افغانستان
د تهران په شهریار کې د یو شمېر ښځو تر فزیکي شخړې وروسته دوه افغان مېرمنې نیول شوي
د ایران امنیتي چارواکي وايي، د تهران په شهریار ولسوالۍ کې یې د یو شمېر ښځو تر فزیکي شخړې وروسته دوه افغان مېرمنې نیولي دي.
د ایران تسنیم خبري اژانس د شهریار ولسوالۍ د پولیسو د مشر پیمان فتاحي له قوله ویلي چې په فردوسي پارک کې درېیو افغان کډوالو لومړی له یوې ایرانۍ ښځې سره لفظي شخړه کړې او بیا یې وهلې ده.
د فتاحي په وينا، د دې پېښې په تړاو دوه افغان مېرمنې هم نيول شوې دي.
هغه زياته کړه چې شخړه د ماشومانو د لوبې پر سر راپورته شوې ده.
ویل شوي چې د پېښې په اړه پلټنې پيل شوي او تر بشپړېدو وروسته به قضیه عدلي او قضایي ادارو ته وسپارل شي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په ایران کې د افغان کډوالو د ځورونې د زیاتوالي راپورونه ورکړل شوي دي.
ایراني چارواکو ویلي چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې به شاوخوا دوه میلیونه بې اسناده افغان کډوال له دغه هېواده وباسي.
راشدخان او رحمنالله ګربز د یو ورځنیو لوبغاړو په درجه بندي کې پرمختګ کړی
د افغانستان د کرکټ دوو لوبغاړو راشدخان او رحمنالله ګربز د کرکټ نړیوالې شورا د یو ورځنیو لوبغاړو په تازه اعلان شوې درجه بندۍ کې پرمختګ کړی دی.
د افغان کرکټ بورډ د رسنیزې څانګې په خبر کې ویل شوي، د سويلي افریقا پر وړاندې د ترسره شوې لوبلړۍ تر پایلې وروسته راشدخان د توپ اچونکو او رحمنالله ګربز د توپوهونکو په لیکه کې مخکې تګ کړی دی.
خبر زیاتوي، راشدخان د یو ورځنیو توپ اچونکو په ډله کې درېیم او ګربز بیا د توپوهونکو په ډله کې اتم مقام ترلاسه کړی دی.
د ویلو ده چې تر دې وړاندې راشدخان د یو ورځنیو او شل اوریزو توپ اچونکو په درجه بندیو کې څو څو وار لومړي مقامونه هم ګټلي وو.
طالبانو سرغړونې؛ جرمني، استرالیا، کاناډا او هالنډ یې د څېړلو لپاره د عدالت نړیوالې محکمې ته د تللو ګواښ وکړ
جرمني، استرالیا، کاناډا او هالنډ طالبانو ته ګواښ کړی چې د هغو سرغړونو په خاطر به چې دوی په افغانستان کې د ښځو له حقونو څخه ترسره کړي، د عدالت نړیوالې محکمې له لارې به یې پر وړاندې اقدام وشي.
د هغې ګډې اعلامیې په مسوده کې چې دغو څلورو هېوادونو ترتیب کړې، طالبان رسماٌ مسول بلل شوي چې د ښځو د حقونو په اړه هغه مسوولیت پرځای کړي چې د ښځو پر وړاندې د تبعیض د ټولو بڼو د له منځه وړلو په کنوانسیون کې یې یادونه شوې ده.
د جرمني خبري آژانس د راپور له مخې، د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې اننا لینا بایربوک ویلي، په پام کې لري چې نن چهارشنبې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د غونډې ترڅنګ د استرالیا، کاناډا او هالنډ له بهرنیو چارو وزیرانو سره وګوري.
د ګډې اعلامیې په مسوده کې چې یوه کاپي یې دې آژانس ترلاسه کړې، دغو څلورو واړو هېوادونو د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې له بشري حقونو څخه پراخې سیستماتیکې سرغړونې او تېري غندلي.
دغو هېوادونو ویلي چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ورځ تر بلې خراب شوی او زیاتوي چې په دې هېواد کې ښځې او نجونې د دې مستحقې دي چې د بشړو بشري حقونو درناوی یې وشي.
دې هېوادونو همدارنګه خبرداری ورکړی چې که وضعیت بدل نهشي، دا موضوع به د څېړنې لپاره د عدالت نړیوالې محکمې ته وړاندې شي.
طالبان: له ایرانه اکثره ایستل کېدونکي افغان کډوال فزیکي او رواني شکنجه شوي
د هرات په اسلام قلعه بندر کې د طالبانو سرحدي چارواکي وایي، له ایرانه اکثره ایستل کېدونکي افغان کډوال فزیکي او رواني شکنجه شوي دي.
په دغه بندر کې د بېرته ستنېدونکو د نوملیکنې مسوول عبدالغني قاضيزاده فرانس پرېس اژانس ته ویلي، هره ورځ شاوخوا درې زره افغانان له ایرانه ایستل کېږي.
دغه اژانس نن چهارشنبه په یوه راپور کې د قاضيزاده په حواله دغه راز ویلي چې ۹۰ سلنه دغه افغانان په زور او پاتې لس فیصده یې په خپله خوښه ستنېږي.
د کډوالو د فزیکي شکنجې د څرنګوالي ډېر معلومات نه دي خپاره شوي.
له ستنېدنکو افغانانو سره چې د ښه ژوند هیلې يې مړاوې شوي، په سرحد کې د کډوالۍ نړیوال سازمان د نفر سر دوه زره افغانۍ مرسته کوي.
دغه مرسته یوازې کورنۍ لرونکو کډوالو ته ورکول کېږي او هغه کس چې یوازې وي، له دې کمو پيسو بې برخې کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې ایراني چارواکو په وار وار ویلي، بې اسناده افغان کډوال هېواد ته ستنوي.
له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو قضیه؛ مککال: بلېنکین په دې مسئله کې د مسوولیت منلو پرځای ځان پټوي
د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو جمهوریپال غړي د هغې لایحې په جوړولو کې د پرمختګ خبر ورکوي چې د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکین له افغانستانه د امریکايي سرتېرو د وتلو پر مهال د ګډودۍ په اړه توضیحاتو ته د نه حاضرېدو په قضیه کې جرګې ته په اهانت تورنوي.
بلېنکین د جرګې له پرلهپسې هڅو سره سره، بیا بیا جرګې ته له حاضرېدو ډډه کړې.
د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مککال تېره شپه ناوخته وویل، بلېنکین د دې پرځای چې په دې مسئله کې خپل مسوولیت ومني، د امریکا له خلکو څخه ځان پټوي.
د استازو جرګې پرېکړهلیک چې ښايي دا قضیه د عدلیې وزارت ته راجع کړي، اوس د جرګې عمومي غونډې ته د رایو د اخیستو لپاره چمتو شوی، خو د جرګې ویاند مایک جانسن بېګا خبریالانو ته وویل چې ښايي دا اقدام د ولسمشرۍ د انتخاباتو ترپایه ونه شي.
د جرګې جمهوریپالو له اتلسو میاشتو راهیسې هڅې پیل کړي چې له افغانستانه د امریکايي سرتېرو د وتلو پر مهال د ګډوډۍ پړه د بایډن ادارې غاړې ته واچوي.
فوټسال؛ افغانستان له پاراګوای سره سیالي لري
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله نن چهارشنبه د ۲۰۲۴م کال د نړیوال جام سیالیو په ترڅ کې له پاراګوای سره لوبه کوي.
که افغانستان دغه لوبه چې د افغانستان په وخت د ماښام اووه بجې پیلېږي، وګټي نو د اتو غوره ټیمونو پړاو ته به لاره پیدا کړي او که یې وبایلي له دې سیالیو وځي.
په دغو سیالیو کې چې ازبکستان یې کوربه دی، افغان لوبډلې په ګروپي دور کې مخکې انګولا ته ماته ورکړې وه، خو اوکراین او ارجنټاین ته یې لوبې بایللې دي.
دا لومړی ځل دی چې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله په نړیوال جام کې لوبېږي.
یوې مرستندویه ادارې د بلخ لسګونه کورنیو ته د څښاک د پاکو اوبو امکانات برابر کړي
د ترکیې یوې مرستندویه ادارې په بلخ ولایت کې په لسګونو کورنیو ته د څښاک د پاکو اوبو امکانات برابر کړي دي.
د ترکیې د انادولیا خبري آژانس د راپور له مخې، دغه پروژه چې پرون سې شنبې د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ ادارې یا ټیکا په مرسته د دې ولایت په بلخ ولسوالۍ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه، له پاکو اوبو به یې له درې سوه زیاتې کورنۍ ګټه پورته کوي.
دغو کورنیو ته د پاکو اوبو د یوې شبکې لپاره ۱۲۰ متره ژوره څاه کیندل شوې، د اوبو د ذخیره کولو لپاره ۹۰۰۰ لیټره یو ټانک نصب شوی او د اوبو د رایستلو لپاره یې هم د سولري برښنا څو پنیلونه نصب شوي دي.
په مزارشریف کې د دې ادارې د دفترد همغږه کوونکي میکال تشدیمیر په وینا، دا اداره د بنسټیزو تاسیساتو، کرنې، روغتیا او تعلیم په ګډون په مختلفو برخو کې په افغانستان کې د خلکو لاسنیوی کوي.
سيپيجی: طالبان دې د سیاسي بحثونو په اړه پر ژوندیو خپرونو لګول شوی بندیز لیرې کړي
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې یا "سيپيجی" له طالبانو وغوښتل چې د سیاسي بحثونو په اړه په ژوندیو خپرونو لګول شوی بندیز لیرې کړي.
دې کمېټې پرون سې شنبې په یوه خپره کړې اعلامیه کې د آسیا د برخې د همغږې کوونکې بیه ليیي له قوله ویلي چې د طالبانو لهخوا نوي محدودیتونه په افغانستان کې د رسنیو د اساسي آزادیو د پای ته رسولو ښکارندوي کوي.
د مېرمن ليیي په خبره دغه اقدام د دې هڅه ده چې رسنۍ د طالبانو پر تبلیغاتې وسیلې بدلې شي چې هغه باید یومخ لغوه شي.
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د دوو خبریالانو له قوله چې نومونه یې نهدي اخیستل شوي، ویلي چې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د یکشنبې په ورځ د رسنیو یو شمېر مسوولان ورغوښتي وو او هغوی یې له نویو محدودیتونو خبر کړي دي.
د دغو نویو محدودیتونو له مخې، هغه خبریالان چې د سیاسي بحثونو ژوندۍ خپرونې چلوي هر سهار باید د موضوع او د ګډونوالو په اړه یې د طالبانو د مسوولو چارواکو تاییدي ترلاسه کړي او وروسته خپرونې ثبت کړي.
همدارنګه له خپرېدو مخکې یې هم باید طالبان تایید کړي.
له دې مخکې، د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان د دوشنبې په ورځ ادعا وکړه چې طالبانو د کارپوهانو او د باور وړ کسانو فهرست چې په سیاسي بحثونو کې ګډون وکړي، رسنیو ته سپارلی دی.
له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو دفاع؛ بایډن: دا یوه سخته، خو سمه پرېکړه وه
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن یوځل بیا له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د ایستلو دفاع وکړه، خو ویې ویل چې دا یوه سخته، خو سمه پرېکړه وه.
بایډن دغه څرګندونې پرون سې شنبې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې کلنۍ غونډې ته په وینا کې وکړې.
بایډن وویل: "کله مې چې د ولسمشر په توګه دنده پیل کړه، افغانستان د ویتنام ځای نیولی او د امریکا په تر ټولو اوږدې جګړې بدل شوی و، هوډ مې کړی و چې دغه جګړه به پای ته رسوم او هغه مې پای ته ورسوله، دا یوه سخته پرېکړه وه اما درسته پرېکړه."
جوبایډن د ۲۰۲۱م کال په دوبي کې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو پر مهال ځانوژونکې حمله چې ۱۳ امریکایي سرتېري او له ۱۷۰ زیات افغانان پهکې ووژل شول او مسوولیت یې د اسلامي دولت ډلې د خراسان څانګې ومانه، یوه تراژیدي وبلله.
انتقاد کوونکي د بایډن اداره تورنوي چې له افغانستان څخه په ګډوډۍ کې د امریکایي ځواکونو د وتلو په نتیجه کې یې پخوانی حکومت ړنګ او طالبان بیا واک ته ورسېدل او دا هېواد بیا له یوه ناوړه حالت سره مخامخ شوی دی.
کرکټ بورډ: ابراهیم ځدراڼ او مجیبالرحمن تر درملنې لاندې دي
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې دوه مخکښ لوبغاړي ابراهیم ځدراڼ او مجیبالرحمن د ټپونو له امله تر درملنې لاندې دي.
افغان کرکټ بورډ لیکلي، ابراهیم ځدراڼ د لندن په یوه روغتون کې د خپلې پښې د ښنګري عملیات ترسره کړي چې د اړونده ډاکترانو له لوري ورته د لسو اوونیو د ارام سپارښتنه شوې ده.
دغه راز د کرکټ بورډ رسنیزې څانګې رسنیو ته ویلي، مجیبالرحمن چې له تېرو څو میاشتو راهیسې د ښي لاس د ګوتو ترمنځ ټپونه لري د لا ښې درملنې په موخه نن هندوستان ته لېږل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د راتلونکې چمپینز ټرافۍ لپاره چې د ۲۰۲۵م کال په دوهمې میاشت کې به ترسره شي په تیاریو بوخته ده.