د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۵ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۸

افغانستان

زاخېلوال: که طالبان مشروعيت غواړي، ولس ته دې مراجعه وکړي

حضرت عمر زاخېلوال
حضرت عمر زاخېلوال

د افغانستان د تېر جمهوري نظام د مالي وزیر حضرت عمر زاخېلوال وايي، که طالبان نړیوال مشروعیت غواړي باید له هر څه وړاندې ولس ته مراجعه وکړي.

نوموړي په کابل کې له یوه خصوصي ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي، تر هغې چې له طالبانو پرته ټول افغانان په حکومت کې خپل ځان ونه‌‌ګوري نړۍ به له دوی سره سیاسي او ډیپلوماتیک تعامل ته غاړه کېنږدي.

د تېر جمهوري نظام دغه چارواکی چې په کابل کې اوسیږي، همداراز پر طالبانو غږ کړی چې د وخت له ضایع کولو پرته د افغان مېرمنو او نجونو د زده‌‌‌کړو حق ورکړي.

که څه هم په کراتو بېلابېلو بنسټونو او سیاسي شخصیتونو له طالبانو غوښتي چې د افغان مېرمنو پر وړاندې خپل سیاستونه نرم او د دوی حقونه دې ورکړي، خو طالبان بیا ادعا کوي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ټولو حقونه خوندي دي او د نجونو د زده‌‌‌کړو موضوع د افغانستان کورنۍ مسئله ده.

طالبانو په سويل‌ ختيځ زون کې يوشمېر ځوانان پر خلکو د کتابونو له وېش منع کړي

ارشيف
ارشيف

طالبانو د افغانستان په سویل ختیځ زون کې هغو ځوانانو ته د کتابونو د نه وېش په اړه خبرداری ورکړی چې، دوی به اضافي کتابونه له خلکو راټولول او بیا به یې په وړیا توګه په خلکو وېشل.

په وړیا توګه د کتابونو د وېش د لړۍ یوه تنظموونکي له ازادي راډویو سره په خبرو کې وايي چې، طالبانو یې ملګري د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته ورغوښتي او خبرداری يې ورکړی چې دغه لړۍ باید له ځنډ پرته بنده کړي.

د کتابونو د وېش دغه تنظيموونکو د نوم د نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل، هیڅکله یې داسې کتابونه چې هغه د اسلامي او افغاني اصولو سره په ټکر کې وي، نه یې راټول کړي او نه یې هم په خلکو وېشلي دي.

د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت په‌‌‌دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې، خو تر دې وړاندې يې ویلي چې د اسلامي او افغاني اساساتو ضد کتابونو راټولو په برخه کې جدي دي.

تر دې وړاندې د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویلي، تر اوسه یې د راټولېدو لپاره ۴۰۰ بېلابېل عنوانه کتابونه ثبت کړي، چې د دوی په ټکو منځ‌پانکه یې د اسلامي او افغاني اصولو سره په ټکر کې دي.

ای پي اېل؛ چنای سوپ کېنګز نور احمد په لس کروړه هندي روپیو په خپله لوبډله کې واخیست

نور احمد
نور احمد

د افغانستان د کرکټ بل مخکښ توپ اچوونکی نوراحمد د آی پي ایل په بولۍ کې په لس کروړه هندي روپیو له چنای سوپر کېنګز لوبډلې سره یو ځای شو.

تر دې دمه د آی پي ایل په روانه بولۍ کې تر نور احمد مخکې رحمن الله ګربز کلکته نایټ رایډرز لوبډلې په دوه کروړه هندي روپیو په خپله ډله کې واخیست.

سږ کال د آی پي ایل بولۍ ته ۱۸ افغان لوبغاړي وړاندي شوي دي.

د ویلو ده چې راشدخان بیا له وړاندې د ګجرات ټایټانز لوبډلې په ۱۸ کروړه هندي روپیو له ځان سره ساتلی دی.

آی‌پي‌ایل؛ رحمن الله ګربز د کلکته نایټ رایډرز لوبډلې واخیست

رحمن‌الله ګربز
رحمن‌الله ګربز

د هندوستان غوره لیګ یا آی‌پي‌ایل د لوبغاړو د پیرلو مراسم نن یکشنبه په سعودي عربستان کې پیل شوي چې تر دې دمه په ګڼ شمېر لوبغاړي په‌کې پلورل شوي دي.

په نننیو مراسمو کې له افغانستانه تر دې دمه یوازې رحمن‌الله ګربز بولۍ ته وړاندې شو چې په خپل اصلي قیمت دوه کروړه هندي روپیو پخوانۍ لوبډلې کلکته نایټ رایډرز واخیست.

په نوموړي باندې نورو لوبډلو بولي ونه وهله.

سږ کال د آی‌پي‌ایل د بولۍ مراسمو ته اتلس افغان لوبغاړي شارټ لېست شوې دي.

د ویلو ده چې سږکال ګڼ شمېر لوبغاړي تر دې دمه په لوړو بیو پلورل شو، خو د رېشب پنټ بیه تر ټولو لوړه وه چې په ۲۷ کروړه هندي روپیو وپلورل شو.

علیرضا بیګدلي په کابل کې د ایران د استازولۍ د نوي مشر په توګه ټاکل شوی

علیرضا بیګدلي
علیرضا بیګدلي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت نن یکشنبې وویل چې د دغه هېواد د باندنیو چارو وزیر عباس عراقچي په حکم علیرضا بیګدلي په کابل کې د ایران د استازولۍ د نوي مشر په توګه وټاکل شو.

ښاغلی بیګدلي، چې د کاظمي قمي پر ځای ګومارل شوی، پخوا د ایران د بهرنیو چارو وزارت د کونسلي چارو مرستیال و.

د ایران د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر د ځانګړي استازي دنده پای ته رسول شوې او د پخوا په شان به د افغانستان په چارو کې ځانګړی استازی د ایران د باندنیو چارو وزارت تر څارنې لاندې کار کوي.

بیګدلي تر دې وړاندې په قزاقستان، اذربایجان، قبرس او ترکیې کې د ایران د سفیر په توګه دندې اجرا کړي دي.

اروپايي اتحادیې د بغلان په یوه زیارت کې برید په کلکه وغانده

د دې برید، چې د نومبر په ۲۱مه، د پنجشنبې په شپه وشو، او۱۰ کسان په‌کې ووژل شول، مسوولیت داعش ډلې په غاړه واخیست.
د دې برید، چې د نومبر په ۲۱مه، د پنجشنبې په شپه وشو، او۱۰ کسان په‌کې ووژل شول، مسوولیت داعش ډلې په غاړه واخیست.

اروپايي اتحادیې په افغانستان کې د بغلان ولایت په یوه زیارت کې برید په کلکه وغانده او د زیانګالو ټولنو د لا زیاتې ساتنې غوښتنه یې وکړه.

د دې برید، چې د نومبر په ۲۱مه، د پنجشنبې په شپه وشو، او۱۰ کسان په‌کې ووژل شول، مسوولیت داعش ډلې په غاړه واخیست.

په کابل کې د اروپايي اتحادیې پلاوي په یوه بیان کې، چې پر ایکس یا پخوانی ټویټر یې خپور کړی، لیکلي: "موږ په بغلان ولایت کې د عبادت پر مهال د ملکي وګړو برید غندو. موږ د قربانیانو او د هغوی له کورنیو ژوره خواخوږي څرګندوو. ټول ولسونه باید له تاوتریخوالي څخه په امن او خوندي وي."

افغانستان له عربي متحده اماراتو دوهمه سیالی هم وګټله

د افغانستان د کرکټ ۱۹ کلنو لوبډلې لوبغاړي
د افغانستان د کرکټ ۱۹ کلنو لوبډلې لوبغاړي

د کرکټ د درې اړخیزو سیالیو په لړ کې دا ځل د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو د لومړي پړاو په وروستۍ لوبه کې عربي متحده اماراتو ته د ۸ وېکټو په توپير ماتې ورکړه.

دغه سیالي چې نن یکشنبه د نومبر په ۲۴مه نېټه د اماراتو په کوربتوب د کابل پر وخت سهار لس بجې پیل شوې وه، اماراتو لومړۍ توپوهنه وکړه چې د ټولو لوبغاړو تر سوځېدو وروسته یې په ۳۷ اورونو کې ۸۸ منډې وکړې.

د افغانستان لپاره په توپ اچونه کې نصیر معروف خېل ۳، عبدالعزیزخان، خاطر ستانکزي او روح الله عرب دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

افغان لوبډلې ورکړل شوی هدف په ۲۱.۲ اورونو کې د ۲ لوبغاړو تر سوځېدو وروسته پوره کړ.

په افغان توپوهونکو کې عزیرالله نیازي ۵۷ ناسوځېدلې منډې وکړې.

دا د درې اړخیزو سیالیو په روانه لوبلړۍ کې د افغانستان درېیمه بریا وه او په دې سره یې د دې لوبلړۍ پایلوبې ته لار پیدا کړه چې د نومبر په ۲۶مه نېټه به یې له پاکستان سره ترسره کوي.

افغان لوبغاړي فرهاد ساپي د بدن ښکلا په سیالیو کې د سرو زرو مډال ګټلی

فرهاد ساپي د ازادي راډیو له دري څانګې سره په خبرو کې ویلي، تر ټولو ستره هیله یې دا ده چې د بدن ښکلا د "مسټرالمپیا" په سیالیو کې هم د افغانستان په استازولۍ د سرو زرو مډال وګټي.
فرهاد ساپي د ازادي راډیو له دري څانګې سره په خبرو کې ویلي، تر ټولو ستره هیله یې دا ده چې د بدن ښکلا د "مسټرالمپیا" په سیالیو کې هم د افغانستان په استازولۍ د سرو زرو مډال وګټي.

د افغانستان د بدن ښکلا فنلنډ میشتي لوبغاړي فرهاد ساپي د جمعې په ورځ د نومبر په ۲۲مه نېټه د بدن ښکلا د نړیوالو سیالیو په ترڅ کې د سرو زرو مډال وګاټه.

دغه سیالۍ د ډنمارک په کوربتوب ترسره شوې چې ساپي د منفي اتیا کیلو ګرامه وزن په سیالیو کې تر خپلو سیالانو مخکې شو او د سرو زرو مډال یې وګاټه.

په دې نړیوالو سیالیو کې له بېلابېلو هېوادونو ۵۰۰ لوبغاړو ګډون کړی و او فرهاد ساپي په‌کې د افغانستان په استازولی برخه اخیستې وه.

فرهاد ساپي د ازادي راډیو له دري څانګې سره په خبرو کې ویلي، تر ټولو ستره هیله یې دا ده چې د بدن ښکلا د "مسټرالمپیا" په سیالیو کې هم د افغانستان په استازولۍ د سرو زرو مډال وګټي.

د ویلو ده چې تر دې وړاندې هم د بدن ښکلا په سیالیو کې ګڼو نورو افغان لوبغاړو هم بېلابېل مډالونه ګټلي دي.

داعش په بغلان کې د صوفيانو پر یوه زیارت د وسله‌وال برید مسوولیت ومانه

په بغلان کې د شوې پېښې د قربانیانو انځور
په بغلان کې د شوې پېښې د قربانیانو انځور

د فرانسې خبري اژانس راپور ورکړی چې د اسلامي دولت ډلې د خراسان ولایت څانګې پرون شنبه د بغلان ولایت په نهرین ولسوالۍ کې د صوفيانو پر یوه زیارت د وسله‌وال برید مسوولیت ومانه.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته ویلي وو چې د پنجشنبې په شپه په دغه برید کې ۱۰ تنه وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې، دغه کسان د ډزو پر مهال په سید پادشاه اغا زیارت کې په عبادت بوخت وو.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما د شنبې په ورځ دغه برید غندلی او پر طالبانو یې غږ کړی چې په دې اړه هراړخیزه څېړنه وکړي.

یوناما له طالبانو دا هم غوښتي چې په راتلونکي کې د نورو بریدونو مخه ونیسي او ډاډ ترلاسه کړي چې پرګنې خوندي دي.

تر دې مخکې د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي وو چې په افغانستان کې مذهبي اقلیتونه تر جدي ګواښ لاندې دي.

هغه زیاته کړې، ټول افغانان حق لري چې په سوله او ارامۍ کې عبادت وکړي.

د داعش ډلې د خراسان ولایت څانګې په تېرو څه باندې درېیو کلونو کې چې طالبان پر افغانستان واکمنان دي، د څو وژونکو بریدونو مسوولیت منلی دی.

کرکټ؛ د افغانستان ۱۹ کلن ځوانان له عربي متحده اماراتو سره سیالي کوي

د افغانستان د ۱۹ کلنو ځوانانو کرکټ لوبډلې لوبغاړي
د افغانستان د ۱۹ کلنو ځوانانو کرکټ لوبډلې لوبغاړي

د درې اړخیزو سیالیو په لړ کې د افغانستان د نولس کلنو ځوانانو ملي لوبډله نن یکشنبه د نومبر په ۲۴مه نېټه له عربي متحده اماراتو سره سیالي کوي.

دغه سیالي به د کابل پر وخت سهار لس بجې پیل شي.

دا د روانو درې اړخیزو سیالیو په ترڅ کې د افغانستان څلورمه لوبه ده چې تر دې وړاندې یې یوه سیالي له پاکستان او دوهمه له عربي متحده اماراتو ګټلې ده، خو پاکستان ته یې یوه سیالي بایللې هم ده.

تر دې دمه د درې اړخیزو سیالیو د نومرو په جدول کې پاکستان او افغانستان یو په بل پسې په لومړي او دوهم مقام کې قرار لري.

تر دې سیالۍ وروسته به د نومبر په ۲۶مه نېټه د افغانستان او پاکستان د نولس کلنو ځوانانو لوبډلې پایلوبه ترسره کوي.

د ویلو ده چې دا لوبلړۍ د ۱۹ کلنو ځوانانو د اسیا جام سیالیو د تیارۍ په موخه ترسره کېږي او اسیا جام به د نومبر په ۲۹مه نېټه پیل شي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG