د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۹ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۱

افغانستان

د افغانستان، تاجکستان او چین د دهلیز په اوږدو کې د سړک او رېلګاډي د رغولو لپاره د عملي اقداماتو د پیل غوښتنه

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان
د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان

د تاجکستان ولسمشر وايي، د افغانستان، تاجکستان او چین د دهلیز په اوږدو کې د سړک او رېلګاډي د رغولو لپاره باید عملي اقدامات پیل شي.

د آذربایجان ترند خبري آژانس پرون راپور ورکړ چې امام علي رحمان په دوشنبې کې د چین له ولسمشر شي جین پېنګ سره تر کتنې وروسته په یوه خبري غونډه کې وویل چې د دې هېواد د کلایي، خمب، ونچ او روشان ولسوالیو په اوږدو کې د سرحدي سړک رغونه به له چین سره د افغانستان، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، ایران او ترکیې د ټرانزیټي دهلیز له پیاوړتیا سره مرسته وکړي.

رحمان زیاته کړه چې په دې سرحدي دهلیز کې د سړک او اورګاډي پټلۍ رغونه به په سیمه کې د اتصالاتو او سوداګرۍ له پراختیا سره مرسته وکړي.

د چین او تاجکستان ولسمشرانو د یوه کمربند، یوې لارې د نوښت په چوکاټ کې د دواړو هېوادونو د همکارۍ پر دوام هم خوښي څرګنده کړه.

طالبان: د کابل-کندهار لویه لار به د دوو ورځو لپاره تړلې وي

ارشیف: د کابل-کندهار پر لویه لار طالب وسله وال
ارشیف: د کابل-کندهار پر لویه لار طالب وسله وال

د طالبانو ټولګټو وزارت خبر ورکړی چې د کابل-کندهار لویه لار به د دوشنبې د مازیګر له پنځو بجو د چهارشنبې د مازیګر تر پنځو بجو تړلې وي.

دغه وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي د میدان وردګ ولایت د سید اباد ولسوالۍ په شیخ اباد پله سیمه کې پر دغه سړک د قیر اچولو چارې پیل شوي، ځکه نو د دوو ورځو لپاره دغه لار د مسافروړونکو او باروړونکو موټرو پرمخ تړل کېږي.

دغه وزارت له خلکو غوښتنه کړې چې په دغو ورځو کې د کابل-لوګر پر لویه لار د تنګي پر مسیر تګ راتګ وکړي.

د افغانستان په لسو ولایتونو کې د بارانونو اورېدلو اټکل شوی

ارشیف: په لغمان کې له باران وروسته د راوتلو سېلابونو یو انځور
ارشیف: په لغمان کې له باران وروسته د راوتلو سېلابونو یو انځور

د هواپېژندنې ادارې د افغانستان په لسو ولایتونو کې سبا یکشنبه د بارانونو اورېدلو اټکل کړی دی.

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ریاست نن په یوه اطلاعیه کې ویلي په بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا او غزني کې به د اورښتونو اندازه له ۱۵ تر ۳۰ ملي مټرو پورې وي.

دغې ادارې دغه راز د سالنګونو په ګډون په شمالي، لوېدیځو، جنوبي او مرکزي ولایتونو کې د بادونو، دوړو او خاورو اټکل کړی چې د بادونو سرعت به په یوه ساعت کې له ۵۰ تر ۸۰ کیلومټرو پورې وي.

د غويي یا ثور له وروستیو د افغانستان تر نیمايي زیاته برخه تر سختو اورښتونو وروسته د سېلابونو له کبله زیانمنه شوه چې سلګونو کسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله او زرګونه کورونه یې یا بشپړ یا څه ناڅه تخریب کړل.

له پاکستان او ایرانه افغانستان ته د ۱۷۷ کورنیو د ستنېدو خبر ورکړل شوی

ارشیف: له پاکستانه د ایستل شویو افغانانو کډې
ارشیف: له پاکستانه د ایستل شویو افغانانو کډې

له پاکستان او ایرانه افغانستان ته په ډله‌ییز ډول د ۱۷۷ کورنیو د ستنېدو خبر ورکړل شوی دی.

باختر اژانس چې د طالبانو په کنټرول کې دی، نن خبر ورکړی چې پرون له پاکستانه د تورخم له لارې ۷۰ کورنۍ، د سپین بولدک له لارې ۲۸ کورنۍ او له ایرانه د نیمروز له لارې ۴۹ کورنۍ او د هرات د اسلام کلا له لارې ۳۰ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي.

په خبر کې نه دي ویل شوي چې دغه کورنۍ په خپله خوښه که په جبري ډول افغانستان ته ستنې شوې دي.

د نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې له پاکستانه د بې اسناده افغان کډوالو ډله‌ییز اخراج روان دی، ورسره ایران هم افغانستان ته د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ ګړندۍ کړې ده.

ملګرو ملتونو په ډینګي تبې د نه اخته کېدو لپاره افغانانو ته ځینې سپارښتنې کړي

ډینګي تبه هغه ناروغي ده چې له یو ډول غوماشې څخه انسان ته انتقالېږي او پر روغتیا ناوړه تاثیر کوي.
ډینګي تبه هغه ناروغي ده چې له یو ډول غوماشې څخه انسان ته انتقالېږي او پر روغتیا ناوړه تاثیر کوي.

د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې خلکو ته سپارښتنه کړې چې په ډینګي تبې د نه اخته کېدو لپاره ځینې ټکي په پام کې وساتي.

د دې ادارې د افغانستان څانګې نن په یوه اطلاعیه کې لیکلي چې خلک دې د اوبو ساتلو ټول زاړه شیان لکه بوتلونه، قوطۍ ګانې او نور توکې لیرې واچوي، هره اوونۍ دې د اوبو ساتلو لوښي تش، پاک کړي او ومینځي.

د روغتیا نړیوال سازمان، له خلکو غوښتي چې د اوبو د ذخیرې وسایل دې وپوښي، د اوبو هغه وسایل دې چې نه یې کاروي سرچپه کېږدي اوبه دې نه په کې پرېږدي، ویالې، ډنډونه او کنارابونه دې پاک کړي او د ګلدانونو اوبه دې بدلې کړي.

ډینګي تبه هغه ناروغي ده چې له یو ډول غوماشې څخه انسان ته انتقالېږي او پر روغتیا ناوړه تاثیر کوي.

د ډينګي تبې ناروغي، له والګي یا ریزش څخه پیلېږي چې ورو ورو سختېږي او که پر وخت یې درملنه ونه شي ناروغ د مرګ تر سرحده رسوي.

په کابل کې د درېیو طالب وسله‌والو د وژلو او یوه ټپي کېدو ادعا شوې

د افغانستان په عمومي نقشه کې د کابل ولایت موقعیت
د افغانستان په عمومي نقشه کې د کابل ولایت موقعیت

د طالبانو مخالفې ډلې د افغانستان د ازادۍ جبهې ادعا کړې چې پرون یې وسله‌والو د کابل پر دهمزنګ سړک د طالبانو پر سرحدي بدري قطعې حمله کړې او د طالبانو د دې قطعې یو مشکوک مشر عبدالله عمري یې له دوو نورو طالب وسله‌والو سره وژلی او بل تن ټپي کړی دی.

طالبانو د دې ادعا په باب څه نه دي ویلي.

ازادي راډیو هم دغه ادعا په بې پرې ډول نه شي تاییدولی.

یاده جبهه د افغانستان په یو شمېر سیمو کې کله ناکله پر طالبانو د بریدونو راپورونه ورکوي.

چین او تاجکستان په افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت د جوړېدو ملاتړ وکړ

د چین او تاجکستان بیرغونه
د چین او تاجکستان بیرغونه

چین او تاجکستان په یوه ګډه اعلامیه کې په افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت د جوړېدو ملاتړ وکړ.

دواړو هېوادونو پرون په دې اعلامیه کې وویل، په دغسې یوه حکومت کې باید بېلابېلې قومي، مذهبي او سیاسي ډلې حضور ولري.

دغو هېوادونو ټینګار کړی چې افغانستان باید یو خپلواک، بې‌طرفه، متحد، ټولګډونه، سوله‌ییز او له تروریزم، جګړې او مخدره موادو پاک هېواد وي.

چین او تاجکستان دغه راز د افغانستان سوله او ثبات د سیمې د هېوادونو په ګټه بللي دي.

دغه ګډه اعلامیه تاجکستان ته د چین د ولسمشر شي جین پینګ تر سفر او په قزاقستان کې د شانګهای د همکارۍ سازمان د مشرانو په غونډه کې تر ګډون وروسته خپره شوې ده.

د افغانستان په لسو ولایتونو کې د بارانونو اورېدلو اټکل شوی

ارشیف: په خوست کې د باران ورېدو یو انځور
ارشیف: په خوست کې د باران ورېدو یو انځور

د افغانستان په لسو ولایتونو کې نن شنبه د چنګاښ یا سرطان ۱۶مه هم د بارانونو اورېدلو اټکل شوی دی.

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ریاست په یوه اطلاعیه کې ویلي، د چنګاښ تر ۱۶مې پورې به په بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا او غزني کې د باران اندازه له ۱۵ تر ۳۰ ملي مټرو پورې وي.

په اطلاعیه کې وړاندې ویل شوي چې د سالنګونو په ګډون د افغانستان په ختیځو، شمال ختیځو، شمالي، لوېدیځو، جنوبي حوزو او مرکزي ولایتونو کې د تېزو بادونو، خاورو او دوړو اټکل شوی چې د بادونو سرعت به په یوه ساعت کې ۵۰ تر ۸۰ کیلومترو پورې وي.

طالبان: د پاکستان له زندانونو ۹ افغان بندیان خوشې شول

د پاکستان یو زندان
د پاکستان یو زندان

په کراچۍ د طالبانو قونسلګرۍ خبر ورکړی چې د یوه ماشوم په ګډون ۹ تنه افغان بندیان د سند ایالت له زندانونو خوشې شول.

دغې قونسلګرۍ پرون پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې دغه ۹ افغانان پرون جمعه له زندانونو تر خوشې کېدو وروسته له خپلو خپلوانو سره یوځای شول.

ویل شوي، دغو کسانو د کډوالۍ کارډونه هم درلودل، خو بیا هم د پولیسو له‌خوا نیول شوي وو، چې ګواکې د کارډونو وخت یې پوره دی.

د نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې له پاکستانه د بې اسناده د افغان کډوالو ډله‌ییز اخراج روان دی، ورسره ایران هم د افغانانو اخراج زیات کړی دی.

اوچا: د افغانستان په لوېدیځ کې بارانونو او سېلابونو نژدې ۴۰زره کسان زیانمن کړي

په غور کې د وروستیو سېلابونو له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور
په غور کې د وروستیو سېلابونو له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره یا اوچا وایي، د افغانستان په لوېدیځ کې د مې میاشتې له لومړیو راهیسې سختو بارانونو او سېلابونو نژدې ۴۰زره کسان زیانمن کړي دي.

د افغانستان لپاره د اوچا څانګې پرون پنجشنبې په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټرکې لیکلي چې سېلابونو ډېر زیان کورونو، کرنیزو محصولاتو او څارویو ته رسولی دی.

اوچا وایي، که څه هم له زیانمن شویو ټولنو سره څه بېړنۍ مرستې شوي، خو دوی د اوږدمهاله ملاتړ په شمول زیاتو مرستو ته اړتیا لري.

د افغانستان یو شمېر ولایتونه نن او سبا هم د سېلابونو له ګواښ سره مخامخ دي.

د طالبانو د حکومت د انرژۍ او اوبو وزارت پرون پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې د شنبې او یکشنبې په ورځو د کابل او هلمند د سیندیزو حوزو په ګډون د افغانستان په ځینو سیمو کې د تېزو بارانونو له کبله د سېلابونو د راوتلو اټکل کېږي.

په ځانګړې توګه د پنجشېر، غوربند، لوګر، غزني، کونړ، لغمان، پکتیا، پکتیکا، خوست او زابل د سیندونو په اوږدو کې د اوبو د کچې د لوړېدو وړاندوینه شوې ده.

د دې سیندونو پر غاړو د پرتو سیمو له خلکو غوښتنه شوې چې د سیندونو پر غاړو له تګ راتګ څخه ډډه وکړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG