افغانستان
د هواپېژندنې ادارې نن او سبا په ۱۳ ولايتونو کې د تېزو ورښتونو اټکل کړی
د هواپېژندنې ریاست نن جمعه او سبا شنبه د افغانستان په ۱۳ ولایتونو کې د تېز باران، سېل، تالندې-برېښنا اټکل کړی دی.
د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت د هواپېژندنې ریاست پرون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، کاپیسا، پنجشېر، پروان، ننګرهار، کابل، لوګر، پکتیا، خوست او پکتیکا په ځینو برخو کې به د باران انداز له ۱۵ تر ۴۰ ملي مترو پورې وي.
وړاندې اټکل شوی، چې د سالنګونو په ګډون به د هېواد په لوېدیځو، جنوبي، ختیځو او مرکزي ولایتونو کې تېز بادونه، خاورې او دوړې وي.
ویل شوي په ځینو سیمو کې به د بادونو سرعت په یوه ساعت کې له ۵۰ تر ۸۰ کیلومترو پورې وي.
د غويي میاشتې له نیمايي د افغانستان زیاتې برخې تر سختو اورښتونو وروسته د سېلابونو له کبله وځپل شوې، چې خلکو ته یې د سر او مال زیانونه واړول.
امين ګنډاپور: د پښتونخوا په استازيتوب د طالبانو له حکومت سره خبرې کوم
د پاکستان د پښتونخوا وزیر اعلی، علي امین ګنډاپور وایي، هغه به د خپل ایالت د وزیر اعلی په توګه د افغانستان سره خبره کوي او هلته به پلاوی لېږي، ترڅو په افغانستان کې د طالبانو حکومت سره له نږدي کېني او د دواړو خواوو ستونزي به هواروي.
نوموړي د چهارشنبې په ورځ پېښور کې یوي غونډي ته په وینا کې د پاکستان پوځ ته په اشاره وویل: "زه وایم ما پرېږدئ چې افغانستان ته پلاوی ولېږم، افغانستان زموږ همسایه دی، موږ یوه ژبه لرو، اوږده پوله لرو، پرېږدئ چې هغوی ته ووایم پاکستان کې څه روان دي، ځکه چې وینه زما بهیږي خو هغوی پرې هیڅ پروا نهلري."
هغه په خپله وینا کې د پاکستان پر پوځ د نوم اخیستو پرته سختې نيوکې وکړې او زیاته یې کړه: "زه ستا غلام نهیم، زه ازاد یم، نه څوک زما ازادي محدودولی شي او نه مې ژبه تړلی شي، که په غلطه یم خپلې اصلاح ته تیار یم خو نه چاپلوس یم او نه د چا چمچه یم."
علي امین زیاته کړه، دوه پاکستانه په یو ځای نهشي چلېدلی، دوه قانونونه او دوه نظامونه په یو ځای نهشي چلېدلی، موږ ته به پهدې راپورته کېدل وي.
تر دې وړاندې د سپتمبر په اتمه هم اسلاماباد کې د تحریک انصاف جلسې ته خپله وینا کې د خیبر پښتونخوا ايالت اعلی وزیر علي امین ګنډاپور په پوځ کلکې نیوکې کړې وې، چې له هغې وروسته د خيبر پښتونخوا حکومت ویاند بېرسټر سیف ویلي و، علي امین له تېرو اووه ساعتو راهيسې بې درکه دی او تماس ورسره نه نیول کېږي.
په پاکستاني رسنیو کې اوازې خپرې شوې وې چې علي امین ګنډاپور د پوځ لهخوا نيول شوی، خو د نوموړي ورور په یو بیان کې ویلي وو، علي امین ګنډاپور په یو اوږد میټنګ کې له برخې اخيستو وروسته بېرته پېښور ته رسېدلی دی.
د کړکېچ نړيوال سازمان: افغانستان کې توليد شوي نشهيي توکي د نړۍ بازارونو ته وارديږي
د کړکېچ نړیوال سازمان په یوه نوي راپور کې ویلي، که څه هم د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې د تریاکو د کښت ممانعت د تریاکو کښت خورا کم کړی، خو په افغانستان کې تولید شوي نشهيي توکي د نړۍ بازارونو ته واردېږي.
په دغه راپور کې چې د پنجشنبې په ورځ خپور شو، راغلي چې یوشمېر سوداګر د نشهيي توکو د زېرمو خرڅلاو ته دوام ورکوي او یوشمېر کروندګر لهدې بندیز سره مقاومت کوي.
همدارنګه ویل شوي، د کوکنارو د کښت د بندولو لپاره د طالبانو اقدام د بزګرانو او کلیوالو کارګرانو اقتصادي امکانات لهمنځه وړي چې په ځانګړې توګه د کورنیو ښځې یې ډېرې اغېزمنې کړي دي.
د راپورونو لهمخې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ مخکې په پراخه کچه کوکنار کرل کېدل، خو له میاشتو راهیسې طالبانو د کوکنارو پر کښت بندیز لګولی دی.
د کړکېچ د نړیوالې ډلې په راپور کې وړاندیز شوی چې، طالبان باید د دغه بندیز په عملي کولو کې له بېوزلو بزګرانو سره نرمي وکړي او په غیر کرنیزو برخو کې د کارموندنې په برخه کې ډېر تمرکز وشي.
د افغانستان فوټسال ملي لوبډله د روان کال نړيوال جام ته چمتووالی نيسي
د افغانستان د فوټبال فدراسیون نن پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې، د فوټسال لوبډلې تمرینات د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې روان دي.
د دغه فدراسیون د معلوماتو لهمخې، په ازبکستان کې د ۲۰۲۴ کال نړیوال جام کې د افغانستان لومړۍ لوبې ته ۳ ورځې پاتې دي.
افغانستان، ارجنټاین، اوکراین او انګولا په سي ګروپ کې شامل دي او د افغانستان لومړۍ لوبه به د یکشنبې په ورځ د انګولا پر وړاندې وي.
افغانستان د تلې میاشتې په ۱۹مه نېټه په تاشکند کې د مراکش لوبډلې ته په یوه دوستانه لوبه کې څلور پر درې ماتې ورکړه.
تر دې وړاندې افغانستان په یوه بله دوستانه لوبه کې له پاراګوای سره ۲-۲ مساوي لوبه وکړه.
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې غړي څلور ورځې وړاندې د ۲۰۲۴ کال په نړیوال جام کې د ګډون په موخه تاشکند ته ورسېدل.
ډبليوايچاو: دوه ميليونه او ۹۰۰زره افغان ماشومان له خوارځواکۍ سره مخامخ دي
د افغانستان لپاره د روغتیا د نړیوال سازمان یا "WHO" دفتر وايي، د خوړو د نه خوندیتوب له امله دوه میلیونه او نهه سوه زره افغان ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي، له خوارځواکۍ سره مخامخ دي.
يادې ادارې نن پر خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي، تر اتهنیم سوو زر زیات ماشومان په شدیده خوارځواکۍ اخته دي.
دې ادارې پرون د روغتیا د نړیوال سازمان د مشر ټیډروس ادهانوم گبرسیوس، پیغام هم شریک کړی چې پهکې ویل شوي، د افغانستان یو پر درېیمه برخه وګړي په هغو سیمو کې ژوند کوي چې د خوړو له اړخه نا امنه دي.
که څه هم په دغه پیغام کې ویل شوي، چې د روغتیا نړیوال سازمان له اړو کسانو سره مرستې کوي، خو له بلې خوا ویل شوي چې دا بسنه نهکوي.
په یاد پیغام کې د نړیوالې ټولنې پر بېړنیو روغتیايي او خوراکي مرستو هم ټینګار شوی دی.
د خوړو نړیوال پروګرام د چهارشنبې په ورځ په یوه راپور کې وویل، د بودیجې د کمښت له امله په افغانستان کې ۱۱ میلیونه کسان چې د خوراکي موادو له نه خوندیتوب سره مخامخ دي مرستې نهدي ترلاسه کړي.
کرکټ؛ افغانستان د سویلي افریقا پر وړاندې لوبډله اعلان کړه
د افغانستان کرکټ بورډ د سویلي افریقا پر وړاندې د درې یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ ته لوبډله اعلان کړه.
د پنجشنبې په ورځ د سپټمبر په ۱۲مه نېټه کرکټ بورډ په یوه خبر پاڼه کې لیکلي، دا ځل یې لوبډلې ته د پخوانیو لوبغاړو ترڅنګ نوي ځلېدونکي لوبغاړي هم غوره کړې دي.
په اعلان شوې لوبډله کې حشمتالله شهیدي لوبډلمشر، رحمت شاه زرمتی مرستیال لوبډلمشر، رحمنالله ګربز او اکرام عليخېل ویکټ ساتونکي، عبدالمالک، ریاض حسن، دروېش رسولي، عظمتالله عمرزی، محمد نبي، ګلبدین نایب، راشد خان، ننګیال خروټی، الله محمد غضنفر، بلال سمیع، فضلالحق فاروقي، نوید ځدراڼ او فرید احمد ملک شامل دي.
ټاکل شوې چې دغه لوبلړۍ د روانې سپټمبر میاشتې په ۱۸مه، ۲۰مه او ۲۲مه نېټه د عربي متحده اماراتو په شارجه لوبغالي کې ترسره شي.
کرکټ بورډ ویلي، ابراهیم ځدراڼ او مجیب الرحمن د ټپونو له امله په دې لوبلړۍ کې لوبېدو ته چمتو نه و.
دا په داسې حال کې ده چې له نیوزیلنډ سره د یوازېنۍ ټېسټ لوبې ۴مه ورځ هم بې پایلې اعلان شوه.
د اسټرالیا حکومت په افغانستان کې د خپلو یو شمېر پخوانیو افسرانو رتبې او مډالونه لغوه کړي
د اسټرالیا حکومت پرېکړه کړې چې په افغانستان کې د خپلو یو شمېر پخوانیو پوځي افسرانو پوځي رتبې او مډالونه لغوه کړي.
دغه پخواني افسران، چې یوه وړه ډله بلل شوې، تورن شوي چې په افغانستان کې یې تر قوماندې لاندې کسانو جنګي جنایتونه ترسره کړي دي.
د بریتانیا ګارډین ورځپاڼې او د یوشمېر اسټرالیایي رسنیو لیکلي چې د اسټرالیا د دفاع وزیر ریچارد مارلیس نن پنجشنبه خپل پارلمان ته د معلوماتو پر مهال دغه څرګندونې کړې دي.
نوموړي ویلي چې متاثره افسرانو ته یې چې له پنځلسو کسانو کم دي لیکونه لېږلي، خو د هغوی نومونه یې نه دي په ډاګه کړي.
په اسټرالیا کې یوې څېړنې، چې څلورو کلونو کې بشپړه شوې، ښودلې چې افغانستان کې د دوی ۲۵ پخوانیو او برحاله ځانګړو ځواکونو، د ادعا له مخې ۳۹ افغانان په ناقانونه توګه وژلي دي.
اسټرالیا د نړیوال ایتلاف په چوکاټ کې افغانستان ته خپل شاوخوا ۱۵۰۰ سرتېري استولي وو چې تر ډېره په ارزګان ولایت کې مېشت وو.
دوو مخالفو جبهو په کابل کې د اوو طالبانو د وژلو او څلورو نورو د ټپي کولو ادعا کړې
د افغانستان د ازادۍ په نوم جبهه ادعا کوي چې د کابل ښار د ۱۱مې حوزې په مربوطاتو کې یې دوه بریدونه کړي چې پهکې پنځه طالبان وژل شوي او دوه تنه ټپيان شوي دي.
دې جبهې په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټويټر کې څرګنده کړې چې دا بریدونه یې د سرای شمالي او بادام باغ د لارې په اوږدو کې تېره شپه ترسره کړي دي.
بل لور ته د طالبانو یوه بله مخالفه ډله، ملي مقاومت ادعا کوي چې د کابل په دیوان بیګي سیمه کې یې دوه طالبان وژلي او دوه ټپيان کړي دي.
طالبانو د دې ادعاوو په باره کې هم څه نه دې ویلي.
بودیجې کموالی؛ څه باندې ۱۱ میلیونو اړمنو افغانانو سره مرسته نه ده شوې
د خوړو نړیوال پروګرام یا "ډبلیوایفپي" وایي، د بودیجې د کمښت له امله نه دې توانېدلي چې په افغانستان کې له ۱۱ میلیونه ډېرو اړمنو کسانو سره مرسته وکړي.
"ډبلیوایفپي" د چهارشنبې په ورځ په یوه راپور کې د خپلې هغه بودیجې خبر ورکړ چې د افغانستان لپاره ده او اندېښنه یې ښکاره کړه چې دا ۱۱ میلیونه افغانان د مې له میاشتې نیولې تر اکټوبر پورې د دوی له مرستو محروم شوي دي.
د ملګرو ملتونو دا اداره زیاتوي چې په افغانستان کې د مرستو په خاطر د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره ۶۷۷ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو د مرستو د همغږۍ د ادارې یا اوچا په باور سږ میلادي کال په افغانستان کې ۲۳.۷ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.
د بخښنې نړیوال سازمان: په افغانستان کې باید د ښځو غږ واورېدل شي
د بخښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا د برخې کمپاینرې سمیرا حمیدي ټینګار وکړ چې په افغانستان کې باید د ښځو غږ واورېدل شي.
نوموړې په کابل کې د ښځو پروني لاریون ته په اشارې سره په خپله ایکسپاڼه پخواني ټویټر کې لیکلي چې د دې ښځو جرئت له تصوره بهر دی.
په کابل کې پرون څه باندې لس تنه ښځې او نجونې راغونډې شوې وې او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل څو په افغانستان کې دې پر طالبانو فشار راولي چې د دوی بشري حقوق رعایت کړي.
د دغو معترضو ښځو دا لاریون "د افغانستان د ښځو تاریخ د بدلون غورځنګ" د غړیو له لارې د کابل په لوېدیځ کې ترسره شو.
د دې غورځنګ مشرې رقیې ساعي وویل، له دې وېرې چې د طالبانو له سخت چلند سره مخامخ نه شي، نیم ساعت وروسته یې خپل اعتراض پای ته ورساوه.