د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۴ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۳

افغانستان

مالیزیا دغه هېواد ته د طالبانو د یوه پلاوي د سفر او هلته د لیدنو کتنو دفاع وکړه

د مالیزیا د پلازمېنې یو انځور
د مالیزیا د پلازمېنې یو انځور

د مالیزیا د پوهنې وزارت دغه هېواد ته د طالبانو د یوه پلاوي د سفر او هلته د لیدنو کتنو دفاع وکړه.

دغه وزارت پرون په یوه اعلامیه کې ویلي، د طالبانو په مشرۍ له ورغلي پلاوي سره د خبرو د کوربه‌توب دفاع کوي او دا یې د مالیزیا له پالیسۍ سره مطابق عمل بللی چې هدف یې له افغانستان سره مرسته ده.

د مالیزیا د پوهنې وزارت په خپله اعلامیه کې ویلي چې د روغتیايي څارنې او بشري مرستو په برخه کې د مالیزیا حکومت له افغانستان سره همکارۍ ته تیار دی.

تر دې مخکې د مالیزیا د ډیموکراتیک اقدام د ګوند مشر لیم ګوان انګ، چې د پارلمان غړی هم دی، د طالبانو له پلاوي سره د مالیزیا د پوهنې وزیر پر کتنې انتقاد کړی و او په دې اړه یې د وضاحت غوښتنه کړې وه.

د طالبانو د پوهنې وزارت د دفتر عمومي رییس شهاب‌الدین ثابت په مشرۍ د طالبانو یو پلاوی په مالیزیا کې د هغه هېواد له چارواکو سره کتلي دي.

په همدې حال کې د افغانستان ملي راډیو تلوېزیون چې د طالبانو په کنټرول کې دی، پرون خبر ورکړی چې د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست شېخ نور محمد ثاقب په مالیزیا هېواد کې د طالبانو تر ولکې لاندې "د سفارت له سرپرست مولوي نقیب‌الله احمدي سره په کتنه کې د افغانستان او مالیزیا ترمنځ د اسلامي ارزښتونو پر بنسټ د دوستانه اړیکو د اړتیا یادونه کړې ده."

پر تورخم دروازه د سوداګرۍ او عامو خلکو د تګ راتګ په وړاندې پر پرتو ستونزو خبرې شوي

د تورخم دروازې یوه څنډه
د تورخم دروازې یوه څنډه

پر تورخم دروازه د سوداګریزو کاروانونو او عامو خلکو د تګ راتګ په وړاندې پر پرتو ستونزو خبرې شوي دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس پرون راپور ورکړی چې دغه خبرې په تورخم کې د طالبانو او د پاکستان د کمیساریو د مسوولانو ترمنځ وشوې.

که څه هم په خبر کې ویل شوي چې دواړو لوریو په دې برخه کې د پرتو ستونزو پر حل خبرې وکړې، خو نور تفصیلات نه دي ورکړل شوي.

له کلونو راهیسې د افغان سوداګرو د مالونو او د عامو خلکو د تګ راتګ په وړاندې پر تورخم او نورو دروازو د پاکستان له لوري ستونزې پېښېږي.

افغان سوداګر وايي، د افغانستان د مېوو په موسم کې پاکستان په یوه او بله پلمه دغه دروازې تړي چې له کبله یې افغان سوداګرو او باغ لرونکو ته درانه مالي زیانونه اوړي.

کرکټ؛ د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډله په روانو درې اړخیزو سیالیو کې پایلوبې ته لار موندلې

د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي
د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو لوبډله په روانو درې اړخیزو سیالیو کې پایلوبې ته لار موندلې ده.

په متحده عرب اماراتو کې دغه درې اړخیزې پنځوس اووره یا یو ورځنۍ سیالۍ د کوربه هېواد اماراتو، افغانستان او پاکستان ترمنځ روانه ده.

د کرکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات پرون له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل: "افغان لوبډله به په پایلوبه کې وي. تر پایلوبې مخکې مو یوه لوبه د یکشنبې په ورځ له اماراتو سره ده. مهالوېش داسې جوړ شوی و چې هره له لوبډله به له بلې هغې سره دوه-دوه وارې لوبې کوي. د لومړي پړاو وروستۍ لوبه د یکشنبې په ورځ ده. انشاالله موږ له وړاندې پایلوبې ته لار موندلې ده، ځکه موږ په تېرو درېیو سیالیو کې دوې ګټلې دي."

افغانستان له پاکستان او متحده اماراتو یوه یوه لوبه ګټلې، خو خپله وروستۍ لوبه یې پاکستان ته بایللې ده.

پایلوبه د راروانې سې شنبې په ورځ کېږي.

کرکټ بورډ وايي، دغه درې اړخیزې سیالۍ د ۱۹ کلنو ځوانانو د اسیا جام سیالیو د چمتووالي په موخه کېږي.

د اسیا جام سیالۍ د نومبر په ۲۹مه نېټه پیلېږي.

د افغانستان د خبریالانو سازمان: رسنۍ له پر له‌پسې او پراخو محدودیتونو سره مخامخ دي

انځور، ارشيف
انځور، ارشيف

د افغانستان د خبریالانو سازمان نن پنجشنبې د تلوېزیون د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې که د افغانستان د رسنیو ملاتړ ونه شي، په دې هېواد کې د بیان د ازادۍ راتلونکې له جدي خظر سره مخامخېږي.

دې سازمان ویلي چې په تېرو درېیو کلونو کې د افغانستان تصویري رسنۍ له پر له‌پسې او پراخو محدودیتونو سره مخامخ دي.

د افغانستان د خبریالانو د سازمان په وینا، د افغانستان ګڼ تلوېزیوني چاینلونه د خپل فعالیت بس کولو یا د خپلو خپرونو د محتوا بدلولو ته اړ ایستل شوې دي.

د نومبر ۲۱مه په دې خاطر د تلوېزیون نړیواله ورځ نومول شوې چې د کلتور، معلوماتو او زده‌کړو په پراختیا کې د تلوېزیونونو پر رول ټینګار وشي.

د يو‌اين‌ډي‌پي استازی: نړيواله ټولنه دې د افغان نجونو او ښځو پر ستونزو تمرکز وکړي

ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د لاریون یو انځور
ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د لاریون یو انځور

په افغانستان کې د ملګروملتونو د پراختیایي ادارې (UNDP) استازی سټیفن رودریکز، له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغان ښځو او نجونو پر ستونزو تمرکز وکړي.

رودریکز پرون (چهارشنبه، د نوامبر په ۲۰مه) له جاپاني رسنۍ (NHK) سره په مرکه کې د طالبانو د وروستي فرمان په اړه خبرداری ورکړ چې، ښځې په عامه ځایونو کې مخ پټولو ته اړ باسي.

هغه وویل، دا "ځپنې" ممکن لا پسې شدیدې شي.

ده دا پرله‌‌‌پسې محدودیتونه له افغان ټولنې څخه د ښځو د سیستماتیک حذف یوه برخه وبلله.

سټیفون رودریکز زیاته کړه، په‌‌‌داسې حال کې چې نړیواله ټولنه د اوکراین او منځني ختیځ د بحرانونو پر موضوعاتو تمرکز کوي، افغانستان ته د مرستو کچه له ۲۰۲۱ کال راهیسې خورا کمه شوې ده.

په ۲۰۲۱ کال کې، طالبانو د افغانستان د واک له تر لاسه کولو وروسته نجونې له شپږم ټولګي څخه پورته له زده‌‌کړو څخه منع کړې.

ورپسې، افغان ښځې او نجونې پوهنتونونو ته له تګ څخه منع شوې.

سربېره پر دې، په ډېرو دولتي ادارو او ټولو نادولتي مؤسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګول شو.

ښځې ښځینه حمامونو، پارکونو او تفریحي ځایونو ته له تګ او له شرعي محرَم پرته له اوږدو سفرونو منع شوې، چې دا ټول د طالبانو له‌‌‌‌خوا د ښځو او نجونو د بشري حقونو د سرغړونو بېلګې ګڼل کېږي.

ډيکر: متحدایالتونه د افغانستان لپاره د زده‌‌‌کړو د مساوي لاس‌رسي ملاتړ کوي

ارشيف
ارشيف

د افغانستان لپاره د متحدایالتونو شارژدافیرې کرن ډیکر ویلي چې، د طالبانو له‌خوا د زده‌‌کړو پر وړاندې محدودیتونه د افغان ښځو او نجونو راتلونکې ته زیان رسوي او هغوی د خپل هېواد په پرمختګ کې له ګډون څخه محروموي.

اغلې ډيکر، چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امریکا له سفارت څخه فعالیت کوي، پرون (چهارشنبې) په ایکس‌پاڼه یا (پخوانی ټویټر) کې په یوه پوسټ کې لیکلي: "متحدایالتونه د افغانستان لپاره د زده‌‌‌کړو د مساوي لاس‌رسي ملاتړ کوي. افغانستان له ښځو پرته د ځان بسیاینې او پرمختګ هدفونه ترلاسه کولی نه‌‌‌شي."

په‌‌‌داسې حال کې چې د نړیوالې زده‌‌‌کړې اوونۍ (د نوامبر ۱۸-۲۲مه) دوام لري، نن (د نومبر ۲۱مه) د افغانستان په سړو سیمو کې له څلورم څخه تر دولسم ټولګي پورې د زده‌‌‌کوونکو کلنۍ ازموینې پیل شوې او د ډسمبر تر ۵مې به دوام وکړي.

دا په‌‌‌داسې حال کې ده چې د نجونو لپاره له شپږم ټولګي څخه پورته زده‌‌کړو د بندیز یو بل کال هم پوره شو.

هغه نجونې چې راتلونکی کال شپږم ټولګي ته ځي په ډار ازموینې ورکوي، خو هیله لري چې دا به د دوی وروستۍ کلنۍ ازموینې نه‌‌‌‌وي او دوی ته به په راتلونکې کې د زده‌‌‌کړو د دوام اجازه ورکړل شي.

کرزی: د سیمې هېوادونه دې د افغانانو د ستونزو د حل لپاره هڅې او ابتکار وکړي

حامدکرزی
حامدکرزی

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان لپاره د ایران له ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قُمي سره د لیدو پرمهال ټینګار وکړ چې د سیمې هېوادونه دې د افغانانو د ستونزو د حل لپاره هڅې او ابتکار وکړي.

حامد کرزي له ښاغلي قُمي سره پرون په کابل کې د لیدو پرمهال دا خبره وکړه، خو د ایراني رسنیو په وینا ښاغلي کرزي د دې هڅو او ابتکار په اړه جزییات نه‌‌دي ورکړي.

کاظمي قُمي پرون د طالبانو د دفاع او بهرنیو چارو د سرپرست وزیرانو په ګډون د هغوی له یوشمېر چارواکو سره هم په کابل کې لیدنې کتنې لرلې.

کرن ډيکر: افغانستان د خپلو ټولو خلکو له مشارکت پرته پرمختګ نه‌شي کولی

کرن ډيکر
کرن ډيکر

د افغانستان لپاره د امریکا د متحدایالتونو شارژدافیره کرن ډیکر وایي، افغانستان د خپلو ټولو خلکو له مشارکت پرته پرمختګ نه‌شي کولی.

اغلې ډیکر دا خبره په افغانستان کې د نجونو د زده‌‌‌کړو تر محدودیت پورې پرون په خپلې ایکس‌پاڼه (پخواني ټویټر) کې لیکلې ده.

نوموړې زیاتوي چې، متحدایالتونه په افغانستان کې د ټولو لپاره د یو ډول زده‌‌کړو غوښتنه کوي.

روانه اوونۍ په نړۍ کې د زده‌کړو د اوونۍ په توګه لمانځل کېږي، خو په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌‌‌کړو بندیزونه لګېدلې دي.

د ملګروملتونو د شمېرو له‌‌‌‌مخې د دغو بندیزونو په خاطر په افغانستان کې تر یو میلیون او څلور لکه ډېرې نجونې له زده‌‌‌کړو محرومې شوې دي.

نړيوال بانک: د افغانستان د صادراتو کچه کمه شوې

غلام‌خان بندر
غلام‌خان بندر

نړیوال بانک په یوه راپور کې ویلي دي چې، د افغانستان صادرات د روان کال له جنوري تر سپتمبر میاشتې پورې د تېرکال همدې مودې په پرتله څوارلس په سلو کې کم شوې دي.

دغه بانک په خپل راپور کې چې پرون یې له رسنیو سره شریک کړ، د افغانستان د صادراتو د کمېدو یو علت د پاکستان له لورې د افغانستان پر مېوو او زراعتي محصولاتو د مالیاتو زیاتېدل یاد کړي دي.

د طالبانو د سوداګرۍ او صنعت وزارت ویاند عبدالسلام جواد په وروستیو کې ویلي و چې، د کال په لومړیو پنځو میاشتو کې پاکستان ته د افغانستان صادرات لس په سلو کې کم شوې دي.

د نړیوال بانک د راپور له‌‌‌مخې د کال له پیله تر سپتمبر پورې د افغانستان صادرات دوه نوي اعشاریه پنځه میلیونه ډالرو ته رسیږي.

د افغانستان نولس‌کلنو ځوانانو په درېیمه سیالۍ کې د پاکستان پر وړاندې ماتې وخوړه

کرکټ؛ د افغانستان ۱۹کلن ځوانانو لوبډله.
کرکټ؛ د افغانستان ۱۹کلن ځوانانو لوبډله.

د عربي متحده اماراتو په کوربه‌توب د نولس‌‌کلنو ځوانانو ترمنځ د پیل شویو درې اړخیزو سیالیو په لړ کې افغانستان نن چهارشنبه د نومبر په ۲۰مه نېټه خپله درېیمه سیالي له پاکستان سره ترسره کړه چې د ۱۳ منډو په توپیر یې وبایلله.

دغه سیالي چې د کابل پر وخت سهار ۱۰ بجې پیل شوې وه، پاکستان د پچې تر ګټلو وروسته توپوهنه وکړه او د ۲۴۵ منډو هدف یې وټاکه.

په‌‌‌‌دې سیالۍ کې د پاکستان پيلیزو توپوهونکو عثمان خان او شاهزیب خان اوږده ملګرتیا وکړه او دواړو نیمه سلیزې ووهلې.

د افغانستان د توپ اچونکو له ډلې خاطر ستانکزي او عبدالعزیز خان درې درې او نصیر خان دوه لوبغاړي وسوځول.

افغان نولس‌‌‌‌کلنې لوبډلې که څه هم د هدف پوره کولو ته ورنږدې شوي وو، خو د لوبې په وروستیو شېبو کې یې پرله‌‌‌‌پسې ویکټې له لاسه ورکړې او په ۴۷ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو تر سوځېدو وروسته ۲۳۱ منډې وکړې.

دا ځل د افغان توپوهونکو له ډلې عزیرالله ۷۰، نصیرخان او فیصل خان بیا ۴۷ـ۴۷ منډې وکړې.

د پاکستان لپاره علي رضا او فهیم‌‌‌الحق مخکښ توپ اچونکي وو چې په ترتیب سره یې څلور او درې لوبغاړي وسوځول.

د دې لوبلړۍ په لومړنیو دوه سیالیو کې بیا افغانستان پاکستان ته د ۱۰۰ منډو په توپیر او عربي متحده اماراتو ته د ۱۶۹ منډو په توپير ماتې ورکړې وې.

د ویلو ده چې افغان لوبډله به د نومبر په ۲۴مه نېټه خپله وروستۍ لوبه له عربي متحده اماراتو سره ترسره کوي او تر هغې وروسته به د لوبلړۍ دوه مخکښې لوبډلې د نومبر په ۲۶مه نېټه پایلوبه لوبوي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG