افغانستان
فوټبال؛ نپیال افغانستان ته ماتې ورکړه
د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې له نیپال څخه دوه د صفر پر وړاندې ماتې وخوړه.
دا لوبه پرون د نومبر۱۶مه د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې د درې اړخیزه دوستانه ټورنمنټ په لړ کې ترسره شوه.
د افغانستان راتلونکې لوبه له کوربه تاجکستان سره ده.
دا لوبه به سبا دوشنبې د افغانستان په وخت پنځه نیمې بجې د دوشنبې په مرکزي لوبغالي کې ترسره شي.
طالبانو دوه کسان د یو خرس د ښکار په تور نیولي
د طالبانو امنیتي سرتېرو دوه کسان د یو خرس د ښکار په تور نیولي دي.
د بدخشان د چاپېریال ساتنې د ادارې رییس فیضالرحمن ابراهیمي پرون د نومبر۱۶مه رسنیو ته ویلي، دا دوه تنه يې په "شکي" ولسوالۍ کې د هغه قهويي خرس د ښکار په تور نیولي، چې څو ورځې وړاندې ښکار شوی و.
بل پلو په نیمروز ولایت کې د طالبان د چاپېریال ساتنې ادارې پرون ویلي، ایران ته يې د ۳۵ نادرو مرغانو د قاچاق مخه نیولې ده.
که څه هم طالب چارواکي د چاپېریال ساتنې او وحشي حیواناتو د ساتنې خبر ورکوي، خو وخت ناوخته د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د ناقانونه ښکار او له چاپېریال سره د ناوړه چلند راپورونه ورکول کېږي.
په پکتیا کې د اوبو رسونې دوه شبکې جوړې شوي
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق یا یونېسف په مرسته په پکتیا ولایت کې د اوبو رسونې دوه شبکې جوړې شوي دي.
د طالبانو تر واک لاندې ملي راډیو تلوېزیون پرون د نومبر ۱۶مه پر خپلې ایکسپاڼې یا پخواني ټویټر ویلي، د اوبو دا شبکې د څه باندې ۵ میلیونو افغانیو په ارزښت د پکتیا په برمل او شکین ولسوالیو کې جوړې او ګټې اخیستې ته سپارل شوي دي.
بل پلو د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس پرون پر خپلې ایکسپاڼې ویلي، د جوزجان په قوشتېپې ولسوالۍ کې د نژدې درېیو میلیونو افغانیو په ارزښت یو ښوونځی جوړ او ګټې اخیستې ته سپارلی دی.
باختر وړاندې وايي، دغه ښوونځی د یوه خیرته بنسټ او د سیمې د خلکو په همکاري جوړ شوی دی.
طالبانو د افغانستان د ملي نوښتونو د نندارتون د پرانیستلو خبر ورکړ
د طالبانو تر واک لاندې د تعلیماتو تخنیکي او مسلکي اداره وايي، نن د نومبر ۱۷مه د کابل په بادام باغ کې د افغانستان د ملي نوښتونو نندارتون پرانیستل شوی دی.
د دې ادارې په خبره، دا نندارتون چې څلور ورځې به دوام وکړي، د تعلیماتو د تخنیکي او مسلکي ادارې د محصلینو پروژې او نوښتونه په کې نندارې ته وړاندې شي.
د دې ادارې په خبره، نندارتون د ټولو هېوادوالو پر مخ خلاص دی او کولی شي چې له دې نوښتونو لیدنه وکړي.
څلور ورځې وړاندې د کابل ښاروالۍ د "کابل نوي انځور" په نوم یو نندارتون جوړ کړی و چې په کې د کابل ښاروالۍ د ۱۲۰ مهمو پروژو انځورونه نندارې ته وړاندې شوي وو.
نیپال د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې ته په دوو ګولونو ماتې ورکړه
دا لوبه نن د تاجکستان، افغانستان او نیپال د لوبډلو ترمنځ د درې اړخیزې سیالۍ په ترڅ کې په پلازمېنې دوشنبه کې ترسره شوه.
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې مشرروزونکی عثمان توشیف چې د ازبکستان تبعه دی، نن د لومړي ځل لپاره په یوې نړیوالې سیالۍ کې دا ملي لوبډله رهبري کوله.
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله به د سهشنبې په ورځ د لړم په ۲۹مه نېټه په همدې لوبغالي کې د کوربه هېواد تاجکستان له لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته ووځي.
د "ملي مقاومت" جبهې کابل کې د درې طالبانو د وژنې ادعا کړې
د طالبانو یوې مخالفې ډلې د ملي مقاومت په نوم جبهې ادعا کړې، چې په کابل کې یې وسلهوالو په یوه حمله کې ۳ طالب وسلهوال وژلي دي.
