د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۰۰

افغانستان

په امریکا کې یو افغان د داعش په تور نیول شوی

د امریکا د کورني امنیت وزیره کرستي نووم
د امریکا د کورني امنیت وزیره کرستي نووم

د امریکا د کورني امنیت وزارت وایي، د جان شاه صافي په نوم یو افغان یې د داعش خراسان څانګې د ملاتړ په تور نیولی دی.

د امریکا د کورني امنیت وزیرې کرسټي نووم د چهارشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې دا کس د کورني امنیت د څيړنې څانګې مسوولینو د ویرجنیا ایالت په واینز بورو سیمه کې ونیو.

په هغه بیان کې چې د امریکا د کورني امنیت وزارت په خپله ویبپاڼه کې خپور کړی دی، جان صافي خپل پلار ته هم وسلې چمتو کړې دي چې په افغانستان کې د یوې وسله والې ډلې قوماندان دی.

صافی د دوه زره یو ویشتم کال د سپتمبر په اتمه امریکا ته تللی و.

د طالبانو رییس الوزرا د قطر د نوي سفیر باورلیک ومانه

عکس له ټولنیزو رسنیو، کابل کې د قطر نوي سفیر د طالبانو رییس الوزرا ته خپل باورلیک وسپاره
عکس له ټولنیزو رسنیو، کابل کې د قطر نوي سفیر د طالبانو رییس الوزرا ته خپل باورلیک وسپاره

د طالبانو د حکومت رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند په کابل کې د قطر د نوي معرفي شوي سفیر مردف علي القاشوطي باور لیک ومانه.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت دا خبره پرون چهارشنبه ( د لیندۍ ۱۲مه) په یوه خبرپاڼه کې کړې ده.

قطر په دې وروستیو کلونو کې د افغانستان په سیاسي چارو کې مهم رول لوبولی دی.

دوی تازه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سولې د خبرو کوربه توب وکړ او د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه هم ۲۰۲۰ کې دوحه کې لاسلیک شوې وه.

د افغانستان کورنیو رسنیو هم کابل کې د قطر د نوي سفیر د باورلیک منلو مراسم راپور کړي دي.

د دغو راپورونو له مخې، د طالبانو رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند ویلي چې د قطر د نوي سفیر له ګمارلو سره به د افغانستان او قطر د سیاسي اړیکو نوی څپرکی پرانستل شي.

سیګار له افغانستان سره د امریکا د مرستو د پلټنو په تړاو خپل وروستی راپور خپور کړ

ارشیف
ارشیف

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د سرپلټونکي ادارې ( سیګار) پرون چهارشنبه ( د لیندۍ ۱۲مه) د خپلو ارزونو وروستی راپور خپور کړ او وې ویل چې دا لړۍ نوره پای ته رسوي.

راپور کې راغلي چې امریکا افغانستان کې د خپل شل کلن حضور پر مهال ۱۴۴،۷ میلیارده ډالره پر بیارغونه او ۷۶۳ میلیارده پر جګړې او امنیتي برخه لګولي دي.

سیګار په خپل وروستي راپور کې ویلي چې له ۲۰۰۹ کال راهیسې یې په افغانستان کې د امریکا د دغو مرستو په تړاو نژدې نهه سوه ارزونې، پلټنې او څیړنې ترسره کړي دي.

سیګار ویلي، امریکا د یوه ډیموکراتیک او باثباته افغانستان لپاره دومره لګښتونه کړي، خو په وینا یې مدیریت یې ناسم و او دا لګښتونه له ضایعاتو او فساد سره مله وو.

دوی ویلي چې د خپلو پلټنو پایله کې توانیدلي چې د امریکا په مرستو کې څه باندې دوه نیم میلیارده ډالره سپما وکړي او د ۵۴۱ میلیونه ډالرو په ارزښت مشکوک لګښتونه په ګوته کړي.

د سیګار په وینا، امریکا د طالبانو له بیاواکمنۍ راهیسې هم افغانستان سره په بشري برخه کې ۳ نیم میلیارده ډالره مرسته کړې.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۵ کال په لومړیو کې افغانستان سره مرستې بندې کړې.

طالبان وایي، د واشنګتن په برید کې لاس نه لري

د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد
د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد

د طالبانو حکومت د امریکا د ملي ګارد د دوو سرتیرو په ډزو کې هر ډول لاس لرل رد کړل.

د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد نن ( د ډسمبر دریمه) په یوه ویډیو پيغام کې چې د ایکسپاڼې له لارې یې خپور کړی د بهرنیو چارو د وزیر امیرخان متقي په وینا ویلي چې په واشنګتن ډي سي کې د امریکا د ملي ګارډ پر غړیو د ډزو په تور چې یو افغان نیول شوی دی، د دوی له حکومت او ولس سره هیڅ راز تړاو نه لري.

د ښاغلي متقي د غونډې ځای او وخت ته په دې پيغام کې اشاره نه ده شوې.

د نومبر په شپږ ویشتمه رحمان الله لکڼوال د دوو امریکایي سرتیرو په ویشتلو تورن شوی دی، په دې دوو سرتیرو کې یو وژل شوی، بل یې په روغتون کې دی.

یوناما: په افغانستان کې نژدې یو نیم میلیون معلولیت لرونکي دي

UNAMA logo
UNAMA logo

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) وايي، په افغانستان کې نژدې یو نیم میلیون معلولیت لرونکي کسان شته، چې اکثرو یې د څه باندې څلویښت کلنې جګړې له امله معلولیت اخیستی دی.

یوناما د ډسمبر د دریمې نیټې په مناسبت چې د معلولیت لرونکو کسانو نړیواله ورځ ده، دا هم په بیان کې ویلي دي چې شاوخوا څلورمه برخه افغانان له لږ معلولیت سره ژوند کوي، څلویښت فیصده افغانان بیا د منځنۍ کچې معلولیت لري او نژدې څوارلس فیصده سخت معلولیت لري.

د یوناما په باور څو لسیزې جګړې، بې کوره کیدل، وچکالۍ او د روغتیایي او اقتصادي نظامونو کمزورۍ د افغانستان په کچه د معلولیت لرونکو شمیر پراخ کړی دی.

تاجکستان وايي، له افغانستان سره د پولې د امنیت لپاره یې له روسیې مرسته نه ده غوښتې

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت هغه ادعا رد کړه چې ګنې دې هیواد له افغانستان سره د خپلې پولې د امنیت لپاره له روسیې سره خبرې پیل کړي دي.

وروسته له دې چې د افغانستان پولې ته نژدې د تاجکستان په خاوره کې ۵ تنه چینايي کارګر ووژل شول، رویټرز خبري اژانس د تاجکستان د امنیتي سرچینو په قول وویل چې تاجکستان د خپلو پولو د امنیت لپاره د روسیې د مرستې د ترلاسه کولو لپاره له دغه هیواد سره خبرې پیل کړي دي.

د تاجکستان د باندنیو چارو وزارت ویندوی شاهین صمدي نن ازادي راډیو ته په یوه استولي بیان کې ویلي چې دا ادعا ناسمه ده.

په ایران کې د وژل شویو افغانانو مړي، خپلو کورنیو ته وسپارل شول

د هغو ۱۰ تنو افغانانو جنازې خپلو کورنیو ته وسپارل شوې چې څو ورځې وړاندې ایراني ځواکونو په خپله خاوره کې وژلي وو.

د هغوی د کورنیو غړیو، چې د هرات ولایت د شینډنډ او زېرکوه ولسوالیو اوسېدونکي دي، د خپلو عزیزانو پر وژل کېدو نن په هرات ښار کې اعتراض وکړ او له طالب چارواکو څخه یې وغوښتل چې د دې قضیې پوښتنه وکړي.

ایرانیانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي خو راپورونه وايي چې دا کسان وروسته له هغه د ایراني پوله ساتو له لوري وژل شوي چې په غیرقانوني ډول د ایران خاورې ته واوښتل.

ازبکستان د ترمز- حیرتان لاره په بشپړډول د مسافرو او موټرو پرمخ بیرته پرانستله

ازبکستان له افغانستان سره خپله هغه پوله په بشپړډول د ټولو، مسافرو او موټرو پرمخ بېرته پرانیستله چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې یې تړلې وه.

د راپورونو له مخې د ازبکستان د سوداګرۍ او صنعت خونې د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د ترمزـ حیرتان پرپُل تګ راتګ بیرته پیل شو او له دې وروسته د دواړو هیوادونو وګړي کولای شي چې پردې لار سفروکړي خو په دې شرط چې ویزې ولري.

د ازبکستان چارواکي تمه کوي چې د دې لارې په بیا پرانستلو سره به افغانستان ته صادرات لا زیات شي او ممکن په ۲۰۲۶ کال کې یې اندازه ۲،۵ میلیارډه ډالرو ته ورسېږي.

ازبکستان دغه مهمه ترانزیتي لار داسې مهال بیرته پرانیزي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټولې لارې له نژدې دوو میاشتو راهیسې تړلې دي.

جرمني پرون سې شنبې ۱۹۲ نور افغانان له پاکستانه جرمني ته ولیږدول

جرمني پرون سې شنبې ۱۹۲ نور افغانان له پاکستانه جرمني ته ولیږدول.

د جرمني ډي پي اې خبري آژانس د راپورله مخې د جرمني د فدرالي حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاندې د سې شنبې په ورځ وویل چې دغه افغانان په چارټرالوتنو کې له اسلام آباد څخه د جرمني ایرفورټ هوایي ډګر ته له لیږدول کیدو وروسته د جرمني په شمال کې د فریډلنډ ترانیزیټ کمپ ته انتقال شول. د دغې ویاندې په خبره دغه افغانان به وروسته د جرمني نورو برخو ته ولیږدول شي.

په وروستیو میاشتو کې جرمني یوشمیر افغانان چې په جرمني کې منل شوي، له اسلام آباد څخه په داډول الوتنو کې جرمني ته لیږدولي دي.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویلي چې ۶۲ افغانانو چې له جرمني یې د پناه غوښتنه کړې او پردوسیېو یې غورکیده هغه وړاندیز منلی چې د خپل پناه غوښتنلیک د بیرته اخیستو په صورت کې نغدې پیسې ورکول کیږي. د دې وزارت په وینا له یوشمیرنورو افغانانو سره هم په دې اړه خبرې روانې دي. په دې اړه چې جرمني یوه کس ته چې له خپلې پناه غوښتنې لاس اخلي څومره پیسې ورکوي، نورجزیات ندي ورکړل شوي خو جرمني ته د تلو په تمه یوشمیرافغانانو پردغه وړاندیز انتقاد کړی دی.

ریچارډ بینیټ په خوست کې د یوه ۱۳ هلک له خوا ترسره شوی اعدام، له بشري حقونو او انساني کرامت څخه جدي سرغړونه وبلله

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړي راپورورکونکي ریچارډ بینیټ یوځل بیا په خوست کې په عام محضرکې د یوه کس پراعدام انتقاد وکړ. بینیټ بیګا ناوخته پرخپله ایکسپاڼه لیکلي، “ نن د افغانستان په خوست کې په ورزشي لوبغالي کې په عام محضرکې یو سړی اعدام شو چې ویل کېږي د ۱۳ کلن هلک له خوا ترسره شوی او د کوچینیانو په ګډون په زرګونو کسانو لیدلی دی. دا ډول اعدامونه د بشري حقونو او انساني کرامت څخه جدي سرغړونه او له اسلامي شریعت سره په ټکرکې دي. “

د طالبانو سیمه ییزو چارواکو وویل چې د خوست په سټډیوم کې د شاخوا اتیا زره کسانو په مخ کې پرهغه کس د (قصاص) حکم تطبیق شو چې په خبره یې شاوخوا لس میاشتې وړاندې یې د دې ولایت په عليشيرو او تریزيو ولسوالۍ کې د يوې کورنۍ ديارلس غړي په قتل رسولي و.

ریچارډ بینیټ پرون د دغه اعدام په اړه په یوه بل بیان کې داډول اعدامونه غیرانساني، ظالمانه او غیرمعمولي سزا او هغه له نړیوال قانون سره په ټکر کې وبلل او د درول کیدو غوښتنه یې وکړه.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG