوروي.

هغې له افغان میرمنو د امریکا د ملاتړ د څرګندولو ترڅنګ ویلي، د ښځو له حضور پرته افغانستان یوه باثباته او نیمکرغه راتلونکې نه شي درلودلی.

طالبانو دوه کاله وړاندې د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په ۲۴مه ښځې په نړیوالو موسسو کې له کار کولو منع کړې.

د نړيوالې ټولنې له غوښتنو سره سره دغه بندیز لا په خپل ځای دی.

حمدالله فطرت د سلطان محمود غزنوي په اړه د پاکستان د دفاع د وزیر څرګندونې غندلې دي

د طالبانو بیرغ
د طالبانو بیرغ

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د پنځمې هجري لمریزې پېړۍ د امپراتور سلطان محمود غزنوي په اړه د پاکستان د دفاع وزیر وروستۍ څرګندونې غندلې دي.

د ښاغلي فطرت په وینا خواجه محمد آصف په یوه ټلویزیوني مرکه کې ویلي چې محمودغزنوي به د هند د لوټلو لپاره تګ راتګ کاوه او د ده لپاره اتل نه دی.

فطرت تېره شپه پر خپله ایکس په یوه تند بیان کې لیکلي چې د طالبانو حکومت د خواجه آصف غیرمسوولانه څرګندونې له تاریخي حقایقو د هغه بېخبري یې بولي. فطرت د پیغور په توګه دا هم ویلي چې پاکستان پر خپلو دفاعي توغندیو د محمود غزنوي نوم ایښی دی.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند محمود غزنوي هغه مسلمان افغان بللی چې د سیمې له ټولو مظلومو او تر ګواښ لاندې ولسونو سره یې د ایماني مسوولیت له مخې همدردي کوله.

د پاکستان ځانګړي استازي په کابل کې له طالب چارواکو سره کتلي دي

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق خان
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق خان

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی له طالب چارواکو سره د خبرو لپاره کابل ته تللی. محمد صادق خان نن پر خپله ایکس پاڼه د طالبانو د حکومت د کورنیوچارو له سرپرست وزیر سراج الدین حقاني سره د خپلې کتنې عکسونه خپاره کړي دي.

ښاغلی صادق خان چې په کابل کې د پاکستان پخوانى سفير و، په روانه ډسمبر میاشت کې وروسته له هغه يوځل بيا د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي پر دنده وګومارل شو چې په تېره سپټمبر مياشت کې لومړي وزير شهبازشريف پخوانى ځانګړى استازى اصف دراني له دندې ګوښه کړ.

ښاغلي صادق خان لیکلي دي چې له طالب چارواکو سره یې د دوه اړخیزو اړیکو او سیمه ییز امنیت ترڅنګ پر یو لړ مسایلو خبرې کړې دي، خو د خپلو خبرو په اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، سږکال ژمی یوازې شپږ میلیون اړو افغانانو ته مرستې رسولی شي

د خوړو د نړیوال پروګرام لارۍ لیرې پرتو سیمو ته د بشري مرستو د رسولو په حال کې
د خوړو د نړیوال پروګرام لارۍ لیرې پرتو سیمو ته د بشري مرستو د رسولو په حال کې

د خوړو نړیوال پروګرام WFP وايي چې د بودیجې د کمښت له کبله په سږني ژمي کې په افغانستان کې یوازې شپږ میلیون کسانو ته مرستې رسولی شي.

WFP نن پر خپله ایکس پاڼه لیکلي دي چې میلیونونه نور افغان وګړي به د دې سازمان له مرستو بې برخې وي.

د خوړو نړیوال پروګرام دا خبرداری داسې مهال ورکوي چې ملګروملتونو په خپل وروستي راپور کې ویلي دي چې په راروان سخت ژمي کې به د افغانستان شاوخوا ۱۵ میلیون وګړي بشري مرستو ته اړتیا ولري.

مخکې له دې د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا ویلي و، چې په ۲۰۲۵ کال کې به شاخوا ۲۲،۹میلیون افغانان بشري مرستو ته اړ وي.

ټرمپ: له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل وحشتناکه وو

د امریکا منتخب ولسمشر ډونالد ټرمپ یو ځل بیا له افغانستانه د امریکا ځواکونو وتل وحشتناکه یاد کړي او ژمنه یې کړې چې د خپل هېواد پوځي ځواک به پیاوړی کوي.

هغه چې د یکشنبې په ورځ د (ډیمسبر۲۲مه) د امریکا د متحده ایالتونو د اریزونا ایالت په فېنکس سیمه کې خپلو پلویانو ته وینا کوله وویل، "هیچا د هغو وسلو یادونه چې د بایډن ادارې په افغانستان کې پرېښودې او هغه سرتیري چې په هوايي ډګر کې ووژل شول، ونه کړه خو زه دا ټول یادوم ".

هغه د بایډن پر حکومت نیوکه وکړه چې د میلیونو ډالرو په ارزښت امریکايي وسلې یې طالبانو ته پرېښودې.

ټرمپ وړاندې وویل، "له بده مرغه موږ د هغوو وسلوو لویه برخه افغانستان کې پرېښوده، تاسې باور کولی شئ، دا څومره وحشتناکه ده ".

ټرمپ د خپل پوځ د پیاوړي کیدو په اړه وویل، "زه به داسې خپل پوځ بیرته راجوړ او پیاوړی کړم چې هیڅ کله له دې وړاندې نه وو ".

د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې تمه ده د جنورۍ په شلمه سپینې ماڼۍ ته د دویم ځل لپاره د امریکا د متحده ایالاتونو د ولسمشر په توګه ستون شي، په ځلونو یې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر کړنلارې نیوکې کړي دي.

هغه له دې وړاندې د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال ویلي وو، که له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتو پر مهال زه ولسمشر وای، ما به هیڅ امریکايي وسلې طالبانو ته نه وې پرېښې.

د ټولګټو چارو وزارت: د ریل پټلۍ له لارې د تجارتي مالونو لېږد زیات شوی دی

د طالبانو د حکومت د ټولګټو چارو وزارت وايي، تیره میاشت یې د افغانستان د ریل پټلۍ له لارې ۴۵۲ زره او ۱۳۳ متریک ټنه انتقالات ترسره کړې دي.

د دې وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس د دوشنبې په ورځ پر خپلې ایکس پاڼې/پخواني ټویتر ویلي، دا صادرات او واردات د حیرتان، اقینې، تورغندۍ او هرات خواف بندرونو له لارې شوي دي.

حق شناس وړاندې ویلي، هڅه کوي سوداګرو ته نورې اسانتیاوې هم برابرې کړي.

له دې وړاندې د طالبانو حکومت د ریل پټلۍ له لارې د تجارتي مالونو د لېږد د زیاتیدو خبر ورکړی و.

خو نړیوال بانک د همدې ډیسمبر په څلورمه په یو راپور کې ویلي و، د افغانستان اقتصادي وضعیت له یو بحران سره مخ دی او راتلونکی یې روښانه نه دی.

په راپور کې راغلي و، د افغانستان صادرات د تیرکال پرتله څو چنده ښکته شوي دي.

خو طالبانو د نړیوال بانک راپور رد کړی و.

دوه کاله کیږي افغانې ښځې په ټولو غیردولتي او یو شمیر ادارو کې د کار اجازه نه لري

د طالبانو له خوا په غیردولتي موسسو کې د ښځو پر کار د بندیز دوه کاله پوره شول.

طالبانو د ۲۰۲۲ کال د ډیسمبر په ۲۴مه د یو فرمان په صادرولو سره د ملګرو ملتونو د ادارو په ګډون په ټولو غیردولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګوه.

په فرمان کې ویلي شوي و، که هرې موسسې له دې پریکړې سرغړونه وکړه، د فعالیت جواز به یې لغوه شي.

د طالبانو له دې فرمان وروسته، ډیرشمیر هغوو موسسو چې د بشري مرستو په برخه کې یې کار کاوه، خپل فعالیتونه په افغانستان کې وځنډول.

که څه هم د طالبانو له خوا د ښځو پر کار بندیز کورني او نړیوال غبرګونونه راوپارول، خو طالبانو خپله پریکړه بدله نه کړه، او لا هم ښځې په ټولو غیردولتي او یو شمیر دولتي ادارو کې د کار اجازه نه لري.

طالبانو د ښځو پر کار د بندیز سربیره، له شپږم ټولګیو پورته ښوونځیو او پوهنتونونو ته د نجونو پر تګ بندیز لګولی دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG