د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۸ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۰

افغانستان

د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو اټکل شوی

ارشیف: په لغمان کې بارانونو او سېلابونو خلکو ته زیانونه اړولي دي.
ارشیف: په لغمان کې بارانونو او سېلابونو خلکو ته زیانونه اړولي دي.

د هواپېژندنې ریاست د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو اټکل کړی دی.

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ریاست پرون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په بدخشان، تخار، بغلان، نورستان، پنجشېر، کونړ، لغمان، کاپیسا، ننګرهار، کابل، پکتیا او خوست ولایتونو کې نن جمعه او سبا شنبه د سختو بارانونو، سېلاب او تالندې برښنا اټکل شوی دی.

وړاندې ویل شوي چې په بېلابېلو سیمو کې به د باران اندازه له ۱۵ تر ۴۰ ملي مترو پورې وي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په شمالي، لوېدیځو، جنوبي، ختیځو او مرکزي سیمو کې به د سالنګونو په ګډون سخت بادونه وي چې سرعت به یې په بېلابېلو سیمو کې له ۱۵ تر ۹۰ کیلومترو پورې وي.

د غويي یا ثور میاشتې له وروستیو د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې سخت اورښتونه او سېلابونه وو چې د مالي زیانونو تر څنګ یې سلګونو کسانو ته مرګ‌ژوبله واړوله.

د بخښنې نړیوال سازمان د طالبانو له بنده د احمد فهیم عظیمي د خوشې کېدو خبر ورکړ

احمد فهیم عظيمي
احمد فهیم عظيمي

د بخښنې نړیوال سازمان په ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې نن د زده کړو د فعال احمد فهیم عظیمي د خوشې کېدو خبر ورکړ.

طالبانو، عظیمي پروسږ کال د اکټوبر په ۱۷مه په کابل کې نیولی و.

د بخښني نړیوال سازمان دا هم ویلي چې عظیمي د ښځو او نجونو د زده کړو د دفاع په خاطر زنداني شوی و چې باید زندان ته نه وای لېږل شوی.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ډیکر له ډیکارلو او امیري سره د دوحې د ناستو په اړه خبرې کړي

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافېره کرن ډیکر
د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافېره کرن ډیکر

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافېره کرن ډیکر وايي، واشنګټن ته تللې، څو د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیالې روزماري ډیکارلو او د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو په چارو کې د امریکا له ځانګړې استازې رینا امیري سره د دوحې د ناستو په اړه خبرې اترې وکړي.

اغلې ډیکر دا خبرې پرون چهارشنبې د سپټمبر ۲۵مه په یوه بیان کې کړي دي.

ډیکر ویلي، په یوې ناسته کې يې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال جان باس سره په افغانستان کې د زده‌کړو په اړه خبرې اترې کړي دي.

د هغې په خبره: "زده‌کړه د انسانانو بشري حق دی، خو اوسمهال د افغانستان نیم وګړي له دې حقه محروم دي."

د ۲۰۲۱م په اګست کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې، له شپږم ټولګیو پورته ښوونځیو ته د نجونو پر تګ بندیز لګول شوی او د ۲۰۲۲م کال په ډسمبر کې نجونې له پوهنتوني زده‌کړو هم راوګرځول شوي دي.

ډبلیوایف‌پي: په افغانستان کې د خوارځواکه میندو او ماشومانو شمېر دوه برابره شوی

ارشیف: د کابل یوه روغتون کې په خوارځواکۍ اخته ماشوم تر درملنې لاندې دی.
ارشیف: د کابل یوه روغتون کې په خوارځواکۍ اخته ماشوم تر درملنې لاندې دی.

د خوړو نړیوال پروګرام وایي، د افغانستان په ځینو کلینیکونو کې د خوارځواکه میندو او ماشومانو شمېر دوه برابره شوی دی.

د ملګرو ملتونو دې موسسې په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې پرون ولیکل چې د مرستو کمېدل د خوارځواکۍ د ډېرېدو سبب کېږي.

د خوړو نړیوال پروګرام زیاتوي چې د دوی د بودیجې د کمېدو له امله په تېر یوه کال کې لږ تر لږه لس میلیونه افغانانو خوراکي مرستې نه دي ترلاسه کړي چې اکثر یې ښځې او ماشومان دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې یا یونېسف د یکشنبې په ورځ ویلي وو چې تر درې لکه درې څلوېښت زرو ډېر ماشومان په افغانستان کې د خوارځواکۍ له امله بستر شوې دي.

اروپایي ټولنې له افغانانو سره د ۱۴۶ میلیونه یورو مرستې اعلان وکړ

د اروپايي ټولنې بیرغ
د اروپايي ټولنې بیرغ

د نړیوال مشارکت لپاره د اروپایي ټولنې کمېشنرې یوتا اورپیلانین له افغانانو سره د ۱۴۶ میلیونه یورو نوې مرستې اعلان وکړ.

اغلې اورپیلانین په یوه بیان کې چې په نیویارک کې یې پرون د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ ترڅنګ خپور کړ د دې مرستې په اړه وویل چې په ځانګړې ډول ښځو، ماشومانو، کورنیو بې‌ځایه شویو، کډوالو، لږکیو او بېرته خپل هېواد ته ستنېدونکو افغانانو ته بېله شوې ده.

اروپایي ټولنې ویلي چې دا مرسته به د افغانانو اړتیاو ته په اوسني وخت کې، چې د ښځو او نجونو حقونه تر پښو لاندې کېږي، تر یوه بریده ځواب ووایي.

میرمن اورپيلانین زیاته کړه چې اروپایي ټولنه د افغانانو ملاتړ کوي او که د طالبانو حکومت د ښځو او نجونو ازادۍ هرڅومره محدودوي هلته د اروپایي تولنې او نړیوالې ټولنې حضور ته ضرورت زیاتېږي.

هغې ټینګار وکړ چې ښځې به د دغو مرستو په پلان او تطبیق کې د پام وړ ونډه ولري.

اروپایي ټولنې له ۲۰۲۱م کال راهیسې تراوسه ۹۰۳ میلیونه یورو له افغانانو سره مرسته کړې چې ۷۴۳ میلیونه یورو یې بشري مرستې دي.

طالبانو په بریکس اقتصادي تړون کې د غړیتوب غوښتنه کړې

د طالبانو بیرغ
د طالبانو بیرغ

طالبانو د بریکس له اقتصادي تړون څخه غوښتي چې د دوی حکومت ته غړیتوب ورکړي.

فرانس پرېس اژانس د طالبانو د مرستیال ویاند حمدالله فطرت په وینا پرون خبر ورکړ چې وایي، د روسیې، هند او چین په څېر د نړۍ ځواکمن اقتصادي هېوادونه د بریکس غړي دي چې اوس دوی له دغو هېوادونو سره ښې اړیکې لري او لېواله دي څو خپلې اړیکې ورسره پراخې کړي.

د طالبانو باختر اژانس خبر ورکړی چې د دوی حکومت غواړي چې د بریکس تړون غړیتوب ترلاسه کړي.

د بریکس تړون دوه ورځنۍ سرمشریزه د اکټوبر په ۲۲مه د روسیې په کازان ښار کې جوړېږي.

فرانس پرېس اژانس ته د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت یوه ویاند ویلي چې تراوسه طالبانو ته د بریکس په دې سرمشریزه کې د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې.

د بریکس تړون په ۲۰۰۹م کال کې روسیې، هند، چین او برازیل تاسیس کړ، یو کال وروسته جنوبي افریقا ورسره یوځای شوه.

سعودي عربستان، مصر، متحده عربي امارات او ایران هم لېواله دي چې د دې تړون غړي شي.

د فوټسال نړیوال جام؛ افغانستان له پاراګوای ماتې وخوړه

د افغانستان فوټسال ملي لوبډله
د افغانستان فوټسال ملي لوبډله

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د نړیوال جام د شپاړلس غوره لوبډلو په پړاو کې له پاراګوای څخه ۳ـ۱ ماتې وخوړه.

دغه سیالي چې نن چهارشنبه د سپټمبر میاشتې په ۲۵مه نېټه د ازبکستان په کوربتوب د کابل پر وخت ماښام ۷:۳۰ نیمې بجې پیل شوې وه، د لوبې په لومړۍ نیمايي کې افغانستان یو ګول وهلی و، خو پاراګوی هېڅ ګول نه و وهلی.

د لوبې تر ټاکلي وخته پورې پاراګوای هم یو ګول ترسره کړ او په دې سره لوبه تر ټاکلي وخته ۱ـ۱ مساوي روانه وه.

د پاراګوای لوبډلې په ورکړل شوي اضافي وخت کې دوه نور ګولونه هم ترسره کړل او په دې سره یې د کوارټرفاینل پړاو ته لار پيدا کړه.

افغانستان د دې سیالۍ په بایللو سره په نړیوال جام کې له مخکې تګ پاتې شو.

دا لومړی ځل و چې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله په نړیوال جام کې لوبېږي او په خپلې لومړۍ لوبه کې یې خپل سیال مات کړی و.

افغان لوبډلې په ګروپي پړاو کې درې سیالۍ وکړې چې دوه یې وبایللې او یوه یې وګټله او د شپاړلس غوره لوبډله په پړاو کې یې تر ماتې خوړلو وروسته خپل سفر هم پای ته ورساوه.

د تهران په شهریار کې د یو شمېر ښځو تر فزیکي‌ شخړې وروسته دوه افغان مېرمنې نیول شوي

ارشیف: د ایران یوه څنډه کې پولیس د پلټلو پر مهال
ارشیف: د ایران یوه څنډه کې پولیس د پلټلو پر مهال

د ایران امنیتي چارواکي وايي، د تهران په شهریار ولسوالۍ کې یې د یو شمېر ښځو تر فزیکي‌ شخړې وروسته دوه افغان مېرمنې نیولي دي.

د ایران تسنیم خبري اژانس د شهریار ولسوالۍ د پولیسو د مشر پیمان فتاحي له قوله ویلي چې په فردوسي پارک کې درېیو افغان کډوالو لومړی له یوې ایرانۍ ښځې سره لفظي شخړه کړې او بیا یې وهلې ده.

د فتاحي په وينا، د دې پېښې په تړاو دوه افغان مېرمنې هم نيول شوې دي.

هغه زياته کړه چې شخړه د ماشومانو د لوبې پر سر راپورته شوې ده.

ویل شوي چې د پېښې په اړه پلټنې پيل شوي او تر بشپړېدو وروسته به قضیه عدلي او قضایي ادارو ته وسپارل شي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په ایران کې د افغان کډوالو د ځورونې د زیاتوالي راپورونه ورکړل شوي دي.

ایراني چارواکو ویلي چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې به شاوخوا دوه میلیونه بې اسناده افغان کډوال له دغه هېواده وباسي.

راشدخان او رحمن‌الله ګربز د یو ورځنیو لوبغاړو په درجه بندي کې پرمختګ کړی

افغان لوبغاړی رحمن‌الله ګربز له سویلي افریقا سره د مخکېنې لوبې پر مهال
افغان لوبغاړی رحمن‌الله ګربز له سویلي افریقا سره د مخکېنې لوبې پر مهال

د افغانستان د کرکټ دوو لوبغاړو راشدخان او رحمن‌الله ګربز د کرکټ نړیوالې شورا د یو ورځنیو لوبغاړو په تازه اعلان شوې درجه بندۍ کې پرمختګ کړی دی.

د افغان کرکټ بورډ د رسنیزې څانګې په خبر کې ویل شوي، د سويلي افریقا پر وړاندې د ترسره شوې لوبلړۍ تر پایلې وروسته راشدخان د توپ اچونکو او رحمن‌الله ګربز د توپوهونکو په لیکه کې مخکې تګ کړی دی.

خبر زیاتوي، راشدخان د یو ورځنیو توپ اچونکو په ډله کې درېیم او ګربز بیا د توپوهونکو په ډله کې اتم مقام ترلاسه کړی دی.

د ویلو ده چې تر دې وړاندې راشدخان د یو ورځنیو او شل اوریزو توپ اچونکو په درجه بندیو کې څو څو وار لومړي مقامونه هم ګټلي وو.

طالبانو سرغړونې؛ جرمني، استرالیا، کاناډا او هالنډ یې د څېړلو لپاره د عدالت نړیوالې محکمې ته د تللو ګواښ وکړ

د عدالت نړیواله محکمه
د عدالت نړیواله محکمه

جرمني، استرالیا، کاناډا او هالنډ طالبانو ته ګواښ کړی چې د هغو سرغړونو په خاطر به چې دوی په افغانستان کې د ښځو له حقونو څخه ترسره کړي، د عدالت نړیوالې محکمې له لارې به یې پر وړاندې اقدام وشي.

د هغې ګډې اعلامیې په مسوده کې چې دغو څلورو هېوادونو ترتیب کړې، طالبان رسماٌ مسول بلل شوي چې د ښځو د حقونو په اړه هغه مسوولیت پرځای کړي چې د ښځو پر وړاندې د تبعیض د ټولو بڼو د له منځه وړلو په کنوانسیون کې یې یادونه شوې ده.

د جرمني خبري آژانس د راپور له مخې، د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې اننا لینا بایربوک ویلي، په پام کې لري چې نن چهارشنبې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د غونډې ترڅنګ د استرالیا، کاناډا او هالنډ له بهرنیو چارو وزیرانو سره وګوري.

د ګډې اعلامیې په مسوده کې چې یوه کاپي یې دې آژانس ترلاسه کړې، دغو څلورو واړو هېوادونو د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې له بشري حقونو څخه پراخې سیستماتیکې سرغړونې او تېري غندلي.

دغو هېوادونو ویلي چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ورځ تر بلې خراب شوی او زیاتوي چې په دې هېواد کې ښځې او نجونې د دې مستحقې دي چې د بشړو بشري حقونو درناوی یې وشي.

دې هېوادونو همدارنګه خبرداری ورکړی چې که وضعیت بدل نه‌شي، دا موضوع به د څېړنې لپاره د عدالت نړیوالې محکمې ته وړاندې شي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG