افغانستان
تېره ورځ افغانستان ته ۱۹۵ کورنۍ له ايران او پاکستان بېرته ستنې شو
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د شنبې په ورځ له ایران او پاکستانه ۱۹۵ کورنۍ هېواد ته ورستنې شوې دي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس نن د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د خبرپاڼې پر اساس ویلي چې، ۲۴ کورنۍ د تورخم، ۱۷ کورنۍ د سپین بولدک، ۴۶ کورنۍ د نیمروز ولایت د ورېښمو پله او ۱۰۸ کورنۍ د اسلام کلا له لارو هېواد ته بېرته رارغلي دي.
ایران او پاکستان د هغو افغانانو ایستلو ته زور ورکړی چې، دوی یې غیرقانوني یا بېاسناده کډوال بولي.
د ترکيې پوليسو د لس افغان کډوالو د نيولو خبر ورکړی
د ترکیې پولیس وايي، د خپل هیواد په ساکریا ښار کې یې پرون شنبې په یوه لارۍ کې ۱۰ تنه غیرقانوني افغان کډوال نیولي دي.
د ترکیې رسنیو نن یکشنبې د پولیسو په قول وویل، دا کډوال په "غیرقانونه ډول" ترکیې ته داخل شوي او غوښتل یې چې له وان ښار څخه استانبول ته لاړ شي.
د ساکریا پولیسو اعلان وکړ چې دوی د معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته د ښار په هندک سیمه کې عملیات وکړل او لږترلږه ۱۰ افغان کډوال یې پېژندلي، چې په غیرقانوني توګه په لارۍ کې ترکیې ته ورغلي وو.
د پولیسو د راپور لهمخې، پهدې عملیاتو کې درې کسان د انساني قاچاق په تور نیول شوي، چې یو یې خوشي شوی او دوه نور یې محکمې ته سپارل کېږي.
ګوتېرش: هغه څه چې افغانستان کې روان دي د بې رحمه رژيمونو له اقداماتو سره پرتله کېدای شي
د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش وايي، هغه څه چې په افغانستان کې روان دي، کېدای شي په وروستي تاریخ کې د ځینو خورا بې رحمو ځپونکو رژیمونو له اقداماتو سره پرتله شي.
ده د یکشنبې په ورځ، د میزان ۸مه په ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي، له ټولو هغو هېوادونو او سازمانونو سره یوځای کېږي چې غواړي، د طالبانو حکومت د ښځو او نجونو په وړاندې ټول تبعیضي محدودیتونه فوراً پای ته ورسوي.
په ورته وخت کې د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې پیني وانګ د جمعې په ورځ وویل، د طالبانو حکومت د افغانستان د نیمایي نفوس په بندي کولو سره د هېواد ظرفیت سخت محدودوي.
هغې زیاته کړه؛ هر هغه هېواد چې غواړي بشپړه پرمختګ وکړي باید د خپلو ټولو خلکو بشپړ ګډون یقیني کړي.
په وروستیو کې د جرمني، اسټرالیا، کاناډا او هالنډ د بهرنیو چارو وزیرانو خبرداری ورکړی، چې که د افغان ښځو او نجونو وضعیت ښه نهشي، د طالبانو د اقداماتو خلاف به د عدالت نړیوالې محکمې ته شکایت وکړي.
څلور واړو هېوادونو ټینګار کړی چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو سرغړونه باید ودرول شي.
که څه هم طالبانو تر اوسه د ملګروملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتېرش د څرګندونو په اړه څه نهدي ویلي، خو د پنجشنبې په ورځ د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت پر خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي و چې، په افغانستان کې بشري حقونه رعایت کېږي او هیڅ تبعیضي چلند له چا سره نه کېږي.
د افغانستان يوشمېر ولايتونو کې زلزله شوې
یوه زلزله چې شدت یې د ریښتر په حساب ۴ اعشاریه ۵ درجې و، د افغانستان یوشمېر سیمې ولړزولې.
