د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۲

افغانستان

د پېښور محکمې پولیس او امنیتي ځواکونه د افغان هنرمندانو له نیولو منع کړل

د پېښور عالي محکمه
د پېښور عالي محکمه

د پېښور عالي محکمې د یوه حکم په صادرولو پولیس او امنیتي ځواکونه د هغو افغان هنرمندانو له نیولو منع کړل چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته پاکستان ته کډوال شوي دي.

د پېښور محکمې دا پرېکړه پرون د جون په شلمه، د کډوالو په نړیواله ورځ وکړه.

له محکمې څخه د تېر کال د اکټوبر په ۲۴مه نېټه ۱۴۷ افغان هنرمندانو غوښتي وو چې د دوی ځورول دې ودرول شي او پناه دې ورکړل شی.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام پر اساس، د ۲۰۲۱م په اګست کې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته یو میلیون او ۶۰۰زره افغانان ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شوي دي.

کرکټ نړیوال جام؛ هند افغانستان ته د ۱۸۲ منډو هدف وټاکه

د افغانستان او هند کرکټ لوبډلو ترمنځ د لوبې یو انځور
د افغانستان او هند کرکټ لوبډلو ترمنځ د لوبې یو انځور

د کرکټ د شلو اوورونو نړیوال جام سیالیو په لړ کې نن هند افغانستان ته د ۱۸۲ منډو هدف وټاکه.

د دې لوبې پچه یا ټاس هند وګاټه او د بېټېنګ کولو یا توپوهنې پرېکړه یې وکړه.

هند ۱۸۱ منډې په داسې حال کې وکړې چې ۸ لوبغاړي یې سوځېدلي وو.

په توپ اچونه کې راشد خان درې، فضل الحق فاروقي درې او نوین الحق یوه ویکټه واخیسته.

د سږ کال د شلو اوورونو نړیوال جام سیالۍ د امریکا او ویسټ اینډیز په کوربه‌توب روانې دي او د دغه جام پایلوبه به د جون پر ۲۹ نېټه په ویسټ اینډیز کې وي.

نړیوال جام؛ افغانستان د هند پر وړاندې توپ اچونه کوي

د افغانستان او هند له مخکینۍ لوبې یو انځور
د افغانستان او هند له مخکینۍ لوبې یو انځور

د شل اوریز نړیوال جام د ۸ غوره لوبډلو په پړاو کې نن پنجشنبه افغانستان او هند سیالي کوي.

د لوبې پچه هندي لوبډلمشر وګټله او توپوهنه یې غوره کړه.

په نننۍ سیالۍ کې د افغان لوبډلې په یولس کسیز ترکیب کې یو بدلون راغلی چې د کریم جنت پر ځای حضرت الله ځاځی غوره شوی دی.

د افغانستان بله سیالي راروانه شنبه د اسټرالیا او د سې شنبې په ورځ د بنګله‌دېش پر وړاندې ده.

بینېټ: افغان کډوال له سختو شرایطو سره مخامخ دي

ارشیف: په پاکستان کې افغان کډوالو د یواین‌ایچ‌سي‌آر یوه سیمه ییز دفتر کې د سیمه ییزو کارکوونکو سره د خبرو پر مهال
ارشیف: په پاکستان کې افغان کډوالو د یواین‌ایچ‌سي‌آر یوه سیمه ییز دفتر کې د سیمه ییزو کارکوونکو سره د خبرو پر مهال

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینېټ وايي، د کډوالۍ نړیوالې ورځې په مناسبت د هغو میلیونونو افغانانو قدردانی کوي چې له خپلو مېنو کډې کولو ته اړ شوي دي.

بینېټ نن په خپله ایکس­پاڼه کې لیکلي چې که څه هم دغه افغانانو انعطاف منونکي دي، خو ډېری یې له سختو شرایطو سره مخامخ دي.

تر دې مخکې د افغانستان لپاره د بسپنې ځانګړي مرستندوی صندوق د کډوالو نړیوالې ورځې په مناسبت د افغان کډوالو او بېځایه شویو د ملاتړ پر دوام ټینګارکړی و.

دې صندوق نن په دې مناسبت پر خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي، دا درک کوي چې ملیونونه بېځایه شوي او هېواد ته راستانه شوي کډوال، د شخړو او طبیعي پیښو په ګډون له سترو ننګونو سره مخ دي.

دغه مرستندوی صندوق لیکلي چې د افغان کډوالو او بېځایه شویو لاسنیوي ته ژمن دي ترڅو چې بېرته خپل ژوند ورغوي.

د افغانستان په ۱۹ ولایتونو کې د نسبتاً تېزو بارانونو او تالندې برښنا اټکل شوی

په پروان کې د مخکیني باران یو انځور
په پروان کې د مخکیني باران یو انځور

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ریاست نن او سبا د افغانستان په ۱۹ ولایتونو کې د نسبتاً تېزو بارانونو او تالندې برښنا اټکل کړی دی.

دغه ریاست نن په یوه اطلاعیه کې لیکلي، چې د بدخشان، تخار، نورستان، کونړ، پنجشېر، کاپیسا، لغمان، ننګرهار، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني، میدان وردګ، بامیان، سمنګان، بغلان او پروان ولایت په بېلابېلو برخو کې به د باران سطحه له ۱۵ تر ۳۵ ملي مترو پورې وي.

په اطلاعیه کې ویل شوي چې د سالنګونو تر څنګ به په شمالي، لوېدیځو، جنوبي او مرکزي ولایتونو کې تېز بادونه، خاورې او دوړې هم وي چې د بادونو سرعت به په یوه ساعت کې له ۵۰ تر ۹۰ کیلومترو وي.

د افغان کډوالو او بېځایه شویو د ملاتړ پر دوام ټینګار شوی

له پاکستانه ارزګان ته ستانه شوي افغان کډوالو خېمې
له پاکستانه ارزګان ته ستانه شوي افغان کډوالو خېمې

د افغانستان لپاره د بسپنې ځانګړي وجهي صندوق د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت د افغان کډوالو او بېځایه شویو د ملاتړ پر دوام ټینګار کړی دی.

دې صندوق نن پنجشنبې د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي، دا درک کوي چې میلیونونه بېځایه شوي او هېواد ته راستانه شوي کډوال، د شخړو او طبیعي پېښو په ګډون له سترو ننګونو سره مخ دي.

دې صندوق په افغانستان کې د کډوالو په ملاتړ ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د هغوی لاسنیوي ته ژمن دي ترڅو چې بېرته خپل ژوند ورغوي.

د افغانستان لپاره د بسپنې دا ځانګړی صندوق د ملګرو ملتونو له‌خوا په ۲۰۲۱م کال کې تاسیس شو ترڅو په افغانستان کې بشري اساسي اړتیاوو ته رسېدنه وکړي.

د معلوماتو له مخې له دغه صندوق سره تراوسه د نړۍ څه باندې لسو هېوادونو د څه باندې دوه میلیارد ډالرو بسپنې ژمنې کړې دي.

د هند د کرکټ ملي لوبډلې روزونکی: د افغانستان لوبډلې ته په کم نظر نه ګورو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله

د هند د کرکټ ملي لوبډلې روزونکی راهول ډراوېډ وایي، لوبډله به یې نن د افغانستان ټیم ته په "کم نظر" ونه ګوري.

فرانس پرېس د ډراوېډ د پروني خبري کانفرانس په حواله ویلي: "افغانستان د دغو لوبو په فارمټ کې یوه خطرناکه لوبډله لري او خپله وړتیا یې په نړیوال جام کې ښودلې ده."

ډراوېډ، چې د هند پخوانی بېټسمن یا توپوهونکی دی، دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې نن د نړیوال جام د اتو غوره لوبډلو په پړاو کې افغانستان او هند سره مخامخ کېږي.

نننۍ مسابقه د کابل پر وخت د ماښام اووه بجې پیلېږي.

افغانستان په ګروپي پړاو کې یوګاندا، نیوزیلینډ او پاپوانیوګیني ماتې ورکړه، خو تېره دوشنبه یې د ویسټ اینډیز په وړاندې ماتې وخوړه.

د افغانستان بله مسابقه راوانه شنبه د اسټرالیا او د سې شنبې په ورځ د بنګله‌دېش په وړاندې ده.

طالبانو نن پنجشنبه هم په افغانستان کې عمومي رخصتي اعلان کړې

د کابل ښار یوه څنډه
د کابل ښار یوه څنډه

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت نن پنجشنبه هم په افغانستان کې عمومي رخصتي اعلان کړې ده.

دغه وزارت پرون پر خپله ایکس­پاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي، دا چې پنجشنبه د اختر څلورمه او ورپسې د جمعې رخصتي ده، نو ځکه دغه ورځ هم عمومي رخصتي ده او رسمیات به د شنبې په ورځ پیلېږي.

که څه هم په اکثرو اسلامي هېوادونو کې تېره یکشنبه د لوی اختر لومړۍ ورځ وه، خو طالبانو دوشنبه د لوی اختر لومړۍ ورځ اعلان کړې وه.

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د افغانستان پر وضعیت بحث کېږي

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د عمومي غونډې انځور
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د عمومي غونډې انځور

ټاکل شوې سبا جمعه د چنګاښ لومړۍ نېټه د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د افغانستان پر وضعیت بحث وشي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما د ایکسپاڼې یا پخواني ټویټر د معلوماتو له مخې، دغې غونډې ته به د یوناما مشره روزا اوتنبایووا د افغانستان پر حالاتو توضیحات ورکړي.

دغه غونډه به د جمعې په ورځ د کابل پر وخت د مازیګر شپږنیم بجې پیل شي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان موضوع داسې وخت مطرح کېږي،چې ټاکل شوې لس ورځې وروسته یعنې د جون پر ۳۰مه په قطر کې د افغانستان په اړه درېیمه غونډه جوړه شي.

طالبانو هم تایید کړې چې د قطر په درېیمه غونډه کې چې ملګري ملتونه یې کوربه‌توب کوي، برخه اخلي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ویاند فرحان حق د چهارشنبې په ورځ وویل، د دوحې په درېیمه غونډه کې له طالبانو سره د افغانستان په رسمیت پېژندل شوي حکومت په څېر نه، بلکې د حاکمو چارواکو په څېر چلند کېږي.

د افغانستان په ۱۴ ولایتونو کې د تېزو بادونو او سېلابونو د راوتلو اټکل شوی

ارشیف: په لغمان کې د راوتلو سېلابونو یو انځور
ارشیف: په لغمان کې د راوتلو سېلابونو یو انځور

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ریاست نن پنجشنبه د غبرګولي یا جوزا ۳۱مه هم د افغانستان په ۱۴ ولایتونو کې د نسبتاً تېزو بادونو او سېلابونو اټکل کړی دی.

دغې ادارې په یوه اطلاعیه کې ویلي چې په بدخشان، تخار، نورستان، کونړ، پنجشېر، لغمان، ننګرهار، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني، میدان وردګ او بامیان کې به د باران ادازه له ۱۵ تر ۳۵ ملي مټرو پورې وي.

د اطلاعیې له مخې، د سالنګونو په ګډون په شمالي، لوېدیځو، جنوبي او مرکزي ولایتونو کې بیا د تېزو بادونو، خاورو او دوړو اټکل شوی دی.

ویل شوي، په دغو ساحو کې به د بادونو شدت په یوه ساعت کې له ۵۰ تر ۹۰ کیلومترو پورې وي.

د غويي یا ثور له ۲۱مې د افغانستان ختیځ، شمال ختیځ، شمال، شمال لوېدیځ او لوېدیځ ولایتونه تر سختو اورښتونو وروسته د درنو سېلابو بهېدلو شاهدان وو چې سلګونو کسانو ته یې د مرګ‌ژوبلې اړولو تر څنګ خلکو ته درانه مالي زیانونه هم اړولي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG