افغانستان
اوچا: راتلونکي کال په افغانستان کې نژدې ۲۲ ملیونه کسان بشري مرستو ته اړتیالري
د ملګروملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره اوچا وایي، راتلونکي ۲۰۲۶ کال په افغانستان کې نژدې ۲۲ ملیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.
اوچا پرون دوشنبې په افغانستان د بشري اړتیاوو او ورته د رسیدګي پلان خپورکړې او ویلي یې دي چې د بشري چارو شریکان څه باندې ۱،۷ ملیارډ ډالرو ته اړتیا لري چې اولس نیم ملیونه اړو کسانو ته مرستې ورسوي. اوچا همدارنګه په یوه بل بیان کې د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره د ډنمارک د څه باندې څلورنیم ملیون ډالرو د مرستې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دغه مرستې به مرستندویه کارکونکو ته دا وړتیاوې ور په برخه کړي چې اړو کسانو ته د ژوند ژغورنې بیړنۍ مرستې ورسوي.
په خیبرپښتونخوا کې د وسله والو په تازه برید کې ۶ سرتیري وژل شوي دي
په خېبر پښتونخوا کې پر يوې امنيتي پوستې د وسله والو په پرید کې ۶ سرتیري وژل شوي دي.
د رويټرز خبري آژانس د راپور له مخې، درو امنيتي سرچينو ويلي چې وسله والو تېره شپه د کُرمې په سيمه کې پر يوې امنيتي پوستې بريد کړی دی.
تر اوسه چا یا کومې ډلې د دې بريد مسئوليت نه دی منلی خو په سیمه کې ترډیره د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي ډله فعاله ده. هغه ډله چې اسلام آباد ادعاکوي له افغانستانه څخه په پاکستان کې بریدونه تنظموي خو د طالبانو حکومت دا تور ردوي او وايي هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې پرنورو بریدونه وکړي او ټینګارکوي چې پاکستان دې د خپل امنیت غم په خپله وخوري.
دوه افغان ځوانان په بریټانیا کې په یوې ۱۵ کلنې نجلۍ د جنسي تیري لپاره په اوږده بند محکوم شول
څارنوالانو د دوشنبې په ورځ د وارویک کراؤن محکمې ته وویل چې د جان جهانزیب او اسرار نیازي په نوم دغو دوو تنکیو ځوانانو تېره مې میاشت یوه ۱۵ کلنه نجلۍ په یوه پارک کې لومړی له خپلو ملګرو جلا کړې او بیا یې پرې تیری کړی دی.
په محکمه کې هغه ویډیو هم خپره شوې چې دې نجلۍ په خپل مبایل کې اخیستې وه او په هغې کې د مرستې غوښتنه کوي او له هلکانو غواړي چې خوشې یې کړي.
دې نجلۍ محکمې ته ویلي چې تر هغې پېښې وروسته یې شخصیت ډېر بدل شوی.
جهانزیب، چې د راتلونکي کال په پیل کې ۱۸ کلن کیږي، په ۱۰ کاله او اته میاشتې بند محکوم شوی او اسرار نیازی په نهه کاله او لس میاشتې بند محکوم شوی دی.
دوی دواړه تېر کال بریټانیا ته تللي وو.
محکمې ټینګار کړی چې دا هلکان به د خپلو سزاوو تر لیدلو وروسته له بریټانیا وایستل شي.
ملګري ملتونه: د افغان ښځو په مشرۍ ادارو او سازمانونو رول د ښځو او نجونو د ملاترلپاره ډیرمهم دی
ملګري ملتونه وایي، د افغان ښځو په مشرۍ سازمانونه او ادارې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د ملاتړ د سیسټم د ملا تیرګنل کیږي او موږ نشي کولی چې د دوی مخکښ مشرتابه له لاسه ورکړو. د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د ښځو څانګې پرون یکشنبې پرخپله ایکسپاڼه دغه څرګندونې د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي د له مینځه وړلو ۱۶ ورځني کمپاین ته په اشاره کړې چې د نومبرمیاشتې په ۲۵ پیل شوی دی.
د ملګروملتونو د ښځو څانګې د نړیوالو مرستو کمیدو ته په اشاره لیکلي چې له ډیری دغو سازمانونواو بنسټونو سره مرستې زښتې زیاتې کمې شوي او هغوی یې اوس اړکړي چې هغه ښځې هم له دندو ګوښه کړي چې تراوسه پورې یې د مرستو بهیرجاري ساتلی.
د دې ادارې په خبره د مرستو د کمیدو له امله د ښځو په مشرۍ د هرو لسو ادارو او سازمانونو له ډلې څلوریې دې ته اړشوي چې خپل ښځینه پرسونل دیرش سلنه کم کړي.
ملګري ملتونه: افغانستان کې بېوزلي او خوارځواکي زیاته شوې او ژمي کې به وضعه لا پسې خرابه شي
د ملګرو ملتونو د خوړو د نړیوال پروګرام یا ډبلیو اف پي مرستیال اجرایوي رییس کارل سکاو وايي په افغانستان کې بیوزلي او خوارځواکي زیاته شوې، او وضعیت به د ژمي په میاشتو کې نور هم خراب شي.
هغه په دوحه کې له الجزیرې ټلویزیون سره په مرکه کې دا خبره کړې.
د ښاغلپ سکاو په خبره د خوړو نړیوال پروګرام نږدې نیمایي مرستې کمې شوي، چې ورسره د افغانستان په څیر هیوادونو کې د دوی فعالیتونه سخت اغېزمن شوي.
پخوا به ډبیلو اف پي افغانستان کې لسو میلیونو کسانو سره مرستې کولې خو د بودیجې د کمېدو په سبب دمګړۍ یواځې دوو میلیونو خلکو ته مرستې رسولی شي.
د دوحې فورم په څنډه کې په افغانستان، سوریه او افریقا کې له داعش سره پر روانې مبارزې خبرې شوي
د قطر د بهرنیو چارو وزارت وایي، ځانګړي استازي یې د دوحې فورم په څنډه کې په افغانستان، سوریه او افریقا کې له اسلامي دولت ډلې/داعش سره پر روانې مبارزې خبرې کړي.
دغه وزارت پرون یکشنبه یوه خبرپاڼه کې ویلي چې فیصل بن عبدالله ال حنزاب دا خبرې د همدغو هېوادونو له استازو سره په جلا جلا کتنو کې کړې دي.
خبرپاڼه کې د داعش د اوسني ګواښ او دا چې له دغې ډلې سره مبارزه څه ډول روانه ده، معلومات نه دي ورکړل شوي.
فرانسوي څیړونکو او چارواکو د تیرې نومبر میاشتې په دیارلسمه وویل، داعش اوسمهال په افغانستان، منځني ختیځ او افریقا کې فعالیت لري چې پخوا ته په کتو کمزوری شوی دی.
دوی دا څرګندونې د پاریس د خونړي برید په لسمه کلیزه کې وکړې، هغه برید کې چې د داعش څو وسله والو او ځانمرګو بریدګرو ۱۳۰ تنه ووژل.
جرمن میشتو افغان فعالانو ملي ډیالوګ د افغانستان د اوسنیو ستونزو د حل لاره وبلله
د جرمني په فرانکفورت ښار کې لسګونه افغان فعالانو او ځوانانو په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه غونډه وکړه او ملي ډیالوګ یې یوه جدي اړتیا وبلله.
د افغان ښځو د کار، زده کړو او ټولنیز ګډون له حق څخه دفاع د دوی د بحثونو د سر موضوع وه.
د " ملي مرکې " تر عنوان لاندې دغه غونډه د دسمبر په شپږمه جوړه شوې وه، خو خبرپاڼه یې پرون ماښام ازادي راډیو ته رسېدلې ده.
د دوی د خبرپاڼې له مخې " تر هغو چې د افغانانو بېلابیل نظرونه او غږونه وانه وریدل شي " افغانستان ثبات او ښې راتلونکې ته نه شي رسیدلی.
طالبانو واک ته له رسېدو وروسته پر ښځو د تعلیم، کار او سفر په ګډون بېلابېل بندیزونه لګولي چې وخت ناوخت یې نړیوال بنسټونه او افغان فعالان په اړه اندیښنې څرګندوي.
په ګوا کې د یوه نایټ کلب دننه اورلګېدنې ۲۵ تنه مړه کړي
د هند په ساحلي ښار ګوا کې د یوه نایټ کلب دننه اورلګېدنې ۲۵ تنه مړه کړي دي.
د ګوا اعلی وزیر پرامود ساونت نن یکشنبه ( د لیندۍ ۱۶مه) ویلي چې درې-څلور بهرني سیلانیان هم قربانیانو کې شامل دي، خو د هویت په اړه یې معلومات ورنه کړل.
د لومړنیو معلوماتو له مخې، اورلګېدنه د همدغه کلب په پخلنځي کې د ګازو د یوې ډبې د چاودنې له کبله شوې ده.
د ښاغلي ساونت په خبره درې تنه د اور د لمبو او پاته نورو د اکسیجن د کموالي له کبله مړه شوي دي.
د بشري حقونو له نړیوالې ورځې سره همهاله، ملګري ملتونه د افغانستان پر وضعیت غونډه کوي
ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا را روانه چهارشنبه ( د لیندۍ ۱۹) د افغانستان په اړه غونډه جوړه کړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت ( یوناما) نن یکشنبه پر خپله ایکس پاڼه دغه خبر خپور کړی دی، خو جزییات یې نه دي ورکړي.
په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په انګړ کې دغه غونډه د بشري حقونو له نړیوالې ورځې سره همهاله ترسره کیږي.
ملګري ملتونه وایي، د طالبانو په څه باندې څلور کلنه واکمنۍ کې د افغانانو په ځانګړې توګه ښځو او نجونو بشري حقونه په پراخه کچه تر پښو لاندې شوي دي.
طالبان بیا د بشري حقونو په اړه اندیښنې بې ځایه بولي او وایي، پر ښځو لګول شوي بندیزونه شرعي او دودیز بنسټ لري.
د دوی له دې استدلال سره بیا د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان او ګڼ شمېر افغانان یوه خوله نه دي.
ملګري ملتونه: کارځایونو ته د ښځینه کارکوونکو پر تګ بندیز، ژوند ژغورونکي خدمتونه متاثره کړي
ملګري ملتونه وایي، په افغانستان کې کارځایونو ته د دوی د ښځینه کارکوونکو پر ورتګ د طالبانو د بندیز ټیک درې میاشتې پوره شوې.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې نن یکشنبه ( د لیندۍ ۱۶) یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه بندیز د خېر ښیګڼې چارې متاثره کړي او په وینا یې، هر څومره چې اوږدیږي، په همغې اندازې ژوند ژغورونکي خدمتونه له خطر سره مخ کوي.
دوی ویلي چې افغان ښځینه کارکوونکو یې دې موده کې د کورونو او ټولنو له لارې د خیر ښیګڼې هڅو له هغې ډلې د زلزله ځپلو او پاکستان او ایرانه د راستنو شویو ملاتړ ته دوام ورکړی دی.
ملګري ملتونه ټینګار کوي چې دوی اړمنو افغان ښځو او نجونو ته هغه وخت په خوندي ډول خدمتونه کولای شي چې ښځینه کارکوونکې یې د ازاد فعالیت اجازه ولري.
دوی یوځل بیا د طالبانو له حکومته غوښتي چې کارځایونو ته د دوی د ښځینه کارکوونکو پر ورتګ لګول شوی دغه بندیز لرې کړي، خو د طالبانو حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي.
وړاندې تر دې رسنیو د طالب چارواکو په حواله ویلي، دا بندیز د دوی د مشر د هغه فرمان یوه برخه ده چې له مخې یې د ملګرو ملتونو په ګډون په ټولو کورنیو او نړیوالو موسسو کې د ښځو ګډون منع شوی دی.