د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۲ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۴۴

افغانستان

خلیلزاد: طالبان به یو بل امریکايي بندي هم زر خوشي کړي

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له قوله ویلي، چې دا ډله به ډېر ژر یو بل امریکايي بندي، فاۍ ډي هال، له زندانه خوشې کړي. نوموړي په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

طالب چارواکو هم تر اوسه خپله ددې امریکايي بندي د خوشې کیدو په اړه څه نه دي ویلي. تر دې یوه اونۍ مخکې هم طالبانو یو امریکايي وګړی، جورج ګلزمن، کابل ته د هغه امریکايي پلاوي له سفر وروسته خوشې کړی و، چې زلمی خلیلزاد هم په کې شامل وي.

په واشنګټن کې چارواکي وایي، لا هم یو شمېر امریکایان په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا بنديان دي، او هڅې روانې دي چې هغوی هم راخوشې شي.

سعودي عربستان یکشنبه اختر اعلان کړ

د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د سعودي عربستان سترې محکمې اعلان وکړ چې د مارچ پر ۳۰مه همدا یکشنبه به د کمکي اختر (شوال) لومړۍ ورځ وي.

العربیه تلویزون پر خپلې وېبپاڼې لیکلي، د سعودي شاهي سترې محکمې دا اعلان وروسته له هغې وکړ چې په سدیر او تامیر سیمو کې د سپوږمۍ لیدلو په مرکزونو کې سپوږمۍ ولیدل شوه.

العربیه لیکي، د سعودي عربستان سترې محکمې یوه اونۍ وړاندې اعلان کړی وو چې که چا سپوږمۍ په خپلو سترګو او یا هم دوربین په واسطه ولیده نو نږدې محکمې ته دې د شاهدۍ لپاره حاضر شي.

د طالبانو حکومت سترې محکمې لا د دې خبر تر لیکلو پورې د اختر اعلان په رسمي ډول نه دی کړی خو معمولاً افغانستان کې اخترونه د سعودي عربستان له اعلان سره سم لمانځل کېږي.

د طالبانو د سترې محکمې مشر یا قاضي القضات شیخ عبدالحکیم لیکلي چې د رویت هلال کمېټې کار روان کړی او د اختر اعلان به په رسمي توګه وشي.

بل پلو، د پاکستان د سپوږمۍ لیدلو اداره (رویت هلال کمېټۍ) د مارچ پر ۳۰مه خپله غونډه کوي او د اختر اعلان به کوي. اټکل کېږي چې پاکستان به د مارچ ۳۱مه د دوشنبې په ورځ د وړوکي اختر لومړۍ ورځ وي.

د خیبر پښتونخوا په ځینو قبایلي ضلعو او په ځانګړي ډول په وزیرستانونو کې ډېری وخت خلک د سعودي او افغانستان سره په یوه ورځ اختر کوي.

د رسنیو د ملاتړ سازمانونو د ژوندیو موجوداتو د تصویر په اړه د طالبانو تازه بندیز د سانسور نښه وبلله

د رسنیو د ملاتړ ګڼ شمېر سازمانونه د طالبانو وروستی حکم چې په بدخشان، بغلان او نیمروز ولایتونو کې یې په رسنیو کې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو په خپرولو بندیز لګولی، پر رسنیو د سانسور د زیاتوالي بله نښه ګڼي.

د افغانستان د بیان د آزادۍ کور خبرداری ورکوي چې د دې حکم بشپړ پلي کول کولی شي د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو په خپرولو بشپړ بندیز ولګوي.

په اروپا او شمالي امریکا کې د جلاوطنه خبریالانو ټولنې دا بندیز غندلی دی، او هغه یې د بیان د آزادۍ او معلوماتو ته د لاسرسي له حق څخه ښکاره سرغړونه بللې ده.

دې ټولنې د خپلو وروستیو موندنو په راپورکې ویلي چې په ۱۴۰۳ کال کې، په افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو په وړاندې محدودیتونه او تاوتریخوالی ۷۵ سلنه زیات شوی او په دې کال کې په دې هیواد کې د خبریالانو له حقونو د سرغړونې شاوخوا ۲۳۲ قضیې ثبت شوي دي.

په دې وروستیو کې، د افغانستان د خبریالانو مرکز اعلان وکړ چې طالبانو په بدخشان، بغلان او نیمروز کې په سیمه ییزو رسنیو کې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو بندیز لګولی دی. د راپورونو له مخې، دا حکم تر اوسه پورې د افغانستان په ۱۰ ولایتونو کې نافذ شوی دی.

د بشري حقونو لسګونو ټولنو له پاکستانه وغوښتل چې د افغانانو د ایستلو ضرب الاجل لغوه کړي

د نړیوالو ستراتیژیکو دعوو شورا په مشرۍ د بشري حقونو تر سلو ډېرو ټولنو او فعالانو په یوه پرانیستي لیک کې، له پاکستان څخه غوښتنه کړې چې د افغان کډوالو د ایستلو لپاره د مارچ د یودېرشمې ضرب‌الاجل لغوه کړي، ځکه چې دوی به افغانستان ته د بېرته استول کېدو په صورت کې له جدي ګواښونو سره مخامخ شي.

پاکستان، افغان کډوالو ته ویلي چې یا تر ټاکلې نېټې د دغه هیواد له خاورې ووځي او یا به په زوره وایستل شی.

په داسي حال کې چې د پاکستان ضرب‌الاجل ته یوازې دوې ورځې پاتې دي، دغه ائتلاف د پاکستان له صدراعظم شهباز شریف څخه غوښتي چې خپله پرېکړه بېرته واخلي او ډاډ ورکړي چې عملي به نه شي.

په دې لیک کې، چې پرون (جمعه) د پاکستان صدراعظم شهباز شریف او لوی څارنوال منصور عثمان اعوان ته استول شوی، راغلي چې دوی د افغان کډوالو نیونې، په زوره له پاکستان څخه ایستنه او پراخې بشري سرغړونې غندي.

دا ائتلاف ټینګار کوي چې د افغان کډوالو د حقونو او خوندیتوب لپاره سمدستي اقدامات اړین دي.

په ګډ لیک کې راغلي چې یاد ضرب‌الاجل د پاکستان له قانوني ژمنو سره په ټکر کې دی، ځکه چې کډوال مجبوروي چې بېرته هغه هېواد ته لاړ شي، چې دوی له جدي امنیتي ګواښونو او د ازادۍ له محدودېدو سره مخامخ کېږي.

متحده عربي امارات ۵۴ افغان بندیان خوشي کوي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي چې متحده عربي اماراتو د ۵۴ افغان بندیانو له خوشې کولو سره موافقه کړې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ ناوخته، په خپله ایکسپاڼه (پخوانی ټویټر) کې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا توافق د دې وزارت او په ابوظبۍ کې د افغانستان د سفارت د هڅو په نتیجه کې شوی دی.

دغه وزارت د اماراتو له مشرتابه مننه کړې چې د دغو افغان بندیانو د خوشې کولو په هوکړه کې یې همکاري کړې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د خوشي کېدونکو بندیانو نوملړ خپور کړی، خو دا یې نه دي ویلي چې دوی د کومو جرمونو له امله بندیان شوي وو.

همداراز، د بندیانو د دقیقې خوشې کېدا د نیټې په اړه هم جزییات نه دي ورکړل شوي.

د طالبانو د بلخ والي د یوه پلاوي په مشرۍ ازبکستان ته لاړ

په مزارشریف کې د والي دفتر د جمعې په ورځ، (د حمل ۸مه) په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې محمد یوسف وفا د یوه ملکي او امنیتي پلاوي په مشرۍ ازبکستان ته تللی دی.

دا پلاوی به له ازبکستاني لوري سره د دوه اړخیزو همکاریو، د سوداګرۍ د پراختیا، د دواړو هېوادونو د سرحدي ځواکونو ترمنځ د همغږۍ، او ځینو نورو مسلو په اړه خبرې وکړي.

که څه هم تر اوسه هیڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسميت نه دی پېژندلی، خو ازبکستان د هغو محدودو هېوادونو له ډلې دی چې له طالبانو سره تعامل لري او د دوی دیپلوماتان یې منلي دي.

د تودو اړیکو ترڅنګ، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان او ازبکستان ترمنځ سوداګري پراخه شوې ده. د تېر لمریز کال د سنبلې په پیل کې، د ترمذ نړیوال سوداګریز مرکز، چې د افغانستان او ازبکستان ګډ بازار ګڼل کېږي، د ازبکستاني چارواکو او د طالبانو د حکومت د استازو په حضور کې رسماً پرانستل شو.



د جمعې د ورځې د زلزلې له کبله په میانمار کې ۱۴۴ تنه مړه شوي

د تایلنډ پلازمېنه بانکاک
د تایلنډ پلازمېنه بانکاک

د اسیا په جنوب ختیځ کې د پرونۍ زلزلې له کبله د مرګ ژوبلو شمېر په زیاتېدا دی.

د دې ۷ اعشاریه ۷ ریښتره زلزلې له کبله، چې د میانمار په وخت د ماسپښین په لومړیو کې وشوه، د دې هیواد ترڅنګ د تایلینډ په پلازمېنه بانکاک کې هم مرګ ژوبلې پېښې شوي دي.

په میانمار کې لږ تر لږه ۱۴۴ تنه مړه شوي، او د بشري مرستو ډلو خبرداری ورکړی چې په هغو سیمو کې چې رسیدل ورته سخت دي، ویجاړۍ ډېرې پراخې دي. سربېره پر دې، ۷۳۰ تنه نور ټپیان شوي.

د میانمار د پوځي حکومت مشر، جنرال مین آونګ هلینګ دولتي تلویزیون ته ویلي، د مړو او ټپیانو شمېر ښايي نور هم زیات شي.

د امریکا د جیولوژیکي سروې ادارې (USGS) ویلي چې د دې زلزلې مرکز ډېر ژور نه و او تر مځکې یوازې لس کیلومتره لاندې و.

د زلزلې مرکز د میانمار یا پخوانۍ برما ساګاین ښار ته نژدې، د مانډالای ښار په شاوخوا کې و.

د دې زورورې زلزلې ټکانونه په تایلیند کې هم محسوس شوي او د دغه هیواد په پلازمېنه بانکاک کې یې هم، چې د زلزلې له مرکزه زرګونه کیلومتره لیرې دی، مرګ‌ژوبلې اړولې دي.

له لومړۍ سختې زلزلې لس دقیقې وروسته، بله زلزله چې شدت یې د ریښتر په حساب ۶ اعشاریه ۴ درجې و، سیمه بیا ولړزوله.


یو افغان ترجمان په امریکا کې ووژل شو

یو افغان ترجمان، چې په افغانستان کې له مرګوني بریده ژوندی ووت، د امریکا د ټیکساس په هیوسټن کې په خپل دفتر کې د چړې په ګوزارونو وژل شو.

امریکايي رسنیو د جمعې په ورځ (د وري ۸، د مارچ ۲۸ مه) راپور ورکړ چې وژل شوی افغان ترجمان عبدالرحمن نیازی نومېږي، ۳۴ کلن و او د پینځو اولادونو پلار و.

د نیازی یوه ملګري امریکايي رسنیو ته ویلي چې کلونه وړاندې، هغه په افغانستان کې د ترجمان په توګه د دندې پر مهال په یوه چاودنه کې دواړه پښې بایللې وې.

هغه زیاته کړې چې نیازی له هیوسټن مېشتو افغان کډوالو سره د مرستې په هڅه کې و، چې ووژل شو.

په همدې حال کې، یو شمېر رسنیو راپور ورکړی چې پولیسو ۳۷ کلن مسیح‌الله ساحل د دې پېښې په تور نیولی دی.

تر اوسه لا نه ده څرګنده چې د دې پېښې احتمالي انګېزه څه وه.

طالبانو د کابل په هوايي ډکر کې د سرو زرو څلور چینايي قاچبران نیولي دي

د کابل په هوایي ډګر کې د پولیسو ویاند عبدالله فاروقي رسنیو ته نن وویل، دې چینایانو هڅه کوله چې شپږ سوه اته اویا ګرامه سره زر قاچاقي ورسره یوسي.

وروسته تر دې چې د دوه زره یو ویشتم کال په اګست کې طالبانو کابل نیولی دی، دغهَ ښار ته د چینایانو سفرونه زیات شوې دي.

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر د پنجشنبې په ماښام په سپینه ماڼۍ کې د روژه ماتې په مناسب په جوړې شوې غونډه کې برخه واخیسته.

دې غونډې ته ډونالډ ټرمپ د خبرو پرمهال له امریکایي مسلمانانو مننه وکړه چې په نومبر کې یې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې ده ته رایي ورکړې. ښاغلي ټرمپ وویل چې په سلګونو زره امریکایي مسلمانانو ده ته رایي ورکړې دي.

د امریکا ولسمشر وویل چې دی هڅه کوي چې په منځني ختیځ کې سوله وشي.

د روژه ماتې په دې پروګرام کې یوشمیر امریکایي مسلمانانو ته بلنه ورکړل شوې وه.

یوسل او څلور اویا افغانان له پاکستانه جرمني ته ورسیدل

یوسل او څلور اویا افغانان له پاکستان څخه جرمني ته ورسیدل.

په دغو کډوالو کې دوه اتیا میرمنې او دوه نوي نارینه دي چې پرون ماسپښین د هانوور هوایي ډګر ته په الوتکه کې ولیږدیدل.

د راپورونو له مخکې برلین له شاوخوا دوه زره اته سوه نورو افغانانو سره هم ژمنه کړې ده چې هغوی به هم جرمني ته انتقالوي. دا هغه افغانان دي چې دوی په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د موجودیت په وخت له جرمنیانو سره کار کړی وو.

د جرمني دننه یوشمیر سیاسي ګوندونه دغه هیواد ته د کډوالو له ورتګ سره مخالفت کوي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG