تازه خبر
جمعه ۶ لیندۍ ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۱۱

افغانستان

قطر د افغانستان په چارو کې د کاناډا د ګټو د استازیتوب او ساتنې هوکړه کړې

د قطر صدراعظم او بهرنیو چارو وزیر، شیخ محمد بن عبدالرحمن ال‌ثاني او د کاناډا د بهرنیو چارو وزیره انیتا انند
د قطر صدراعظم او بهرنیو چارو وزیر، شیخ محمد بن عبدالرحمن ال‌ثاني او د کاناډا د بهرنیو چارو وزیره انیتا انند

قطر او کاناډا موافقه وکړه چې دوحه به په افغانستان کې د کاناډا د ګټو استازیتوب او د هغو په ساتنه کې مرسته کوي.

په دې اړه لومړنۍ پرېکړه د ۲۰۲۶ کال د نومبر په ۲۴مه په اوتاوا کې د دواړو هېوادونو د ستراتېژیکو خبرو په ترڅ کې شوې وه.

هوکړه د چهارشنبې په ورځ د قطر د بهرنیو چارو وزارت او د کاناډا د بهرنیو چارو، سوداګرۍ او پراختیا وزارت ترمنځ د قطر د صدراعظم او بهرنیو چارو وزیر، شیخ محمد بن عبدالرحمن ال‌ثاني او د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې انیتا انند په حضور کې لاسلیک شوه.

دواړو لورو په دې خبرو کې د ستراتېژیکو اړیکو پر پراختیا او په ډیپلوماتیکو، اقتصادي، تجارتي، دفاعي، امنیتي او بشري برخو کې د همکارۍ پر پیاوړتیا خبرې وکړې.

د دغو خبرو په پایله کې د پانګونې یوه هوکړه هم لاسلیک شوه چې هدف‌یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د پانګونو هڅول او ساتنه ده.

بل لور ته، د قطر موزیمونو او د کاناډا د کلتوري میراث ادارې د قطر د ۲۰۲۶ کال د کلتوري پروګرام په برخه کې د کاناډا د ګډون په اړه د همکارۍ یو سند هم لاسلیک کړ.

دا هوکړې د قطر او کاناډا ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره بل ګام بلل کېږي.

د هوکړې له مخې، قطر به په افغانستان پورې اړوندو چارو کې د کاناډا د ګټو په ساتنه او له دغه هېواد سره د اړیکو په دوام کې هم رول ولري.

هرات کې د چرګانو د نسل روزنې او هګیو تولید ۷ میلیونه ډالري فارم پرانیستل شو

ارشیف، د چرګانو د نسل روزنې او د هګیو د تولید یو فارم
ارشیف، د چرګانو د نسل روزنې او د هګیو د تولید یو فارم

د هرات ولایت په ګذره ولسوالۍ کې د خصوصي سکټور له لوري د چرګانو د نسل روزنې او د هګیو د تولید یوه فارم په کار پیل وکړ.

ځايي رسنیو د چهارشنبې په ورځ وویل چې دا فارم «ادیاک» نومېږي، پر دوه زره جریبه ځمکه جوړ شوی او د چرګانو د نسلونو د روزنې او د هګیو اچولو ته د چمتو چرګوړو په تولید کې فعالیت کوي.

جوړوونکي یې وايي له دې فارم له کبله به چې ۷ میلیون ډالره پانګونه پرې شوې، د افغانستان د چرګانو د روزنې او هګیو د تولید کورنی ظرفیت لوړ شي، پر وارداتي محصولاتو تکیه به کمه او د ځان‌بسیاینې بهیر به پیاوړی شي.

افغانستان لا هم اکثره چرګوړي له ګاونډیو هېوادونو واردوي.

ملګري ملتونه : کونړ کې زلزله ځپلیو کورنیو ته سلګونه سرپناوې جوړې شوي دي

د ۲۰۲۵ کال په زلزه کې د کونړ یو ویجاړ شوی کلی، ارشیف
د ۲۰۲۵ کال په زلزه کې د کونړ یو ویجاړ شوی کلی، ارشیف

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ د نړیوال سازمان (IOM) څانګه وايي په کونړ کې یې زلزله ځپلیو کورنیو ته ۵۱۴ سرپناوې جوړې کړي دي.

یاد سازمان د چهارشنبې په ورځ ( لیندۍ څلرمه) په خپله ایکسپاڼه دیوې ویډیو په خپرولو سره وویل چې دا کار یې د اروپايي اتحادیې او هالنډ په مرسته ترسره کړی دی.

خبرزیاتوي چې ډیر ژر به لسګونه کورنۍ د کونړ په نورګل ولسوالۍ کې دغو کورونو ته ولیږدول شي او د ژمي په رارسیدو سره به له سختې یخنۍ څخه وساتل شي.

د ۲۰۲۵ کال اګست میاشت کې یوه ویجاوړونکې زلزله د افغانستان په ختیځ کې پیښه شوه چې په نتیجه کې یې شاوخوا ۲۲۰۰ کسان مړه او ګڼ کلي وران شول.

افغان میرمنې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له مینځه وړنې د نړیوالې ورځې په مناسبت د نړیوالې ټولنې د ملاتړ غوښتنه کوي

ارشیف
ارشیف

د بشري حقوقو فعالان او یو شمیر افغانې معترضې ښځې د کورني زورزیاتي په وړاندې د افغان ښځو د زیانګالنې د زیاتیدو خبرداری ورکوي.

دوی دا خبره د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي دله مینځه وړنې د نړیوالې ورځې په مناسبت چې نن د نومبر ۲۵ مه لمانځل کیږي کړې او په نړیوالې ټولنې یې غږ کړی چې دافغان ښځو ملاتړ وکړي.

په افغانستان کې د ښځو د وضعیت په اړه اندیښنې وروسته له هغې زیاتې شوې چې په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو له ستنیدو وروسته د ښځو د ملاتړ ارګانونه او د امن کورونه منحل او وتړل شول.

د ګارډین ورځپاڼې او د زن ټایمز په نامه د افغان ښځو دیوې خپرونې ګډه څیړنه ښيي چې د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې څخه د روان ۲۰۲۶ کال تر نیمايي پورې د افغانستان په لسو ولایتونو کې لږترلږه ۲۳۱ ښځې د خپلو میړونو یا د کورنۍ د غړو لخوا وژل شوي دي.

بل خوا ملګري ملتونه وايي چې په تیر ۲۰۲۵ کال کې په نړۍ کې څه دپاسه ۴۷ زره ښځې او نجونې د خپلو میړونو ، د ژوند د شریکانو او یا د کورنۍ د غړو لخوا وژل شوي دي او دا شمیر ښیي چې په اوسط ډول په هرساعت کې ۵ ښځې یا نجونې وژل شوي دي.

د کاپیسا په یوه مدرسه کې چاودنه؛ یو زده‌کوونکی وژل شوی او دوه نور ټپیان دي

ارشیف، افغانستان کې د یوې چاودنې د قربانیانو لېږدونه. انځور تزئیني بڼه لري.
ارشیف، افغانستان کې د یوې چاودنې د قربانیانو لېږدونه. انځور تزئیني بڼه لري.

د کاپیسا په یوه مدرسه کې د سې شنبې په ورځ «د لیندۍ درېیمه» د ناچاودو مهماتو د چاودنې له امله یو زده‌کوونکی مړ او دوه نور ټپیان شوي دي.

د افغانستان کورنۍ رسنیو کاپیسا کې د طالبانو د حکومت د امنیه قوماندانۍ په حواله راپور ورکړی چې چاودنه په تګاب ولسوالۍ کې رامنځته شوې.

امنیه قوماندانۍ زیاتوي: "لومړني معلومات ښيي چې د مدرسې زده‌کوونکو د مدرسې په ساحه کې یو ناچاودېدونکی څیز موندلی او له ځان سره‌یې ساتلی و چې د ناپوهۍ له امله ورسره د لاس‌وهنې پر مهال د سهار د لمانځه په وخت چاودنه رامنځته شوې ده."

په دې اړه نور جزئیات نه‌دي ورکړل شوي.

دا په تېرو څو ورځو کې درېیمه دا ډول چاودنه ده چې په افغانستان کې پېښېږي.

د یکشنبې په ورځ د فاریاب په شیرین‌تګاب ولسوالۍ کې د ناچاودو توکو چاودنې یوه ښځه او یو ماشوم ووژل.

تر هغه مخکې د شنبې په ورځ د فراه په یوه دیني مدرسه کې د هاوان د زړې مرمې د چاودنې له امله ۴ طالب علمان مړه او ۲ نور ټپیان شوي و.

افغانستان کې د طالبانو د حکومت د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي اداره وايي، د روان میلادي کال له پیل راهیسې په دغه هېواد کې د ماینونو او ناچاودو مهماتو د چاودنو له امله ۲۵۷ کسان مړه او ۸۷ نور ټپیان شوي دي.

د مړو او ټپیانو اکثریت ماشومان دي.

د روغتیا نړیوال سازمان: انتي‌بیوتیکونه د زکام یا انفلونزا درملنه نه‌کوي

ارشیف، ځیني انتي‌بیوتیکونه
ارشیف، ځیني انتي‌بیوتیکونه

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) د درملو پر وړاندې د میکروبونو د مقاومت په اړه د پوهاوي د اوونۍ په دوام کې وايي چې انتي‌بیوتیکونه د باکتریایي انتانونو درملنه کوي، نه د زکام یا انفلونزا په څېر د ویروسي ناروغیو.

د روغتیا نړیوال سازمان دا خبره د انتي‌بیوتیکونو د ناوړه کارونې د مخنیوي لپاره د سې شنبې په ورځ په خپله اېکس‌پاڼه کړې.

دغه اداره وايي د ډاکتر له نسخې پرته د انتي‌بیوتیکونو کارونې څخه باید ډډه وشي او د بېلابېلو درملو ترمنځ توپیر د ژوند ژغورنې سبب کېدای شي.

د یادونې وړ ده چې د درملو په وړاندې د مېکروبونو د مقاومت په اړه د پوهاوي اوونۍ سږکال د نومبر له ۱۸ تر ۲۴ ولمانځل شوه چې پرون‌یې وروستی ورځ وه.

د افغان کډوالو د موقتي خوندیتوب د وضعیت د تصویب لپاره د کانګرس د غړو هڅې

د امریکا د کانګرس ماڼۍ، کپیټول هیل
د امریکا د کانګرس ماڼۍ، کپیټول هیل

د امریکا د استازیو جرګې نږدې ۱۵۰ غړو د افغان کډوالو د موقتي خوندیتوب د وضعیت یا ټي پي اس د تصویب پر غوښتنلیک لاسلیکونه کړي.

که دا غوښتنلیک د کانګرس ۲۱۸ غړي لاسلیک کړي د تصویب لپاره جرګې ته وړاندې کیدای شي.

د دغه پټیشن یوه پيلوونکي د امریکا د استازيو جرګې غړي سم لیکاردو د دوشنبې په شپه په خپل بیان کې ویلي: لږ تر لږه ۱۴۴ استازیو چې درې جمهوري غوښتونکي هم پکې دي دا غوښتنلیک لاسلیک کړی. او زموږ په دې هڅو سره به د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان ته زمونږ د افغان ملګرو د ډیپورټ مخه ونیول شي.

د هغه په خبره دا افغانان چې له امریکا سره یې اوږه ورکړې وه اوس کانګرس ورسره ولاړ دی.

افغانستان کې سږ کال د ماینونو او ناچاودو مهماتو چاودنو ۲۵۷ کسان وژلي

ارشیف، په افغانستان کې د ماین یو شمېر قربانیان
ارشیف، په افغانستان کې د ماین یو شمېر قربانیان

افغانستان کې د پېښو پر وړاندې د مبارزې اداره وايي، د روان میلادي کال له پیل راهیسې په دغه هېواد کې د ماینونو او ناچاودو مهماتو د چاودنو له امله ۲۵۷ کسان مړه او ۸۷ نور ټپیان شوي دي.

د انادولو خبري اژانس د دغه ادارې په حواله راپور ورکړی چې د دغو پېښو ډېری قربانیان ماشومان دي او د وژل شویو ماشومانو شمېر ۱۸۹ تنو ته رسېږي.

په وروستۍ پېښه کې د فاریاب ولایت په شیرین‌تګاب ولسوالۍ کې د ناچاودو توکو چاودنې د یکشنبې په ورځ یوه ښځه او یو ماشوم وژلي دي.

د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې چارواکي وايي، په افغانستان کې لا هم څه باندې ۹۰۰ کیلومتره مربع ځمکه کې ماینونه او ناچاودي مهمات شتون لري.

طالبانو د افغانستان د ځنګلونو د ساتنې لپاره «شنې قطعې» ګومارلي

ارشیف، د افغانستان د کونړ ولایت ځنګلونه
ارشیف، د افغانستان د کونړ ولایت ځنګلونه

طالبانو د افغانستان د پاتې ځنګلونو د ساتنې لپاره د «شنو قطعاتو» په نوم ځانګړي ځواکونه ګومارلي دي.

د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، په دغو قطعاتو کې شاوخوا زر کسان ګمارل شوي او په ځنګلي سیمو، په ځانګړې توګه د کونړ ولایت په ځنګلونو کې، د ونو د ناقانونه پرې کولو او د لرګیو د قاچاق د مخنیوي لپاره ګزمې کوي.

راپور زیاتوي چې څو لسیزو جګړو، د ونو پرې کولو او اقلیمي بدلونونو د افغانستان ځنګلونو ته سخت زیان اړولی دی.

کارپوهان خبرداری ورکوي چې د ځنګلونو له‌منځه تلل د سېلابونو او د ځمکې ښویېدنې خطر زیاتوي.

که څه هم د طالبانو چارواکي د ځنګلونو د ساتنې او بیارغونې لپاره د هڅو خبره کوي، خو کارپوهان ټینګار کوي چې یوازې د نیالګیو کېنول د ځنګلونو د بیا رغولو لپاره بسنه نه‌کوي.

په مادرید کې د افغان ښځو د ملاتړ لپاره غونډه وشوه

مادرید کې د افغان ښځو د ملاتړ لپاره غونډه وشوه
مادرید کې د افغان ښځو د ملاتړ لپاره غونډه وشوه

د افغان ښځو د حقونو د ملاتړ په هدف د هسپانیې په پلازمینه مادرید کې غونډه وشوه.

د HearUS یا موږ واورئ څلورمه کلنۍ غونډه یکشنبه او دوشنبه د افغان ښځو د بنسټ او د هسپانیې د بهرنیو چارو وزارت په همکارۍ ترسره شوه.

د هسپانیې د بهرنیو چارو وزیر خوزه مانوئل آلبارس دې غونډې ته وویل چې افغان ښځې باید هیرې نه شي.

هغه په خپله وینا کې ټینګار وکړ چې د عدالت د تامین، ازادۍ او راتلونکې لپاره د افغان ښځو د هڅو لپاره ژمن دی او باید د ښځو په وړاندې جرمونه بې سزا پاتې نه شي.

دې غونډه کې لسګونه افغان ښځینه فعالانو، ډپلوماټانو او د بشري حقونو فعالانو برخه اخیستې وه.

دوی سږ کال تر ډېره پورې د افغان ښځو لپاره د عدالت په تامین، حساب ورکوونې او په رهبرۍ کې د افغان ښځو په مشارکت باندې بحثونه وکړل.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG