د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۵ لړم ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۲

افغانستان

د ملي مقاومت جبهې په بغلان کې درېیو طالبانو د وژلو او دوو ټپي کولو ادعا کړې

ارشیف: په افغانستان کې د ملي مقاومت جبهې وسله‌وال غړي
ارشیف: په افغانستان کې د ملي مقاومت جبهې وسله‌وال غړي

د ملي مقاومت د جبهې په نوم د طالبانو سیاسي او وسله‌واله مخالفه ډله ادعا کوي چې بغلان کې یې د طالبانو د استخباراتو درې سرتېري وژلي او دوه نور ټپيان کړي دي.

دغې جبهې پرون ناوخته پر خپله ایکس‌پاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي چې وسله‌والو یې وړمه شپه په نهرین ولسوالۍ کې د طالبانو د استخباراتو د همغږۍ پر مرکز توغندیز برید کړی دی.

د طالبانو د حکومت سرچینو په دې اړه څه نه دي ویلي او ازادي راډیو هم په خپلواکه توګه دغه ډول خبرونه نه شي تاییدولی.

د طالبانو حکومت: سږ کال په ماشومانو کې د شري ناروغي زیاته شوې

ارشیف: په افغانستان کې د یوه روغتون څنډه
ارشیف: په افغانستان کې د یوه روغتون څنډه

د طالبانو د حکومت د روغتیا وزارت تاییدوي چې سږ کال په ماشومانو کې د شري یا سرخکان ناروغي زیاته شوې ده.

د دغه وزارت ویاند شرافت زمان په یوه پیغام کې پرون ویلي چې سږ کال "په ماشومانو کې" د سرخکان شپږ زره مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

زمان وايي: "لکه څرنګه چې شری یا سرخکان یوه ساري ویروسي ناروغي ده. په افغانستان کې هم ځینې وختونه په ماشومانو کې د دې ناروغۍ ګراف پورته کېږي. نسبت تېر کال سږ کال له موږ سره د مشکوکو واقعاتو ګراف یو څه اندازه پورته شوی دی. په همدې اساس زموږ د سرویلانس/نظارتي ټیمونو څومره چې هلته نمونې اخیستي سږ کال له موږ سره تایید شوي واقعات نږدې شپږ زره دي."

زمان دا هم ویلي چې دوی پلان لري د شري واکسین ملي پلان تطبیق کړي.

اخوا د روغتیا نړیوال سازمان هم څو ورځې مخکې په افغانستان د شري د ناروغۍ په زیاتېدو اندېښنه ښودلې وه او ویلي یې وو چې هلته د شري ټول ټال پېښې څه باندې ۵۲ زرو ته رسېږي.

د طالبانو حکومت د کانکور ازموینې لپاره د نوملیکنې بهیر د پيل اعلان کړی

ارشیف: په افغانستان کې د کانکور ازموینو له بهیره یو انځور
ارشیف: په افغانستان کې د کانکور ازموینو له بهیره یو انځور

د طالبانو د حکومت د آزموینو ملي ریاست د ۱۴۰۴ هجري لمریز کال د کانکور ازموینې لپاره د نوملیکنې د بهیر د پيل اعلان کړی دی.

دغې ادارې د یکشنبې په ورځ د نومبر په درېیمه د یوې خبرتیا په خپرولو سره ویلي چې په ښوونځیو او دیني مدرسو کې داوطلبان کولای شي د ازموینې لپاره فورمې ډکې کړي.

په دې اعلاميه کې ويل شوي چې د دې ازموينې داوطلبان تر را روانې جدي میاشتې وخت لري چې په دې ازموينه کې د ګډون لپاره نومليکنه وکړي.

په کانکور کې د ښځو د ګډون په اړه څه نه دي ویل شوي.

د طالبانو د حکومت په رامنځته کېدو سره تر شپږم ټولګي پورې نجونې له زده‌کړو بې برخې شوې او نجونې حق نه لري چې پوهنتون ته ولاړې شي او د کانکو په ازموينه کې ګډون وکړي.

طالبانو په غزني او ننګرهار کې د یوې ښځې په ګډون درې کسان په دُرو وهلي

د جلال اباد ښار یوه څنډه
د جلال اباد ښار یوه څنډه

د طالبانو د حکومت سترې محکمې اعلان کړی چې په غزني او ننګرهار ولایتونو کې یې د یوې ښځې په ګډون درې کسان په دُرو وهلي دي.

د طالبانو دې ادارې د یکشنبې په ورځ په دې اړه دوه جلا اعلامیې ورکړی چې له مخې یې یوه ښځه او یو سړی د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې او یو سړی په غزني ولایت کې د هغه څه په تور په دُرو وهل شوي چې غیر مشروع اړیکې او زنا بلل شوي.

په ورته وخت کې، یوناما په خپل درې میاشتني راپور کې اعلان کړی چې د روان کال د جولای له لومړۍ د سپټمبر تر دېرشمې پورې، په افغانستان کې د ۹۵ نارینه، ۱۵ ښځو مېرمنو او یوې نجلۍ په ګډون د بدني سزاګانو لږ تر لږه ۱۱۱ قضیې ثبت شوي.

نړیوالو سازمانونو او بشري حقونو په وار وار له طالبانو غوښتي چې د بدني سزاوو څخه لاس واخلي.

سرپل کې چاودنې مرګ‌ژوبله اړولې

د سرپل ولايت نقشه
د سرپل ولايت نقشه

د سرپل ځايي سرچينې وايي، نن له غرمې وروسته د سرپل ښار په مرکز کې د چاودنې له امله ګڼو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

یوه عیني شاهد ازادي راډيو ته وویل چې، د پېښې ټپیان روغتون ته د درملنې لپاره انتقال شول.

ځايي طالبانو تر اوسه د چاودنې او مرګ‌ژوبلې د کره شمېر په اړه څه نه‌دي ويلي.

تر اوسه د دې پېښې پړه چا پر غاړه نه‌ده اخيستې.

يوشمېر متقاعدين: بې‌وزله يو، زموږ تقاعد دې راکول شي

له ارشيفه د متقاعدينو د اعتراض يو انځور
له ارشيفه د متقاعدينو د اعتراض يو انځور

یوشمېر متقاعدینو پرون (شنبه) په کابل کې په یوه احتجاجي غونډه کې غوښتنه وکړه چې د دوی معاشونه دې ورکړل شي.

دوی د طالبانو تر کنټرول لاندې د خزانې او تقاعد ریاست مخې ته راټول شوي وو.

ځینو متقاعدانو ویلي چې، له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي او د دې له امله چې د دوی تقاعدي معاش نه‌دی ورکړل شوی، اړ شوي چې خپل ماشومان په سختو کارونو وګوماري.

په ۲۰۲۱ کال کې له بیا واک ترلاسه کولو وروسته طالبانو د متقاعدینو د معاش له ورکولو ډډه کړې ده.

طالب چارواکو په تېرو وختونو کې څو ځله ادعا کړې چې، د متقاعدینو معاش به ورکړي، مګر سره له‌دې چې د دوی د واک تر درې کلونو زیات وخت وځي، دا پروسه تر اوسه پورې نه‌ده پیل شوې.

ايراني چارواکي: په رضوي خراسان ولايت کې هره ورځ تر ۳زره ډېر افغان کډوال نيول کېږي

ارشیف: په ایران کې یو شمېر افغان کډوال
ارشیف: په ایران کې یو شمېر افغان کډوال

د ایران د رضوي خراسان ولایت د بهرنیو اتباعو او کډوالو د ادارې ريیس حسین شرافتي راد وايي، په‌دې ولایت کې هره ورځ تر ۳ زره ډېر بې‌اسناده افغان اتباع نیول کېږي او د قانوني پروسې له بشپړېدو وروسته د دوغارون د سرحد له لارې افغانستان ته استول کېږي.

د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا نن (یک‌شنبې) د شرافتي راد په قول وویل چې، ده تازه د بې‌اسنادو افغان اتباعو د راټولولو لپاره وړاندیز شوې سیمه له نژدې کتلې ده.

هغه ټینګار وکړ چې دا کمپ به د دوغارون سرحد ته نژدې، د ایران په تایباد ولسوالي کې په ۲۰ هکتاره ځمکه کې جوړ شي.

د رضوي خراسان د بهرنیانو اتباعو او کډوالو د ادارې شمېرې ښیي چې، د دې ولایت په مرکز مشهد کې، چې له تهران وروسته تر ټولو ډېر کډوال په‌کې اوسي، شاوخوا ۴ سوه زره کډوال د هویت او استوګنې اسناد لري.

د افغانستان کرکټ بورډ عربي اماراتو ته د بنګله‌دېش کرکټ لوبډلې د رسېدو هرکلی وکړ

شارجه کې د افغان کرکټ بورډ له‌خوا د بنګله‌دېش کرکټ لوبډلې هرکلی.
شارجه کې د افغان کرکټ بورډ له‌خوا د بنګله‌دېش کرکټ لوبډلې هرکلی.

د بنګله‌دېش د کرکټ ملي ټیم متحده عربي اماراتو ته ورسېد او هلته یې د افغان ماشومانو او د افغانستان کرکټ بورډ له‌خوا هرکلی وشو.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان او بنګله‌دېش لوبډلې، د افغانستان په کوربه‌‌‌توب په شارجه کې درې یو ورځینۍ مسابقې وکړي.

د دوی ترمنځ لومړۍ سیالي به څلورو ورځې وروسته، یعنې د عقرب په ۱۶مه وي.

دوهمه لوبه د عقرب په ۱۹مه او وروستۍ لوبه د عقرب په ۲۱مه ترسره کېږي.

د کابل په پغمان کې تر لسو ساعتونو وروسته لګېدلی اور مهار شوی دی

له ارشيفه د کابل د اور وژنې د ډلې يو انځور
له ارشيفه د کابل د اور وژنې د ډلې يو انځور

د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ د ګازو په یوه شرکت کې لګېدلی اور تر لسو ساعتونو وروسته مړ شو.

د پغمان په قلعه حيدرخان سيمه کې پرون شاوخوا پنځه‌نیمې بجې اور ولګېد چې، تر نن سهار څلور بجو پورې یې دوام وکړ.

ځايي رسنۍ وايي، په‌دې اورپېښه کې د سر و مال تاوانونه پېښ شوي، خو تر اوسه پورې یې شمېر څرګند نه‌دی.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس د خبر له‌مخې، د کابل ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند خالدځدراڼ ويلي، پرون له پېښې وروسته اور وژونکې ډله د اور وژلو لپاره سيمې ته استول شوې.

له بلې خوا يوشمېر سيمه‌ييزو رسنيو ويلي، په قلعه حيدر خان سيمه کې د څو چاودنو غږونه هم اورېدل شوي دي.

تر اوسه پورې د دې اورلګېدو د علت په اړه څه نه‌دي ویل شوي.

د افغانستان ختيځو ولايتونو کې د زلزلې ټکان احساس شوي

د زلزلې يوه نقشه له ارشيفه
د زلزلې يوه نقشه له ارشيفه

یوه زلزله چې شدت یې د ربښتر په کچه ۴ اعشاریه ۲ درجې و، تېره شپه د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې احساس شوه.

د جرمني د زلزله‌پېژندنې ادارې د معلوماتو پر اساس، د دې زلزلې چې د افغانستان په وخت د شپې په یوولس بجې او ۴۰ دقیقې وشوه، مرکز په نورستان کې تر ځمکې ۱۹۳ کیلومتره لاندې و.

د دې زلزلې له کبله د احتمالي زیانونو په اړه څه نه‌دي ویل شوي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG