افغانستان
د خبریالانو د ملاتړ بنسټونو په غزني کې د حکمت ارین د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه کړې
د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ ټولنې او د افغانستان د خبریالانو مرکز په غزني کې د خبریال حکمت ارین نیولو ته اندېښنه ښکاره کړې او د هغه د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه یې کړې ده.
دغو دوو مرکزونو پرون په جلا جلا بیانونو کې وویل چې په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو روان وضعیت دا څرګندوي چې هلته لا هم د واکمنو لهخوا رسنۍ او خبریالان تر سخت فشار، سانسور او ګواښ لاندې دي.
د غزني د ځایي سرچینو د معلوماتو له مخې، د طالبانو استخباراتو درې ورځې مخکې د خوشال راډیو خبریال حکمت ارین له خپل دفتره ورسره بیولی دی.
خوشال خصوصي راډیو نژدې اووه میاشتې مخکې په غزني کې فعالیت پیل کړ چې سیاسي، اقتصادي، اجتماعي، کلتوري او دیني پروګرامونه خپروي.
د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست د مسکو فارمټ په غونډه کې د ګډون لپاره مسکو ته روان شو
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د افغانستان په اړه د مسکو د فارمټ په شپږمه مشورتي غونډه کې د ګډون لپاره مسکو ته روان شو.
د دې وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد نن په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې د دې سفر په اړه یوازې دومره ویلي چې هغه د روسیې د فدراسیون په رسمي بلنه ترسره کېږي.
د روسیې د تاس خبري آژانس د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت د ویاندې ماریا زاخارووا له قوله ویلي چې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر به په دې غونډه کې چې ټاکل شوې بل سبا د جمعې په ورځ د اکتوبر په څلورمه نېټه جوړه شي، ګډون وکړي.
د نوموړې په خبره، دا شپږمه مشورتي غونډه د افغانستان لپاره د ځانګړیو ماموریتونو د جګپوړیو چارواکو په کچه جوړېږي او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاروف به هم له متقي سره د مسکو او کابل ترمنځ د دوه اړخیزې همکارۍ پر اساسي موضوعاتو خبرې وکړي.
د مسکو فارمټ چې په ۲۰۱۷م کال کې رامنځته شوی، په چوکاټ کې یې د روسیې، افغانستان، چین، پاکستان، ایران او هند استازي سره جرګه کېږي اود افغانستان اړوند ګډو مسایلو په اړه بحث او خبرې کوي.
د طالبانو حکومت پر لبنان د اسراييلو بريد ته غبرګون وښود
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت پر لبنان باندې د اسرايیلو بریدونه په کلکه غندلي او هغه یې د نړیوالو اصولو او اخلاقي معیارونو خلاف عمل بللی دی.
دغه وزارت د سهشنبې په ورځ د تلې په ۱۰مه نېټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره د سیمې او نړۍ له هېوادونو وغوښتل چې د اسرايیلو د تیري د مخنیوي لپاره جدي او ګډ اقدام وکړي.
په دغه اعلاميه کې په لبنان کې د حزبالله د مشر حسن نصرالله د وژل کېدو په اړه څه نهدي ويل شوي، خو ويل شوي چې په فلسطين او لبنان کې چې څه روان دي، د توجيه وړ نهدي.
نصرالله تېره اوونۍ د لبنان په پلازمېنه بیروت کې د اسرايیلو په بریدونو کې ووژل شو.
امریکا د ایران له ملاتړه برخمن حزبالله ډله د یوه تروریستي سازمان په توګه پېژني او اروپايي ټولنې د دغې ډلې یوازې پوځي څانګه په تور لېست کې اچولې ده.
حزبالله د لبنان په پارلمان کې هم څوکۍ لري.
دا پهداسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د حماس ډلې د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه د وژل کېدو په اړه غبرګون ښودلی و.
هنيه د روان کال د اسد مياشتې په لسمه نېټه د ايران په يوه کلي کې په يوه هوايي بريد کې ووژل شو، چې تهران او حماس يې پړه پر اسراييلو واچوله.
حماس د امریکا متحدهایالاتو او اروپايي اتحادیې لهخوا د یو ترهګر سازمان په توګه پېژندل شوی.
منظور پښتين: د پېښور پوليسو خيبر کې د قومي جرګې پر کمپ بريد کړی
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وايي، د پېښور پولیسو په خیبر ایجنسۍ کې د قومي جرګې د تیارۍ پر کمپ برید کړی.
ښاغلي پښتین نن پر خپله فېسبوک پاڼه ولیکل چې، تېره شپه د پېښور له پولیسو سره څو مخ پټو کسانو د پښتون قومي عدالت په نوم د کېدونکې جرګې پر کمپ برید کړی، ډزې یې کړي او یوشمېر خېمو ته یې اور اچولی دی.
پښتین زیاتوي چې د ډزو او اوښکې بهونکي ګاز د کارولو له کبله د دوی ځینې ملګري ټپیان او ځينې نور بېسده شوي دي.
د خیبر پولیسو او د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت تر اوسه پهدې اړه څه نهدي ویلي، خو لهدې مخکې یې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران له قانون په سرغړونو تورن کړي او ځینې یې په امنیتي ادارو د نیوکو په تور نیولي دي.
د خوړو او کرنې ادارې فارياب کې د اوبو د يو کانال د رغولو خبر ورکړی
د ملګروملتونو د خوړو او کرڼې اداره، FAO په فاریاب ولایت کې د ۱،۴ کیلومترو په اوږدوالي د اوبو د یوه کانال د رغولو خبر ورکوي.
دې ادارې پرون دوشنبې په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې، د جنقره کانال به څه باندې ۱۸ سوه هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبه کړي او ۷۵۳۰ کورنۍ به ترې ګټه پورته کړي.
همدارنګه ویل شوي چې دغه کانال به څه باندې ۲۸ زره لنډ مهاله او اوږدمهاله مسلکي او غیرمسلکي شغلونه رامنځ ته کړي.
د رغنیزو چارو په ترڅ کې د نورستان چارواکي هم د کونړ-نورستان د لویې لارې د رغولو د چارو د پیل خبر ورکوي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس د راپور لهمخې د ټولګټو چارو وزارت د ۶۰۰ ميلیونه افغانیو په لګښت دغه ۲۲ کیلومترو اوږده لاره به چې سور یې ۹ متره دی، په اساسي ډول رغول کېږي.
د طالبانو کورنيو چارو وزارت د ژورو څاګانو د سرونو د پټولو امر کړی
د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت په افغانستان کې د ټولو کیندل شویو ژورو څاګانو مالکینو ته خبرداری ورکړی چې، که د خپلو څاګانو سرونه په خوندي ډول پټ نهکړي، ورسره به قانوني چلند وشي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د باختر خبري اژانس د راپور لهمخې دې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د کورنیو چارو وزارت د مشرتابه د پرېکړې لهمخې یوې کمېټې ته دنده سپارل شوې چې د دغه حکم د تطبیق لپاره جدي اقدام وکړي.
د خبرپاڼې لهمخې دغه کمېټه به په ټولو ولایتونو ته سفر کوي، ترڅو دا ډاډ ترلاسه کړي چې د کیندل شویو څاګانو مالکین د خطرونو او د پېښو د مخنیوي لپاره د خپلو څاګانو سرونه په محفوظ ډول بند کړي او که څوک لهدې کار څخه ډډه کوي ورسره به قانوني چلند کېږي.
دغه اقدام داسې مهال کېږي چې ځینې وختونه د افغانستان له یوشمېر ولایتونو څخه دا ډول څاګانو ته د ماشومانو د لوېدو اوان د مړه کېدو راپورونه ورکړل شوي دي.
پهدې وروستیو کې دا ډول یوه پېښه د تېرې پنجشنبې په ورځ د غزني ولایت په ده یک ولسوالۍ کې وشوه چې، نه یوازې یوې څاه ته لوېدلی ماشوم روغ را ونه ایستل شو، بلکې د ژغورنې په عملیاتو کې یې څلورو نورو کسانو هم په څاه کې د ګاز نیونې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د خبريالانو د ملاتړ سازمان په تخار کې د خبريالانو د تصويري راپورونو پر بنديز غبرګون ښودلی
د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان په تخار ولایت کې د طالبانو د امربالمعروف او نهي عنالمنکر ریاست لهخوا د خبریالانو په تصویري راپورونو بندیز په کلکه رد کړی او هغه یې د مطبوعاتو له ازادۍ او ډیموکراټیکو حقوقو څخه په ټکر کې بللي دي.
دې سازمان پرون سهشنبې په یوه اعلامیه کې وویل چې، دا سازمان له ټولو افغان خبریالانو په ځانګړې توګه د تخار ولایت د خبریالانو ملاتړ کوي او ټینګار کوي چې د هغوی حقوق او ازادي باید خوندي شي.
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې پر خبریالانو او رسنیو له سانسوره نیولې، د خبریالانو د نیولو او شکنجې پورې د ځپنې او پراخو محدودیتونو د لګول کېدو راپورونه ورکړل شوي دي.
طالبانو پهدې وروستیو کې په افغانستان کې پر سیاسي ژوندیو خپرونو هم بندیز ولګاوه.
ټام وېسټ د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د بنديزونو د همغږۍ دفتر د سرپرست په توګه ټاکل شوی
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بندیزونو د همغږۍ د دفتر د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.
په هغه اعلامیه کې چې د بهرنیو چارو وزارت د سهشنبې په ورځ په خپله وېبپاڼه کې خپره کړې، د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ویلي چې، ټام وېسټ د ۲۰۲۱ کال د اکتوبر له میاشتې راهیسې د افغانستان لپاره د ځانګړې استازي په توګه نه ستړې کېدونکې هڅې کړي، ترڅو د افغانستان په اړه د متحدهایالتونو د پالیسۍ په رڼا کې د متحدهایالتونو ملي ګټې او هم د افغانستان د خلکو سوکالي ډاډمنه شي.
په اعلامیه کې ویل شوي چې له افغانستان سره د متحدهایالتونو ژمنه د یوه دومداره لومړیتوب په توګه په خپل حال ده او د بهرنیو چارو وزارت هڅې به د افغانستان لپاره د متحدهایالتونو د استازولۍ د مشرې، کرن ډیکر، د ځانګړې استازې رینا امیري او د سفیر جان مارک پامیرشایم John Mark Pommersheim لهخوا پرمخ وړل کېږي.
د ښاغلي بلېنکن په خبره د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیره مېرمن ډیکر به له دوحې د افغانستان په اړه پالیسي مخته وړي.
د افغان نجونو، ښځو او بشري حقونو لپاره ځانګړې استازې مېرمن امیري به د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو د خوندي کولو لپاره ډیپلوماتیکي هڅې او پالیسي مخته وړی او له واشنګټن څخه به سفیر او د مرکزي اسیا لپاره د بهرنیو چارو وزرات مرستیال ښاغلی پامیر شایم د افغانستان په اړه د پالیسۍ د پراختیا او د ادارو ترمنځ د همغږۍ مشري کوي.
د طالبانو حکومت له خلکو سره د تبعيضي چلند په اړه د ايران د ځانګړي استازي څرګندونې رد کړې
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان لپاره د ایران د ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي هغه څرګندونې رد کړې چې، ګواکې دوی له افغانانو سره تبعیضي چلند کوي.
د طالبانو تر واک لاندې ملي راډيو ټلوېزیون نن سهشنبه د دغه وزارت د مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد په حواله ویلي، د دوی حکومت ټولو افغانانو ته د خپل رعیت په نظر ګوري او هیڅوک نهشي کولای چې له چا سره تبعیضي چلند وکړي.
ښاغلي قمي تازه له ایرنا خبري اژانس سره خبرو کې ویلي، ایران له درې کلونو راهیسې په کابل او کندهار کې طالب مشرانو ته مشورې ورکړي چې د یوه قوم، یوې ژبې او یوه جنسیت او مذهب نظام نهشي کولای داسې ولس ته ځواب ورکړي چې قومي، مذهبي او ژبنیزه تنوع لري.
تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د ملګروملتونو استازیو او یوشمېر نورو بنسټونو هم د طالبانو د حکومت پر جوړښت نیوکې کړي او هغوی یې له ښځو سره په جنسیتي تبعیض تورن کړي دي.
طالبانو په لغمان او فاریاب کې درې نارینه او یوه ښځه په درو وهلي
د طالبانو ستره محکمه وايي چې په لغمان او فاریاب ولایتونو کې یې درې نارینه او یوه ښځه د اخلاقي فساد په تور د خلکو پر وړاندې په متروکو یا درو وهلي دي.
دې محکمې پرون دوشنبې په یوه خبرپاڼه کې وویل چې په لغمان کې درې تنو ته په عام محضر کې سزا ورکړل شوه او د دغه ولایت د ابتدايي محکمې په حکم یو تن په څلورنیم کاله تنفیذي حبس او دوه نور په یو یو کال تنفیذي حبس محکوم شول.
له دې جلا د ډيپياې خبري اژانس د راپور له مخې، طالبانو په فاریاب ولایت کې یوه ښځه له کوره د تښتېدو او له یوه نارینه سره د نامشروع اړیکو په تور ۳۰ متروکې ووهله.
د طالبانو له لوري په عام محضر کې سزاوې د بشري حقونو د ټولنو له انتقادونو سره مخامخ شوي، خو له انتقادونو سره سره طالبانو دې ډول سزاوو ته دوام ورکړی دی.