د جرمني د زلزله پېژندنې ادارې د راپور لهمخې، د دې زلزلې، چې د افغانستان د سهار په اته بجې او ۵۵ دقیقې وشوه، مرکز يې د جلالاباد له ښاره ۵۹ کیلومتره جنوب ختیځ خوا ته و.
تر اوسه پورې د دې زلزلې له کبله د احتمالي تاوانونو په اړه کوم راپور نهدی ورکړل شوی.
د افغانستان کرکټ بورډ له بنګلهدېش سره د لوبو نېټې په ډاګه کړې
د افغانستان کرکټ بورډ د بنګلهدېش پر وړاندې د درې یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ نېټې په ډاګه کړې.
د یکشنبې په ورځ د سپټمبر په ۲۹مه نېټه د کرکټ بورډ په خبر پاڼه کې ویل شوي چې افغانستان او بنګلهدېش به د نومبر میاشتې په ۶مه، ۹مه او ۱۱مه نېټه درې یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړي.
خبرپاڼه زیاتوي، د دې سیاليو کوربتوب هم د افغانستان په غاړه دی او لوبې به د عربي متحده اماراتو په شارجه لوبغالي کې ترسره کېږي.
دغه راز په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د روان کال په ډسمبر میاشت کې به افغانستان له زېمبابوې سره د ټېسټ، یو ورځنیو او شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ هم ترسره کړي او بیا به د نوي عیسوي کال په پیل کې له وېسټ اینډیز سره هم د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ ولوبوي.
د ویلو ده چې افغانستان په خپلۍ وروستۍ لوبلړۍ کې ۲ـ۱ سویلي افریقا ته ماتې ورکړه.
په ایران کې د دوو افغان وګړو په ګډون ۱۴ کسان اعدام شوي
د ایران د بشري حقونو سازمان وايي، په ایران کې د دوو افغان وګړو په ګډون ۱۴ کسان اعدام شوي دي.
دغه سازمان پرون په یوه اعلامیه کې ویلي، دغه ۱۴ کسان د وږي یا سنبلې له ۲۶مې نیولې تر تېرې چهارشنبې پورې د شېراز د عادلاباد په مرکزي زندان کې اعدام شوي دي.
په ناروې کې د ایران د بشري حقونو سازمان چې یو غیردولتي بنسټ دی، وايي چې له دې سره په تېرو دوو اوونیو کې په دغه زندان کې د اعدام شویو بندیانو شمېر ۱۹ ته ورسېد.
د ایران د بشري حقونو سازمان ویلي، د شېراز په مرکزي زندان کې د ډلهییزو اعدامونو د اجرا بهیر څاري او له نړیوالې ټولنې غواړي چې د مرګ د سزا د دا ډول استفادې په وړاندې غلې پاتې نه شي.
د ایران د بشري حقونو سازمان تېره پنجشنبه ازادي راډیو ته ویلي وو، د روان میلادي کال په نهو میاشتو کې لږ تر لږه ۳۳ افغانان په ایران کې اعدام شوي چې دا د تېرو څو کلونو پرتله څو برابره زیاتوالی ښيي.
دغه بنسټ ویلي، دوه کاله مخکې په ایران کې ۱۶ افغانان، خو تېر کال ۲۵ افغان وګړي اعدام شوي وو.
ځینې افغان فعالان او خبریالان: ولسمشر پزشکیان دې د افغان کډوالو د جبري اخراج مخه ونیسي
په ایران کې ځینو افغان فعالانو، د مدني ټولنې غړو او خبریالانو د هغه هېواد له ولسمشر مسعود پزشکیان غوښتنه وکړه چې حکومت یې افغانستان ته د افغان کډوالو د جبري اخراج مخه ونیسي.
ایراني رسنیو پرون شنبه راپور ورکړی چې دغو فعالانو په یوه غونډه کې ویلي، افغانستان ته د هغو کسانو اخراج چې د طالبانو تر تعقیب لاندې دي، د دوی ژوند په خطر کې اچوي.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان دوې اوونۍ مخکې د سپټمبر پر ۱۶مه وویل، هغه ډله افغانان چې په غیرقانوني اسنادو ایران ته ورغلي، بېرته افغانستان ته ایستل کېږي.
له پاکستانه هم د نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې د بې اسناده افغان کډوالو ډلهییز اخراج روان دی او ځینو نورو هېوادونو هم ویلي چې افغانستان ته به د افغان پناه غوښتونکو د ایستلو بهیر ګړندی کړي.
د افغانستان په ۲۶ ولایتونو کې د تېزو بارانونو، سېلابونو او تالندې برښنا اټکل شوی
د هواپېژندنې ریاست د افغانستان په ۲۶ ولایتونو کې د تېزو بارانونو، سېلابونو او تالندې برښنا اټکل کړی دی.
د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ریاست پرون په یوه خبرداري کې ویلي چې تر نن یکشنبه به په بدخشان، تخار، نورستان، پنجشېر، بغلان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کاپیسا، پروان، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، بامیان، سرپل، بلخ، جوزجان، فاریاب، بادغیس، غور، دایکندي، ارزګان، هلمند، فراه او هرات کې به د سالګونو په ګډون په بېلابېلو سیمو کې د باران اندازه له ۱۵ تر ۴۰ ملي مترو پورې وي.
وړاندې په خبرداري کې ویل شوي چې د سالنګونو په ګډون به په غربي او مرکزي ولایتونو کې نسبتاً تېز بادونه، دوړې او خاورې وي چې په بېلابېلو سیمو کې به د بادونو سرعت له ۵۰ تر ۷۰ کیلومترو پورې وي.
تېره جمعه د ننګرهار په کوز کونړ ولسوالۍ کې سېلابونو لږ تر لږه ۳ کسان مړه او ۲۰ نور ژوبل کړل.
کرکټ؛ د افغانستان د ځوانانو لوبډله اسیا جام ته چمتووالی نیسي
د افغانستان د کرکټ الف لوبډله د څلور اړخیزو سیالیو او اسیا جام لپاره په چمتووالي بوخته ده.
د کرکټ بورډ ادارې د شنبې په ورځ د سپټمبر په ۲۸مه نېټه په یوه خبر کې ویلي چې د ځوانانو یا الف لوبډلې د تمریناتي کمپ دوهم پړاو یې په کابل کې پیل کړی دی.
خبر زیاتوي، یادې لوبډلې له څو ورځو راهیسې په کندز کې تمرینات ترسره کړل او د لا غوره چمتووالي په موخه اوس په کابل کې بوخت دي.
ټاکل شوې چې د افغانستان الف لوبډله د عمان په کوربتوب په راتلونکې عیسوي میاشت کې له عمان، هانګ کانګ او سریلانکا سره څلور اړخیزې سیالۍ پيل کړي او تر دې سیالیو وروسته به د ځوانانو په اسیا جام کې ګډون وکړي.
د کاناډا او انګلستان ګډه جایزه د افغانستان ازادو رسنیو او خپلواکو خبریالانو ته ورکړل شوه
د کاناډا او انګلستان کلنۍ ګډه جایزه د افغانستان ازادو رسنیو او خپلواکو خبریالانو ته ورکړل شوه.
د کاناډا حکومت په یوه بیان کې ویلي چې د جایزې مراسم د جمعې په ورځ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې ترسره شول.
د افغانستان د خپلواکو ژورنالیستانو په استازیتوب د امو تلوېزیون اجراییوي رییس لطفالله نجفيزاده دا جایزه ترلاسه کړه.
هغه ته دا جایزه د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې میلانیا جولي او د بریټانیا د مشرانو جرګې مرستیال لارډ، کالینز هایبري له خوا ورکړل شوه.
د رسنیو د ملاتړو بنسټونو په وینا، له درېیو کلونو راهیسې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، طالبانو د بیان ازادي او د خبریالانو او رسنیو فعالیتونه سخت محدود کړي دي.