افغانستان
زلزلې لغمان ولایت او شاوخوا سیمې لړزولي
![د افغانستان په عمومي نقشه کې د لغمان ولایت موقعیت](https://gdb.rferl.org/30BBF267-69E5-4B42-8BAC-B898FA14D614_w250_r1_s.png)
د ریښتر په کچه څلور اعشاریه اته درجې زلزلې نن سهار وختي لغمان ولایت او شاوخوا سیمې لړزولي دي.
د امریکا د جیولوجیکي سروې ادارې پر خپله ویبپاڼه لیکلي چې د زلزلې مرکز د مهترلام په ۲۷ کیلو مترۍ کې د ځمکې په څه باندې ۶۷ کیلو متره تل کې و.
د زلزلې ټکانونه په څنګ لورو ولایتونو لکه کاپیسا، ننګرهار او ان پلازمېنه کابل کې احساس شوي دي.
د زلزلې د احتمالي زیانونو په اړه څه نه دي ویل شوي او د طالبانو د حکومت اړوندو چارواکو هم تراوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.
امیري د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپورتر د وروستي راپور هرکلی کړی
![د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري](https://gdb.rferl.org/08ef0000-0a00-0242-6f61-08d9cb0917f8_w250_r1_s.png)
د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپورتر ریچارډ بینېټ د وروستي راپور هرکلی کړی دی.
مېرمن امیري پر خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر د بینېټ دغه راپور چې پرون سه شنبه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ۵۶مې غونډې ته وړاندې شو، پیاوړی یاد کړی دی.
په دغه راپور کې له طالبانو غوښتل شوي چې ټول هغه فرمانونه لغوه کړي چې له مخې یې د نجونو او ښځو اساسي حقونه محدود شوي دي.
دغه راپور داسې مهال د بشري حقونو شورا ته وړاندې شوی چې ټاکل شوې د همدې میاشتې په پای کې ملګري ملتونه، د طالبانو استازي او یوشمېر نور اړخونه په دوحه کې سره جرګه شي.
د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورتر ویلي، د دوحې د غونډې بحثونه به تر ډېره د ښځو پر حقونو ورټول وي.
طالبانو د دوحې دغه غونډه د افغانستان په ګټه بللې او ویلې یې دي، یو پلاوی یې ګډون په کې کوي.
په افغانستان کې ښځې او نورې زیانګالې ډلې لا هم د ځورونې له خطر سره مخ وبلل شوې
![ارشیف: په کابل کې د اړمنو ښځو یوې لیکې ته طالب وسله وال ولاړ دی.](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-f746-08db5c59eb8a_w250_r1_s.jpg)
د اروپايي ټولنې د کډوالۍ چارو اداره وايي، افغان ښځې او نجونې او نورې زیانګالې ډلې لا هم په افغانستان کې د ځورونې له خطر سره مخ دي.
د دغه دفتر په تازه راپور کې، چې پرون خپور شوی، راغلي چې په ۲۰۲۳م کال کې افغانانو د اروپايي ټولنې په هېوادونو کې د پناه غوښتنې څه باندې ۱۱۸ زره غوښتنلیکونه سپارلي دي.
د تېر کال په پرتله که څه هم ۱۲ فیصده غوښتنې کمې شوي خو بیا هم یو پر پنځمه برخه افغانې ښځې او نجونې دي.
د دغه راپور له مخې جرمني اوس هم د افغان پناه غوښتونکو اصلي مقصد دی.
د اروپايي ټولنې په هېوادونو کې د منل شویو افغانانو شمېر ۵۵ فیصده و، په دې معنی چې شاوخوا نیمايي پناه غوښتونکي منل شوي.
بینېټ: طالبانو د جنسیت په اساس د ښځو ځپلو ته قانونيت ورکړی
![د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپورتر ریچارډ بینېټ](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-18ef-08db1ef18729_w250_r1_s.jpg)
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپورتر ریچارډ بینېټ وايي، طالبانو په افغانستان کې د جنسیت په اساس د ښځو ځپلو ته قانونيت ورکړی دی.
بینېټ دا څرګندونې نن وروسته له هغه وکړې چې په ژنیو کې د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا غونډه پیل شوه.
بینېټ پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، ده د ژنیو غونډې ته وویل چې طالبانو د ښځو ځپل په سیستماتیک ډول عام کړي او ښکاري چې پر ټولو ملکي وګړو حملو ته یې چې د ده په وینا، د بشريت پرضد له جنایاتو سره انډول بلل کېدای شي قانوني بڼه ورکړې ده.
په افغانستان کې د بشري حقونو، په تېره د ښځو د وضعیت په اړه په ژنیو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا غونډه نن پیل شوه او بینېټ غونډې ته خپل راپور وړاندې کړ.
د ښځو او نجونو پر تعلیم او کار محدودیتونه د ملګرو ملتونو د چارواکو په وینا، د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې په وړاندې تر ټولو لوی خنډ دی.
بینېټ د بشري حقونو شورا ته د افغانستان د بشري وضعیت په اړه راپور وړاندې کوي
![د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی ریچارډ بینېټ](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-18ef-08db1ef18729_w250_r1_s.jpg)
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړی استازی وايي، نن به د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه خپل راپور په ژنیو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا غونډې ته وړاندې کړي.
ریچارډ بینیټ د دې راپور جزییات نه دي ورکړي، خو په ژنیو کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې د افغانستان دایمي استازولۍ ویلي چې بینېټ به په دې راپور کې د افغان نجونو او ښځو پر تعلیم، کار او روغتیايي او حقوقي خدماتو ته د هغوی پر لاسرسي د لګېدلو محدودیتونو او د بشري حقونو د نورو سرغړونو یادونه وکړي.
دې استازولۍ چې د پرځېدلي جمهوري نظام استازي یې اداره کوي، پر ایکس شبکې په یوه بیان کې ویلي چې بینېټ به د ښځو او نجونو پر وړاندې د جنایتونو او د طالبانو لهخوا د ښځو پر وړاندې د سیستماتیک تبعیض مسئله یاده کړي.
د ښځو او نجونو پر تعلیم او کار د طالبانو محدودیتونه د ملګرو ملتونو د چارواکو په وینا، د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې په وړاندې تر ټولو لوی خنډ دی.
کرکټ نړیوال جام؛ افغانستان د لومړي ګروپي پړاو وروستۍ سیالۍ وبایلله
![افغان لوبغاړي د لوبې پر مهال](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-df25-08dc8439f3a6_w250_r1_s.jpg)
د کرکټ په روان شل اوریز نړیوال جام کې افغانستان د لومړي ګروپي سیالیو وروستۍ لوبه پر ویسټ اینډيز وبایلله.
افغانستان٬ چې پچه ګټلې وه، د ویسټ اینډيز پر وړاندې یې توپ اچونه غوره کړه.
ویسټ اینډيز لوبډلې د شل اورونو په لوبولو او د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۱۸ منډې وکړې او د ۲۱۹ منډو هدف یې وټاکه.
افغانستان په ۱۷م اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یوازې ۱۱۴ منډې وکړې او ویسټ اینډيز دغه لوبه د ۱۰۴ منډو په توپير وګټله.
افغانستان تر دې دمه په روان نړیوال جام کې ماتې نه وه خوړلې او د نیوزیلینډ، پاپوا نیوګینې او یوګاندا په ماتولو یې د اتو غوره لوبډلو پړاو ته لار پيدا کړې ده.
افغانستان به د پنجشنبې په ورځ په اتو غوره لوبډلو پړاو کې خپله لومړۍ لوبه د هندوستان پر وړاندې ترسره کړي.
کرکټ نړیوال جام؛ ویسټ اینډیز افغانستان ته د ۲۱۹ منډو هدف وټاکه
![افغان کرکټ ملي لوبډله](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-a207-08dc876241c3_w250_r1_s.jpg)
د کرکټ د نړیوال شل اوریز جام د لوبو په دوام ویسټ اینډیز افغانستان ته د ۲۱۹ منډو هدف وټاکه.
دا د افغانستان او ویسټ اینډیز د نړیوال جام د ګروپي دور وروستۍ لوبه ده.
د لوبې پچه افغانستان وګټله او ویسټ اینډیز ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.
ویست اینډیز ټول اورونه ولوبول او د پنځو لوبغاړو په سوځېدو یې دغه منډې وکړې.
د جرمني پولیسو د افغان پناه غوښتونکو یوه کورنۍ د پولنډ خاورې ته اړولې
![د جرمني او پولڼد سرحدي سیمه کې جرمني ځواکونه](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-52cf-08dbbf51f65e_w250_r1_s.jpg)
پولنډي چارواکي وایي، د جرمني پولیسو له دوی سره له مشورې پرته د افغان پناه غوښتونکو یوه کورنۍ د دوی خاورې ته ور اړولې ده.
د پولنډ سرحدي ګارد پرون دوشنبه پر خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر، د جرمني پولیسو دغه کار د دوه اړخیزې همکارۍ له اصولو سرغړونه او د اوښتو د قانون خلاف کار بللی دی.
د "ډيپياې" خبري اژانس د راپور له مخې، د پولنډ سرحدي ګارد ویلي، جرمني پولیس باید دا ډول خپلسره کړنې ترسره نه کړي.
د پولنډ صدر اعظم دونالډ ټوسک ویلي، دی به د ده په ټکو د دغه نه منلو وړ عمل په اړه له خپل جرمن سیال اولاف شولتز سره خبرې وکړي.
جرمني بیا ویلي، دوی دغه پنځه کسیزه افغان کورنۍ ځکه پولنډ ته اړولې چې د پولنډ د پناه اخیستنې اسناد ورسره وو.
جرمني دغه اقدام داسې مهال کوي چې هغه هېواد کې په دې وروستیو کې د پناه غوښتونکو په ځانګړې توګه افغانانو په وړاندې حساسیتونه ډېر شوي دي.
د بې پولې ډاکترانو سازمان: د افغانستان روغتیايي مراکز له سختو ستونزو سره مخ دي
![ارشیف: د افغانستان د یوه روغتون څنډه](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-984c-08dbb2cf08c9_w250_r1_s.jpg)
د بې پولې ډاکترانو سازمان اندېښنه ښودلې چې په افغانستان کې د روغتیا له سکتوره د دوامداره ملاتړ نشتوالي روغتیايي مراکز له سختو ستونزو سره مخ کړي.
دغه سازمان د دوشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې دا خبره کړې ده.
په اعلامیه کې زیاته شوې چې ګڼ روغتیایي مراکز؛ لکه په مزارشریف کې حوزوي روغتون د کارکوونکو معاشونه نه شي ورکولی او هم د درملو، تېلو او اکسیجن د پېرلو وس نه لري.
د بې پولې ډاکترانو سازمان ویلي، دې ستونزو په تېره نوزېږو او ناروغو ماشومانو ته د صحي خدماتو پر وړاندې کولو کې روغتونونه تر ډېره پاتې راوستي.
ایټالیا په سواحلو کې د کښتیو ډوبېدو پېښه؛ لسګونه افغان، ایراني او کردي پناه غوښتونکو ته مرګژوبله اوښتې
![د ایټالیا سواحلوکې د یوې ډوبې شوې کښتۍ انځور](https://gdb.rferl.org/1c8b9b00-a867-44e4-93eb-515e2fe012c2_cx10_cy15_cw59_w250_r1_s.jpg)
د ایټالیا په جنوبي سواحلو کې د دوو کښتیو د ډوبېدو په پېښه کې لسګونه افغان، ایراني او کردي پناه غوښتونکو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د جرمني یوې خیریه موسسې او د ایټالیا ساحلي ساتونکو د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په پېښه کې د ۱۱ کسانو مړي له اوبو را ایستل شوي او ۵۱ تنه نور هم چې د ډوبېدو په حال کې وو ژغورل شوي.
د ځینو راپورونو له مخې د کښتیو د ډوبېدو په پېښه کې د لږ تر لږه ۵۰ نورو کسانو مړی او ژوندی ورک دی.
یوه مشهوره خبریال سیرګیوساندورا بیا د تري تم شویو خلکو شمېر ۶۴ تنه یاد کړی دی.
د ایټالیا ساحلي ګارډ ویلي، د کالابریا سیمې په ۲۲۰ کیلومترۍ کې یوه بېړۍ په ډوبو شویو پناه غوښتونکو پسې ګرځي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو د موسسې "آیاوایم" په وینا، له ۲۰۱۴م کال راهیسې ۲۳۵۰۰ پناه غوښتونکي په مدیترانه سمندرګي کې مړه یا تري تم شوي.
د مدیترانې سمندرګي لار د پناه غوښتونکو په وړاندې له مرګونو سمندري لارو شمېرل کېږي.