د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۵

افغانستان

ريچارد بېنيټ د افغانستان د بشري وضعيت په اړه له بېلابېلو لوريو سره خبرې کړي

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی ريچارد بېنيټ
د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی ريچارد بېنيټ

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی ريچارد بېنيټ وایي، د ملګروملتو د بشري حقونو راتلونکې غونډې ته سترګې په لاره دی.

ټاکل شوې ده چې دا غونډه د دوشنبې په ورځ جوړه شي او په‌کې د افغانستان د بشري حقونو اوسنی وضعیت و ارزول شي.

ریچارډ بېنيټ د ملګروملتونو د راتلونکې غونډې په اړه په خپله ایکس‌پاڼه کې پرون ناوخته ولیکل.

نوموړي زیاته کړه چې د ترکیې او قطر له سفرونو راګرځېدلی دی او په انقره او دوحه کې یې له یوشمېر افغان ښځو او نارینه‌و سره د پخوانیو ډیپلوماتانو او د پوهنتونونو د استادانو په شمول د افغانستان د بشري وضعیت په اړه خبرې کړې دي.

د ملګروملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ دفتر د افغانستان اوسنی بشري وضعیت ته ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

دې ادارې د سپتمبر په درېیمه د افغانستان پر بشري وضعیت یو راپور ورکړی و او تمه ده چې د دوشنبې د ورځې غونډې ته دا راپور وړاندې شي.

د افغانستان فوټسال ملي لوبډله نن له تایلنډ سره سیالي کوي

د افغانستان فوټسال ملي لوبډله.
د افغانستان فوټسال ملي لوبډله.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به نن جمعه د سپټمبر میاشتې په ۶مه نېټه د لویو وچو جام په لوبو کې د کوربه تایلنډ پر وړاندې خپله وروستۍ سیالي ترسره کړي.

د فوټبال فدراسیون د خبر پر اساس، یاده سیالي به د کابل پر وخت تر غرمې وروسته دوه بجې پیل شي.

که افغانستان دغه سیالي وګټي، نو د لویو وچو جام به هم وګټي.

د یادو سیالیو په ترڅ کې افغانستان ګواټیمالا او نیوزیلنډ ته ماتې ورکړې وې، خو له کوېټ یې سیالي بایللې وه.

د دې سیالیو موخه د فوټسال د راتلونکي نړیوال جام لپاره چمتوالی ښودل شوی دی چې د روانې سپټمبر میاشتې په نیمايي کې به د ازبکستان په کوربه‌توب پیل شي.

عباس کریمي په پارالمپیک کې دويم ځل لپاره د سپینو زرو مډال وګاټه

عباس کریمي په پارالمپیک کې د سپینو زرو مډال وګاټه.
عباس کریمي په پارالمپیک کې د سپینو زرو مډال وګاټه.

د پاریس د پارالمپیک په سیالیو کې افغان معلول لوبغاړي عباس کریمي د دویم ځل لپاره د سپینو زرو مډال وګاټه.

د پنج‌شنبې په ورځ د سپټمبر میاشتې په ۵مه نېټه ښاغلي کریمي د ۲۰۰ مټرو د لامبو وهلو په ګروپي سیالیو کې ګډون کړی و، چې د دویم مقام په ګټلو سره یې د سپینو زرو مډال وګاټه.

د لامبو وهلو په‌دې سیالیو کې د چین لوبغاړو اول مقام وګاټه او اوکراین درېیم مقام ته ورسېد.

دغه راز عباس کریمي تېره جمعه د لامبو وهلو په یوې بلې ډله‌ییزې سیالۍ کې هم د سپینو زرو مډال ګټلی و.

د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې د نسبتاً تېزو بادونو او خاورو د بادېدو اټکل شوی

ارشيف
ارشيف

د افغانستان د هواپېژندنې ریاست سبا او بل سبا د افغانستان په زیاتو برخو کې د نسبتاً تېزو بادونو، خاورو او دوړو اټکل کړی دی.

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت د هواپېژندنې ریاست پرون په یوه اطلاعیه کې ویلي، د سالنګونو په ګډون د شمال ختیځو، شمالي، لوېدیځو، جنوبي، ختیځو او مرکزي ولایتونو په بېلابېلو برخو کې به د بادونو سرعت په یوه ساعت کې له ۵۰ تر ۸۰ کیلومترو پورې وي.

د غويي میاشتې له نیمايي د افغانستان تر نیمايي زیاته برخه د سختو اورښتونو، سېلابونو او نورو طبیعي افتونو له کبله خلکو ته د سر او مال درانه زیانونه واوښتل.

اوچا: افغانستان کې له هرو دوو کسانو يې يو بې‌وزله دی

يوشمېر بې‌وزله مېرمنې او ماشومان
يوشمېر بې‌وزله مېرمنې او ماشومان

د ملګروملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره (اوچا) وايي بې‌وزلۍ په افغانستان کې له هرو دوو کسانو یو تن اغېزمن کړی دی.

دغې ادارې پرون پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، په افغانستان کې اتیا فیصده کورنۍ په‌داسې حالت کې ژوند کوي چې د کورنۍ د هر غړي پر سر تر یوه ډالر کم عواید لري.

د اوچا په وینا، د روان میلادي کال یوازې څلور میاشتې پاتې دي او د افغانستان لپاره د ۲۰۲۴م کال د بشري غبرګون د پلان یوازې ۲۵ فیصده یې تمویل شوی دی.

د ملګروملتونو دغې ادارې لیکلي، په افغانستان کې د ژوند ژغورونکو مرستو د دوام لپاره اضافي ملاتړ ته اړتیا ده.

ملګروملتونو ویلي، روان میلادي کال په افغانستان کې ۲۳ ملیونه او ۷ لکه کسان، چې د دغه هېواد د وګړو څه باندې نیمايي برخه جوړوي، بشري مرستو ته اړتیا لري.

يو لوړپوړي طالب چارواکي د جرمني او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو هيله کړې

ارشيف
ارشيف

د طالبانو یوه لوړ رتبه چارواکي پرون ویلي، چې دوی هیله‌من دي د جرمني له حکومت سره مخامخ خبرې وکړي.

دا په‌داسې حال کې جرمني تېره اوونۍ ۲۸ افغانان چې په بېلابېلو جرمونو تورن وو، افغانستان ته اخراج کړل.

د طالبانو دغه چارواکي، چې په راپور کې یې نوم نه‌دی اخیستل شوی، د جرمني خبري اژانس ته ویلي، دا د دواړو هېوادونو د ولسونو او حکومتونو په ګټه ده، چې خپلې تاریخي اړیکې بیا پیل کړي او ژمن پاتې شي.

جرمني له طالبانو سره، چې د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو له حقونو په سرغړونه تورن دي، ډیپلوماټیکې اړیکې نه‌لري.

د جرمني په منهایم ښار کې د یوه افغان وګړي له‌خوا په چړې د یوه جرمن پولیس تر وژل کېدو وروسته افغانستان ته د افغان پناه غوښتونکو د ایستلو موضوع ډېر بحثونه پارولي دي.

امنيت شورا: د تروريزم ټولې بڼې افغانستان او نړۍ ته يو ګواښ دی

د امنيت شورا تالار
د امنيت شورا تالار

د ملګروملتونو امنیت شورا په کابل کې د تېرې دوشنبې حمله، تروریستي پېښه ګڼلې او په کلکو ټکو یې غندلې ده.

د امنیت شورا د تېر ماښام د خپرې کړې خبرپاڼې له‌مخې دغه حمله چې د داعش ډلې له‌خوا شوې له کبله یې ګڼو کسانو ته مرګ‌ژوبله واوښته.

د امنیت شورا غړو هېوادونو په‌دې اعلامیه کې ټینګار کړی، چې د ټروریزم ټولې بڼې، د افغانستان او نړۍ د سولې او امن په وړاندې تر ټولو جدي ګواښ دی.

تر دې مخکې د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بېنیت په کابل کې دغه ځانمرګی برید غندلی و او ویلې يې وو، هيڅ شی دا برید نه‌‌شي توجيه کولای.

دغه ځانمرګى بريد د دوشنبې په ورځ د لويې څارنوالۍ د پخوانۍ ودانۍ مخې ته چې اوس دغه ځاى د طالبانو د حکومت د مشر د حکمونو او فرمانونو د تعقيب رياست په نوم يادېږي، د کارکونکو د رخصتۍ پر مهال وشو.

طالبانو پېښه کې د ۶ کسانو د مړینې او ۱۳ د ټپي کېدو خبر ورکړی، خو ځینو راپورونو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۶ ښودل شوی دی.

د اسلامي‌ دولت ډلې یا داعش د خراسان ولایت څانګې د برید پړه منلې ده.

کرکټ؛ د نیوزیلینډ پر وړاندې یوازېنۍ ټېسټ سیالۍ ته د افغان ملي لوبډلې چمتووالی روان دی

ارشیف
ارشیف

ټاکل شوې ده چې روانه اوونۍ د افغانستان او نیوزیلینډ د کرکټ ملي لوبډلې په لومړي ځل په یوه ټېسټ لوبه کې سره مخ شي.

افغان کرکټ بورډ ویلي، یاده ټېسټ سیالي به د روانې سپټمبر میاشتې په ۹مه نېټه پیل او تر ۱۳مې نېټې به دوام وکړي.

د کرکټ بورډ په خبره، لوبډله یې له څو ورځو راهیسې د هندوستان په ګریټرنویډا لوبغالي کې په تمریناتي کمپ بوخته ده.

د یادې ټېسټ سیالۍ لپاره افغان کرکټ بورډ شل کسیزه لوبډله تمریناتي کمپ ته استولې او ویلي وو چې تر کمپ وروسته به یوازې ۱۵ لوبغاړي د لوبډلې برخوال وي.

بل لورته د نیوزیلینډ ملي لوبډله هم هندوستان ته رسېدلې او د لوبې لپاره یې خپل چمتووالی پیل کړی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د افغانستان د بشري حقونو وضعیت ډېر د اندېښنې وړ وباله

ارشیف: په افغانستان کې یو شمېر اړمنې مېرمنې
ارشیف: په افغانستان کې یو شمېر اړمنې مېرمنې

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د لوی کمېشنرۍ دفتر وایي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې ناوړه اقتصادي وضعیت او بشري اړتیاوو د دې هېواد وګړي نور هم بې‌وزله او ناامنه کړي، په دې هېواد کې د بشري حقونو وضعیت لا هم ډېر د اندېښنې وړ دی.

په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په دې راپور کې ویل شوي چې ښځې او نجونې له سختو محدودیتونو سره مخ شوي، مدني فضا او د رسنیو ازادي په جدي توګه محدوده شوې او د قانون حاکمیت او د بشري حقونو بنسټیزه ساتنه له نړیوالو نورمونو ډېره شاته پاتې ده.

دغه راپور داسې مهال خپرېږي چې ټاکل شوې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا راتلونکې اوونۍ د سپټمبر په نهمه په ۵۷مه غونډه کې په افغانستان کې د بشري حقونو روان وضعیت وارزوي.

د افغانستان لپاره د دې شورا له‌خوا ټاکل شوي ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ چې طالبانو پرې افغانستان ته د سفر بندیز لګولی، سیمې ته په وروستي سفر کې په ترکیه او قطر کې د افغانانو په ګډون له یو شمېر لورو سره په افغانستان کې د بشري حقونو د روان وضعیت په اړه خبرې کړې دي.

د یو شمېر هېوادونو پرتله په افغانستان کې د کولرا زیاتې پېښې ثبت شوي

ارشیف: په هلمند کې په کولرا اخته کسان تر درملنې لاندې دي.
ارشیف: په هلمند کې په کولرا اخته کسان تر درملنې لاندې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان یا "ډبلیوایچ‌او" افغانستان په منځني ختیځ او آسیا کې هغه هېواد بللی چې د کولرا تر ټولو ډېرې پېښې په‌کې ثبت شوي دي.

په نړۍ کې د کولرا په اړه د دې سازمان د ۲۰۲۳م کال په راپور کې په افغانستان کې د دغې ناروغۍ د پېښو د زیاتېدو او له امله یې د مړینو د زیاتوالي یادونه شوې او ویل شوي چې د سیمې په کچه په افغانستان کې د کولرا ۸۷ سلنه پېښې او له امله یې ۷۹ سلنه مړینې ثبت شوې دي.

ویل شوي چې تېر کال د کولرا د ناروغۍ له امله چې د علاج وړ ده، ۴۰۰۰ کسان مړه شوي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG