د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۸ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۲

افغانستان

طالبانو په دوحه کې پر دوو مسایلو د بحث لپاره چمتووالی وښود

د عکس ښي لور ته د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي او چپ لور ته په کابل کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اتونبایووا
د عکس ښي لور ته د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي او چپ لور ته په کابل کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اتونبایووا

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي وایي، دوحه کې به د دوی پلاوی پر دوو مسایلو بحث ته چمتو وي، لومړی له نشه‌یي توکو سره مبارزه او دویم هم پر دوی د بندیزونو لرې کول.

متقي دغه څرګندونې پرون چهارشنبه په کابل کې د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې روزا اتونبایووا سره په کتنه کې وکړې.

د وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي، دغو لیدو کتو کې د دوحې د غونډې پر اجنډا او د طالبانو د پلاوي پر جوړښت خبرې وشوې.

بلخي د میرمن اتونبایووا په حواله ویلي چې نوموړې د دوحې غونډه د نړیوالې ټولنې او طالبانو د نظر شریکولو لپاره ښه فرصت یاد کړی دی.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ اعلان کړی چې د دوی د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد به د دوحې په غونډه کې د طالبانو د پلاوي مشري کوي.

د دوحې غونډه د راتلونکې یکشنبې په ورځ د جون په ۳۰مه پيلېږي.

تر دې وړاندې روزا اوتونبایووا ویلي، مېرمنې په د دوحې غونډې په اصلي بحثونو کې برخه ونه لري، هغه اعلان چې د بشري حقونو د ملاتړو بنسټونو غبرګونونه یې پارولي دي.

د ملګرو ملتونو د بسپنې وجهي صندوق له اړو افغانانو سره د مرستو نوي پروګرامونه تصویب کړي

ارشیف: په لوګر کې داخلي بېځایه شوې کورنۍ
ارشیف: په لوګر کې داخلي بېځایه شوې کورنۍ

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بسپنې وجهي صندوق له اړو افغانانو سره د مرستو د نویو پروګرامونو د تصویب خبر ورکوي.

دې صندوق پرون چهارشنبې په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې د دې صندوق د رهبرۍ کمېټې د په زرګونو داخلي بېځایه شویو او هېواد ته د ستنو شویو د لومړنیو اړتیاوو او هم د مخدره موادو د استعمال له امله اختلالاتو ته د رسېدو د چارو د ملاتړ لپاره پروګرامونه تصویب کړل.

په دې اړه زیات جزییات نه‌دي ورکړل شوي، خو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې مرستیال او د افغانستان لپاره د بشري چارو همغږي کوونکي اندریکا راټویټ په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي چې دغه صندوق په ۲۰۲۱م کال کې د خپل تاسیس راپه‌دېخوا د پنځه میلیونه افغانانو لاسنیوی کړی.

د هغه په وینا، تراوسه له دې صندوق سره دیارلسو هېوادونو د څه باندې ۲۳۰ میلیون ډالرو مرسته کړې، خو د دې لپاره چې په افغانستان کې میلیونونو کسانو ته مرستې ورسوي ترڅو هغوی سولې او هوساینې ته ورسېږي او هم د ټولنو مقاومت زیات شي، دا صندوق نورو مرستو ته اړتیا لري.

شل اوریز نړیوال جام؛ افغانستان د سویلي افریقا پر وړاندې توپوهنه غوره کړه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي د توپوهنې پر مهال
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي د توپوهنې پر مهال

د افغانستان او سویلي افریقا ترمنځ لومړۍ نیمه پایلوبه پیلېږي.

د لوبې پچه افغان لوبډلمشر راشدخان وګټله او توپوهنه یې غوره کړه.

په نننۍ سیالۍ کې د افغان لوبډلې په یولس کسیز نوملړ کې کوم بدلون نه دی راغلی.

دا د افغانستان ملي لوبډلې ته لومړی ځل دی چې په نیمه پایلوبه کې لوبه کوي.

د ویلو ده چې دویمه نیمه پایلوبه به د ورځې په اخره کې د هندوستان او انګلستان ترمنځ پیل شي.

ډبلیوایف‌پي: د بودیجې کمښت له کبله میلیونونو اړو افغانانو ته مرستې نه شو رسولی

ارشیف: پر اړمنو افغانانو د خوړو نړیوال پروګرام د مرستو د وېش له بهیره یو انځور
ارشیف: پر اړمنو افغانانو د خوړو نړیوال پروګرام د مرستو د وېش له بهیره یو انځور

د خوړو نړیوال پروګرام یا "ډبلیوایف‌پي" وایي، د بودیجې د کموالی له امله نه‌شي کولای چې په افغانستان کې میلیونونو اړو کسانو ته د خوړو مرستې ورسوي.

د افغانستان لپاره د دې پروګرام څانګې پرون چهارشنبې په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې تر اکټوبر میاشتې پورې به یوازې یو میلیون کسانو ته د خوړو مرستې ورسوي.

خو دې پروګرام ویلي چې په افغانستان کې له ۱۲ میلیونه زیات وګړي د ژوندي پاتي کېدو لپاره د ژوند ژغورنې مرستو ته اړ دي.

د خوړو نړیوال پروګرام یوځل بیا پر بسپنه ورکوونکو غږ کړې چې ورسره مرستې وکړي ځکه دا پروګرام اوس بېړنیو مالي مرستو ته اړتیا لري.

کرکټ نړیوال جام نیمه پایلوبه؛ افغانستان له جنوبي افریقا سره سیالي کوي

افغان کرکټ ملي لوبډله
افغان کرکټ ملي لوبډله

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د کرکټ د نړیوال جام سیالیو په لومړۍ نیمه پایلوبه کې نن پنجشنبې له جنوبي افریقا سره سیالي کوي.

دا لوبه د ویسټ اینډیز/ترینداد په تروبا لوبغالي کې د کابل په وخت د سهار په پنځو پیلېږي.

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې روزونکي جاناتان ټروټ ویلي چې لوبډلې یې دغې سیالۍ ته ښه تیاری نیولی او تر خپله وسه به هڅه وکړي چې پر سیالې ډلې فشار راوړي.

افغانستان او جنوبي افریقا د ۲۰۱۰م او ۲۰۱۶م کلونو په نړیوالو جامونو کې هم سره مخامخ شوي وو، خو دواړه لوبې جنوبي افریقا ګټلې وې.

د دې جام بله نیمه پایلوبه نن د کابل په وخت د ماښام په اوو بجو د هند او انګلستان تر منځ ترسره کېږي.

رینا امیري: افغان کرکټ ملي لوبډله د افغانانو روح تسخیروي او هیلې ورکوي

د اسټرالیا پر وړاندې د افغان کرکټ ملي لوبډلې د بریا یو انځور
د اسټرالیا پر وړاندې د افغان کرکټ ملي لوبډلې د بریا یو انځور

د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو په برخه کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري افغان کرکټ لوبډلې ته چې د شل اورونو په نړیوال جام کې نیمه پایلوبې ته رسېدلې ده، مبارکي ورکړې ده.

مېرمن امیري نن په ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې د افغان کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړي د افغانانو روح تسخیروي او هیلې ورکوي.

بل لور ته د افغانستان د ملي مقاومت په نوم د جبهې مشر احمد مسعود وایي، ورزش باید سیاسي نه شي.

احمد مسعود په یوه ویډیويي پیغام کې چې په خواله رسنیو کې خپور شوی، د بنګله‌دېش د لوبډلې پر وړاندې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې تر بریا پورې وایي چې "ټول لوبغاړي زموږ ویاړونه دي، خدای پاک دې بریالي لري او که خدای کول د کرکټ ملي لوبډله به پایلوبې ته ورسېږي."

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د سې شنبې په ورځ بنګله‌دېش ته ماتې ورکړه او ټاکل شوې چې سبا د کابل په وخت د سهار په پنځو بجو به نیمه پایلوبه کې له جنوبي افریقا سره مخامخ شي.

امیري د افغانستان د راتلونکي په تړاو بحثونو کې د ښځو په ګډون ټینګار وکړ

د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري
د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري

د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وایي، د دغه هېواد د راتلونکې په اړه بحثونو کې د ښځو له ګډون پرته د سولې، امنیت او تلپاتې افغانستان حل لارې نه شته.

هغې دا خبره پرون سه شنبه د جون ۲۵مه پر خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر لیکلې ده.

مېرمن امیري په ډیپلوماسۍ کې د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت په تاریخ کې د افغان ښځو د ونډې یادونه کړې ده.

د جون ۲۴مه، په ډيپلوماسۍ کې د ښځو نړیواله ورځ نمانځل کېږي.

رینا امیري دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې افغان مېرمنې د دوحې د راتلونکې غونډې له اصلي بحثونو څخه منع شوې دي.

د دوحې درېیمه غونډه د جون په دیرشمه یا راتلونکې یکشنبه پیلېږي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وایي، د دوی یو پلاوی چې مشري به یې د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد کوي، د دوحې په غونډه کې ګډون کوي.

کرکټ نړیوال جام نیمه پایلوبه؛ ټروټ: افغان لوبډله په دې پړاو کې هم خپلو هڅو ته دوام ورکوي

افغان کرکټ ملي لوبډله د اسټرالیا ته له ماتې وروسته د خوشحالۍ پر مهال
افغان کرکټ ملي لوبډله د اسټرالیا ته له ماتې وروسته د خوشحالۍ پر مهال

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې روزونکی جوناتان ټروټ د شل اووریز نړیوال جام په نیم پایلوبه کې له جنوبي افریقا سره د افغانستان د لوبې په درشل کې ویلي چې افغان لوبغاړي به په دې پړاو کې هم خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

ټروټ، چې په جنوبي افریقا کې زېږېدلی او د انګلستان د ملي لوبډلې بیټسمن یا توپوهونکی پاتې شوی فرانس‌پرېس خبري آژانس ته ویلي چې افغان ملي لوبډله داسې مهال دې لوبې ته ورروان دی چې د نړیوال جام په نیم پایلوبه کې د ماتې یا بریا سابقه نه لري.

هغه همداراز ویلي چې په نیم پایلوبه کې سیالي د افغان لوبډلې لپاره یوه نوې تجربه ده نو ځکه دا لوبډله کېدای شي ډېره خطرناکه وي ځکه دا لوبډله ډېر څه نه لري چې له لاسه یې ورکړي نو سیاله لوبډله به تر فشار لاندې وي.

په پام کې ده چې د افغانستان او جنوبي افریقا لوبډلې سبا د کابل په وخت د سهار په پنځو بجو سره مخامخ شي.

افغانستان او جنوبي افریقا د ۲۰۱۰م او ۲۰۱۶م کلونو په نړیوالو جامونو کې هم سره مخامخ شوي وو، خو دواړه لوبې جنوبي افریقا ګټلې وې.

سبا سهار د افغانستان او جنوبي افریقا ټیمونه سیالي لري

د افغانستان لوبغاړي د یوې مخکېنۍ لوبې پر مهال
د افغانستان لوبغاړي د یوې مخکېنۍ لوبې پر مهال

د کرکټ نړیوال جام لومړۍ نیمه پایلوبه کې سبا سهار وختي د افغانستان او جنوبي افریقا ټیمونه سره مخ کېږي.

دا لوبه د ویسټ اینډیز/ترینداد په تروبا سټډيوم کې د کابل په وخت د سهار په پنځو پیلېږي.

بله نیمه پایلوبه د هند او انګلستان تر منځ سبا ماښام ترسره کېږي.

د نیمه پایلوبې ټیمونو ته که ماته خوري د کرکټ نړیوالې شورا له خوا ۷۸۷زره امریکايي ډالره ورکول کېږي او فاینل ته په وتلو یو میلیون او ۲۸۰زره ډالره خپلوي، خو که فاینل او جام وګټي دوه میلیون او ۴۵۰ زره ډالره جایزه به خپلوي.

په دې سربېره د ګروپي او اتو غوره پړاو هر بري ته د کرکټ نړیوالې شورا څه باندې ۳۱زره ډالره جایزه ورکړې.

طالبانو په پروان کې درې کسان په درو وهلي او په درې کاله بند یې محکوم کړي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د پروان ولایت موقعیت
د افغانستان په عمومي نقشه کې د پروان ولایت موقعیت

د طالبانو سترې محکمې خبر ورکړی چې د سه شنبې په ورځ یې په پروان ولایت کې درې کسان په ۳۹-۳۹ درو وهلي او په درې کاله بند یې محکوم کړي.

محکمې ادعا کړې چې په پروان کې یوې ښځې ته له کوره د تېښتې او دوو نورو کسانو ته د غلا په تور دا سزاوې ورکړل شوي.

د طالبانو سترې محکمې همداراز په یوه بله اعلامیه کې تایید کړې چې د هرات په اوبې ولسوالۍ کې هم د دوشنبې په ورځ یوه ښځه د دې محکمې د ادعا له مخې د زنا په تور په ۳۹ دُرو ووهل شوه.

طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د ګڼو ښځو په شمول لسګونه کسان په عام محضر کې په درو وهلي او سزاوې یې ورکړي دي.

د بشري حقونو مدافع بنسټونه د طالبانو قضايي دستګاه تورنوي چې تورن کسان عدالت ته له لاسرسي پرته په صحرايي محکمو کې په سزا رسوي او په دې برخه کې چاته ځوابګویه نه دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG