د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۵ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۵

افغانستان

طالبان: درې افغانان د عراق له زندانونو خوشې او افغانستان ته راستانه شوي

ارشیف: د عراق د ناصریه زندان یوه څنډه
ارشیف: د عراق د ناصریه زندان یوه څنډه

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې درې افغانان د عراق له زندانونو څخه خوشې شوي او افغانستان ته راستانه شوي دي.

دغه وزارت پرون دوشنبې په یوه خبرپاڼه کې وویل چې دا درې تنه له دې سره سره چې قانوني اسناد یې لرل، له تېرو شپږو میاشتو راهیسي په عراق کې بندیان وو.

په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې دا درې تنه په بغداد کې د افغانستان د سفارت په هڅو خوشې شول او د ایران له لارې افغانستان ته واستول شول.

تر دې وړاندې د عراق له زندانونو ۲۵ افغان بندیان خوشې شوي او افغانستان ته ستانه شوي دي.

د راپورونو له مخې، زرګونه افغانان په ایران، پاکستان او عربي هېوادونو کې بندیان دي.

په تهران کې د اور لګېدو پېښې له کبله درې افغانان مړه شوي

ارشیف
ارشیف

یراني رسنیو راپور ورکړ چې درې افغان اتباع په تهران کې د اور لګېدو په یوه پېښه کې مړه شوي دي.

د ایران د انتخاب ورځپاڼې د راپور له مخې، په دې پېښه کې، چې د یکشنبې په ورځ د تهران د شادآباد د وسپنې په بازار کې وشوه، اووه تنه نور ټپیان شوي دي.

د اور لګېدو اصلي لامل لا هم نه دی څرګند شوی، خو ځینو عیني شاهدانو ویلي چې اور له شیندل کېدونکي رنګ څخه پیل شو.

هغوی زیاته کړې چې شاوخوا ۱۰۰ دوکانونه په دې بازار کې سوځېدلي او درې افغان کارګران مړه شوي دي.

د مړو شویو افغانانو هویت تراوسه پورې څرګند شوی نه دی.

په کاپیسا کې چاودنې ۱۷ کسان ټپیان کړي

کاپیسا کې د ګاز ډبې چاودنې وروسته د سیمې انځور
کاپیسا کې د ګاز ډبې چاودنې وروسته د سیمې انځور

د طالبانو سیمه‌ییز چارواکي وايي، په کاپیسا ولایت کې د ګازو ډبې د چاودنې له امله ۱۷ تنه ټپیان شوي دي.

د چا د مړینې خبر نه دی ورکړل شوی.

د کاپيسا لپاره د طالبانو د والي مرستيال شيخ اسدالله سنان سيمه‌ييزو رسنيو ته ويلي چې د تېلو په یوه ټانک کې دا چاودنه نن سهار په تګاب ولسوالۍ کې شوې ده.

هغه زياته کړه چې د تېلو ټانک د کارکوونکو د بې احتياطۍ له امله د ګازو ډبې اور اخیستی او ورپسې چاودنه شوې ده.

د طالب چارواکو په وینا، په دې پېښه کې ډېر مالي زیانونه هم اوښتي دي.

افغان ابدالیان د درې اړخیزو سیالیو پایلوبې ته ووتل

افغان لوبغاړی د لوبې پر مهال
افغان لوبغاړی د لوبې پر مهال

د عمان په کوربتوب د پیل شویو درې اړخیزو سیالیو په لړ کې نن دوشنبه د اکټوبر په ۱۴مه نېټه افغان الف لوبډلې د عمان له الف لوبډلې سره سیالي وکړه چې د ۴۴ منډو په توپیر افغانستان وګټله.

د دې لوبې پچه عمان ګټلې وه او توپ اچونه یې غوره کړه.

افغان ابدالیانو د ۳ لوبغاړو تر سوځېدو وروسته ۲۱۱ منډې وکړې.

په افغان توپ وهونکو کې لوبډلمشر دروېش رسولي سلیزه ووهله او په ۱۰۹ منډو ناسوځېدلی پاتې شو، دغه راز کریم جنت ۶۰ ناسوځېدلې منډې وکړې.

عمان د ورکړل شوي هدف په تعقیب ۱۶۷ منډې وکړې او ۷ لوبغاړي یې وسوځېدل.

دا په روانه لوبلړۍ کې د افغانستان دوهمه بریا وه.

ټاکل شوې چې سبا سه شنبه د اکټوبر په ۱۵مه نېټه افغان ابدالیان او هانګ کانګ د دې درې اړخیزې لوبلړۍ پایلوبه ولوبوي.

د قطر يوه استازي په دغه هېواد کې د جرمني له سفير سره د افغانستان پر مسايلو خبرې کړي

د دوحې یوه څنډه
د دوحې یوه څنډه

د قطر د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي فیصل بن عبدالله الحنزاب په قطر کې د جرمني له سفیر لوتار فرایشلادر او په دوحه کې د جرمني سفارت له شارژدافیر رولف ډیټر راینهارډ سره وکتل.

د وزارت په خبرپاڼه کې، چې پرون یک‌شنبه خپره شوه ویل شوي، چې دوی امنیتي، بشري، اقتصادي او سیاسي مسایلو ته په پام د افغانستان پر وروستيو تحولاتو تمرکز وکړ.

په‌دې باب نور جزیات نه‌دي ورکړل شوي.

له کله چې طالبانو بیا پر افغانستان ولکه ټینګه کړې، له درېیو کلونو راهیسې د لوېدیځو هېوادونو سفارتونه تړل شوي او د ګڼو سفارتونو چارې له دوحې پر مخ بېول کېږي.

تر اوسه هيڅ هېواد د طالبانو رژیم په رسمیت نه‌دی پېژندلی، خو قطر یو له هغو څو هېوادونو څخه دی، چې له طالبانو سره نږدې اړیکې لري او د طالبانو ډیپلوماتان یې منلي دي.

طالبان په دوحه کې سیاسي دفتر هم لري.

د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې موافقه هم د ۲۰۲۰م کال د فبرورۍ پر ۲۹ په دوحه کې لاسلیک شوه.

هالنډي چارواکي: له ازبکستان سره د افغان پناه غوښتونکو د ايستلو په اړه پر يوې موافقې غور کوو

د کډوالو يو انځور - ارشيف
د کډوالو يو انځور - ارشيف

د هالنډ یوه چارواکي ویلي، هېواد یې له ازبکستان سره د رد شویو افغان پناه غوښتونکو د ایستلو په اړه پر یوه موافقه غور کوي.

هالنډۍ رسنۍ NL Times د یک‌شنبې په ورځ راپور ورکړ چې، د هالنډ حکومت پر دې غور کوي چې ایا کولی شي، ازبکستان قانع کړي چې رد شوي پناه غوښتونکي ومني، که څنګه؟

وړاندې ویل شوي، جرمني په‌‌دې وروستیو کې له ازبکستان سره موافقه وکړه چې، کولی شي افغان کډوال دې هېواد ته واستوي.

د هالنډ د کډوالۍ وزیر ماریولین فابِر د چهارشنبې په ورځ د نورو جزیاتو له ورکولو پرته د خپل هېواد پارلمان ته وویل، چې کابینه له ازبکستان سره پر موافقو د سلا کېدو په حال کې ده.

دا په‌داسې حال کې ده، چې د ځینو رسنیو د راپورونو پر بنسټ سویس په‌دې وروستیو کې دوه افغان کډوال چې په سرغړونو تورن شوي وو، بېرته کابل ته استولي دي.

تر دې مخکې جرمني په وږي/ سنبلې میاشت کې ۲۸ افغان پناه غوښتونکي چې په جرمونو تورن وو، په یوه چارټر الوتکه کې افغانستان ته ستانه کړل.

د جرمني د کورنیو چارو وزیرې نانسي فیزر د چهارشنبې د خپل هېواد پارلمان ته وویل، ډېر ژر به له جرمني څخه نور پناه غوښتونکي هم افغانستان ته وایستل شي.

د افغانستان د زونونو په کچه د فوټبال پیل شوې سیالۍ پای ته ورسېدې

د زونونو په کچه د افغانستان فوټبال سيالۍ.
د زونونو په کچه د افغانستان فوټبال سيالۍ.

د افغانستان فوټبال فدراسیون ویلي دي چې، د بېلابېلو زونونو په کچه یې د فوټبال پیل کړې سیالۍ پای ته ورسېدې.

د یاد فدراسیون د خبرونو پر اساس، دغه سیالۍ د افغانستان اتلانو لیګ ته د لارموندنې پړاو و، چې تر دې وروسته به یې غوره لوبډلې په بل پړاو کې ولوبیږي.

د یادو سیالیو په ترڅ کې د جنوب ختیځو ولایتونو د لوبډلو اتلولي د ننګرهار، د غربي ولایتونو اتلولي د هرات، د شمال ختیځو ولایتونو اتلولي د کندز، د جنوب لوېدیځ ولایتونو اتلولي د هلمند او د شمالي ولایتونو اتلولي د بلخ ولایتونو اړوندو کلبونو وګټلې.

فوټبال فدراسیون نه‌دي ویلي چې، د افغانستان اتلانو لیګ سیالیو بل پړاو به په کوم تاریخ پیليږي.

د ویلو ده چې د یادو سیالیو نندارې ته په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونه نندارچیان هم ورغلي وو.

د افغانستان الف لوبډله نن له عمان سره سیالي کوي

ارشيف
ارشيف

ټاکل شوې ده چې، د افغانستان د کرکټ الف لوبډله نن دوشنبه د اکټوبر په ۱۴مه نېټه د درې اړخیزو سیالیو په لړ کې له کوربه عمان سره سیالي وکړي.

سیالي به د کابل پر وخت ماسپښین مهال پيل شي.

د دې درې اړخیزې لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې افغان الف لوبډلې د هانک کانګ ملي لوبډلې ته د ۷ وېکټو په توپير ماتې ورکړې وه.

که افغان لوبډله دغه سیالي وګټي، نو د اکټوبر په ۱۵مه نېټه به د دې درې اړخیزې لوبلړۍ پایلوبه یا له هانک کانګ او یا هم عمان سره ترسره کوي.

افغان کرکټ بورډ ویلي دي، د دې سیالیو موخه د اسیا ایمرجینګ سیالیو لپاره چمتووالی دی چې د اکټوبر په ۱۸مه نېټه به په عمان کې پيل شي.

طالبانو په لوګر ولایت کې اته تنه په عام محضر کې په دُرو وهلي دي

د لوګر ولايت نقشه
د لوګر ولايت نقشه

د طالبانو سترې محکمې پرون یک‌شنبې د (اکټوبر ۱۳مه) په یوې اعلامیې کې ویلي، د یوې ښځې په ګډون اته تنه يې د غلا، له کوره د تېښتې او لواطت په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې په بېلابېلو ولایتونو کې په لسګونه کسانو ته په عام محضر کې سزاوې ورکړل شوي دي.

تېر کال په فراه ولایت کې طالبانو یو کس د قتل په تور په عام محضر کې اعدام کړ.

په عام محضر کې د طالبانو له‌خوا د سزاو پلي کېدل، د بشري حقونو د فعالانونو او سازمانونو اندېښنې راپارولي دي.

ستانکزی: له څه باندې دوو مياشتو راهيسې پاکستان د افغان سوداګرو په مخه سوداګريزې لارې تړلي دي

شيرمحمد عباس ستانکزی
شيرمحمد عباس ستانکزی

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزی وايي، څه باندې دوه میاشتې وشوې چې پاکستان د افغان سوادګرو پر مخ د ټرانزیټ ټولې لارې تړلي دي.

عباس ستانکزي دا څرګندونې پرون د (اکټوبر ۱۳مه) په کابل کې په یوې ناسته کې کړي دي.

نوموړي ويلي: "زموږ سبزیجات، مېوې او هیڅ توکې ته لار نه ورکوي او که چېرته لار ورکړي، دا زه باید په ډېر تاسف ووایم چې له تورخم نه نیولې تر واګې بندر پورې که پولیس دي او که عسکر دي، ټول غله دي او له سوادګرو غلاوې کوي."

د ښاغلي ستانکزي په خبره، دا کار نه د افغان سوادګرو او نه هم د پاکستان د حکومت په ګټه دی.

ډېره موده کېږي، چې د تورخم لویه لار د سوادګریزو توکو د لېږد رالېږد پر مخ تړل شوې چې له کبله یې افغان سوداګرو او بزګرانو ته میلیونونه ډالره زیان اوښتی دی.

د لارو د بندېدو سربېره، د پاکستان حکومت میاشت وړاندې د افغانستان پر تازه مېوو او سبزیجاتو ګمرمې تعرفي ۱۵برابره لوړې کړې دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG