افغانستان
د طالبانو او ترکمنستان د بهرنيوو چارو وزيرانو د تاپي پروژې کار وڅاره
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنيوو چارو وزير، امير خان متقي د ترکمنستان له بهرنيوو چارو وزير رشيد مرادووف سره کتلي دي.
د طالبانو د بهرنيوو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کې نن وويل چې دواړو چارواکو د افغانستان په خاوره کې د تاپي ګاز پروژې د نلليکې کارونه وکتل.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې دواړو غاړو د وېزو او ټرانسپورټ په برخه کې هم د اسانتیاوو برابرولو ته ژمنې تکرار کړې.
دا پروژه په ۲۰۱۵ کال کې د افغانستان کې د تېر جمهوري حکومت پر وخت پيل شوې وه چې هدف یې له ترکمنستان څخه، افغانستان، پاکستان او هندوستان ته د ګاز رسول دي.
خو تر ۲۰۲۱ کال مخکې د طالبانو او نورو وسله والو ډلو د بریدونو او ځينو نورو لاملونو يې کارونه د ځنډ سره مخامخ کړل.
خو د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه په افغانستان کې تر حکومت نيولو وروسته، طالبانو ويلي چې د یادې پروژې تر څنګ به نورې سیمه ييزې پروژې هم سر ته رسوي.
افغانستان هیله من دی چې د دغې پروژې په بشپړیدو سره به په کال کې څه باندې ۴ سوه ملیون ډالره عواید ترلاسه او په زرګونو کسانو ته به د کارزمینې برابرې کړي.
راشد خان له څلورو کلونو وروسته له زیمبابوي سره ټيسټ لوبه کوي
د افغانستان د کرکټ وتلی سپینر راشد خان به له څلورو کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره له زیمبابوي سره په پنځوس اوره لوبلړۍ کې ولوبیږي. د افغانستان کرکټ بورډ پرون دوشنبې د دغو دوو ټسټ لوبو لپاره لوبډله اعلان کړه.
۲۶ کلن راشدخان چې د روان کال په پیل کې یې د ملاجراحي کړې او تراوسه تردرملنې لاندې و، په وروستیوکلونو کې د افغانستان په ډیرو لوبو کې نه وو لوبیدلی. هغه وروستي ځل د ۲۰۲۱ کال په مارچ میاشت کې د زیمبابوي په وړاندې لوبه وکړه.
د افغانستان اوزیمبابوې د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د پنځوس اوریزو ټسټ لوبو لړۍ به د ډسمبرله ۲۶ نه د جنوري تر۶ پورې د زیمبابوې په بولویوBulawayo ښار کې ترسره شي.
له دې مخکې افغان کرکټ ملي لوبډلې له زمبابوي څخه د شلو اورونو لوبلړۍ، د شنبې په ورځ په وروستۍ لوبه کې د دریو ویکټو په توپیر وګټله. زمبابوې د لوبلړۍ لومړی لوبه ګټلې وه، خو دویمه او دریمه یې افغانستان وګټلې.
نجونې یو ځل بیا د طب پوهنځي له ایګزیټ ازموینې بې برخې شوي
ټاکل شوې د مرغومي یا جدي په اوومه نېټه د طب د پوهنځي له فارغانو اېګزیټ ازموینه د نجونو له ګډون پرته واخیستل شي.
د ازموینو ملي ادارې چې طالبان یې اداره کوي پرون ماښام پر خپله فېسبوکپاڼه دا خبر ورکړ.
اېګزیټ ازموینه د لوړو زده کړو د طبي شورا له خوا د طب پوهنځيو له فارغانو اخیستل کیږي او تر بریالیتوب وروسته د فعالیت اجازه ورکول کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د نجونو پر ثانوي او لوړو زده کړو له بندیز وروسته اوس د روغتیایي زده کړو په موسسو کې هم د نجونو د شمولیت مخه نیولې ده.
د دې بندیزونو له کبله د طالبانو پر حکومت انتقادونه په زیاتېدو دي، خو طالبان ټینګار کوي چې دوی د نجونو او ښځو حقونه په اسلامي چوکاټ کې ورکوي.
باران د افغانستان او زیمبابوې لوبه ځنډولې ده
د افغانستان او زمبابوې د کرکټ د ملي لوبډلو ترمنځ د درې یو ورځنیو سیالیو لومړۍ لوبه د باران له کبله وځنډېده.
په پام کې وه چې دا لوبه نن د کابل په وخت د غرمې په ۱۲ بجو پیل شي.
د افغانستان کرکټ بورډ پر خپله ایکس پاڼه لیکلي دي چې د زېمبابوې په پلازمینه هرارې کې د پرله پسې باران له کبله دا لوبه ځنډېدلې ده.
دواړه لوبډلې به دوه نورې یو ورځنۍ سیالۍ د ډسمبر په ۱۹مه او ۲۱مه ترسره کړي.
افغانستان له دې مخکې د دریو شل اوریزو لوبو په لړۍ کې زېمبابوې ته یو د دوو پر وړاندې ماته ورکړه.
د غور- کابل لویه لاره بېرته د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوه
د غور- کابل لویه لار چې د زیاتې واورې اورېدو له کبله تړل شوې وه، نن بېرته د ټرافیکو پرمخ پرانیستل شوه.
د طالبانو ټولګټو وزارت نن خبر ورکړی، چې دغه لار په بندبکک سیمه کې تېره شپه تړلې وه، چې تر پاکولو وروسته نن ماسپښین بېرته د ټرافیکو پرمخ پرانیستل شوه. په افغانستان کې وخت ناوخت د ځینو ولایتونو لارې د زیاتې واورې یا هم توفانونو له کبله تړلي وي.
افغانستان د اقلیمي بدلونونو له کبله له لسو زیانګالو هېوادونو دی. د اقلیمي بدلونونو یو اغېز په دغه هېواد کې بې وخته یا هم تر حد زیات اورښتونه دي.
ایران د هغو افغانانو مخه نیسي چې د پېژندنې بایومتریک نه لري
د ایران د کورنیو چارو وزارت یوه چارواکي ویلي، چې ایران ته د هغو افغان کډوالو د بیا داخلېدو مخه نیسي، چې د پېژندنې بایومتریک ازمېښت یې نه وي کړی.
د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو اتباعو او کډوالو چارو د مرکز رئیس نادر یاراحمدي پرون یکشنبه له ایراني خبریالانو سره خبرو کې ویلي، ایران دا مهال د نورو کډوالو د منلو ظرفیت نه لري.
د ده په وینا ایران ته د بې اسناده افغان کډوالو د بیا ورتګ د مخنیوي، د افغانستان او ایران ترمنځ د سرحدي دېوال د جوړولو کار په شدت سره وان دی.
د ایران د کرمان ولایت عمومي څارنوال پرون یکشنبه ویلي، په تېرو درېیو ورځو کې په دې ولایت کې یو زر او ۷۸۸ تنه بې اسناده افغان کډوال نیول شوي او له دغه ولایته ایستل شوي دي.
په ایران کې په وروستیو کې پر افغان کډوال ډول- ډول محدودیتونه لګول شوي، په عین حال کې ایرانه د بې اسناده افغان کډوالو د اخراج لړۍ هم روانه ده. د ایران په ګڼو ښارونو کې افغان کډوالو ته کارونه، نه پیدا کېږي او دوی ته کورونه په کرایه ورکول هم منع شوي دي.
د فلسطین روغتیايي چارواکي: بمباریو مرګژوبله زیاته کړې ده
د حماس تر ولکې لاندې د غزې روغتیا وزارت نن دوشنبه اعلان وکړ، چې د فلسطینیانو په دغه قلمرو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۴۵زره ۲۸ ته ورسېد.
په غزې تړانګه کې د حماس او اسرائیل ترمنځ په جګړه کې د څه باندې ۱۴ میاشتنۍ جګړه کې د ټپیانو شمېر ۱۰۶زره ۹۶۲ ته رسېدلی دی.
د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه توندلارې ډله حماس یو تروریستي سازمان ګڼي. په غزه کې دا جګړه وروسته له هغې پیل شوه، چې لومړی حماس ډلې د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر پر ۷مه پر اسرائیل ناببره حمله وکړه، ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او شا و خوا ۲۵۰ نور یرغمل کړل.
د فلسطین روغتیايي چارواکو نن ویلي چې تېره شپه هم پر غزه ښار د اسرائیل په بمباریو کې د یوې کورنۍ د څلورو غړو په ګډون ۱۰ کسان وژل شوي دي.
طالبانو په سمنګان کې درې کسان په درو وهلي دي
د طالبانو سترې محکمې، په سمنګان کې پر یوې ښځې او دوو نارینه وو "له کوره د تېښتې" او "نامشروع اړیکو" په تور د تعزیري سزا د تطبیق خبر ورکړی دی. دغه محکمې پرون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې درې واړه کسان په عام محضر کې په ۳۹-۳۹ دُرو وهل شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې یو تورن کس په لس کاله تنفیذي بند، بل په دوه کاله بند محکوم شوی او درېیم یوازې په دُرو وهل شوی دی. ویل شوي د دغو سزاګانو د تطبیق پر مهال د طالبانو ځینو چارواکو هم ګډون کړی و.
د طالبانو سترې محکمې تېره شنبه په کندوز کې هم درې تنه په عام محضر کې د هغه څه له کبله چې دوی «لواطت» بللی، په درو وهلي دي. د بشري حقونو د دفاع ډلو له طالبانو په عام محضر کې د دغه ډول سزاګانو د تطبیق د بندولو غوښتنه کړې ده.
د خوړو نړیوال پروګرام: په افغانستان کې ملیونونه کسان کافي خواړه نه لري
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وايي چې په افغانستان کې ملیونونه کسان چې کافي خواړه نه لري، د ژمي له سختې یخنۍ سره مخامخ دي.
د دې ادارې د افغانستان څانګې نن دوشنبه پر خپله ایکس پاڼه د یوه بېوزلي افغان د ویډیو په خپرولو لیکلي، چې د دغو کسانو ډېری یې خپلو اولادونو ته د خوړو برابرولو یا هم تاوده ساتلو لپاره اړ دي، چې غیرممکن انتخابونه هم وکړي. په ویډیو کې بېوزلي افغان ویلي، چې د خځلو او پلاستیکونو په سوځلو سره د ژمي سړې شپې سبا کوي.
تر دې مخکې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویې کمشنرۍ ازادۍ راډیو ته ویلي وو، د افغانستان په ځینو برخو کې د ژمي پر مهال د هوا درجه منفي ۲۰ سانټي ګرېډو ته راټیټېږي او دا تر ډېره نوي راستانه شوي یا هم بېځایه شوي کسان له خطر سره مخامخوي، چې د ځانونو د تودولو او مړولو وس نه لري.
د ایران مازندران کې پر افغانانو د اوسیدو بندیز
ایراني چارواکو مازندران د افغانانو لپاره ممنوع ښار اعلان کړی دی.
د مهر نیمه دولتي خبري اژانس د راپور له مخې د کورنیو چارو وزارت سلاکار نادریار احمدي د یکشنبې په ورځ وویل چې په مازندران کې افغانانو ته هر ډول کار منع دي او حتی افغانانو ته د لنډ مهاله استوګنې جواز هم نه ورکول کیږي.
نادريار وويل، افغان اتباع مازندران ته په هغو اسنادو نه شي ورتلی چې په نورو سیمو کې اجازه لري.
افغان کډوال یوازې په سیاحتي ویزې سره د ایران دې شمالي سیمې ته سفر کولی شي.
په تیرو وختونو کې، په مازندران سیمه کې افغان کډوال د قانوني استوګنې د اسنادو سره سره ځورول شوي او حتی ایستل شوي دي.
د ایران په شاوخوا شلو ښارونو کې د افغان مهاجرینو حضور منع شوی او په ځینو ولایتونو کې اړوندو چارواکو خبرداری ورکړی چې که افغان کډوال په کار وګمارل شي نو د دوی د کار څښتنان به تر یو میلیون تومانه زیات جریمه او سزا ورکړي.