دغې جبهې په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې چې، دا حمله تېر ماښام د کابل په اتمه حوزه کې د طالبانو پر ګرځنده چک پاینټ شوې، چې د ۳ طالبانو د وژل کېدو تر څنګ ۲ نور ټپیان شوي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د ملي مقاومت جبهې غړو ته په حمله کې زیان نهدی اوښتی.
دا ادعا د خپلواکو سرچینو لهخوا تایید شوې نهده.
له پاکستان او ایران څخه افغانستان ته د ۱۶۹ کورنیو د ستنېدو خبر ورکړل شوی دی
باختر خبري اژانس چې د طالبانو په کنټرول کې دی نن خبر ورکړی، چې "پرون د تورخم له لارې ۳۸ کورنۍ، د کندهار د سپینبولدک له لارې ۲۲، د نيمروز د ورېښمو پله له لارې ۴۶ او د هرات د اسلامکلا له لارې ۶۳ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي."
په دغه خبر کې نهدي ویل شوي، چې دغه کورنۍ په خپله خوښه که په جبري ډول افغانستان ته ایستل شوي دي.
پاکستان د ۲۰۲۳م کال د نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې د بېاسناده افغان کډوالو ډلهییز اخراج چټک کړی، ورسره له ایران او نورو هېوادونو هم د افغان کډوالو اخراج روان دی.
د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په وروستیو کې اعلان وکړ چې، لږ تر لږه ۳۲۵ تنه افغان کډوال له ترکیې اخراج او کابل ته استول شوي دي.
بدخشان کې د يو موټر نسکورېدو له امله ۶ کسان مړه شوي
د بدخشان د مرکز فیضاباد او بهارک ولسوالۍ ترمنځ د یوه موټر د نسکورېدو په پېښه کې لږ تر لږه ۶ کسان مړه شوي دي.
د بدخشان لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست ویلي د ټرافیکي پېښې په نتیجه کې یو مسافر وړونکی پاسو ډوله موټر کوکچې سیند ته نسکور شوی دی.
د سړکونو خرابوالی، د ټرافیکي اصولو نه رعایت او د چلوونکو بېاحتیاطي، په افغانستان کې د زیاتو ټرافیکي پېښو لوی لاملونه ګڼل کېږي.
د قطر او ترکيې مشرانو افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټينګار کړی
د قطر او ترکیې مشرانو په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو او په افغانستان کې د ثبات پر ملاتړ ټینګار وکړ.
د قطر امیر تمیم بن حمد آلثاني او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د دواړو هېوادونو ترمنځ د سټراتیژیکې عالي کمېټې د لسمې غونډې په پای کې په ګډه اعلامیه کې دا خبره کړې ده.
دغه غونډه د ترکیې په پلازمېنه انقره کې جوړه شوې وه، چې په هغې کې د افغانستان پر وضعیت هم خبرې شوې دي.
د ګډې اعلامیې لهمخې د قطر امیر او د ترکیې ولسمشر د افغانانو اساسي حقونو ته د درناوي پر اهمیت هم ټینګار کړی او له افغانستان سره یې د بشري مرستو د دوام غوښتنه کړې ده.
پر طالبانو چې په قطر کې یې لا هم سیاسي دفتر فعال دی انتقاد کېږي، چې د افغانانو پر اساسي ازادیو محدودیتونه لګوي، حکومت یې ټولګډونه نهدی او په ځانګړي ډول یې د ښځو او نجونو حقونه تر پښو لاندې کړې دي.
طالبانو ټینګار کړی، چې حکومت یې ټولګډونه دی او ښځو دغهراز نجونو ته یې د شریعت په چوکاټ کې حقونه ورکړي دي.
د افغانستان فوټبال ملي لوبډله نن شنبه د نیپال له لوبډلې سره سيالي لري
دا لوبه نن د کابل په وخت د مازیګر په پنځهنیمې بجې د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې د جمهوریت په مرکزي لوبغالي کې پیلیږي.
دغه سيالۍ د هغه درې اړخيز دوستانه جام په چوکاټ کې ترسره کېږي، چې د افغانستان، تاجکستان او نيپال د فوټبال ملي لوبډلې پهکې برخه لري.
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې مشرروزونکی عثمان توشیف به چې د ازبکستان تبعه دی، نن د لومړي ځل لپاره په یوې نړیوالې سیالۍ کې دا ملي لوبډله رهبري کوي.
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله به د سهشنبې په ورځ د لړم په ۲۹مه نېټه په همدې لوبغالي کې د کوربه هېواد تاجکستان له لوبډلې سره د سیالۍ ډګرته ووځي.